طنز
په زيږنتون كې يوې مېرمنې ماشومه وزېږوله، ډاكټرې
ښځينه نرسانو ته دزيږول شوې ماشومې دسنبالښت په اړه سپارښتنه كوله، هلته يوه نرسه ليدل كېدله چې دناروغې مېرمنې
دخدمت چارې يې تر سره كولې، لا هم د مېرمنې د (آخ) او (واى) فريادونو پر خونې سيورى كاوه، چې دمناسب قد يوه نرسه
اغله، دمېرمنې سر ته ودرېده او له موسكا په ډكه خوله يې ورته وويل: (( مُبارك دې شه، ډېره ښكلې او صحتمنه جلۍ ده.))
مېرمنې شور جوړ كړ: (( كومه جلۍ؟ سترګې دې خاورې شه، بې شرمې، غومبورې دې وخورې، لكه چې زوى دې رانه پټ
كه، ماته مې خپل زوى راوړئ، ما خو اوس زوى وزيږاوه، پلشتو بازاريانو...))
نرسه لكه كومه ګوناه يې چې كړې وي،
حېرانه ولاړه وه، نه پوهېده چې ناروغه ولې په ګډو وډو سر شوه.
ډاكټره په قار شوه: (( وركه شه لېونۍ، بګوې، بد اخ
اقې، دا چټيات بند كه، تا لور زېږولې، هلك دې ندى زيږولى، په روغتون كې تر اوسه د چا ماشوم ندى بدل شوى.))
مېرم
نه په چپركټ كې نېغه كېناسته ، لكه لېونۍ بيا يې چېغې پورته شوې مخ وهي او دخپلو وېښتانو په شكولو لګيا شوه: ((
تباه شوم، برباده شوم، خداى دې دا سورمخې ډاكټرانې وشرمۍ، له زوى يې خلاصه كړم، ماته مې زوى راولئ، دا لور دبل
چا ده، دا سوغات رانه لرې كئ))
كه څه هم دولادت په خونه كې چېغې او فريادونه ورځينى معمول و، خو ددې مېرمنې شو
او كړيغو ټول روغتون پر سر واخېسته، نرسانې او ډاكټرانې دولادت خونې ته ورشيوه شوې.
ډاكټرې امر
وكړ چې دعقلي ناروغېو متخصص ورته راولي، يوه نرسه په منډه په دې كار پسې ووته، ډاكټرې له ځانه سره وويل: (( ښايي دې
مېرمنې ته دډېپرېس ( ژورخپګان) ناروغي ورپېښه وي، ښايي كومې بدې اندېښنې يې پر ذهن سيورى كړى وي، ښايي پوسټ پارټم
سايكوزس(له ولادت نه وروسته دشعوري حالت له لاسه وركول) ولري.
مېرمنه له خونې دباندې ووته، چېغې وهي: (( په شرم
و پټې شئ، بازاريانو، زما د ګل په شان زوى ام راته بدل كه، لعنتيانو كه مې سرونه درباندې وچ ونه خريل زيارت بي
بي به نه يم، سپۍ به يم.))
داوخت زيات شمېر نرسانې، ډاكټرانې او دناروغانو پايوازان راغونډ وو، ټولو هڅه كوله
چې په كيسه ځانونه پوه كړي، يوه مشره ډاكټره چې استاتيسكوپ يې پر غاړه پروت و، له كتنځي راووتله غږ يې كړ: (( دا
ښځه څه اپلتې وايي؟ څه خبره ده؟))
نرسانې يې تر خوا غونډې شوې ورته يې ماته ګوډه كيسه وكړه، ډاكترې
ناروغه له لاسه ونيوله ورته يې وويل: (( ولې چېغې وهې، څه شوي؟))
مېرمنې بغارې وهلې: (( وركه شه شلاټې، شانډۍ، ته
لا وايې چې څه شوي، نور نو څه وشي، دشپږو لوڼو دپاسه خداى زوى راكه، هغه رانه تاسې بې شرمو ډاكټرانو پټ كه.)) دا
وخت يې كړيكې كړې او په بد حال له زېږنتون نه دوتو په حال كې وه.
دباندې يو شمېر انتظار كوونكي راټول وو، ښځې په
دروازه كې كړيكې كړې: (( وه دبس بي بي پلاره څه شوې؟! راشه چې پسات وشو، غټ پټ زوى مې راوړ ډاكټرانو رانه پټ كه.))
انځرګل لكه دجوزا لېونى په يوه منډه پر زيږنتون ورننوت، په غبرګ اواز يې كريغې كړې: (( چا پټ كه؟ كس راښيه،
زوى مې چاپټ كه؟))
دا وخت يې دښځينه نرسانو پر كوټه ورغر وهل، هغوى لكه سپينې ترهېدلې هېلې له كوټې وتښتېدې، بيا يې
د زېږنتون كوټې ته مخه كړه، هلته دوه درې مېرمنې په بد حال پرتې وې، يوې نرسې چې دغه نااشنا كس وليد له ډار او هېبته
يې هغه نوى پېدا شوى ماشوم د اوبو په تشت كې وغورزاوه چې غوښتل يې ويې لمبوي.
په زېږنتون كې قيامت جوړ و، تا به
ويل چې د زلز لې له ويرې خلك خپلې كوټې پرېږدي او تښتي، نرسانې ليدل كېدې چې په سپينو لباسونو كې
به يې د جګو پوندو بوټان تړقېدل او لكه اوترې هوسۍ په يوه منډه وې.
انځرګل په بې صبرۍ سره پر يوې او بلې خونې
ورننوت، يوې پلونډې پوخ عمرې خدمتګارې ورته سپكې ستوغې وكړې: (( بې شرمه، بې حيا، سړيتوب درنه ورك دى، دښځو دلنګون
كوټې ته څنګه ننوتې؟ ورك شه كه نه ږيره به درباندې وباسم...))
مشرې ډاكټرې سمدواره سرطبيب ته تليفون كړى و، په
يوه شېبه كې دنورو واټونو ډاكټران سره راغونډ شول، دناروغانو زيات شمېر پايوازان هم پر زيږنتون ورننوتي وو،
ا هم ښځې او مېړه چېغې وهلې او ګواښونه يې كول چې كه زوى يې پېدا نه شي، نو يوه يوه نرسه به له تېغه وباسي.
سرطبيب
قارېدلى كس له لاسه ونيو ورنه يې د صبر او زغم غوښتنه وكړه، بيا يې ورنه وپوښتل: (( ښاغليه! ولې دې شور جوړ كړى، څه
خبره ده؟))
هغه چې ساه او صورت يې پر ځاى نه و، په بېواكه انداز يې وويل: (( اوس مې د ښځې نارينه اولاد پېدا شو، خو
ښځو ډاكټرانو ورنه پټ كه.))
دا وخت يو بل پېواز هم رانېغ شو: (( صېب دا رښتيا وايي، زما دا دريم اولاد دى چې په دې
پاخانه كې پېدا كيږي، خو ديوې لور څېره مې نه ما غوندې ده او نه يې دمور په شان، دلته پرس نشته دا كار كيږي.))
يو
بل كس وويل: (( صېبه تجارت روان دى تجارت، زموږ دخوارو زامن واخلي پېسه دارو ته يې وركي او دهغوى بدرنګې لورګانې
مونږ ته په لتو كې تاوې كي.))
سرطبيب په حېرانتيا له يوې ډاكټرې ددې مسلې په اړه وپوښتل، هغې استدلال كاوه
چې دا خلك عبثې خبرې كوي او چټيات وايي، بيا يې نوكريوالې ډاكټرې ته وويل: (( تاسې نننى راجستر راوړئ، چې څومره و
ادتونه شوي دي.))
يوې نرسې دنوكريوالۍ خونې ته منډه كړه، ښځې بيا شور جوړ كړ: (( وۍ الله ته يې بورچنډه كې، زما ګ
الى زوى يې رانه واخېست، په خپلو سترګو مې وليده چې يوې بازارۍ ته يې په كمپله كې تاو كه او دهغې لور يې زما په
كټ راته واچوله.))
نرسې راجستر راوړ، سرطبيب په ډير دقت د ثبت شويو ناروغانونومونه كتل، نوكريواله و
دمخه شوه وېې ويل: (( سرطبيب صېب! نن پنځه ولادتونه شوي، چې پنځه واړه يې جونې وې.))
هغه چې كله ځان له راجستره ډاډه
كړ، له انځرګله يې وغوښتل چې ورسره دفتر ته لاړ شي، يو شمېر ډاكټران، ښځينه ډاكټرانې او نرسانې په سرطبيب
پسې شوې.
دفتر ته ننوتل، له انځرګله يې وپوښتل: (( نن خو زموږ په روغتون كې ټولې جونه دونيا ته راغلي، تاسې څنګه
دعوه كوئ، چې ستاسې تولد شوى زوى په روغتون كې چا بدل كړى.؟))
هغه په تونده لهجه وويل: (( زه درته قسم خورم چې زما
زوى همدا اوس چا بدل كه.)) دا وخت يې ولاړو ښځينه نرسانو ته بدبد وكتل، تابه ويل چې هره يوه يې ددښمنۍ په نيت جلا
جلا نښه كړه.
سرطبيب وويل: (( تاسې څه شواهد يا دتلويزيوني معايناتو پاڼې لرئ، چې ستاسې دنارينه ماشوم په باب
دثبوت بېلګه وي؟))
هغه پوه نه شو، نه پوهېده چې ډاكټر ورنه څه غواړي بيا يې وويل: (( شل قرانه درته كوم، چې زما
نارينه اولاد ستاسې دغو نرسانو پټ كړى.))
ډاكټر هڅه وكړه خپله پوښتنه ساده او اسانه كړي ويې ويل: (( له كومه
ځايه دا خبره كوئ چې ماشوم مو په روغتون كې پټ شوى يا چا بدل كړى دى.؟))
: ((ويم په پير بابا مې دې قسم وي چې داكار
وى، زما زوى پټ شوى ))
سرطبيب سر وڅنډه: (( وه وروره، وه وروره! زه درته څه دنبوره غږوم؟! لږ خو غوږ شه همدا
يكرنګه خپله خبره كى او دبل نه اورې، ويم تا سره څه علم غېب خو نشته چې وايې دښځې په خېټه دې نا
ينه اولاد و؟))
انځرګل توند شو: (( په غېبو باندې يو خداى پوهېږي، ماته شېخ سلطان تاويز كړى راته يې ويل چې كه
دا ځل مې ښځې نارينه اولاد رانه وړ، خپل ټول كتابونه به په سين لاهو كي.))
ډاكټرانو غر وهل، يو وويل: (( وه ساده
ګله! دا خو د خداى كار دى چې جنۍ دركۍ كه هلك دا په شېخانو پورې څه اړه لري، داسې چې شېخانو دا كار كولى شو اوس به
په دونيا كې دواده لپاره جلۍ نه پېدا كېده.))
بل ورپورې بله ټوكه جوړه كړه، ډاكټرانو ورپورې ملنډې شروع كړې: خوار
شې لېونيه، بدبخته، روغتون دې په سر اخېستې لنډه غره.
له انځرګله واروپار خطا و، سرطبيب يې پر اوږه لاس
كېښود ورته يې وويل: (( ګرانه! موږ دچا ماشومان نه پټوو، ورځه هغه لېونۍ مېرمنه دې له لاسه ونيسه او خپله ماشوم
ه دې كور ته يوسه.
سرطبيب د امبولانس موټروان ته اشاره وكړه چې له انځرګل سره تر كوره لاړ شي. دښځينه ن
سانو په اننګو كې وينې وچلېدې او لكه لوبه يې چې په ګټه تمامه شوې وي خپلو خونو ته په ستومان حالت ستنې
وې.