خان (خادم کوچى)
دخلکو ډېره برخه روايت پالنه او روايات خوښوي پخواچېر ته د تيرو تا ريخونو په پا ڼوکې ليکل شوي ووچي دافغانستان خلک دغه ډول اوژوند کوي ورسره دا چې د دربار ژبه يې کارکې يا دري ده يا په پله وينا چې د غټا نو ژبه يې بېله اود خلکو ژبه يې بل ډول بيله ياده شوې وه پېړۍ ، تېرې شوې چې د افغانستان خلک د همدغه روايت په پښو کې رغړي، د ژغور نې اوله دغه روايت څخه داېستينې لا ره نه شي پيداکولى د لسګونو پاچاهانو له شته والي سره،سره، درباريان له دربار څخه ونه وتل خپل خواره واره ولسونه او خلک يې ونه ليدل له بده مرغه پښتو ژبې په سم ډول دربارته لاره پيدا نه کړه هر څوک چې د دربار ورپالي او چاپېريال ته ننه وتل هغوی دغټانو په ژبه خبرې کولې دربار يان کېدل٠
د در باري بلبلا نو د ترنګ او شرنګ له برکته د دربار ژبې په سيمه او افغانستان کې پراختيا اوپياوړتيا وموندله دوخت ديو متل له مخي هرڅوک چې په خيټه مړېده پاړسو ګله يې ويله له ديوان او دفترسره، سره دغې خپکۍ زموږسيمه اولرې پراته کلي هم ونيول له همدې امله ووچې دسيمې مشرتوب دطوطيانواوبلبلانوپه همدغه ژبه غږېدل هريو مشر به له خپلې خولې غټه حلوايي رحې غټ قاپونه (قاف)اوغټ پټ عينونه غورځول هرښاغلى دغټانوپه ژبه غږېده،
په دفتراوديوان کې ددغې ژبې حاکميت اولوړوالي زموږ ولسونواړکړل ترڅو دغه ژبه زده کړي په دغه بدمرغه بهيرکې زموږ په جومات کې چړي ( طالبان ) اوپه ښوونځي کې زده کونکى وهڅول شول چې دغټانوژبه زده کړي او دغټانوپه څېرغټې غټې خبرې وکړي ياغټ غټ لغت اوويوکې وغورځوي.
له همدې امله ووچې پښتوژبې خپل ډېرزامن له لاسه ورکړل چې ډېريې درباري بلبلان ددرباريانوزامن پورې اړوند خلک اوقومونه يادولى شو
همدغه ډول د هېوادپه شته ښوونځيو کې پښتو ژبې ته پاملرنه ونه شوه په يوبل نوم اوبڼه له پام څخه وغورځول شوه په پښتنې سيموکې دفارسي ژبې د دودونې هلې ځلې پيل شوې زموږخلک له خپلې ژبې څخه لرې شول په لوړوزده کړواوپوهنتون کې پښتوژبه دملي توب پرځاى ديونيمګړي مضمون پوړۍ ته راټيټه شوه فارسي ژبه دجامع الکمال په ډول په پوهنتون کې مخ په وړاندې ولاړه دپښتوژبې لاره ډب، ديوې خوشې اوچېټي ژبې په بڼه کې پاتې شوه تردې پورې چې ترننه پورې دټوکواوملنډوپه نوم ورته کتل کېږي همدغه ډول سخته اوشډله ژبه ورته ويل کېږي په ډېره بي شرمۍ اوسپين سترګۍ سره دپښتوژبې دسپکاوي هلې ځلې همداسي روانې پاتې شوې چې پاى يې لاتراوسه پورې نه ليدل کېږي.
دافغانستان په پخوانيوقوانينوکې پښتوژبه دملي ژبې په نوم ياده شوې وه، لکه پښتودافغانستان ملى ژبه ده پښتواودري يا فارسي دافغانستان رسمي ژبې دي ولې له بده مرغه په وروستيوکلونوکې دپښتوژبې په ميلتوب باندې قانوني بريداوبلوڅې وشوې په لنډمهاله اومنځ مهاله دوره کې دپښتوژبې مليتوب ،ملي غرور اوملي لوړوالې يوکوچني سرودته راټيټ کړل شوچې تراوسه پورې داهم څرګنده نه ده چې زموږپه جمهورى اسلامي کې به ترکله پورې ايرانى سرودزمزمه کېږي اوپښتوملى سرود به ځنډول کېږي ؟؟
دروايت پالنې يوبله بده بېلګه دافغانستان په ستروښارونوکې هغه ښوونځي دي چې دپخواني دور له مخې زده کوونکو ته په فارسي ژبه زده کړې په کې ورکول کېږي دود،چې هرچاايښى دى ياهروخت کېښودل شوى دى خوپښتانه زده کوونکي اړدي چې په دغوستروښارونوکې په فارسي ژبه زده کړه وکړي له همدي امله پښتون چې کله په لومړي، منځني ټولګي اوپوهنتون کې بله ژبه ووايي دخپلې ژبې په اړونديو پوچ غوز ترې جوړشي هغه بياله خپلې مورسره هم په خبره نه پوهېږي که دافغانستان پېښې په دريوبرخوباندې وېشو، لومړيوشپوورځوته دسردادرانواوپخوانيوپاچاهانوبرخه ووايو،اوبلې برخې ته يي دډله ټپلوبرخه ووايواودرېيمې برخې ته يې ، دنوي افغانستان برخه ووايوپه دغوټولوکې درباري هڅي اودرباري بهير همداسې پياوړى اوځواکمن پاتې شوى دى لکه:
خوشال خان خټک چې واېي ::
پښتانه که په خويونوڅه ناکس دي
کوټه سپي دقصابانودجوس دي
دژبي دواکمنۍ اوپياوړتياله مخې دربارپاتې شوى پښتواوپښتانه په وربايي اوجوس کې پاتې شوي دي دشل کلن جنګ په ترڅ کې دافغانستان خلک په ټوله نړۍ کې خپاره شول اوبله داچې نن دانټرنيټ کمپيوټر اونوروډېرووسايلوکېدلى شوى چې په نوي ،اتپون نړۍ کې به افغانستان هم يونوى اتپون افغانستان وي، يابه جوړشي!
دطالبيزم عربيزم اوامارتيزم له ماتې سره سم چې له کله نه پکول اوچپنه د کابل په ارګ ننه وتل افغانستان يوځل بياددربارپه لورخپل مزل پيل کړ دپخواني دربارهغه تېره روايتي لاره يې خپله کړله چې ګواکې په دربارکې فاړسي ژبه ويل کېدله اوداچې له ټولواداروڅخه پښتولوحي وغورځول شوي پر ځاي يې فارسي لوحي ولګول شوې دايرانيانوهڅې دهيواد په بېلا بېلوډلواوسيموکې پياوړې شوې دراډيوټلوېژن دجوړو اومرستې په نوم دخپرونوله لارې دپښتوژبې دکمزوري کولواوڅنډې ته کولودفارسي ژبې دپرمختګ هڅې دومره ګړندۍ شوى چې دنورونړيوالوماسيسوپه وجودکې يې هم پښتوژبه دويم پوړته وغورځوله .
د تېروخت اوهم دنن وخت دايرانيانو يافاړسي ژبې ايرغل او د روايت پالنې له امله پښتانه تريواغيز لاندې راځي ډېرشميرخودا زړه او زړورتيا له لاسه ورکوي چې په پښتوژبه خبرې وکړي دخپل بي زړه توب له امله هڅه کوي چې ځان ته بل رنګ ورکړي يا د ځينې په وينا خپل ځانونه لوى اوښه خلک ښيي په چوڼ ماچوڼ ژبه اوچوڼيا بخيوخبرې کوي ځينې ښاغلي بياله دې تکبيرلاندې په چوڼيابخيوخبرې کوي چې خپل ځان ملي شخصيت وښيي، اوبل دپښتوژبې دبدمرغي اوورکې له پاره بله ستونزه غوښتن ليکونه ياچې دوى ورته عاريضې وايې دادي پښتانه زړه نه شي کولى چې په پښتوژبه غوښتن ليک وليکې لومړى ستونزه داده چې ميرزاقلمان پښتوژبه نه شي ليکلى اوبل داچې پښتوژبه دده له پاره دډوډۍ ژبه نه ده هغه کولى شي چې ددغې ژبې سپکاوي هم وکړي اوبل داچې پښتوژبه يوغورځول شوې ژبه ده غورځول شوي ځوک نه راپورته کوي په سيمه کې که يوڅوک داسي نوښت اوزړه ورتوب وکړي اوپه پښتوژبه غوښتن ليک وليکې ښايي ډېر خلک ورته وايي چې موږ نه پرې پوهېږواوبله داچې ښايي دپښتوژبې عاريض په وړاندې ډېرخنډونه پيدا شي تردې پورې چې په ټنډه يې داسي څه وليکل شي چې دمنلووړونه ګرځي يوازي داسي بايدونه بلل شي چې دپښتوژبې په دښمنۍ اوسپکاوي کې غيري پښتانه ګرم وبلل شي لومړى غيري پښتانه ګرم اوپړه دي چې له خپلو ټولوازاديواومشرتوبونوسره ،سره دپښتنواوپښتوژبې په حقونوباندې تېرى کوي په دويم کدم کې پښتانه ګرم، سپک اوبيکاره خلک دي چې دخپلي ژبې اوخپلوخلکوحقوق نه وپېژني يا په خپله سيمه کې خپل ځايي ونه پېژني.
دافغانستان درباريان اوايرانيان بايدپه دغوڅوورځوډاډه نه شي چې دهيوادپه وړواو کوچنيوبرخوکې خپلي ببولالي وايي ياداچې په راډيو او ټلويژن کې خپلې منګولې خښې کړي اوزموږ ارزښتونه مسطه کړي په وارو، واروليدل شوي دي دغه ډول درباري چلنداويومخيزوکړوړوډېره بده زېګنده درلودلى ده ددوښمنانو له پاره پښتانه اوپښتوژبه سپېره خلک اويرغلګر سپېره کوي وخت ناوخت ددغوخلکواوژبې دوښمنانوداسې زيان موندلى دى چې دغليمانودبخت ستورى يې راټيټ کړي اوغورځولي دې و لرې نه ځود غرني له سوزولوڅخه يې رانيسوغزني له همدي امله وسوزول شو، غزنويانودرباري چلندخپل کله پښتوژبې اوپښتنوسره يې ددوښمنۍ لاره ونيوله دپښتنوکرکه يې راوپاروله دپښتنوپه مټ کټلي ټول برياليتوبونه يې له لاسه ووتل دالف تګين کورنۍ دتل له پاره نېسته اونابوده شوه
همدغه ډول په سيمه کې دايرانيانودګورګين وروستى دربارووچې دميريس خان نيکه له خوونړول شودتل له پاره ايرانيان په دغه نيږدې سيمه کې ىئې بدله اوبې اغېزې شول هغه پخوانى نېغ په نېغه درباريي له خاوروسره خاورې شو .
دنړۍ يوتاريخ ځواک او يرغل مغلوټوله نړۍ ونيوله دتوري اوقلم خاوندخوشال خان خټک خيال کاوو چې دسړک اولويې لارې په سربه مغلان دتل له پاره تګ اوراتګ کوي دده له وينا سره سم له سړک او لارې څخه لرې خښ کړل شو،ولې دپښتوژبې اوپښتنوددوښمنانو، مغلانوستورى داسې راوغورځول شوچې اوس يې په سيمه کې نوم هم نه ليدل کېږي زموږ خلک سرلوړي په خپله سيمه کې ژوندکوي همدغه ډول دپيرروښان هلي ځلي دټولودوښمنانو له پاره ديادولووړ دي اوداڅرګندوي چې دپښتوژبې اوپښتنودوژلوهڅه دې هيڅوک نه کوي
زموږدهيواد پخوانى دربارسرداران ديادولووړدي دوى په افغانستان کې دربارجوړکړدپښتوژبې اوپښتنو حقوق يې له پښولاندي کړل ددرباراوفارسي ژبي دپراختياهڅه کېدله په سم ډول نه پښتوژبه وويل شوه اونه خوددي ژبي دپراختياله پاره کاروشوستونزه دارمنځ ته شوه چې اتيون ،نوې ځوانان اولوستې ټولنه له دربارڅخه لرې پاتې شوه ددرباراو دربار يانوپه وړاندې کرکه راپيداشوه په پاى کې دنادري اوشاهي کورنۍ دټغرټولولوهڅې پيل شوې داسمه ده چې پېښه به ډېر اړخونه ولري ولې په ملګروملتونوکې دنورمحمد ترکې پښتووينايادهغه خبروچې په خپله پښتووينايې وياړ کاوو،داسي انګېزه ورکوي چې که په افغانستان دربار،دربارنه وايي پاتي شوي اوپښتانه وروسته اولاندې خلک يا پښتوژبه لاندې اوغورځول شوې ژبه نه وايي پاتې شوي نودغه دکابل درباربه داسې په بي رحمي سره نه واى وران شوې همدغه ډول شوروي لوري اوځينې نوروهيوادونوولکه تاجکستان ،ايران،ازبکستان،اوترکيې غو ښتل چې په افغانستان کې پښتوژبه اوپښتانه له پام څخه وغورځوي يادپښتون ضد هلې ځلې په کارواچول شوې وليدل شول چې دافغانستان دټولوخلکوستونزې زياتي کړل شوې همدغه ډول دمقاومت په وجود کې ايرانيان ،فرانسويان اودغه ډول نورسپين پوستي اوسره پوستي سره يوځاى شول پښتوژبه اوپښتانه له دې امله اوپه دې نوم اور،او زورته ونيول شول چې ګواکې تاسوله طالبانوسره مرسته کړې ده داڅرګنده خبرده چې ډېر به ډېره مرسته وکولى شي ښايي دخپل ډېروالي له امله يې له هغوې سره مرسته کړې وي دهمدغه بهيرپه ترڅ کې يوځل بياپه افغانستان کې دفارسي ژبې دربارجوړکړل شوزموږ دهيوادډيرغټان دباباددرباريانوپه ګډون په پښتوژبه نه پوهېږي ځينې پښتوژبه نه وايي هرنوم هره پلمه اوبانه چې وي خوهرڅومره چې دپراخه پرګڼوپښتوژبه په يوځاى کې کمېږي په هغه اندازه به دغه خلک دپښتنوملاتړ له لاسه ورکړي اوپښتانه به دخپل ځان له پاره نورې دژوندلارې چارې پيداکوي داپه دي مانانه ده چې يو څوک به ورته وايي دادهرژوندي پيدايښتي خوي دى چې دخپل ژوند دپالنې اوساتنې له پاره به لاره چاره پيداکوي يوورځ دښاغلي کرزي له فرهنګي سلاکار څخه پوښتنه وشوه ،ويل دافغا نستان په شمال اوځيني سيموکې له پښتنوسره سم چلند نه کېږي دښاغلي کرزي صاحب سلاکاروزيرهيوادمل صاحب ډېرپه غروراوغوڅه توګه وويل :
دروغ دي چې هرڅوک وايي دروغ وايي څو،څووارې دنړۍ دبشردحقوقوټولنواوخبر يالانوبيا،بيادپښتنوستونزې اوبده ورځ نړيوالوته بيان کړې ده سړى نه شي ويلى چې دکرزي صاحب سلاکارفرهنګي وزيرسم وايي اوکه دغه نورخلک دروغ وايي دکابل ملي ټلوېزيون دهرچاپه وړاندې ده سلاکاروزير صا حب دې وګوري چې څومره درباراوڅومره پښتوژبه پکې ځاى شوې ده ، همدغه ډول نورې پرهنګي هڅيدې وګورى چې پښتوژبه څومره اوکوم ځاى پکې لري نوښه خبره به داوې چې پښتوژبې اوپښتنوته په وړه اوسپکه سترګه ونه کتل شي دوې ددغې سيمې خلک دي دڅوکسوليکوالانوژبه نه ده چې ټول ژونددپښتو ژبې دحقوقو اوغوړيدنې له پاره ناري سورې وهي ولې هيڅوک يې غږنه اوري هرڅوک چې په دغو خلکوباندې واکمني کول غواړي دهغوى دنده ده، همدغه ډول دټولوپښتو ژبواوبشري ټولنې دنده ده چې پښتوژبه اوپښتانه له پام څخه ونه غورځوي په ستروښار ونوکې دي دمورنۍ ژبې دزده کړې وخت اوحق ورکول شي په ټلويزيون کې دې پښتوژبي ته ډېره برخه ورکوله شي دلومړي توب حق دي ورکول شي يا دې همدغه راډيواوتلويزيون يوچاته ورکول شي چې دملتوب نوم ونه لري اودخلکوګډه ملي پانګه ونه خوري که اغاى رهين يااغاى حِضرت خان ته په اجاره ورکول شي لابه ښه وي .
همده غه ډول درباريان اومشران دې په دغه خبره ځان بدنه ګڼي يادې خپل ځان وړوکى نه ګڼي چې په پښتوژبه خبرې وکړي داچې په دفتراوديوان کې پښتوژبې ته کله ځاى اووده ورکول کېږي بايدپه پام کې ونيول شي دوزارتونوپه وړاندې اوپه رسمي اداره کې بايد پښتولوحوته ځاې ورکول شي پښتولوحې بايدولګول شي له قانوني ويناوسره سم بايد دپښتوژبې دودې له پاره کارونه پيل شي ،پښتوعاريضه ياغوښتن ليک اوپه هغه باندې پښتواحکام ياحکومونه بايد وليکل شي ترڅوچې پښتوژبه اوپښتانه نورخلک دژوندپه ټولوخوږواوترخوکې له خپله ځانه اوخلکوسره يوځای نه کړي اوددغې سيمې ديومنلي اوپياوړي انسان په سترګه ورته ونه کتل شي ؟؟؟
لاتراوسه يې مازغه په کرارنه دي
چاچې ماسره وهلې سرپه سنګ دى