ما ولې له ښکاره توبه وکړه ؟؟
له کوچينوالي مې ښکار سره مينه وه . کله – کله به مې په ويشتلي مرغه چې د حلالولو پروخت به يې دخلاصون لپاره وروستۍ هڅه کوله او په لاس به يې راته منګولې لګولې ، زړه خوږ شو . و به لړزېدم ، خو له ملايانو مې اورېدلي و چې ، ښکار مباح دى .
ثواب او وبال نه لري ، همدې زړور کړى وم ، همدا لامل دى چې د زرګونو ښکلو او ښايسته مرغانو ژوند مې اخيستى دى .
خو پوهېږئ !؟
يوه ورځ ، له سرو توتانو په يوه ډکه شنه څانګه مرغۍ ناسته وه ، توت يې خوله کې نيولى و ، د بادي ټوپک شپيلۍ مې ور برابره کړه .
هغې وليدم . و ترهېده . وزرونه يې ببر کړل . خو لا پورته شوې نه وه چې ، ساچمه يې پر سينه ونښته او په شا لاړه .
له شنو پاڼو د مرغۍ خړې بڼې يوه په بل پسې ځمکې ته ورو – ورو را روانې شوې او مرغۍ والوته .
ور پسې څارو شوم . هغې د کلا د ديواله په يوه چاودکې ځاله جوړه کړې وه ، په څه خوارۍ يې ځان ور ورسو .
ليکه وينه پر ديواله روانه شوه ، په ځاله کې د وړو مرغيو چې لا يې بڼې پوره کړې نه وې شور جوړ شو .
ټولې ترې راتاوې شوې ، خو هغې سر کېښود. له مښوکې يې غوټۍ – غوټۍ وينه راوتله او وږو بچيانو يې ورته وزرونه ټپول .
لاسونه مې سست شول ، ټوپک رانه ولوېد او ديواله ته تکيه ودرېدم .
ماوې خدايه !
زموږ په هېواد کې هره ورځ په سلګونو خوار او زار انسانان وژل کېږي ، هغوى ته هم دغه شان واړه وږي او لغړ بچيان په تمه وي ، هغوى هم د پلار لاره څاري خو ټوټې – ټوټې يې ورته راوړي .
ماوې خدايه !
ته ډېر ستر ذات يې ، ستا د خلقت شهکار هره ورځ وژل کېږي ، خو لا د ويشتونکو مټې غښتلي دي او لايې له ماشې ګوتې نه دي لرې شوي .
اى لويه خدايه !
په خپل قدرت د ويشتونکو لاسونه سست کړه ، ټوپک ترې وغورځوه ، پرېږده چې زموږ وږي او لغړ ماشومان له خپل ستړي پلاره په مينه را تاو شي ، پر اوږه يې ورته سرونه کېږدي او خوږې کيسې ترې واوري .