غوره کاندید

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13782
محمودنظری
دخبریدو نیټه : 2007-08-21

یولوی غل اوقاتل يې چې درو سرو محاکمو  هغه ته د هغه  دجنایتونو له کبله چې يې کړی وه د غرغړۍحکم صادر  کړ  او هغه يې په چمن حضوري کې د خلکو د عبرت په پار چې ډیر خلک را ټول شوی وو دار ته پورته کړ.
دا چې هغه ډیرپنډ، هډور ، غوښن او  اړخن وو د دار  پاکستانی بدل تناب(رسۍ) يې تاب را نه وړ او وشلېده نو  هغه زر عیب شرعي لکه ډکه توبره ډب  پر مځکه ولوید.
 یو وار نارې پورته شوی خلکو را منډه کړه هغه یې پورته اوپر اوږو  باندی پورته کړ دخلکو غلغله او شورماشور ، او ټېل ما ټېل  پیل شو ،چا یې لاسونه  چا يې پښې ور مچولی او کالې يې د ښه شګون په نیت  ور ټوټه ټوټه کړل او هغه يې لوڅ لغړ  پر اوږو  راخیستی وو اوپه کراتو مراتو يې نارې وهلې:جنتي قاتل! جنتي قاتل! جنتی قاتل!....
 او خلکو چکچکي پرې کولې هغه یې په ټول ښار کې و ګرځوی . هغه خلکو ته سینه په سوک ډبوله او ویل يې:
زه به نور هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړم او لوزونه يې کوله  خلک ورته اېښ پاته وه د هغه  ژیر الوتی مخ ته يې کتله او چا چا لا  لاسونه او پښې ورمچولې  او ان د خلکو له خوا ملی شورا ته کاندید شو
 هغه  اوس ملی شورا ته هره ورځ کو ږ-ووږ د ګوتو په سرو ځي ځکه هغه اوس د خلکو استازی دئ
د شورا یو بل  غړی  چې هغه هم د زور دیوال نه ژوندی راوتلی وو دهغه  په لیدو اریان پاته شو او هغه  ته یې وویل:
 اوه خدای دي راوله!
ته دلته د هغه موسکا پر شونډو خپره شوه
په هسکه غاړه او ځګلنه خوله يې  ورته و ویل:
 زه  قانون جوړ وم!