د اسلام د سپیڅلی دین هر اړخ ته چی څوک غور وکړی، نو دی پایلی
ته رسیږی چی دا دین د انسانیت یو غوره سبق ده او په هر اړخیز ډول د انسان څخه د ځمکی پر مخ تر ټولو غوره انسان
جوړوی. په ځاي بولم چی تر هرڅه مخکی د غيبت پېژند ګلوي وکړم .
غيبت څه شي ده؟
هره هغه خبره چې ديوه مسلمان په
هکله پداسې وخت کې کيږي چی هغه موجود نه وي؛ خو که چېري خبر شي نو پرې خواشينی کيږی ولو که دا خبره رښتيا هم وي ؛
غيبت بلل کېږي .
غيبت څه شی کوي ؟
غيبت د يو انسان ابرو رژوي؛ په ټولنه کې د هغه شخصيت ټيټوي او په پايله کې
هغه ته سپکاوی کوي.
د يادونې وړ ده چې پدي کار باندې خپله غيبت کوونکی هم نورو ته کم ورپېژندل کېږي ځکه خلک ورته
غيبت ګر وايي او په خوله ېې څوک باور نکوي ځکه ټول وايي چې د نورو سپکه ويل د هغه عادت ده .
همدا رنګه زمونږ هغه
ورونه او خويندې چې هغه د چا خبره خپله درنه او پردۍ سپکه وایی او پدې ډول مجلس تودوي؛ دي ټکي ته هيڅ پام نه کوي
چې دوي د خپل مسلمان ورور ابرو رژوي او هغه ته سپکاوی کوي مګر ددې سره په ګډه خپل شخصيت هم نورو ته ښکته ورپېژني
او خپل ځان هم سپکوي.
غيبت په کومه کچه حرام ده ؟
زمونږ سپېڅلي دين وايي چې غيبت د غلا نه هم ډېر بد ده ؛ د زنا
نه هم ډېر بد ده ؛ د وژنې نه هم ډېر بد ده.
په بل ځاي کې وايي چې غيبت داسې ده لکه څوک چې د يوه مړ شوي انسان د بدن
غوښه خوري .
همدا رنګه وایی چې ستاسو څخه يو هم تر هغې يو مکمل مومن نشي کيداي تر څو چې يي د لاس او د ژبې د ضرر
څخه بل مسلمان په امن نه شي .
دا چې نوموړی کړنه په دومره سختو ټکو کې حرامه شوي ؛ دې ټکي ته په پام سره سړی په
زغرده ويلی شي د اسلام سپېڅلي دين لکه څنګه چې د انسان سر او مال ساتلو ته ژمن ده په همدې ډول د هغه د شخصيت سات
و ته هم ژمن ده ؛ د انسان شخصيت ته په ډېره لوړه کچه درناوی کوي او پدې ډول د مسلمان نه د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره
انسان جوړوي .
په درناوي
5 / اگست / 2007