كاپرګل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13442
شمس خوستی
دخبریدو نیټه : 2007-08-08

كاپرګل
دورك تصورپه هنداره كې ستا دسترګو ننداره كوم ،تۀ هم راته داسې نيمكښ غوندې ګورې چې دسترګوغوټۍ دې هماغه كاپرګل رايادوي چې ستادلومړني ديدن پرمهال مې ليدلى ؤ .
په يادبه دې وي چې دخوب وړي غوندې دلومړي ځل لپاره ستاسوكره تلى وم اوكله اوكله چې بېرته راتلم تاراته له شرمه دشونډوپه سردپاتې كېدايونازك غوندې ست وكړخوپه سترګوكې دې دومره دراندۀ پشتني اوله معصوميت څخه ډك ستونه كول چې (زماپه نظر)وچ كاڼي به يې اوبه كړى واى ، زه نه پوهېدم كومې پښتونيولى وم چې يوځل مې دنه پاتې كېداووې بيامې هو په خولۀ نه راتله اوپه  زړۀ كې خومې خداى [ج] خبرڅه تېرېدل ،څه په درته ووايم چې زړه مې به مې څوځايه اوپه څه ډول ټپي وي  .
كله مې چې درسره مخه ښه كوله،زړه مې نه درڅخه تۀ خونه پوهېږم كومې پښتونيولى وم چې په نه زړه درڅخه روان شوم ، زړۀ مې په زوره  زوره د لب او دپ ږغونه كول ،بې له مااو تاڅخه نورهېڅوك هم زمادزړۀ په دربانه پوهېدل .
په يادبه دې وي چې دمخه ښه پرمهال مويوبل ته په سترګوسترګوكې نېغ وكتل ،ماچې هغه مهال ستااوبلنوسترګوته وكتل نوځان مې پكې وليد،او په سترګو كې مې  اوښكې راډنډشوې ،له شرمه مې مخ بلې خواته واړاوۀ ،دمخ له  اړولوسره سم مې ستاسوپه باغچه كې پرهغه ولاړكاپرګل نظرولګېدچې نوې غوټۍ يې ايستلې وه ،ومې ليدچې مخ يې دلمرسترګې په لوري داسې اړولى ؤ لكه څوك چې په چاپسې ارمانجن دشالخوامخ واړوي  .
له ځان سره مې ووې :عجيبه ده، ګل هم ښكلي مخ ته ګوري،خولدې ډېره عجيبه بياداده چې خلك ښكلي مخ ته په كتوګل هم كاپربولي .