ددې لیکني لومړۍ برخه دلته وګورئ
تاریخي سپینې خب
ي:
دلوی احمد شاه بابا د واکمنی نه راپه دې خوا په افغانستان کې ملي حکومت نه شته. برسيره په دې دوه
نیم سوه کالوڅخه پخوا هم دپښتو ژبې او کلتور لپاره هيڅ خدمت نه دی شوی او نه اوس کيږي. د پښتو ژبه او کلتور په
ټول تاريخ کې دفارسي یانې دري ژبې تر اغیزې لاندې ژوند تير کړی او کوي یې. پښتانه او دپښتو ژبه ازادي
نه لري، اود دري ژبې او کلتور غلامان دي اوپه خپله خوښه غواړي چې پاتې شي . اوس ددې وخت رارسيدلی دی چې دتاريخ
پا ڼه په بل مخ واړوو.
دبيلګي په ډول، په کابل کې به موږ دهريوه روڼ اند څخه لاندنی
متل اوریدلواوهم يې اوس اورو.
( مړه ګيـډه فارسي وايي)
دا په
دې مانا چې که څوک وغواړي چې په دولت کې جګ پوړې څوکی تر لا سه کړي، نوتر ټولواسانه لاريې داده چې:
په لومړی پـړاوکې دفارسي وانې ښځې سره واده وکړي
په دویم پـړاوکې پخپله په فارسي
ژبه خبری پيل کړي . خوداهم لا بس نه ده او ددې لپاره چې دخپل ځان اعتبار نور هم پوخ کړي او د باوروړمقام تر
اسه کړي نو:
په دریم پړاوکې د پښتوژبې سره څرګند مخالفت په خوله او عمل کې په ثبوت و
سوي.
دلته يوه ډ يره اړينه خبره ديادولووړ ده، چې هريوپښتون، کوم چې ليک اولوست يې کړي وی، په دري
(فارسي) ژبه پوهيږي . دا په دې مانا چې پښتانه په ټول تاريخ کې هيڅ کله نه فاشیستان وو، او نه دي او نه داسې بې
ځايه تورونه باید په ځان ومني. په دې هکله د رحمن بابا لاند ني شعر ته د لوستونکوپام رااړوم.
ښه يې ښه يې چې په سل ژبو دانا يې == ولې مه کيږه نادان د خپلې ژبې
ګټوری خب
ی
په لوید یزه نړی کې (دپښتوژبې يو ملي تلويزيون) لاندنی ګټې لري:
په پوهنيز
توګه نن ورځ سپينه شوې ده چې د خلکو د سیاسي، اخلاقي، مذهبي او کلتوري فکر په تګلارو اوکړنلارو کې م
اس ميـډيا (Mass Media) لکه انټرنيټ، تلويزيون، بريښنا لیک، ورځپاڼې، کتابونه ، مجلې ، اخبارونه او هر اړخيزې
نورې خپرونې، يو بنسټيزرول لوبوي . خو تر ټولوڅخه د تلويزيون له لارې خپرونه يوه ژوندی او اغيزمنه کړنلاره منل
شوې ده .
نن ورځ په لوديزه نړی کې د پښتون قام ځلمی نسل دخپل هيواد،او پښتوژبې او کلتور څخه بیخي بیل شوی اوپ
دی شویدی . نو که وکولاې شو، چې د تلويزيون له لارې دغه تنکی افغان ستریدونکی ځوان نسل ته دپښتوژبې کلتوري پ
وګرام وړاندې کړو،نو به په رښتیا سره هغوې د خپل هیواد سره دپيژندګلوی اړیکې پیداکړي اوددې ډيراحتمال شته دی
،چې په راتلونکي وخت کې بیرته خپل وطن ته ديوه مسلکي کارپوه په صفت ستون شي.
دلږڅه دری لسيزوڅخه اپدې خوا دسياسي تنظیمونوپښتنو مشرانو،دخپل قا م په ګټه نه بلکه دشخصي اوحذبي ګټی په خا طرکارونه ترسره کړی اواوس هم دالړی دوام لري . نوموړويوداسي ضد ملي او حذبي دیکتاتوري سیاست غوره کړی، چې دنړي هیوادونوسره دهغوې دناوړه چلن او لنډ فکره ديپلوماسي تګلارو په پايله کې، نن ورځ د پښتون ولس په نړی کې دوستان دلاسه و کړه، اودد ښمني اوجګړې سره مخامخ دي . دغه ِغټه نیمګړتیا کيدای شي چې د وطنپالوملي مسلکي پوهانو لکه سياست پوهانو ، کلتور پوها نو ، حقوق پوهانو په مرسته سره تر یوه حده پورې د تلویزیون دلارې بيرته پوره کړو، او نړی ته دپښتون قام مثبت اړخونه اودپاتې نړی سره دسولې اړیکې ساتل په ګوته کړو. په دې اړوند يونامتوشا عرداسې وایی:
دپښتون په کوردظلم اوربليږي
ابراهيم غوندې لويدلی دی سره اورته
غم نتلی
اوتلی یم له کوره
غمونه مې راوړی دي ستا کورته (حبیب الله رفيع)
(ددویمې برخی پای)