په ننګرهار كې دوه شعري ټولګې له چاپه را ووتلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13862
نجيب الله نايل
دخبریدو نیټه : 2007-08-25


يوه هم د حيات الله ګهيځ شعري ټولګه ده (د سپوږمۍ شپه) چې د مومند خپرندويه ټولنې لخوا په ۶۸ مخونو كې په سپين كاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوې.
پر كتاب استاد محمد اصف صميم، استاد فضل ولي ناګار او سرحدي ځواك سريزي كښلي.
او بله هم د سردارولي څرك شعري جونګ (ستا د اقرار په تمه شپې تېروم)دى چې د ختيځ فرهنګي كاروان لخوا په ۷۰ مخونو كې په سپين كاغذ او رنګه پښتۍ كې چاپ شوى دى.
پر كتاب د كوزې پښتونخوا وتلي شاعر سيد شاه سعود او استاد اباسين يوسفزي سريزي كښلي او عبدالله څار د څرك لنډه پېژندنه ليكلې ده.
يوه خبره د يادونې وړه بولم او هغه دا چې د دواړو ټولګو ډېرى برخه غزلې جوړوي او يو نيم ازاد نظم هم په كې ترسترګو كېږي.