د ملګرو ملتونو د اوسني نړيوال سازمان بنسټ په كال ۱۹۴۵ كي كيښودل سو خومخكي له دې يو بل دې ته ورته نړيوال سازمان شتون درلودى چي د ملتونو نړيواله ليكه نوميده، د ملتونو نړيواله ليكه د نړي په كچه اولين سازمان وو چي بنسټ يي د جنورۍ پر ۱۰ په كال ۱۹۲۰ د فرانسى په پلازمينه پاريس كي كيښودل سو او وروسته يي دايمي ځاي او مركز د جنيوا ښار و ټاكل سو، د نړيوالي ليكي د جوړيدو موخه د نړيوالو ستونځو او كړكيچونو هوارى او د دايمي سولي او ثبات لپاره كاركول، په نړيواله سطحه د وسلو كنترول ، د غړو هيوادونو تر منځ په بيلابيلو اړخونو كي و همكاري ته وده وركول وه . دا چي د ليكي بنسټ ايښودونكي څوك وو ؟ او ايا نړيواله ليكه په خپلو موخو كي بريالۍ وه كه يا؟ د دي سوالونو د ځوابونو لپاره بايد لاندي څو مهمو ټكو ته اشاره وكړم .
ترلمړۍ نړيړالي جګړې مخكي په نړيواله كچه كوم سازمان يا ټولنه نه وه، خو په بيلابيلو وختونو كي د مختليفو اشخاصو او هيوادونو له لوري كوښښونه سوي دي، مګر په نړيواله پيمانه د هغو د پوره كولو لپاره كټولي ګامونه پورته نه سوله، د نيپولين تر ماتي وروسته په كال ۱۸۱۴ د نړيوالو لانجو د سوليز هواري لپاره د اروپايي كانسرټ په نوم يوه ټولنه جوړه سوه چي ډير دوام يي ونه كړ، په همدي ډول په كال ۱۹۰۷ كي د منځګړيتوب يو محاكمه جوړه سوه مګر هغې هم د خلګو هيلي پوره نه كړاي سوې . نو كله چي په كال ۱۹۱۴ كي لمړۍ نړيواله جګړه پيل سوه په نړي كي د داسي يو سازمان شتون چي هغه وكولاي سي د نړي په نړيواله سطه د دايمي سولي او امنيت لپاره كار وكړي يوه اړتيا وه ، او د دي اړتيا د پوره كولو لپاره تر هر چا ډيړ د امريكاد متحده الاتو د وخت ولسمشر ښاغلي ويلسن ځان ستړى كړى وو .
باالاخره كوم وخت چي لمړي نړيواله جګړه پاي ته ورسيده د جګړي دواړي غاړي ګټوونكي [ امريكا، برطانيه، فرانسه، ايټاليا، روسيه ] او ماته خوړونكي [ جرمني، تركيه ، استريا او هنګري، بلغاريا ] د فرانسې په پلازمينه پاريس كي سره غونډ سول او د پاريس د سولي په نامه يو كانفرانس يي جوړ او په نوموړي كانفرانس كي يي په كال ۱۹۱۹ كي د ورسايلزپه نامه د سولي يو تړون لاسليك كړ، دورسايلز د تړون پنځه برخي درلودي او اخنرنۍ برخه يي د ميلتونو د نړيوالي ليكي و جوړيدو ته ځانګړې سوې وه، همدا وو چي د كانفرانس غړي هيوادونه د ميلتونو د نړيوالي ليكي پر جوړيدو سره همږغي سول او د جنوري پر ۱۰په كال ۱۹۲۰ كي د ميلتونو د نړيوالي ليكي بنسټ كښيښودل سو .اګرچې دملتونونړيواله ليكه دپاريس دسولې په كنفرانس كې رامنځ ته سوه امادنړيوالې ليكې اصلي بنسټ ايښودونكى دامريكادمتحده ايالاتوولسمشرښاغلى ويلسن بلل كيږي ښاغلي ويلسن د ميلتونو د نړيوالي ليكي په جوړيدو كي ترهرچاډيرې هڅې اوكوښښونه وكړل خود هيلو خيلاف كله چې ښاغلى ويلسن خپل هيوادته ستون سونودامريكا كانگرس دملتونوپه نړيواله ليكه كې دامريكاغړيتوب تاييدنه كړ سره له دې چې ښاغلي ويلسن دليكې دغړيتوب تړون لاسليك كړي هم و خو د متحده ايلاتو د اساسي قانون له مخي هر بهرنى تړون چي كيږي لمړي بايد و كانګرس ته وړاندي سي او د كانګرس تر منلو او تاييد كولو وروته بايد لاسليك سي او كوم تړون چي تر لاسليك كيدو مخكي او يا هم ورسته كانكرس تاييد نه كړي د اعتبار وړ ندي، ځكه نو د ښاغلي ويلسن ليدلي خوب ريښتيا نه سو او پدي ترتيب د امريكا متحده ايلات د ميلتونو د نړيوالي ليكي تر ړنګيدو پوري د ليكي غړيتوب ته زړه ښه نه چي د ليكي د لمنځه تلو يو اساسي لامل همدا بلل كيږي خو دا چي د ليكي د ړنګيدو لاملونه څه ول او د ليكي لاسته راوړني او نيمګړتياوي څه وې؟ هغه يو جلا بحث غواړي او دلته يواځي د ليكي پر لنډه پيژندنه باندي ږغيږو .
د ميلتونو د نړيوالي ليكي اساسي ارګانونه:
د ملتونو د نړيوالي ليكي او د ملګرو ميلتونو د اوسني سازمان يو توپير دادي چي او سنۍ نړيواله ټولنه شپږاساسي ارګانونه لري اما پخوانۍ نړيوالي ليكي يوازي دري اساسي ارګانونه درلودل ، د ليكي لمړى ارګان اسمبلي وه چي هر غړې هيواد ته پكي نمايندګي وركړل سوي وه او د نړي د پارلمان شكل يي درلودى ، دوهم ارګان شورا وه چي د ملګروميلتونو د امنيت د شورا ته ورته او د اجرايه قوي شكل يي درلودى ، دريم هم سيكرتريت وو چي د نړيوالي ليكي كاركوونكي او مامورين پكښي راتلل ، ددي تر څنګ نړيواله محاكمه ، دكارګرانو نړيواله ټولنه ، د ليكې د ماموريت كميټه هم د ليكي د مهمو ارګانونو له ډلي څحه ګڼل كيدل،
اسمبلي:
اسمبلي دملگروملتونودعمومي اسمبلي شكل درلودي اوټولوغړوهيوادونوته په مساوي ډول ونډه پكي وركول سوى وه ، اسمبلي په كال كې يوځل غونډه كوله ، خو د اړتيا په وخت كي هم غونډه رابلل كيدلاي سول، د ملتونودنړيوالې ليكې د عمومي منشي او د شورا د غير دايمي غړوټاكل ،دليكې په قوانينوكې تغيراوبدلون اودنويوهيوادونود غړيتوب پر غوښتنليكونو غوركول كول داسمبلي دمهمودندوڅخه گڼل كيدې اوددې ترڅنگ ټولې هغه مسلې اوكړكيچونه چې دنړيوالې سولې سره يې تړاودرلودى او يا هم د سولي په وړاندي ګواښ بلل كيدل ترڅيړنې لاندې نيول اودهغودهواري لپاره يې سوليز وړانديزونه كول او حل لاره يي ورته لټوله.
شورا:
شورادجوړښت له مخې وړه ولې دواك اواختيارله مخې تراسمبلى واكمنه وه اودملگروملتونودامنيت دشوراشكل يې درلودى، شورا ټول نهه غړي لرل چې پنځه يې دايمي اوڅلوريې غيردايمي وودايمي غړي يې عبارت ووله برطانيا،امريكا، فرانسه ، ايټاليا ، او جاپان څخه اوغيردايمي غړي به يې داسمبلى له لوري د دريوكالو لپاره ټاكل كيدل داچې امريكا د ليـــــــــــــكې غړيتوب وانه خيست نو د دايمي غړو شميره هم څلورو ته را كښته سوه ..
دملتونودنړيوالې ليـــــــــــــــكې دشورا او د ملگروملتونودامنيت دشورا توپيردا ووچې دليــكې په شوراكې دايمي اوغيردايمي غړود يوې موضع پر سر د ويټوكارولوحق درلودى ولې دامنيت په اوسنى شوراكې يوازې دايمي غړي دويټوداستعمال حق لري .فكر كوم ځني لوستوونكي به د ويټو د توري سره پوره بلديت نه لري، ويټو كيداي سي داسي تشريح كړو چي كه چيري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا كومه پريكړه كوي نو ټول اسلي غړي بايد هغه تايد كړي او ورته د منلو وړ وي خوكه چيري د هغو پنځو له ډلي څخه يوه هم رد كړه نو ياده سوي پريكړه نه سي اخيستل كيداي، د بيلګي په توګه كله چي پر عراق باندي د جګړي پريكړه د امنيد شورا ته وړاندي سول نو چين او روسيي يي مخالفت وكړ چي بيا وروسته امريكا او برطاني پر خپل سر باندي پر عراق تيرى وكړ چي قانوني بڼه نه لري.
سكرتريت:
دليــــــــــكې دريم اساسي ارگان سكرتريت وونوموړى ارگان ديوملكي خدماتي ارگان بڼه لرله چې مشري يې دملتونودنړيوالې ليـــــــــــكې دعمومي منشي په غاړه وه دليــــــــكې لومړنى عمومي منشي جيمزاريك درومندنوميده چې دبرطانيې له هيواده څخه وو دملتونودنړيوالې ليكې ټول كاركوونكي اومامورين په همدې ارگان پورې تړلي ووچې شميره يې اتوسوته رسيده، خو د ملګرو ملتونو د اوسني سكرتريت د كاركوونكو شميره ۱۰۰۰۰ ته رسيږي چه د نړيوالي ليـــــكي د سكرتريت په پرتله ډير پراخ او ستر دى .
نړيواله محاكمه:
د ملتونو د نړيوالي ليكي تر رامنځ ته كيدو پوره يو كال وروسته د ليكي غړي هيوادونه د يوي نړيوالي محاكمي پر جوړولو سره صلاح سول او په ۱۹۲۱ كي يي د نړيوالي محاكمې بنسټ كيښود ، نړيوالي محاكمې په اوايلو كي ۱۱ قاضيان لرل چي دا شميره بيا وروسته ۱۵ ته ورسيده كه څه هم نړيواله محاكمه د نړيوالي ليكي د اساسي ارګانونو له ډلي څخه نه وه ولي د خپل فعاليت او كار له وجي د ليكي تر ړنګيدو وروسته هم له منځه ولانړه او د ملګروملتونو و نړيوالي محاكمي ته ور انتقال سوه .
كه د نړيوالي محاكمي و دندو ته وكتل سي پر دوو برخو يي ويشلاي سو، لمړى : د غړو هيوادونو تر منځ د شخړو او كړكيچونو حل او فصل كول دوهم : مشورتي چاري يعني كه چيري كوم هيواد يا هيوادونو په يوه موضع كي د نړيوالي محاكمې څخه نظر غوښتى واي نو نړيوالي محاكمې د يادي سوي مسلي د حل لپاره خپله مشوره او نظريه ورته وركوله .
د كارګرانو نړيواله ټولنه:
د كارګرانو نړيواله ټولنه د ملتونو د نړيوالي ليكي يوه مهمه ايجنسي وه او نړيوال اهميت يي خپل كړي وو، د نوموړي ټولني جوړښت و ليكي ته ورته وو او د كارګرانو نړيوال دفتر ، اداري څانګه، او عمومي كانفرانس په نوم يي دري مهم ارګانونه لرل ، د كارګرانو نړيولي ټولني د كارګرانو د ژوند د ښه كولو لپاره هڅي كولي او په دې لاره كي يي ډيري لاسته راوړنې هم درلودي او كله چي د ملتونو نړېواله ليكه له منځه لاړه نو دا ټولنه په كال ۱۹۴۶ كي په ملګرو ملتونو پوري وتړل سوه او ترنن ورځي پوري پاته ده .
د ليكي غړيتوب:
د ليكي غړيتوب د ټولو خپلواكو هيوادنونو لپاره پرانيستى وو او هر هيواد كولاي سول چي د ليكي د غړيتوب لپاره خپل غوښتنليك وړاندي كړي ، كله چي د ليكي بنسټ ايښودل كيدي نو په نوموړي بنسټيزي غونډه كي ۴۲ هيوادونو ګډون درلودي او هغه غړي د ليكي د اسلي غړو په نامه ياديدل او ورسته بيا نورو هيوادونوهم غړيتوب تر لاسه كړ او په كال ۱۹۳۵ كي د ليكي د غړو شميره و ۶۲ ته جكه سوه د ملتونو د نړيوالي ليكي غړو هيوادونو كوالاي سول چي د ملتونو د نړيوالي ليكي د غړيتوب څخه په شا سي او ددي كار لپار و ليكي ته دوه كاله مخكي خبر وركول لازمي كار وو، ډيرو هيوادونو دا كار وكړ او نړيواله ليكه يي پريښوده چي په دي جمله كي برازيل ، كوستاريكا، جاپان ، جرمنى او ايټاليا راڅي او كله چي دوهمه نړيواله جګړه پيل سوه نو په كال ۱۹۴۶ كي د ليكي د غړو شميره بيخي ټيټه او ۴۳ را ورسيده ،او د ليكي د قوانينو څخه د سر غړوني په صورت كي ګرم هيواد د ليكي د غړيتوب څخه بي برخي كيد لاي سو .
د ملتونو نړيواله ليكه چي كله په كال ۱۹۲۰ كي رامنځ ته سوه نو ټولو غريبو او شاته پاته هيوادونو ډير هيلي او ارزوګاني درلودي اوپه دي اند وه چي نړيواله ليكه به و جنګونو او تيريو ته د پاي ټكي كښيږدي او د دوي په سياسي او اقتصادي چارو كي پۀ د پام وړ بدلون راسي ولي داسي ونه سول د كومو موخو او اهدافو لپاره چي ليكه رامځنته سوي وه هغه تر سره نه سول او د ليكي غړو هيوادونو چي څه ژمني كړي وي تر ډيره هده يي پوره نه كړي د بيلګي په توګه د ليكي په بنستيزه غونډه كي ټولو دا ژمنه كړي وه چي پخپلو وسلو او جنګي وسايلو كي به كمښت راولي او كنترولوي بۀ يي مګر دا خبره يواڅي پر كمزورو هيوادونو عملي سول او نورو ملكونو خپلو د وسلو د ډيرولو و سيالي ته دوام وركړي و ، خو ددغو نيمګړتياوو سره سره د ملتونو نړيوالي ليكي ډيري لاسته راوړني هم درلودي ، د ليكي پر لاسته راوړنو او د ړنګيدو پر لاملونو دلته څه نه وايو او ځانګړي بحث ته اړتيا لري چي دلته يواځي د ليكي پر لنډه پيژندنه بسنه كوو ...
ماخذونه:
intenational relations
by V N khana
THE UNITED NATIONS
BY V.N KHANA
LIPAKSHI KHURANA
دهلې پوهنتون ، هند