دجرګې اومرکې توپیر (لومړۍ برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14028
ډاکټر ثواب الدين مخکښ
دخبریدو نیټه : 2007-09-04

 

                              & nbsp;                              &nbs p;     ترڅو راغونډ په یو مرکز یې نه کړم

                              & nbsp;                              &nbs p;       هرې تپې ته له جر ګو سره ځم

 

پښتانه چې دننۍ اوپرونۍ نړۍ دا یایي توکم یوه مشهوره څانګه ده اوپه یوه سره تړلې اونښتې سیمه کې ژوندکوي ډیر داسې دودونه اورواجونه لري چې یرو یې په نړیواله کچه دپښتنو دتدبر اوتقعل زبات کړی،ځینې داسې دودونه اورواجونه ووچې له اسلامه پخوایې په پښتنو کې شتون درلوداوځینې نوربیاله اسلامه وروسته دپښتونولی اوپښتونوالې مل شو.ځینې خولاوایي چې پښتانه نیم ران مني اونیم نه مني خو دددوی داتحلیل اوشننه ناانډوله اودیوه بدپوهاوي ښکار شوي ده ځکه همدغه دپښتنوپښتونولي وه چې ډیر داسې دودونه اورواجونه یې په ځان کې درلودل چې داسلام له قوانینو سره هیڅ په ټکر کې نه راتلل چې مثالونه یې خوراډیر دي چې دلته یې دیادولو تومنه نه لرم ،همدلته دی چې دپښتونولۍ دهغو ستاینومونو چې خوشحال خان په خپله دستارنامه کې دیوه پښتون لپاره کښلي دي اویانورټول پاتې یې خپل کره والی اوپوره والی زباتوي .دپښتنو په ټولو دودونو اوراوجونو څیړنې کول دډیروختیځپوهانو اوافغانستان پیژندونکو له وسه وتلی کار دی بیا زه خو..........

دلته به زه دداسې یوه رواج اودود په هکله چې په ټولو پښتنو کې دیوه ټولنیز قانون په څیر دی (جرګه) بحث وکړم .ځکه هر پښتون باید دپښتونولۍ په چارواودودونولمړی پوه اوبیا پرې عمل وکړي که نه نو دخدای بخښلي پوهاند صدیق الله رښتین له پریکړی سره چې :

"دپښتني دود منل اوپر ځای کول دهر پښتون دقومي تهذیب اوپښتونوالې یوه لازمي برخه ده اوکه ورنه غاړه غړوي نوبیاورته سم اورسا پښتون نه ویل کیږي" سره به مخامخ شي.

دلته زه دجرګې دشالید اومخ لید په هکله هیڅ ویل نه غواړم ځکه چې خبره ډیره اوږدیږي مګر دجرګې چې پیښلیک یې دبودامت په مذهب کې دڅه سمونونو دراوستلو لپاره دپنځه سوه تنو درابللو تروخته رسیږي دجوړښت اواصولو په هکله رڼا واچوو.

جرګه له اره یو پښتو ویوکی دی  چې دڅو یا ډیرو خلکو دسره راغونډیدو اویوځای کید وپه مانا ده.دجرګې په هکله ښاغلی پوهاند صدیق الله رښتین په پښتني لارښود کې داسې لیکي:

"په پښتني دود کې جرګې اومرکې ډیر اوچت ځای لري .دجرګې پریکړه اوفیصله په پښتنو کې دقانون حکم لري اوهر څوک چې دجرګې له حکم نه سرغړوي سربیره پردې چې پړ اوملامت ګڼل کیږي لازمه سزا هم ورکول کیږي که چیرې دووتنویا ولس په منځ کې یوه غټه لانجه اودعوه پیښه شي ،نوددغه کار دپاره دکلي یا اولس له خوا قومي جرګه جوړیږي کله چې جرګه راغونډه شي ،نوله داواړو خواوو څخه واک اخلي اوپه منځ کې یوه مچلګه هم کیږدي .مچلګه دټوپک اوپیسو ضمانت  ته وایي . که چا دجرګې پریکړه ونه منله ، نو مچلګه یې هم له منځه ځې اودجرګې له خواورسره تګ راتګ هم بندیږي . جرګه ددوومدعیانو په غوښتنه هم راغونډیږي .جرګه په دوه ډوله ده یوه لویه جرګه یوه وړه جرګه .لویه جرګه دغټواولویوقومي مسلو دپاره جوړیږي اووړه جرګه دکلي اوسیمې دلانجو اودعوودپریکړې دپاره منځ ته راځي . په کومه جرګه کې ، که څوک واک نه ورکوي ، نوجرګه خپله فیصله اوروي . مګر دنه منلو په صورت کې بیا بله جرګه جوړیږي اوجرګه والا کوښښ کوي چې خامخا ددواړو خواووترمنځ جوړه وکړي . لویه جرګه په افغاني تاریځ کې ډیر اهمیت لري .لویه جرګه په پښتني قانون کې دولسې جرګې ځای لري ،خودومره ده چې دیوې ټاکلې نیټې لپاره وي اویواځې دیوې موضوع اوپیښې دپریکړې دپاره جوړیږي .جرګه دپښتنو دجمهوریت یوه غوره نمونه ده .په جرګه کې مشران اوکشران یعنې سپین ږیري اوځوانان ټول برخه اخلي مګر زیا ت واک دمشرانو اوسپین روبو په لاس کې وي څوک چې دپښتني قانون څخه ښه خبر وي اوترټولو زیات مشراوپوه وي دهغې جرګې مشروي ،خوپریکړه درایو په ډیرښت کیږي . پوه سړي ته جرګه ماراونورو غړوته جرګه تیان وایي. په جرګو کې زیا ت کسان خپل مطلب په متلونواونکلونو ثابتوي . هرڅوک چې په دغه خواکې تکړه وي د هم هغه خبره  غوره وي . په حقوقي اوجزایي معاملو کې دجرګې دډوډۍ اوخوراک خرڅ اوتاوان دواړه لوري په شریک ډول ورکوي . مګر په لویو ولسې جرګو کې دډوډۍ اوخوراک انتظام دولس او وم لخواکیږي "

د ښتین صایب  له پورتنیو خبرو څخه مونږ  دپړ ،مچلګه،پریکړه ،وړه جرګه ، لویه جرګه،مرکه ، جرګه ماراوجرګه تیانو ویوکې څیړو اوګورو چې نور پوهان څه وايي .

ښاغلی حبیب الله رفیع وایي جرګه هغه تاریخي اوعنعنوي بنسټ ده اویا هم دافغانانو هغه اغونډیدنه ده کومې چې له پیړیو پیړیو زمونږه ملي ، قومي ،سیاسي ،ټولنیز،اقتصادي ،عنعنوي او مذهبي ټکرونه  دواکمنو پریکړو په مټ  حل کړي دي 

روښان یو سفزی له وحدت ورځپاڼې څخه په رااخیستنه لیکي:

په جرګه کې ټول هغه کسان حق لري چې کښیني چې دجرګې په ټولو قوانینو اولاروچاروباندې پوره پوه وي اوپه خپل ځای باندې دخبرې کولو په سلیقه اوادب اګاه وي .زیاتره جرګې په زیارتونو،دلویوخانانوپه حجرو کښې سرته رسیږي مګر دجرګې دناستې ځای دکلي څخه دباندې خلاص اولوی میدان وي چې دلته دجرګې ټول مشران دیوې ګردې(دایرې)په ډول سره کښیني چې په لاس کې  یې وړې وړې ګټګۍ (تیږي)زیرمه کړي وي اوپه خپل مخ کې ددې ګټکیو نه یو څلی جوړوي که چرته جرګه ناکامه شي نو بیا دغه څلی ورانوي اوکه جرګه بریالی شي نو دغه څلی همداسې پریږدي  چې دڅلي ورانول په دې ورځ دجرګې دناکامۍ اودڅلي پریښودل دجرګې دبریالیتوب معنی ورکوي . همداراز دیوي ګردې په ډول دټولو سپین ګیرو ناسته دامعنی ورکوي چې یو بل ته په عزت اواحترام قایل دي اوهیڅ یوته په بل باندې کومه وړتیا نشته اونه دنسب اوقوم له مخې په یو بل باندې برتري لري بلکه ټول سره یو برابر دي،چې هر یوه ته دخپلې خبرې اومشورې دښکاره کولو پوره حق اواختیار دی چې خپله خبره په یوه ځانګړې سلیقه اوتګلاره دجرګې ګډون کوونکو سره ش یکه کړي ځکه چې په جرګه باندې دیو ځانګړي کس یا ډلې واک اوتسلط نشته چې يوازې هريوته دوئيلو اوپريکړې کولوحق ح اصل دے اوبس دبل څۀ حق ورته نشته ( اودبل چا دخبرې سره به په خپل زور اوبې منطقه مخالفت هم نه کوى اونه به خپله خبره په بل باندې په زور تحميل او منى بلکې هرڅه به د دلائيلو اوقناعت په نسبت ترسره کيږى اوديوبل دلائيلو او خبروته به غوږ نيسى)

نو په دې پورته دلايلو جرګه دپښتنو دجمهوريت يوستره نښه ده چې په دې کښې زياتره کسان خپلې خبرې په پوره مهارت ،متلونو راوړلو اوتکلونو سره داسې پيل کوى چې دټولې جرګې مخ دخپل ځان خواته راګرځوي چې داسې اشخاص په جرګو ترټولو پوهه او هوښيار کسان بلل کيږى

پريکړه سمه اوټولوته دمنظور وړوى ددې هيڅ امکان نشته چې څوک دجرګې دپريکړې نه مخ وګرځوى اوياپکښې چون چراوکړى دجرګې دنه منلو اوياپه هغې داعتراض خوهيڅ سوال نه پيدا کيږى اونه څوک دغه پريکړه بل ځائې ته وړلی شى دهرځای ،هرکورنۍ، قبيلې او قوم دستونزو مکمل دبهترين حل ښه کړنلاره جرګه ده په دې شرط چې په جرګه کښې ګډ مشران دخپلو ذاتى ګټو ،فشار، خودغرضى خپل پرورۍ خپلې خوښې اوناخوښې نه ځان وساتى اويوازې دخدائې رضا اودخلقو دخدمت دجذبې اواخلاص لاندې جرګه سرته ورسوى .

بل ځای کې یو ختیځ پوه  وایي :

کله چې پریکړه وشوه دجرګې غړي په مالګه یاتوره اویا هم قران پاک باندې قسم کوي  اودغه پریکړه دلاسونو پر یو بل سره ښودلو لمانځي او له دې لارې لوز کوي چې داپ یکړه به په ټوله وفاداری سره تر سره کوي .وړاندې لیکې جرګه دپټانانو(افغانانو) ترټولو ولسواکه اوپه زړه پورې بنسټ دی دجرګې دغړیتوب لپاره غوراوی ساده دی  دجرګې غړی باید دسلیم عقل لرونکی اوم عتبر سړی وي  دعمر ، علمي وړتیا اودقانونې پوهې له پلوه کوم بندیز نشته  په ځینو قبیلو کې کیدای شي یو ډیر ځوان دجرګې غړی شي پریکړه دټولو په خوښه اوهمفکرۍ سره تر سره کیږي

دجرګې ډولونه:

جرګه په دالاندې دریو ډلو ويشل کیږي:

۱- مرکه یا سیمیزه جرګه یاجرګه ګۍ :

دډیرو په اند خود جرګې اومرکې ویوکې (الفاظ) یو دبل لپاره کاریدلی شي مګر ډیر دجرګې اومرکې ترمنځ دځانګړیو توپیرونو منونکي دي چې په لاندې ډول به وڅیړل شي :

ښاغلی صدیق الله رښتین په پښتني لارښود کې لیکي :" مرکه په پښتني قانون کې یوه کوچنۍ جرګه ده چې دڅلورو پنځو تنو څخه نه زیاتیږي اوجرګه ګۍ یې بولي .مرکه دوړومعاملواوکوچنیو لانجواوکارونو دپاره جوړیږي . که څوک دچانه لور،خوریا پټی یا بل شی غواړي ، نو دیو څو تنو مرکه ورلیږي . دمرکې خلکو ته مرکچیان وايي . دمرکې غړي به هم پوه ، هوښیاراومشران وي . دمرکې مننه هم دپښتني قانون یوه لازمي برخه ده . که څوک یوه مرکه ونه مني نو بیا بله هم ورلیږل کیږي ، اوتر دری ځله پورې دوام کوي . دمرکې نه مننه کومه سزا نه لري ، خو خپل منځي خفګان ترې پیدا کیږي ."

ښاغلی عطایي (۱۹۹۷:۳۹)هم دجرګې اومرکې ترمنځ توپیر مني اووايي:" دجرګې اومرکې ترمنځ توپیر شته ځکه چې مرکه هغه ستونزې اوټکرونه چې  دلږ اهمیت درلودونکي یا وړې وي پلټې اودحل لاره ورته پیدا کوي ،بله داچې دمرکې غړي دیوه خیل دبیلا بیلوپښو یا پلرینو سپین ږیري یا مشران وي .جرګه هغه ستونزې اوټکرونه چې د یر اهمیت درلودونکې اولویې وي پلټې اودحل لاره ورته پیدا کوي اودجرګې غړي دبیلا بیلو خیلونو مشران اوسپین ږی ي وي . "

داچې په مرکه کې دیوه خیل دبیلا بیلو پښو یا پلرینو مشران ګډون لري ددې حقیقت څرګندوی دی چې مرکه داسې یو افغاني بنسټ دی چې کلیوالې ستونزې هواروي پس ویلی شوچې مرکه دکلیوالومسلو(Micro-Level Village)یا (Inter-Village) دحل لپاره په کار وړل کیږي .هغه ټولنیزه اوکلتورې زمینه چې مرکه پکښې دستونزو اومسلو دهواري یو بنسټ بلل کیږي څیړو دمرکې کارې سیمه دخپلولی داسې یو ګروپ دی چې په افغانانو کې دخیل په نوم یادیږي .عطایي (۱۹۹۷) لیکې خیل دټبر یا قبیلې یوه فرعی برخه ده یو خیل دخپلولی څو نور ګروپونه په ځان کې لري چې دپلرینې یا پلرګنۍ په نوم یادیږي . یوه پلرینه دڅو پراخو کورنیو لرونکي ده چې هره کورنی دکهول په نامه یادیږي چې داکورنی دیوه ګډ نیکه یا ابا له لارې له یوبل سره تړاو پیدا کوي اویوه پلرینه رامنخ ته کوي .همداراز ویلی شو چې پلرینه دټبر یا قبی وي جوړښت ترټولو کوچنی واحد دی ،څو پلرینې بیا کیدای شي په یوه کلا کې واوسیږي اویا هم کیدای شي څو پلرینې په یوه کلی کښې سره و اوسیږي په دغه صورت کې دوی خپلې ولسې اسانتیاوې لکه جومات،داوبو چینه، کاریز،ژرنده اوداسې نور یو له بل سره شریکوي اوګډه ګټه ترې اخلي .مګر جوته ده چې دیوه لوی خیل غړي په یوه کلا کې نه ځایيږي اوهمداراز کیدای شی یو لوی خیل لس یاله لسو کم اوزیات نور واړه خیلونه په ځان کې ولري چې له همدې امله داسې لوی خیل کولای ي یو ټبریا قبیله جوړه کړي .ددې یو ښه بیلګه دغلجیو پښتنو دسلیمانخیلوقوم دی .اوس خبره داده چې ایا دمرکې کارې سمیه هغه خیل دی چې په یوه کلې کې اوسیږي اودهمدغه خیل ځانګړې ستونزې  هواروي اوکه دیوه داسې خیل ستونزې هم هوارلی شي چې هغه دڅو نورخیلونوپه درلودلو سره دټبر یاقبیلې تر کچې رسیږي چې دلته دادخیل ځانګړې نه بلکې ولسې بڼه غوره کوي اویو ټبر یا قبیله په ځان کې رانیسي پس پایله هماغه ده چې مرکه دکهولونو اوپل ینو دستونزو دهواري لپاره کارول کیږي .

مرکه دستونزو اومسلو دهوارولو دیوه کلیوال بنسټ په توګه له ټولنیز اواقتصادي پلوه له یوه بل بنسټ س ه چې کلا نومیږي ډیر نږدي تړاولري . لکه څنګه چې دافغانستان ډیر وګړي  بزګران دي پس دبزګري توکې ، دمیووبڼونه،داوبوچینې اوکانالونه،داوبو ژرندې ، دځناورو ساتنه اوپالنه،دانګوروبڼونه،دبزګرۍ دسامانونواوتوکیو جوړل اوداسې نورډیر څیزونه دي چې په بنسټ یې له اقتصادي اوټولنیزه پلوه یوه کلا تنظیم اوسنبالیږي. دپښتنو یوه منځنی یا برابره کلا داسې یو ټولنیز اواقتصادي واحد دی چې دڅو پراخو کهولونوڅو ډلې په ځان کې لري چې دوی ټول دیوه شریک اوګډ نیکه یا ابا له لارې له یو بل سره تړاو پیدا کوي .په یوه کلا کې کیدای شې له ۵۰ نیولې تر ۲۰۰ پورې وګړي واوسیږي ، په پښتنو کې له ټولنیز اواقتصادي پلوه کلاداسې یوه په ځان بسیا یا په ځان پوره بنسټ دی په کوم کې چې وګړي نه یواخې دوینې دګډوالي له پلوه سره تړاولري بلکه دکلا اوسیدونکي دعمومي دوه اړخیزواوګډو ګټوله لارې هم سره تړاولري .دوی یو بل ته دبزګری توکي، سامان الات،یودبل دخوښې څیزونه اونورې  مرستې ورکوي اویو دبل چوپړ وهي .دپلرینې په کچه ددوه اړخیزه راکړي ورکړي اوچوپړ وهلو چارې دیوه قانون په مټ سنبالیږي چې دتربګنۍ په نوم یادیږي ، تربګنې داسې قانون دی چې دکلا هر وګړي ته ښيي چې : له چا سره باید مرسته اوکومک وشي ،له چا سره باید سیالي وشي،له چاسره بایدواده اوخپلولي  وشي اوداسې نورې چارې  په لنډه توګه تربګني دکلا هروګړي ته  داښيي چې څنګه دیوه تربور په توګه خپل ژوند اوژواک پر مخ بوځې .تربور دخپلوۍ دګروپ یو غړی وي چې  یوله بل سره مساوي حقونه لري اوددرناوي وړوي .په بیلابیلو حالاتو کې تربګنې کیدای شي دیوي پل ینې دغړیوترمنځ دسره نږدی کیدلو اولانورخوږښت اویا هم دویشلواودرز رامنځ ته کولودسیالی لامل شي . ځینې لیکوالان  له تربګني څخه ناوړه مانا اخلي اوهغه یوازې سیالي اودښمني مانا کوي یو له هغو څخه (Rubin 1995) دی .که څه هم چې په لوړه اوعمومې کچه پښتونو ي ده چې دخیلونو اوکلا ګانو دغړودټولنیزواړیکو بیلا بیل اړخونه سنبالوي خو تربګني یوازې دسیالۍ اودښمنۍ په م انانه ده.پښتونولي دیوه پښتانه دکړو وړو هغه  ټولګه اوقانون دی چې په ټولنه کې د هر پښتون ددرناوي اوپه خپلواکه اوازده توګه دهغه دپایښت  ضمانت کوي . دیادونې وړده چې یر وتلي اونومیالي افغان پیژندونکي څرګندوي چې دپښتونولۍ بیلابیلو برخو اواړخونو نور ې افغاني  قبیلې هم تر خپل نفوذ لاندې راوستلي اوځان ته یې راښکلي دي . دDupree(1981:127) له وینا سره سم پښتني ارزښتونو چې دکلیوالي عنعنو په مټ سمون پکښې راغلی ا ودمسلمانانو مذهب په بیلا بیلو اړخونو کې نور قومونه هم تر نفوذ لاندې راوستلي ، داخبره Newell(1981:23) هم کره کړي اومنلې ده. نوموړی وایي پښتونولي دخپلو ارونو اواصولو له امله  دهیواد دننه ټول نور قومونه هم تر خپل نفوذلاندې راوستلي کوم چې باید دهوبه هو چاپی یال اوټولنیزو واقیعتونو څخه په خپلو چارو کې ګټه پورته کړي .

پس دمرکې دکار زمینه همدا ټو نیز اواقتصادي بنسټونه دې چې دخیل اوکلا په نامه یادېږي اوددغه بنسټونو دستونزو اومسلو دهوارې اوحل لپاره په کار وړل کیږي که څه هم مرکه په رسمې توګه نه ده تعریف شوي مګر دمرکې دبیلا بیلو اړخونواو توکیو په پام کې نیولو سره  مرکه داسې تعریفولای شو:

مرکه دجګړو،ستونزو اومسلودهوارولو اوحل داسې یو کلیوال بنسټ دی چې دستونزې دهواري په هکله  دیوه مروجه اومتداول نرخ ،بنسټیزواومذهبي دودونو دترسره کولو اواجراکولولپاره تر سره کیږي چې داکار دپریکړې په نامه یادیږي . پریکړه  دمرکچیانو په مټ ددواړو ډلو لپاره چې په ستونزه یا مسله کې برخه لري  پر مخ بیول کیږي . له پورتني تعریف څخه څرګنديږي چې نرخ،بنسټیز اومذهبي دودونه،مرکچیان اوپریکړه دمرکې بنسټیز توکې جوړوي . که چیرې دیوه خیل مشران یاغړي سره رایوځای شي اودمرکې دپورتینیو توکیو څخه یو اویا یر په کښې په پام کې ونه نیول شي مرکه نه شو ورته ويلی بلکه یوازې یوه غونډه یې بللی شو.

دمرکې په توکیو کې یو هم نرخ دی نرخ دپیړیو زوړ یو عنعنوي قانون دی چې په ولسې اوقبیلوي  جزايې اوغیر جزایې چارو کې په کار وړل کیږي نرخ ته که څه هم دقانون ویوکی کارولی شو خوبایدیادونه  وکړو چې داقانون په لیکلې دود دکاغذ په مخ شتون نه لري بلکه دکلا چې مخکې یې یادونه وشوه دباخبرو اوپوه مشرانو په مغز کې یې ځای نیولی وي لکه په یوه پښتو متل کې وایي : له کلي ووځه خو له نرخه مه ووځه .داپه دې مانادی چې : ته کولای شي کلی پریږدي یا له کلي تیرشي مګر نه شی کولای نرخ پریږدې یا له نرخه تیرشي .داپه دې دلالت کوي چې عنعنوي  قوانین دخلکو په مغزو کې په ژوره توګه شتون لري اوخلک ورته درناوی کوي داسې هم نه ده چې هر څو ک په دغه نرخونو پوه شي ، هغه څوک چې په بشپړه توګه دهمدې وانینو(نرخونو)په اړه ،ددغو قوانینود کارولو اوکړنلارې  په هکله مالومات ولري دن خې  په نوم یادیږي . دښاغلې عطايې (۱۹۷۹:۶۷) له خولې  ترټولو ښه پیژندل شوي نرخونه داحمدزیو نرخ اودرزمک نرخ دی ،داحمدزیو نرخونه بیا دوه نسخې لري  چې یوه یې دعیسی دنرخ اوبل یې دموسی دنرخ په نوم یادیږي .ویل کیږي چې په احمدزیو کې دعیسی نرخ ټینګ ،جدي ،د یق اوکره دی اودموسی نرخ یو څه عمومي دی اوددې لپاره چې بیلا بیلې ستونزې یې ښې هوارې کړي وي یوڅه انعطاف منونکی دی .که څه هم چې په پښتنوکې  داحمدزیو اورزمک نرخونه په عمومي توګه  دتوښې اوماخذ په توګه کاریږي بیا هم  ځینو خیلونو اوټبرونو په ختیځ اوجنوبې افغانستان کې دخپل ځان لپاره داسې سیمیز نرخونه رامنځ ته کړي چې ددوی دسیمیزو، ټولنیزواواقتصادې  ستونزو اومسلو دهوارولو جوګه دي .په حقیقت کې نرخ په عمومي توګه هغه بنسټیز ارزښتونه اونورمونه  منعکسوي چې له پښتونولي سره  کلک تړاولري .

لکه څنګه چې مخکې مویادونه وکړه هرڅوک نرخونوته دعمل کالي نشي ورپوښلی ددې لپاره ځانګړي وګړي وي چې دنرخیانوپه نوم یادیږي .په  نرخیانوکې  هغه مش ان ، سپین ګیري اوسپین پټکیان وي چې دمرکې غړي اوپه نرخونو پوه وي ددې لامل دادی چې مشران اوسپین ګیري په مرکه کې هرومرو باید شتون ولري ځکه چې هر مشر اوسپین ګیری دیوې پلرینې په استازیتوب په مرکه کې برخه اخلي .ددې لپاره چې مرکه برکت ناکه اونیکمرغه وي او ددې لپاره چې په مرکه کې مو اسلامي حکمونه هم په پام کې نیولي وي دمشرانو اوسپین ګیریو تر څنګ سپین پټکیان هم په مرکه کې ګډون کوي ډیر ځله خوداسې هم وي چې مشران اوسپین ګیري له اسلامي حکمونو هم خبروي اوپه نرخونوهم پوهیږي  خوبیا هم سپین پټکیان هم په مرکه کې ګډون کوي پس همدغه اړخ دمسلی دی چې په  مناسبه اووړتوګه ددغه عنعنوي قانون اجرایوي ضمانت کوي .

دمرکې څرنګوالی او طبیعت دستونزې اومسلې په څرنګوالي اوپه هغه تخنیکونو پورې چې دستونزې یا مسلې دهوارولو لپاره په کار وړل کیږي  اړه لري  دنمونې په توګه دیوې جنايې یادګناه کاری  دروغې دترسره کولو مراسم اولارې چارې له هغې روغې سره چې کومه ګناه اوجرم په کښې نه وي شوی  خورا توپیر لري .څنګه چې مرکه له ولسې او هغه ستونزواومسلو سره چې تر ډیرې کچې جنايې  نه وي لکه دیوچا  دسمیزو څړ خایونودحقونو ترپښو لاندې کول،داوبو وار،دکرهڼیزوپټیودپولو اوبریدونوپه سر کړکیچ،دخیلونو ترمنځ دښمني اویادسرسرې یا ژور بدنې زیا ن په هکله چې په جګړه کې یې  یوبل ته رسولی وي  سره سروکار لري  پس مرکه لکه څنګه چې قبیلوي جرګه په زیا راوپوره پاملرنې سره دخورا مهمو مسلو په هکله ترسره کيږي هومره نه شو اټکلولی ددې سره سره چې مرکه هم په یوه ځانګړي اوپه نښه شوي ولسې ځای کې اویا دکلې په جومات کې په ځانګړي توګه دژمي په ساړه موسم کې ترسره کيږي خوبیاهم ه قبیلوي جر ګې سره توپیر لري .ځینې مرکې چې حساسې کلیوالې مسلې تر غورلاندې نیسې په پټه توګه بې له دې چې هر څوک دې پکښې برخه واخلي ترسره کیږي .ځینې مرکې دوړوکې اختر یا لوی اختر په رارسیدو سره  په لا ه اچول کیږي یا په کار پیل کوي له دې څخه موخه اوګټه چې په پام کې نیول شوي داده چې داختر خوشحالي یوه ولسي اووګړیزه خوشحالي ده پس هرهغه څوک چې یوله بل سره کینه اوخفګان لري دمرکچیانو په مټ چې یویادوه سپین پټکیان هم ورسره وي اودهغوی ترمنځ ستونزه هواروي اوپه دغه ولسي خوښۍ کې راګډوي.

په مرکه کې مرکچیان دیوې ګردې(دایرې) په ډول کښیني ولې باید یادونه وکړو چې داتر ډیره په هغه ځای پورې اړه لري چې مرکچیان پکښې دمرکې پاره راغونډ شوي دي .دمرکچیانو نه سیوا دکلي نورخلک اوځوانان هم په مرکه کښې برخه اخلي ولې دوی په یوه بله ګردې کښې کښیني اودمرکې جریان ته غوږنیسي دوی دمرکې په اصلې بحث کې برخه نه اخلي مګر داپه دې مانانه ده چې ناست خلک یواځې کتونکي اوتماشاچیان دي بلکه دوی مرکه په ډیر غور تر کتنې لاندې نیسې اوددوی شتون اوناسته په مرکه کې م کچیانو ته یو خبرداری دی په دې مانا چې ټول کلي اوکلیوالو مرکچیان تر پام لاندې نیولي تر څو دوی څه وایي ،څه کوي اوڅنګه پریکړه کوي .دلته دی چې مرکچیان هم نه شي کولی ناوړه پریکړه وکړی  اون خونه تر پښو لاندې کړي.،بله داچې مرکه نه یواځې دستونزې یا مسلې ددواړو خواوو ترمنځ یوه اړیکتیايي  زمینه برابروي بلکه دڅو کلاګانو دوګړیو ترمنځ هم  یو څو اړخیز اړیکتیایي بنسټ  دی  اوهمداراز مرکه دمرکچیانو اودستونزې ددواړخونو ترمنځ هم داړیکو یوه ښه لاره ده اوبالاخره مرکه د ټولو غليو  اوخورا بوختو کليوالواویا ټول خیل لپاره  داړیکو یوه ښه زمینه برابروي  اودکلې اوخیل ټول مشران اوکشران  لکه دمالیکولونو یوبل ته نږدي کوي اوسره نښلوي یي. له دې څخه داخبره رایستلی شو چې کلا چې یو افغاني بنسټ دی ځانګړی اخلاق اوارونه لري چې له دغو ارونو اواخلاقو کږیدل اوبې لارې کیدل هیڅ وخت دکلا اوسیدونکیو ته دزغملو وړنه دي اوکه څوک له دغواخلاقو اوارونو کوږوالی غوره کوي نو دهغه  سزا اوزیان به ګالي  ترڅو هغه یښتني اویا سمبولیک زیان چې دکلا دوګړي یا دکلا اخلاقو اوارونو ته رسیدلی جبران شي .

دمرکې بل ډیر مهم توکی هم پریکړه ده کوم چې دستونزې یا مسلې دهواري په هکله دمرکچیانو دم کې پایله بلل کیږي اودترسره کولو لپاره دستونزې دواړوخواوو ته اورول کیږي .اوس دپریکړې طبیعت اوڅرنګوالی په دې پورې اړه لري  چې مرکه څه ډول مرکه وه.عطایي (۱۹۷۹) دمرکې دوه ډوله راپه ګوته کوي :