افغان ولس دخپلي رايي او باور په بدل کښي څه غواړي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1350
ولي شا طبيب _ کندهار
دخبریدو نیټه : 2004-10-30

دتلي ۱۸ مه نيټه دافغانستان په تاريخ کښي يوه ډيره ځلانده او نه هيريدونکي ورځ وه ،افغان ولس سره ددي چه د۲۶ کلن جنګ له وجي ډير مادي او معنوي زيانونه وزغمل خو بيايي هم نړۍ ته وښودل چه ا فغان ولس کمزوری او بي وسه ملت نه دی ،بلکه هوډمن او دکلکي ارادې درلونکی دی. افغانان چه دتوپک والاؤ او لاره وهونکو له لاسه تر پزي رسيدلی وو ، نو ددغسي يوي  ورځي انتظار يي کاوه چه دخپلي خوښي ولسمشر وټاکي .

دتلي پر ۱۸مه افغانانو داسي په منظمو قطارونو کښي ودريدل چه سړي ته دا سوچ پيداکيږي ،چه پخوا هم افغانان دولس مشر دټاکلو لپاره په قطارو کښي دريدلي دي ، او دا يو عادي ازمويل سوي عمليه ده ،خو نه بي الکل داسي نه ده بلکه دا لومړی ځل وو چه افغانان دولس مشر دټاکلو لپاره په ډيره مينه او علاقه  او حوصله مندي په قطارونو کښي ولاړ وه ، افغانان دولس مشری ازادو او شفافو ټاکنو ته دومره تږي او ليواله وه لکه روژه نيونکۍ چه دروژه ماتي په انتظار وي ، بالاخره ولس په ډيره خوشحالۍ او مينه خپلي رايي صندوقونو ته واچولي ، ملت  خپل ملي مسوليت سرته ورساوه ،او خپل دخوښي ولسمشر ښاغلی حامدکرزی يي دولسمشر په توګه وټاکی. خدای دي نيک او مبارک کړي ، واقعاٌ افغان ولس دولس مشر په ټاکلو کښي دډيري پوهي او زيرکۍ څخه کار واخيست  چه داسي يو منلی شخص يي دکانديدانو له جملي څخه وټاکی  چه په رښتيا سره ددغي درني وظيفي وړ او جوګه دی دښاغلي حامد کرزي لاسونه په وينو سره نه دي ،مسلمان ،افغان ،مجاهد ،دپوهي درلونکی ،دملي يوالي ليواله ،دښو اخلاقو درلوونکی او زړه سوانده شخص دی ، ددي ټولو صفاتو په بنياد افغان ولس دحامد کرزي ملا وتړله . ددي ملاتړ په بدل کښي ملت غواړي چه ښاغلی حامد کرزی داسي کابينه جوړه کړي چه په هغه کښي معيار يوازي وړتيا او دپوهي بنسټ وي .    ايتلاف او  مشارکت  چه دواړه تقريبا يو مفهوم لري دملي ارمانونو او دولس دارزوګانو بي الکل خلاف دي . 

کابينه بايد پراخ بنسټه وي ، خو نه په دي معنی چه ديوي ولسوالۍ څخه دي څلور وزيران وټاکل سي .دا اصل بايد په نظر کي ونيول سي چه  پښتون مشر ورور او نور ټول کشر ورور دي .

ښاغلي کرزي دملي يووالي لپاره دضرورت نه زياتي هلي ځلي وکړې ،  هغه کوښښ وکړ چه نور توکمونه خوشحاله وساتي ، دپنجشير ولسوالي چه يوازي ۴۰ کيلومتره  دپروان له مرکز يعني چاريکاره څخه مسافه لري ولايت ته لوړتيا ورکړ ، ددايکونډي ولسوالي  يي هم ولايت ته جګه کړه . دباميان په ولايت کښي يي پوهنتون جوړ کړ حا ل داچه په باميان کښي دپوهنتون درلودل ډير ګران تماميږی . داسي نوری لوي ولسوالي سته چه دولايت وړتيا لري ،ژوندی مثال يي دشين ډنډ ولسوالي ده اوداسي نوري .

په وزارتو کښی اکثره دهمدي يوي ولسوالۍ کارکوونکي زياتره تر سترګو کيږي . ښاغلي کرزي دملي يوالي  لپاره  ډيري هڅي وکړي  .  خو که وګورو په همدي سيمو کښي دکرزي رايي ډيري لږ او محدودي وې  . موږ دملي يوالي ډير ليواله او غوښتونکي يو خو نه تر دي بريده  چه زموږ خپل حقوق پکښي پايماله سي .

اوسنی  حامدکرزی  د پروني حامد کرزي  څخه ډير توپير لري ،پرونی حامد کرزی دبن دموافقي او بيا دبيړنۍ لويي جرګي د فيصلي په اساس دموقتي  اوانتقالي دوري ولسمشر وو ، خو اوسنی حامد کرزی د مليونونو افغانانو درايي او فيصلي په نتيجه کښي د ولسمشر په توګه ټاکل کيږي ، يعني دولس نماينده ولسمشر دی . نو دا اړينه خبره ده چي ښاغلی کرزی بايد په ډير قاطعيت او اصوليت کړنه وکړي ، ټول هغه واکونه چه داساسي قانون  لخوا ښاغلي کرزي ته ورکړه سويدي  موثره استفاده وکړي .

دافغانستان دامنيت لپاره دبي وسلي کولو پروګرام چټک کړي ، دنوي ملي  اردو او ملي پوليسو ژر تر ژره جوړول ، يوه مهمه خبره داده چه په ملي اردو او ملي پوليسو په  ليکو کښی دسياسي فعاليتونو مطلق بنديز رامنځته سي ، که چيري  ديرش کاله دمخه زموږ په اردو کښي سياسی فعاليتونه په کلکه منع سوي وای نو داسي  حالت به نه وای راغلی ،د توپک سالارانو لاسونه  بايد لنډ سي . ټولو ګناه کارو او مجرمينو ته دمحکمي دحکمونو سره سمدستي جزا ورکړه سي ، ډير مجرمين پسله څو ورځو بيرته ازاد ګرزي ، په اکثرو مواردو کښي دمحکمي حکمونه په ډير ځنډ صادريږي .

په دولتي دستګاه کښي درشوت ، خيانت او سوغات بازی څخه مخنيوی وکړي ، که چيری په دولتي دستګاه کښي وړ او لايق کسان په مناسب معاش استخدام سي نو به درشوت خوري مخنيوی سوی وي،  په اوسني حالت کښي دولتي کارکوونکي په زغرده درشوت غوښتنه کوي ، تريو بريده ځان مستحق بولي اووايي چه په يونيم زر افغانۍ ايا يوه وړه کورنۍ ګذاره کولای سي ؟

نوي ټاکلي حکومت بايد داسلامي شرعي احکامو په رڼا کښي دافغاني کلتور او عنعناتو ساتنه او جاري ساتلو ته پاملرنه وکړي .

همدارنګه متوازني روزني او ښووني ته خاصه پاملرنه وسي ، نه دا چه دښاغلي قانوني دوزارت په دوره کښي ۱۲ مليونه دري ژبي ته  او څلور نيم مليونه دپښتوژبي د کتابونو دچاپ امر ورکړه سوی وو. دا متوازنه ښوونه او روزنه نه ده . په ځانګړي ډول دکوچيانو ښووني او روزني ته دښاغلي کرزي پاملرنه غواړو ، ددوی دښووني او روزني لپاره بايد ځانګړي لاري چاري پيدا سي  ځکه چه کوچيان په خوځښت او حرکت کي دي .

پښتو ته بايدعملاٌ دمشري اود افغانستان د لومړۍ ملي  ژبي په سترګه وکتل سي ، متاسفانه په کابل کښي ټول دولتي اداري دري ژبه کاروي ، په راديو او تلويزيون کښي ددري ژبي برخه تر پښتو څو ځله  زياته ده  ، په کابل پوهنتون او نوروښوونيز ادارو کښي ټول درسي نصاب په دري دی ، په کنفرانسونو ،سيمينارو او غونډوکښي زياته دري کارول کيږي ،دوزارتو اکثره رسمي جريدې ،اصولنامې او نشريي په دري ژبه دي ،هاند تردي چه دملل متحد موسسسات او غيردولتي موسسسات په ليکنو او ترجمه سوي موادو کښي دري ژبه کاروي .

دشمال پښتانه کوم چه خپل جايداد او زمينداري يي په زور لاندي سويده ،نور نو ددستم د واک او توپک سالارۍ ټغر ټول سي ،او بيځايه سوي پښتانه بيرته خپل کور او کهول ته په عزت ولاړسي.

دښاغلي کرزي په مخ کي ډير لوی لوی چلنجونه پراته دي ، ترهرڅه لمړی ولس متوجه دی چه ښاغلی کرزی څه ډول کابينه جوړوي.