د برمودا مثلث دنړۍ ویرونکې سیمه (دژوندون ژباړه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13386
عبدالله شاه ژوندون
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

د خدای ج په  نظام کې  دبشر   د غرور د کشته  ساتلو  په  خاطر داسي ډير ي بیلګي شته  چې انسان ترا وسه پوري  د هغو په  رازونو او حکم تونو نه دي پوهـ  شوي  ، او   له  زيات پرمختګ او ټکنالوژيکي  الوت سره سره نه دی توانيدلي چې حتا په یوه بي ګه یې هم ځان ته داسي ځواب ورکړی  چې ورباندي  ډاډه شي .
خبره به زیاته نه اوږدوو او رابه شو  ددغو رازونو يوې داسي بیلګي ته چې تر پيړیو پيړیو یې  خپل ځان نه دی بدل کړی او  د بشر په هر ه دوره کې يې خپل  زور انسان ته ور  ښودلی دی خو انسان په ډیر عاجزي  تل تر تله په مات نظر او ټيټ سر  بې له څه ویلو  ناکام پاته شوی دی .  دا دبرم ودامثلث په نامه  پيژندل شوې  له خطرونو څخه ډکه سمندري سیمه ده  چې په اړه یې ما کوښښ کړی دی تر خپلو افغانو او پښتنو وروڼو  ته له بیلابیلو  ماخزونو څخه یو څه  معلومات راټول کړم دادی ستاسو په درانه حضور کې وړاندي کوم هیله ده د معلوماتو پانګه مو لږ ورباندي درنه شي  .  (ژوندون)

د برمودا مثلث یو ویرونکی او وحشتناکه ځای دی چې تر اوسه یې په سلګونوسمندري  بېړۍ او الوتکې په هوا اوسمندرکې بې له دې چې وړوکې ټوټه ورڅخه پاته شي په خپله خيټه کې خوندې کړې دي ، او په زرګونو کسان په دې ويرونکې سیمه کې تری تم شوي دي چې تراوسه د هيځ یوه مړی نه دی موندل شوی.
د برمودا مثلث د امریکاجنوب ختيځ لورته نږدې  (چې د اقیانوس اطلس ځينې برخي هم نیسي ) پروت دی ، برمودا مث ث لکه څنګه چې يې له نوم څخه څرګنديږي مثلث ته ورته شکل لري .
وینسنت گادیس  چې دا ځای یې نومولی، ددې ځای دمو عت په هکله داسي ځرګندونې کوي ،( دمثلث  یو خط له فلوريدا تر  برمودا ، بل خط له برمودا څخه د پورتیکو لوري ته او دریم خط له باهاما څخه بیرته د فلوريدا لور ته غزول شوې دی ) .
دا سیمه چې د نړۍ له رازونو ډکه سیمه بلل کيږي د ډيرو ويرونکو  اود باور نه کولو پيښو شاهده ده ، وروسته له هغه چې په کال   ۱۹۴۵   عیسوي د دسمبر په ۵  نيټه   د سمندري ځواکونو شپږ  الوتکې له ټولي عملې سره په دې سیمه کې نادرکه شوې د برمودا په نوم مشهوره شوه . په دغو  شپږو الوتکو کې چې پينځو یې د پوځي  تمرينونو لپاره د برمودا خوا وشا الوتنه کوله  د عجیبو او ویرونکو پيغامونو په راستولو د مرستې غوښتنه وکړه ، شپږمه الوتکه دهغوی د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغله چې شپږ سره ددې وح شتناکې او ویرونکې سیمې ښکار شوې . چې هيڅ پته یې هم ونه لګیده .
له دغو الوتکو څخه مخابره شوي پیغامونود یو غير ډاډمن او ویرونکی حالت څرګندونه کوله . په داسي حال کې چې هوا هم د الوتنې لپاره مساعده وه او  الوتکو هم کومې تخنیکی ستونزي نه درلودې خو په مخابره شووو پیغامونو کې د وچې ځمکې د نادرکه کیدو ، د قطب نما ګانو له کار څخه د لویدو او یا د هغوی په ګړندی توګه تاویدل ، د ځای نه څرګندیدل او  داسي نور پيغامونه ورکول کیدل . د ا په داسي حال کې وو چې د الوتکو کارکونکې او پیلوټان مسلکې او د تجر بې درلودونکې کسان وو ، تر ټولو حیرانونکی خبر لا داوو چې  له ډیرو پلټنو وروسته نه د کومې الوتکې ماته شوې ټوټه ،یا دتیولو غوړوالی ، د مړونښې نښانې او یا نور د پيژندګلوي توکې تر اوسه نه دي تر لاسه شوې . دا پېښه د نورو پېښو په پرتله  ځکه دپام وړ  ده چې په ډلیزه توګه د دومره زیات شمیر الوتکو ورکیدل نه وړاندي تر دې شوي وو او نه هم تر هغه وروسته  شوي دي . په دې سیمه کې دې ته ورته نوري پيښې هم تکرار شوې دي لکه د باروړونکو او وړو بيړیو  ورکیدل او داسي نور خو ځينې وخت داسي پيښي هم شوې چې  يوازي کارکونکې او عمله دي ورک شوي وي او بېړۍ پاته وي .
ډیری الوتکې  په داسي حال کې ورکې شوې دي چې تر اخري ګړۍ يې خپله راډیوي اړیکه له اړوند مرکزونو سره ستاتلې دي ،په دې ترڅ کې ځينې غيري ارادي او نه منونکې پیغامونه هم م خابره شوي دي . لکه په روڼه او صافه ورځ کې  د  اسمان ژيړ والی او بیا ورسته خړوالی ، د سمندر د اوبو ويرونکې او څپاند حرکتونه په داسي حال کې چې لږ وړاندي به عادي او ارامي وې، د الوتکې له کنترول څخه وتل د ځينو پرزوله کاره لویدل  او داسي نور  حیرانونکې  پیغامونه چې بې له کومه دلیله او یا څرنګوالي  تر لاسه شوې دي  ، دا پیغامونه  ورو ورو ټيټ شوې او وروسته په داسي حال کې بند شوي لکه څوک چې يې په چا باندي په زوره قطعه کړي ، او یا ځيني وخت داسي احساس شوي لکه ورور ورور چې لري کيږي او وروسته د فاصلې د لري والې په وجه په خپله بند شي  .  ځينې وخت داسي ویرونکې پيغامونه هم مخابره شوي دی لکه   ، .....  یو نابلده او .... نه پيژندوکې رڼا له نا معلوم لوري را روانه ده .......   ،  د سمندر پر مخ یوه توره  پرده خوره ده .... لکه توپان   . . .    چې بیاوروسته ورکه شي    ....  او ځينې نور داسي چې  ،  د اسمان په منځ کې یوه توره ویرونکې فضأ ده چې د ځمکې له لوري خوځنده  وړاندګې پرې لويږي او ورسته دواړه ورکې شي  . . .  خوا او شا سمندر ټوله تیاره ده   . . . ټول تخنیکې توکې له کاره لویدل او له تیارې ورسته بیرته په کار پیل کول  !!!  ....
 له یوې جاپاني بېړۍ څخه یو عجیبه او نه منونکې پیغام ليږل شوی دی ، زموږ په وړاندي  د یوه لوی خنجر په څير  خطر ډېر ګړندی  راروان ده   . . .     موږ نشو  کولی ځان وژغورو  . . .  له موږ سره  مرسته وکړۍ . . . بې له دې چې څرګند شي خنجر څشی  وو بېړۍ ورکه شوه .
لاملونه  :
۱ :  اټکل شوي طبعی لاملونه :
د برمودا مثلث  د پېښو په هکله د وخت دپوهانو لخوا ډول ډول نظرونه  په بیلا بیلو وختونو کې وړاندي شوي دي .    ( غير طبعي مرګونه ) چې وروسته يې  د هيڅ یوه مړي جسد نه دی پيدا او داشان دنورو  لویو او وړو پيښو په هکله طبعي لاملونه په لاندي توګه وړاندي شوې چې ورسته بیرته رد شوي دي .
د سمندرونو په تل کې د ژورو ز زلورامنځ ته کیدل ، د هوا دخرابوالی او یا د اور غورځونکو غرونو په ترځ کې الوتکې په هوا کې  انفجار کوي  ، په سم ندر کې د لویو خوړونو ( ګردابونو )  او یا بوړبکیورا منځ ته کیدل چې د لویو کشتیو او الوتکو د راغورځیدو بانه کیږ ی او بیا ورسته په اوبو کې تری تم کيږ ي  ، د هندروبا ( مقناطيسي ) قوو اغيزه او یا د الکترو مقناطیسي قوو تر ب ید لاندي راتلل  .
پورتني یاد شوي علتونه د منلو وړ نه دي ځکه ، څنګه کیدی شي چې په یوه محدوده ساحه کې دي دوم ه زیاتي بېړۍ او الوتکې ورکې شي او دومره زیاتي  پيښې رامنځ ته شي ،  یا په ځينو پيښو کې د کشتیو عمله او کارکونکي ورکيږي او بېړۍ په خپل حال پاته وي !!!   .
۲ : اټکل شوي غیر طبعی لاملونه   :
په دې برخه کې هغه  غیرطبعي لاملونه  راوړل شوي چې  تر یوه بریده د عامو خلکو د باور وړ ګرځي ،
د تاریخ په اوږدو کې  داسي ع یدې او باورونه رامنځ ته شوي دي چې ویل کیږي  د ځمکې د کورې پرته په کهکشانونو کې نوري داسي کورې هم شته چې هلته نور مخلوقات ژوند کوي ( دایوه خیالي عقیده ده  چې تر یو بریده ساينس پوهان هم په دې عقیده دي )  د برمودا دمثلث لپاره یوه غیر طبعي دلیل د همدغو مخلوقاتو راکشته کیدل او په ځمکه باندي د تحقیقاتو د تر سره کولو په نیت په دې سیمه کې داسي پيښی منځ ته راځي چې علت يې همدا وګړي دي  ویل کيږي چې دا مخلوق څو څو ځلې  په ځمکه کې د پلټنو او همدا ان د انسانانو په هکله د پوهیدو په  خاطر ځمکې ته را کشته شوې دي .
 د شلمې پېړۍ  په پینځمه لسیزه کې د ادګار کایس  لخوا چې د خپل وخت یو لوی عالم ،وړاندویونکئ  او پوهـ حکیم ووتر ټولو عجیبه وړاندیز شوی دی  : نوموړی په دې باور وو چې پيړۍ پیړۍ وړاندي هغه وخت چې د لیزر وړاندګې نه وې پېژندل شوې د اطلس په سواحلو کې به  د کریستال څخه د د زورواکې او انرژي  لپاره ګټه اخستل کیده ،  د کایس په اند ددې انرژي په مرسته یو ډول شیطاني قوه  په یاده وې سیمه کې  له مينځه وړل شوې چې وروسته د اطلس په یادي شویو ساحلونو کې په یوه مایل ځای کې تر اوبو لاندي شوې دي  اوس چې هم کله په نوموړې سیمه کې  سمندري بېړۍ او یا الوتکې تیرېږي د هغوی الکترونیکي  پرزې  له کار څخه لوېږي  او د لمنځه تلو سبب يې کېږي .
م،ک جساپ ، چې یو لوی ستور يېژندونکې ، د سپوږمې د کرې متخصص ، او یو فضایي سفر کونکئ وو په خپل کتاب کې چې د ( نورو کرو مخلوقات ) په نامه يادېږي هم په دې عقیده ده چې  دلویو بېړیو او الوتکو د ورکیدو هم داشان د هغوی د کارکونکو او عملې د ورکیدو او یا له منځه وړل د هغه مخلوقاتو کار دی چې ځمکې ته راکشته کېږي ، نوم ړئ په دې هکله په یوه علمي ځېړنه بوخت وو خو ژوند یاري ورسره ونه کړه او خپلې ځېړنې یې نیمګړې پاته شوې .
يوه تر ټولو حیرانونکې پيښه :
د برمودا مثلث له حیرانونکو پيښو څخه یوه هم  ( په وخت کې د لسو دقی و د اختلاف پېښه ده )  چې تر اوسه ټول ساینس پوهان  ګوته په غاښ ورته پاتي دي او ډېره حیرانونکې پېښه بلل شوې ده .
دا د یوې سورلي وړونکې الوتکې پېښه ده ، نوموړې الوتکه چې له مرکزي رادار څخه کنټرولیده  ناڅاپه د لسو دقیقو لپاره له رادار څخه ورکه شوه ورسته بې له کومې پېښي  بیرته راښکاره شوه او رادار په خپل کنټرول کې واخسته کله چې الوتکه  بې له کومې پېښې کشينسته او د مرکزي رادار له خوایې د ورکیدو خبر تر لاسه کړ ټوله تخنیکې کار کونکې حیرا ن شول  ځکه تر کومه بریده چې د الوتکې عملې ته پته وه هيڅ کومه وړه پېښه هم نه وه رامنځ ته شوې ، ولې تر هرځه  جا به  دا وه چې د ټولو سورلیو او کارکونکو ګړۍ ( ساعتونه )  د عادي وخت په پرتله  لس دقيقې ورسته پاته وو ، دا په داسي حال کې چې الوتکې له دې پېښې ۲۰ دقيقې  وړاندي  د رادار وخت پېژندلی وو او په دې منځ کې  د وخت کوم اختلاف هم منځ ته نه وو راغلی .
په هغو کیسو او افسانو کې چې  له ډیرو پخوا وختونو څخه پاتې دي د برمودا د وحشتناکو پېښو یادونه په کښې شوې ده  ، له دې څخه ځرګنديږي چې دا سیمه له تاريخ نه وړاندي هم د ويرونکې او خطرناکې سیمې په توګه پيږندل شوې وه .
همدا شان  د کریستف کلمب   او  آپولو په وخت کې چې یو د ځمکو او بل د فضأ کشفونکې    وو،   هم خ کو له دې سیمې څخه ويره درلوده .

دبرمودا دمثلث قربانیان  :
هغه بېړۍ او الوتکې چې تر کال ۱۹۷۴ پوري د برمودا مثلث په خيټه کې تری تم شوې دي ،  او تر اوسه پوري یې نړۍ په موندلو کې پاته رغلې په لاندي ډول لیست شوې دي  . 
لومړئ : م همي ورکي شوې الوتکې :
1) ۵/۱۲/ ۱۹۴۵ : د TBM  ډوله  پینځه پوځي الوتکې چې د فلوريډا  د فورټ لاډرډیل هوايي ډګر څخه  د پوځي زدکړي په نيت پورته شوې وې له ټوله ۱۴ کارکونکو سره تری تم شوې .
2) ۱۹۴۵/۱۲/۵ : په همدې ورځ BPM   ‌ډو ه الوتکه په دې نيت پورته شوه تر ځو د پينځو ورکو شوو الوتکوپه هکله معلومات تر لاسه کړي چې وروسته له الوتني يې مخابراتي اړيکه وشکیده اوله ۱۳ تنو کارکونکوسره  ورکه شوه.
3) ۱۹۴۷ : د امریکایي پوځي اډې  C-54   ډوله ا وتکه  له خپلي ټولي عملې سره ورکه شوه  .
4) ۱۹۴۸/۱/۲۹  : يوه ځلور ماشینه الوتکه وروسته له هغه چې مخابراتي اړیکه یې له مرکز سره وشکیده د برمودا مثلث شمال ختیځ لور ته  له ټولو ۱۳  کارکونکو سره ورکه شوه .
5) ۱۹۴۸/ /۲۸  :  د DC-3   ډوله سورلۍ وړونکې الوتکه له  ۳۲ تنو سره د برمودا ښکار شوه .  
6) ۱۹۴۹/۱/۱۷  :  يوه بله ځلورم اشینه الوتکه چې د لندن څخه د سانیتاګوی شیلی  په لور روانه وه وروسته له هغه چې له مرکز سره یې مخابراتي اړيکه وشکیده تری تم شوه .
7) ۱۹۵۰  مارچ  :  دګلوب ماسټر په نامه امریکاي الوتکه چې دایرلند په لور يې سفر کولو د ب مودا د مثلث په شمالي لوري کې ورکه شوه  .
8) ۱۹۵۲/۲/۲  :  يوه انګليسي باروړونکې الوتکه چې د جامایکا په لور وانه وه د مثلث په شمالي لوري کې له ۳۳ تنو سره ورکه شوه .
9) ۳۱ اکتوبر۱۹۵۴ : د سوپرکانسټليشن  په نامه يوه پوځي الوتکه له خپلو ۴۰ تنو سورليو سره د مثلث په شمال لويديځ لوري کې تری تم شوه .
10) ۹ نومبر ۱۹۵۶  : په دې نيټه هم یوه P5M   ډوله الوتکه له خپلو ۱۰ تنو سورليو سره ورکه شوه .
11) ۸ جنوري ۱۹۶۲ :  دا ځل هم يوه پوځي ا وتکه چې  له   ويرجينيا څخه يې الوتنه کړې وه په دې  انسان خوړونکې سيمه کې ورکه شوه .
12) ۲۸  اکسټ  ۱۹۶۳   :  دوه نوې  KC-135   ډوله  ځلور ماشينه   الوتکې چې  د فلوريډا د همیتید  هوايي ډګر څخه يې  الوتنه کړې وه  د برمودا جنوب لويديځ کې  د نامعلومي بلا ښکار شوه .
13) ۵ جون  ۱۹۶۵   : يوه بله     C-119   باکسکار  ډوله الوتکه  له خپلو ۱۰ تنو  کارکونکو  سره د برمودا په جنوب ختيځ  لوري کې ورکه شوه  .
14) ۱۱  جنوري  ۱۹۶۷   :   يوه ښکاري  YC-122    ډوله الوتکه چې ورسته په باروړونکې الوتکه بدله شوې وه   ، له  ځلورتنه عملې سره  د پالم بیج او ګراند باهاما په مينځ کې د ګلف سټریم په ټاپو سره ورکه شوه .
15) ۲۲ ډسمبر  ۱۹۶۳  :  د   C-132    په نامه الوتکه چې د  زوزر  په لور يې اوتنه کوله   بې کومه دلیله او تخنيکي ستونزي تری تم  شوه .
 دوهم  :  مهمي  با وړنکې  بيړۍ  چې ورکي  شوې دي  .
لاندي د هغو ورکو شويو بيړيو ليست دی چې د برمودا مثلث  په خپله بې رحمه خيټه کې خوندي کړې او یا ځينې يې  بې له  کارکونکو او سورلیو د ډوبیدو په  حال کې پيدا شوې دي .
1) ۱۸۴۰  کال :   يوه لویه فرانسوي  بيړۍ  چې  له اروپا څخه د هاوانا په لوري  روانه   وه  ،  په داسي حال کې پیدا شوه  چې ټول  عمله  او سورلۍ یې ورکې شوې وې خو د بیړۍ دننه ټول  لوی او واړه توکي او مالونه بې له  لاس وهني څخه  په خپل حال پ اته وو .
2) ۱۸۸۰ جنوري میاشت :   یوه جنګي انګلیسي  بيړۍ چې  له برمودا څخه د انګلستان په نيت راونه شوه ،  ه خپلو ټولو ۲۹۰ تنو  سورلیو سره ګومان کیږي  مثلث ته نږدې ورکه شوې  وي چې تراوسه یې کومه  نښه نښانه   نه ده پيدا شوې  .
3) ۱۹۰۲  د اکتوبر میاشت :  يوه  الماني  بیړۍ  په ډير ناوړه حال کې پیدا شوه  ،  ویل کيږي دا بیړۍ چې ډيره کړوپه شوې او لنګرونه یې را ځوړند وو  يوه ورځ  له  روانیدو  څخه وروسته  ددې پيښي ښکار ګرځيدلې وه  ځکه د  څارندويي ډلې په خونه کې يې  د کليزي نيټه  د اکتوبر تر   ۱۴  پوري اوښتې وه چې دا نيټه   ددې ښکارندویه ده چې   د حرکت په دویمه ورځ  له دې پيښي سره مخ شوې ده   او ټوله عمله او سورلۍ  یې  ورک شوي وو .
4) ۱۹۸۸  د مارچ م یاشت  :  د امريکايي  ځواکونو يوه بیړۍ   چې د یو ، ایس ، ایس ،  سیکلوپز په نوم ياديده ، او د ۱۹۰۰۰  تنو سور يو په  په کچه جوړه شوې وه   له خپلو ټولو ۳۰۹  سورلۍ او عملې سره   چې له  باربادوس څخه د  نورفولک په لور يې سفر کاوو په داسي حا کې ورکه شوه چې نه هوا خرابه وو او نه  کوم  پيغام   پيغام  ورڅخه تر لاسه شوی وو ، همدا ان تر اوسه یې کومه نښه نښانه  پیدا نه شوه .
5) ۱۹۲۵  کال  :  د ايس ، ايس  کاټوپاکسي په نوم  یاديده هغه وخت   ورکه شوه چې له چارلسیټون څخه د هاوانا په لور روانه  وه .
6) ۱۹۳۲ د اپريل میاشت :  دوه  بیړۍ  په داسي حال  کې پیدا شوې چې ټولي سورلۍ او عمله یې  ورک شوي وو  او داسي نښي نښانې ورڅخه پاته وې چې ګواکي همدا اوس دي  له دې پيښي سره مخ شوي وي .
7)  ۱۹۴۰ فبروري  :  د ګلوریا کلیت  په  نوم  د لويدځ هیند  په یوې کمپنۍ پوري  مربوط  بیړۍ  د  الاباما په سیمه کې بې له  عملې او سورلیو څخه  په داسي حال کې پیدا شوه چې ټول توکي ، مالونه او سام انونه یې په خپل ځای بې له لاس  وهني څخه  
8) ۲۲  اکتوبر ۱۹۴۴   :  یوه  کوبایي  باروړونکې  بیړۍ  چې د رابیکن په نوم يادیده  له یوه سپي  پرته  نوري ټولي سورلۍ له لاسه ورکړې و ې  ، نوموړې بیړۍ  د فلوريډا د ایالت په ګلف سټريم  ساحل کې د سمندري ځواکونو په مرسته پیدا شوه .
9)  ۱۹۵۰  د جون مياشت :   د ایس ، ايس  سندرا په نوم   يوه باروړنکې بيړۍ  له  خپلو ټولو ۳۰۰ تنو  کارګرو سره چې د حشرو د لمنځه وړلوپه نیت یې له  ساوانای جورجیا  څ خه د پورتو کابلو  په لور سفر کاوو  ، کله چې له فلوريډا څخه تیره شوه ورسته یې  هيځ  درک معلوم نه شو نه یې هم  کوم   نښه نښانه پاته وو  .
10) ۱۹۵۵  د سيپټامبر :    په دې نيټه  د کانمارا۴  په نوم   بیړۍ  د برمودا په جنوب لویدیځ سیمه کې  ډوبه شوه .
11) ۲ فبروري ۱۹۶۳ :   یوه باروړونکې بیړۍ  د مارین سولفورکؤين  په نوم  چې خورا غټه بیړۍ وه بې له دې  چې کوم پیغام یا  احوال یې  پريږدي  په دې انسان خوړونکې  ځای کې  له ټولو سورليو او عملې س ه تری تم شوه سره له دومره لوی والي يې  هيځ کومه نښه نښانه پیدا نه شوه  .
12) ۱۹۶۳  د جون میاشت :  یوه وړه ښکاري  بيړۍ  له خپلو ټولو ۴۰  ښکاریانو سره  چې لوری یې له  جامائیکا څخه  شمال لويديځ ته وو  د برمودا په جنوبي لوري کې ورکه شوه .
13) ۱۹۲۴ :    یوې جاپاني  بیړۍ چې د رایفوکومارو په نوم یادیده  د باهاما او کویبا ت مينځ  وروسته له هغه ورکه شوه چې د مرستي غوښتنه يې وکړ ه .
14) ۱۹۳۱  :  د  سټيونجر په نوم  یوه باروړنوکې بيړۍ له خپلو ټولو ۴۳  تنو  سره ورکه شوه .
15) ۱۹۳۸ د مارچ میاشت  :  یوې  بلې اسټليايي باروړنکې    بیړۍ  خپل  و وستئ  خبر   چې ویل يې ( هر څه  ښه دي )  له مخابره کولو ورسته له  ۳۹ تنو سره   ورکه شوه .
16) ۱۹۶۷  ډسمبرمیا ت :  یوه وړه سپورټي بیړۍ (رواناک)  په داسي حال کې ورکه شوه چې  له وچې څخه  تر سترګو کیدله .
17) ۱۹۶۷  ډسمبر ۲۴  :   د ویچ ګرافټ په نامه بیړۍ  د یوه ساحل په غاړه  په داسي حال کې پیدا شوه چې  د بیړۍ ټوله  عمله  ورک شوي وو .
18) ۱۹۷۰  د اپريل میاشت :   د میلتون یا ټريډز په نامه  یوه بیړۍ چې له  نیواورلئان  څخه د کيپ  ټاون په وري يې تګ کاوو  تری تم شوه .
19) ۱۹۳۷  د مارچ میاشت :  یوه   لویه بیړۍ  (۱۰۰۰ ټنه باروړونکې)  له ۳۲  تنه  عم لې سره  د نیوپورټ نیوز او المان تر منځ په لاره کې  ورکه شوه  .
ددې خطرناک او له حيرانونکو پيښو ډک مثلث  په هکله تر اوسه ډيري  داسي پوښتنې او انديښنې   پيدا شوي  چې په هکله يې چا  ډاډمن ځواب نه دی تر لاسه کړی .