ځواني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14271
نسيم ليوال
دخبریدو نیټه : 2007-09-16


زه نه پوهيدم هروخت به مې دځواني خوبونه ليدل ځکه چي زموږدکلي يو سپين ږيري ؤهروخت به يې دځواني خبرې راته کولې تيرشوي  وختونه به يې دومره خواږه راته يادول تابه فکرکاؤ چې دخولې څخه يې مرغلرې راواريږي خو دهرې خبرې سره به يې دزړه څخه دافسوس ناره راوتله دخولې نه به يې داسې اسولي راوتل تابه ويل چې په زړه باندې يې سوراورپورې دي زه نه پوهيدم دماشومتوب دوره وه مابه ويل چې هسې  نکل راته کوي خو ځينې خبرې به يې راباندې ښې لګيدې اوځينو ته به مي زړه خپه شودپاچاهئ دوره وه په ښوبه خوشحاله ؤم په بدو به هېڅ نه پوهېدم وختو نه تيرېدل دبوډاخبرې به مې په ذهن کې ګډيد لې د ماشومتوب دوره تيره شوه چي کله لوي شوم اوس مې ذهن ته داخبره راولويده چې وايي:
په ځواني دومره غرور مکړه
ځواني د ژمي ماځيګرده تيربه شينه