پوهنيزيون ( سيرعلمي ) Field Trip
سيرعلمي چې موږيې
دلته په پښتوكې په پوهنيزيون نوموو،هغه ښوونيزه كړنلاره اوتخنيك دى چې په ټولګي كې ښوول شوي لوستونه ، تحليل
شوې مفكورې اوايډياوې لانورې هم مانالرونكي اوژوندۍ كوي .
پوهنيزيون بايدمخكې له مخكې دښوونكي لخواداسې پ
ان شوى وي چې دزړۀ پورې والي دلرلوترڅنګ ډېرې ماناوي لاسته راوړنې هم ولري .
ښوونكى بايددپوهنيزيون دمالي
اومهالني (زماني) لګښت څخه خبروي اوله هغوى سره سم چلندوكړي .
يوښوونكى بايدمخكې له مخكې ښوونيزې كړنلارې
(تخينكونه) دښوونيزوتوكيوشتون اودكارونې څرنګوالى اونورې اړوندې اسانتياوې ترتيب اوپه كارولويې ځان ډاډه كړي
،لدې وروسته پوهنيزيون پيل كړي .
دپوهنيزيون پروسه
الف : زده كوونكيو(ګډونوالو) ته بايددځاى ،وخت
اودپوهنيزيون دموخې په اړه لنډمالومات وركړل شي .
ب : ښوونكى بايددهغه موضوع دلاپوهاوي لپاره چې په اړه يې
پوهنيزيون ترسره كوي دپوښتنو، كتنواوملاحضاتوپه څرنګوالي كې له ګډونوالوسره لاسنيواى وكړي .
ج :
دپوهنيزيون په ګډونوالوكې بايدځايي اوسيدونكي اوياهم په سيمه كې بلديوڅوك شته وي ترڅودځاى په اړه بشپړمالوم
ات ترې واخيستى شي .
د : له پوهنيزيون وروسته بايد دپوهنيزيون دموخو،جريان اوپايلوپه اړه يولړپوښتنې وشي
،اندونه سره شريك اوپه اړه يې داسې بحث وشي چې دنيوكوپربنسټ ولاړوي .
هـ : زده كوونكيوته بايدوخت و
كړل شي چې دپوښتنواوځوابونوپه شكل نظرونه اواندونه سره شريك اومالومات ترلاسه كړي .
ى : پايلې بايد
يادښت اودراتلونكيولپاره ترې ګټه واخيستل شي .
مركې (مصاحبې) Interviews
لدې ښوونيزې كړنلارې اوتخنيك څخه م
وخه داده چې زده كوونكي له يوې ځانګړې سرچينې څخه ديوې ځانګړې موضوع په اړه مالومات ترلاسه كړي اولدې لارې پدې پوه
شي چې مالومات څنګه اوله چاڅخه ترلاسه كيږي ،سرچينه څه ته وايي دمركې لپاره څنګه پوښتنلړ جوړيږي . . .
دمركې ښوونيزه كړنلاره يوغوره تخنيك دى چې له زده كوونكيوسره دجرئت پيداكولوترڅنګ دټولنيزومالوماتودتر
اسه كولو او اړوندوكارونودترسره كولودلاروچاروپه پيداكولوكې لاسنيواى كوي
ښايي دغه ډول ښوونيزې كړنلارې
په ښوونيزنصاب كې ديوهېواددلوړوزده كړو وزارت لخواشاملې وي اويانه وي شاملې خويوښوونكى كولاى شي لدې ښوونيزې
كړنلارې څخه داړتياپرمهال كار واخلي .
نوموړي كړنلاره داسې ترسره كيږي چې زده كوونكي دښوونكي په لارښوونه
ديوې داسې موضوع په اړه چې دوى ته په زړه پورې ،ګټه وره اودمهال له غوښتنې سره سمه وي پوښتنلړجوړوي اوهغه
بيادښوونكي لخوادنيمګړتياوو دلرې كولوپه موخه كتل كيږي .
ښايي پوښتنې دستراتيژيو،بيارغاونې ،امنيتي څ
نګوالي ،دپوهنيزو ( علمي ) مالوماتوترلاسه كولواونوروپه اړه وي .
دمركې كارڅنګه ترسره كيږي .
الف : زده
كوونكي بايد ډلبندي شي .
ب : موضوع وركړل شي اوياددوى په خوښه وټاكل شي .
ج : دتمرين اودښوونيزپروګرام دت
سره كولووخت ورته وټاكل شي .
هـ : موضوع بايدترهغه تربحث لاندې ونيول شي چې ګډه موافقه پرې وشي .
و : مالومات
بايدله ټاكلي سرچينې څخه راټول شي .
ن : دمالوماتوله راټولولووروسته بايدهغه تنظيم اوتحليل شي .
ى : نيم
ګړتياوې اوبشپړتياوې يې بايدپه ګوته شي .
دپوښتنې اوځواب ښونيزه كړنلاره
Question & Answer Method
دغه
ښوونيزه كړنلاره اوتخينك اسانه اوښوونكى يې دښوونيزبهيرنېږدې په ټولوبرخوكې كارولى شي .
دغه كړنلاره ډېركله
دلوست دپخوالي ،تكراراويادنوي لوست په اړه دفكركولواوهغې ته دلارې اوارولوپه موخه كارول كيږي .
همدا
ازدپوښتنې اوځواب تخنيك دنوروښېګڼوترڅنګ دارزيابۍ نېغه لارهم ده .
دغه كړنلاره پېچلې موضوعات په ساده اوم
انالرونكي توګه وړاندې كوي اوزده كوونكيوته دپېچليوموضوعاتوپه اړه روڼۀ اواسانه مالومات وړاندې كوي .
دپوښتنې اوځواب كړنلارې پروسه
ښايي ددې كړنلارې دښې كارونې په موخه ښوونكى له بېلابېلولاروكارواخلي ياني
ښوونكى كولى شي دنوموړي كړنلارې دډېراغېزلپاره زده كوونكي ډلبندي كړي اويانه .
ښوونكى بايددغټو(كليدي)
ټكيواوجزياتودروڼاوي لپاره پوښتنې په جلاجلاتوګه تيارې كړي اوپه خپل ښوونيزپلان كې ځاى وركړي .
ښوونكى
بايدزده كوونكيوته دپوښتنوكولوچانس او وخت وركړي .
دپوښتنوپرمهال بايددټولګي ټول زده كوونكي په نظركې
ونيول
ي نۀ داچې پوښتنې اوځوابونه دټولګي په ځينوزده كوونكيوپورې محدودپاتې شي .
پوښتنې بايدله كل څخه
دجزپه لوري برابرې شي .
له بې ګټوپوښتنوڅخه بايدډډه وشي ترڅودخت دبېځايه خرڅ مخه ونيول شي .
پوښتنې بايد د(
هو) او ( نا) ځواب لرونكي نه وي .
پوښتنې بايدزده كوونكي فكركولوته هڅوي .
پوښتنې بايدځانګړې موخه ولرې
.
پوښتنې بايددزده كوونكيوله عمراوسويې سره سمې وي .
پوښتنې بايددهغومالوماتوپه اړه نه وي چې حفظ كيږي .
پوښتنې بايدښاخونه ونلري .
په پوښتنه كې بايدځواب نغښتى نه وي .
دزده كوونكيوپوښتنوته بايدارزښت وركړل
شي ترڅودوى نوروپوښتنوته وهڅيږي .
دپېچلي پوښتنې دځوابولولپاره بايدډېرمثالونه راوړل شي ترڅوزده كوونكي
ښه پرې پوه شي .
ښوونكى بايددزده كوونكيودځوابونوپرمهال بې توپيره پاتې نشي اوزده كوونكي پدې وپوهوي چې ځواب
يې سم ياناسم دى .
ښوونكى بايددزده كوونكيوله ډېروپوښتنوڅخه بېحوصلې نشي .
دمباحثې يامناقشې ښوونيزه
كړنلاره
Discussion Method
دپوښتنې ـــ ځواب ،اودمناقشې ښوونيزوكړنلاروترمنځ نېږدې اړيكي شته دي ،دمباحثې په
تخنيك كې ديوې موضوع دڅرنګوالي په اړه زده كوونكي بحث كوي ،زده كوونكي داستدلال وېيلواو يوبل ته داندونودليږ
دولوله مخې دلوست په بهيركې ونډه اخلي اودموضوع په اړه هراړخېزې خبرې كوي .
پدې ښوونيزه كړنلاره كې زده
كوونكيوته دخبروكولو،داندونودڅرګندولوښه شرايط برابريږي . . .
دلته بايدزده كوونكي دموضوع دمنځټكي په
توګه دنده ترسره كړي اوپدې ډول فعال وساتل شي .
څرنګه چې بحث دزده كوونكيوترمنځ صورت نيسي نوښوونكى بايددلا
ښوددنده ترسره ،دبحث مهال اودموضوع څرنګوالى كنترول كړي ،ترڅوبحث له ارموضوع څخه بل لور ي ته كوږنشي
.
ښوونكى بايددموضوع په اړه دبحث (غوټه ) چې په يوه پوښتنه پيليږي دزده كوونكيوله سويې سره سمه رامنځته كړي
،دوخت څومره والى دې په پام كې ونيسي ،پخپل ښوونيزپلان كې دې دموضوع په اړه دبحث اټكلي څرنګوالى وليكي اودهغې
ه مخې دې بحث پرمخ بوزي .
ښوونكى بايددستونزوپرمهال له زده كوونكيوسره لاسنيواى وكړي اودستونزود اواري
لپاره دې ورته سپارښتنې وكړي .
ددې كړنلار ې ښېګڼې دادي چې زده كوونكي فعال ساتي ،زده كوونكي له دليل ويلوسره ا
ناكوي اوله مخې يې تجربې ترلاسه كوي ، دزكي زده كوونكيواندونه نوروته ليږدوي ،دزده كوونكيوترمنځ ټوليزاړيكي
ټينګوي ،وروسته پاتې ،شرمناكواوبې زړه زده كوونكيوته په بحث كې دونډې چانس برابروي ،زده كوونكي دخبروكولوپه
ادابواونزاكتونوپوهوي ،په زده كوونكيوكې دخبروكولوتوان پيداكوي اودخبروكولوشتۀ توان يې غښتلى كوي . . .