د metroXpress پنامه ډنمارکۍ ورځپاڼې پدغه هکله د ۲۸ / ۸ / ۲۰۰۷ نيټي په ګڼه کښي يو خبري مطلب خپورکړي چي خورا په زړه پوري دي . ددغه خبر پښتو ژباړه داده دخپلو ليکنو درنو لوستونکو ته وړاندي کوم :
په ډنمارک کي دکوپنهاګن پوهنتون پروفيسور Eske Willersliv تر مشرۍ لاندي يوه نړيوال څيړونکې ګروپ دخپلو څيړونو په ترڅ کي په کاناډا ، سائيبريا اوهمدارنګه دځمکې په شمالې قطب کښي ددايمي منجمدوسيمو دځينوحفرياتو ) کيندځايونو ( څخه يو ډول ميکروسکوپي باکترياوي را ايستلې چي په نړيواله کچه دعجايبو څخه ګڼل شوې دي . دا پدي خاطر ه ده چي نوموړې باکترياوي پنځه سوه زره ) نيم ميليون ( کاله عمر لري او لاتراوسه هم ژوندې پاتې دې . له همدي کبله دغه باکترياوي دنړۍ ترټولو مشر ژوندي حيوانات بللاي شو . ددغو ژونديو باکترياوو د څيړنې له مخي کيدلا ي شي دزياتو کلونو دپاره دژوندي پاته کيدلو داسرارو په باره کي په نوو امکاناتو سره په لويه کچه اړين معلومات ترلاسه شي . دڅيړونکو يادشوې ګروپ ددغو کشف شوو ژويو په هکله خبرپدي وروستيو کي د (PNAS ) پنامه يوي امريکايي علمي مجلي کي خپورکړي چي همدا اوس ئي دپوهانو زيات پام ځانته اړولې دې .
پدغه کشف سره لاندي سوالونه منځته راځي :
۱ ــ ددومره اوږده وخت دپاره ديوه ژوندي ارګانيزم دژوندې پاته کيدو بنسټز پيوند کوم دي ؟
۲ ــ څنګه کيدلاې شي ديوه ژوندي ارګانيزم دبدن حجر ي ددي پرځاي چي دزوړوالې خواته ولاړي شي ، کال په کال په منظم ډول بيا دسره نوي او وده وکړي ؟
۳ ــ ايا کولاي شو ددغه راز په پوهيدلو سره دبيلګي په توګه دانسانانو ژوند دوه برابره اوږد کړو ؟
نوموړې پروفيسور دغه وروستنې سوال ته منفي ځواب ورکوي او وايي چي همدا اوس اوس داکار امکان نلري . دي زياتوي چي داکشف موږ ته داګړۍ دا امکان پلاس راکوي چي دژوندي ارګانيزم دحجرو دزړيدو دميګانيزم په هکله په پوهنيزه توګه معلومات ترلاسه کړو ، مګر دزوړوالې دپروسي درول لاتراوسه دوخت نه ډيره مخکي خبره ده . پدي اړه کيدلاي شي دا راز هم په ګوته شي چي څنګه يو ژوندي ارګانيزم دومره اوږد وخت ژوندکولاي شي .
ديادو شوو باکترياوو کشف يوه بله خبره هم رابرسيره کوي اوهغه داچي د ډاروين دمنل شوي تيورې ځيني ټکي ترسوال لاندي راولي . ديادوني وړده چي ډاروين (* ) د ژوندي موجوداتو د ودي او انکشاف ميکانيزم په خطي ډول تشريح کړيدي . ددي خبري معنا داده چي دژوند ديوي مرحلي ) پړاو ( په پاي ته رسيدو سره ، بل نوي پړاو پيل کيږي او داجريان په همدي ډول مخ په وړاندي روان وي چي هيڅکله هم دشا وخواته بيرته نه راګرځي .
مګر دپروفيسور Ekse Willersliv دي کشف دا وښوده چي دکنګل شوو سيمو په ويلې کيدو او اوبه کيدو سره به دلته راګيري شوي دغه زړي باکترياوي ازادي او په اسانۍ سره به وکړاي شي د نوو او ځوانو باکترياوو سره سيالې اورقابت وکړي . لدي نه بيا داپايله ترلاسه کيږي چي ممکن ژوندي موجودات همدارنګه کولاي شي په دايروي او دورانې شکل هم دخپل ژوند انکشافي پړاوونه تير او پرمخ وشړي .
دبل پلو نه داخبره هم دپام وړ ده چي دځمکي ددايمي کنګل شوو سيموڅخه په ترلاسه شوو نمونو کي ددغو ډيرو زړو او ژونديو باکترياوود پيداکولوله مخي بايد دا امکان هم له ياده ونه غورځول شي چي ممکن ژوندي موجودات په داسي نورو سيارو کښي هم پيداشي لکه مريخ اونور چي په پراخه پيمانه کنګل شوي سيمي لري .
دکوپنهاکن پوهنتون نوموړې پروفيسور په پاي کي زياتو ي چي ممکن هلته په مريخ کښي باکترياوي وکړاې شي دځمکي دکري په پرتله لازيات وخت ژوندې پاتي شي .
دژباړي پاي .
( * ) د ژباړونکي لخوا :
چارلز ډاروين يوانګليسي طبعت پيژندونکې ) ۱۸۰۹ ــ ۱۸۸۲ ( وو چي د طب ، الهياتو اوطبعي علومو په برخو کښي ئي زده کړې سرته رسولي دي . د زولوجي ) ژوي پيژندني ( او جيولوجي ) ځمکي پيژندني ( په څانګو کي ئي څيړنودپام وړبرياليتوبونه ورپه برخه کړيدي . په ۹ ۱۸۵ کال ئي دخپلو اوږدو څيړنو پايلې د ) انواعو منشا( پنامه يوه کتاب کښي خپري کړي اود غه کتاب وو چي دي ئي نړيوال شهرت ته ورساوه . د ) طبعي انتخاب ( موضوع دده دتيورې بنسټ تشکيلوي . دي واىي چي د ژوندي حيواناتو له ډلو نه هغه ژوي خپل ژوندته دوام ورکولاي شي چي دطبعي چاپيريال دشرايطو سره د ادپت کيدو ) توافق کولو ( وړتيا اودطبعت دناخوالو سره دمقاومت توان ولري . د حيواناتوهغه انواع چي داډول وړتياوي نلري ،په تدريجي توګه دمنځه ځي او ځاي ئي نور ډولونه نيسي . دده تيوري دهغه وخت راهيسي ديولړ مذهبي ليډرانو ترنيوکو لاندي راغلي ده . په څو وروستيو لسيزو کښي د نوو څيړنو پايلې ښئي چي د نوموړي تيوري پر ځينو ټکيو باندي پکارده دسره غور وشي او لازيات وشاربل شي .