(د پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزي
ځدراڼ ليکنه)
دپيل خبرې
نن ورځ ټول افغانان ددې حقیقت شاهد ان دي چې د دري ژبي (فارسي ژبې)
دوه تلويزيونونه يانې د اریانا افغانستان تلويزيون دامريکا څخه او بل يې د اريانا تلويزيون دکابل څخه په
نړيوا له کچه خپرونې تر سره کوي. په داسې حال کې چې زه پخپله د نوموړوتلويزيونو کارکوونکو ته لانوربريا
يتوبونه غواړم، دا ځکه چې دافغان فرهنګ ته په ملي او نړيواله کچه خدمت کوي خو دخواښينۍ ځای دی چې د نوموړو ت
ويزيونو په پروګرامونو کې د پښتوژبې کلتوراو فرهنګ ته هيڅ او يا ډیره لږ برخه ورکړشوې ده . څرنګه چې نوموړي ت
ويزيونونه د شخصي کسانوپه لګښت سره پرمخ بيول کيږي نوپه سړه سينه مو ږ پښتانه دا باید ومنو چې هغوی د
خپل مټ ، غیرت او عقل په زورنوموړې کلتوري ازادي ګټلې ده. دا په دې مانا چې هر ډول پروګرام چې دهغوي زړه وغواړي
کولای شي خپور کړي اوپه حقو قي تړاو هغوی نه شو پـړولای.، خودلاس څلورګوتې بیاخپل ځان اوخپله پښتنوته نیولاې
کیږي.. دهرپردي نه پښتانه زیات مسئوليت لري اوزیات ملا مت دي چې پښتوژبې خپل ملي اونړيوال ځای نه دی نيو
ای.
څرنګه چې دافغان کلتوربنسټ په دوه نامتو ژبو یانې پښتو ژبه اودري ژبه ولاړدی ،نو نن ورځ ددې اړتيا
يدل کيږي چې:
په لوید یزه نړی کې په ( پښتو ژبه يوملي تلويزيون) په
اتلونکي وخت کې خپرونو ته چمتوشي. داځکه چې دمورنی ژبې پښتو او دپښتنو کلتور دپاره په نړيواله کچه خدمت
کول يوازې اویوازې پخپله د پښتنوملي او اسلامي دنده ګڼل کیږي.
داځکه چې يو متل دي :
هغه ځای سوځي
چې اورپه بليږي.
نوهريوملي اوپه پښتوژبه او کلتورمين افغان کولاې شي چې دنړی په هرګوټ کې دخپل وس سره سم دمو
نی ژبې په پاللو کې ونډه واخلي.
د ګلوبو لايزيشن Globalization خبری
دګلوبولایزیشن
پروسی ساده تعریف دادی چی دنړی هیوادونوترمنځ جغرافیوي کلاسیکی پولی دمنځه ځي اوپرځای يي کلتوري، ا
تصادي اودسوداګری بې پولې ګډ بازاردنړی هرګوټ ته غزيږي.. داځکه چی په لودیزه نړی کی دانرژي زيرمی مخ په خ
اسیدودي اود انرژي نوی ذ يرمی په منځنی اسیا کی خوند ي دي.. دا په دی مانا چی په راتلونکي نږدی وخت کی دنړی
هیوادونو سوله ایزاوغمیزژوند دیوه ځنځیر په بڼه دیوه اوبل سره تړلی دی. . د ګلوبو لايزيشن بهیر
مخه بې له خدايه بل هیڅ څوک نه شي نیولای. . دا ځکه چی دصنعتي هیوادونوژوند د انرژي په سرچينو پوری تړلی دی..
په نوموړی پروسه کی هرهیواد هڅه کوي چې دخپل ځان له پاره ترټولوزياته ګټه تر پورته کړي.. د ګ
وبو لايزيشن لومړنی ګټوری اغیزی دپښتوژبی په کلتور باند ی دادي چی نن ورځ دانترنیت ، تلویزیون اوپه سل
ګونوخپرونوپه مرسته دپښتنوتر منځ په نړيواله کچه اړیکی پیل شوی دی . دغه ډول کړنلاره دټولوافغانانولپاره يو
یرښه زیری دی، داځکه چی دپښتنوترمځ دمورنی ژبې اوکلتور په تړاو یووالي اوپیوستون منځ ته راولي.
په پایله کی دومره ویلای شوچی دنړی هیوادونه په یوه ګډ کلي کی ژوند کوی او غم اوښادی يی سره شریکه ده. که ومنوچی دنړی هیوادونه لکه دیوه بدن غړي وي نود د ګلوبو لايزيشن په اړوند دسعد ي لاندنی شعرپرځا ی دی.
چوعضوبه درد اورد روزګار
دیګرعضوهارا نما ند قرار (سعدي)
تاریخي سپینې خب
ي:
يو متل دی چې: ( رښتیا ویل تېرخه دي). نوپه دې مضمون کې به هم سپینې خبرې کول ځینې پښتانه راوپاروي.. خواوس
هغه وخت رارسيدلې دی چې نورلاس تر زنې کیناستل، نه یوازې بی ننګی ده بلکه ګناه هم ده. دا ځکه چې که څوک په دې فکرکې
وی چې يوه خدايې معجزه او یا پيښه به رامنخ ته شي او د پښتنوژبه او کلتوربه پخپله مخ په وړاندې لاړشي، نو دا
يو خیال پلو دی .
سيدجمال الدين افغان پخپله د ژبې دارزښت او اهميت په هکله بیا داسې نصيحت کوي.
( يو قوم هغه وخت مري چې ژبه يی ومري).
دارواښاد استاد خادم د ليکنو سره سم
که څوک د پښتونولۍ تعريف کوي نود پښتوژبې سره يوځاى پښتونولۍ تړلې ده، او هغه دپښتو ژبې نه هم ګرانه ده.ځکه
پښتونولي داسې يوه کلمه ده چې په دې کې دپښتو ژبې برسيره هغه ټول شيان پراته دي، چې ددوى د قومي روح او تاريخي
عظمت او ملي رواياتوبيخ او اساس شميرل کيږي .يوازې علمي ژبی ژوندئ پاتې کيږي او دپښتو ژبې علمي کول اوژوندئ
ساتل يوازې او يوازې دپښتنو ملي اووجداني دنده ګڼل کيږي . که څه هم دپښتوژبې طبيعي حق پخپله پښتنودپيښ ليک
په اوږدوکې ترپښو لاندې کړئ دئ، او بل هيڅ قوم ورباندې نه شو ګرم کولای، خو بيا هم په دې تړاود پښتويو متل
ديادولو وړګڼم چې وايي.
(که هلک وه نه ژاړي موريې تئ نه ورکوي).
دا په دې مانا ترڅوچې موږ
پخپله ټول پښتانه دپښتو ژبې په روزلو، پر مختګ، تعميم، او پراختيا کې کې خپل کړنلارې ، لاسونه اوفکرونه سره
یو نه کړو، هيڅ به هم پيښ نه شي، او نه به کومه خدايي معجزه منځ ته ر اښي . دالیکنه د بېنوا پاڼي څ
خه کاپي شوی ده او نه به کوم اغيزناک او مؤثرخدمت تر سره کړو. په دې اړونديوځل بيا دلوى څ
ښتن لارښوونه موږ ته داسې حکم کوي: في ظلال آية (26 )
إن الله لايغير ماب
وم حتى يغيروا مابأنفسهم
(ژباړه: په تحقيق سره لوى خداى (ج) يو قوم کې بدلون
نه راولي تر څو ددوى په خپلو ځانونو کې د بدلون نيت و نکړي. او په ساده يا ولسي ژبه سره دغه مفهوم په بل
ول سره هم تعبير کو لاى شو. ( دتا نه حر کت د خداى نه برکت).
E دايو څرګند حقيقت دې چې
ژبه يوازې دپوهيد لووسيله نه ده بلکه ديوقوم او ولس دژوند بقايا جوړوي، هويت يې ټاکي دملي خپلواک شعورلرل
اوپالل، سياسي علمي، فرهنګي حاکميت، صنعتي او تخنيکي پرمختګ دمربوط قوم اوولس دژبې اوولس دژبې دپرمختګ س
ه په سم سیخ ډول تړلي دي .
نوهرڅوک چې پښتوژبې ته خدمت کول غواړي نورښتونې لاريې دخبرو په ځاې
دعمل لاره ده . يوازې خبرې کول او په عمل کې نه پلئ کول د داسې يوه بيلګي سره ورته دئ لکه يوڅوک چې په اتڼ کې
ول وهې . ديوه ډول دغږ اواز ډيرجګ خوپه منځ کې تښ دئ.
داځکه چې نن ورځ پښتانه هم د ګلوبو لايزيشن Globalization په بهيرکې که زړه یی غواړی اوکه نه ورګډ شوي دي. په د ی اړوند خوشحال خټک داسی وایی:
پښتا نه چی نور څه فکرکړه نابوددي
بی له توری خلا صی نه شته په بل کا ر
يا تکیه په
یوه خدای ده یا دتوری
په جرګومرکو نه شي کارتما م
د ګلوبو لايزيشن په پروسه کی توره دامانا ورکوي
چې ګڼه توره اوقلم سره مل دي. يانې دا په دې مانا چې پښتون قام بايد دیوی خوا دپښتو ژبې کلتورنوری نړی ته و
وپيژني اودبلی خوا هڅه وشي چې په نړی کی دوستان پیداکړي. په نړيوال کلي کی خپل کوراوګورنړیوالوته و
وپیژني چې دلته پرموږاوربل دی.
که څه هم په ټوله نړي کې دا د يوه حکومت بنسټيزه دنده ده چې د ولس د قام
ونوژبې او کلتورته پراختیا او روزنه ورکړي، خو په خواښنې سره باید ووايوچې په افغانستان کې پښتانه چارواکې نه
دا چې د پښتو ژبې او کلتور ته خدمت نه کوي بلکه مخه يې هم نیسې. (دلومړی برخی پای)