ستر ژغورونکی ميرويس نيکه (عبدالمجيد بابى)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14279
عبدالمجيد بابی
دخبریدو نیټه : 2007-09-16


لنډو يادوونو او څرګندونو په اړه ده چي زموږ د هيواد د ستر ژغورونكي ميرويس خان نيكه، په هيواد كي د جمهوريت د لومړني بنسټ ايښووونكي او د نوي افغانستان د بنسټ ايښوولو په لاره كي د يوه لوى مبارز په توګه د الهام وركوونكي اتل په ستاينه كي يې د تاريخ د يوې برخي په توګه پرې ايښي دي، دغه باندني سوداګر د ملي مبارز ميرويس خان نيكه لوړ تدبير، پوهه، بېساري ځراكت، اولسي ګرانښت او منښت منلى دئ، له بده مرغه په ليكنه كي د ستاينو د بشپړو كلماتو سره كله كله يا اړ سوى او يا د خپلي سوداګرۍ په اېرانۍ سيمه كي د ځينو غرضي اغېزو تر بار لاندي راغلى او د افغانستان د تاريخ دغه ستر وياړ يې په ناوړو كلماتو سره هم ياد كړى دئ.
 د دې له پاره چي د ليكني سمون مو خوندي كړى وي، لومړى غواړم د ليكني د اتل په باب څه يادونه وكړم :-
ستر ژغورونكى ميرويس نيكه :-
ميرويس خان نيكه د ښالم خان زوى او د كرم خان لمسى دئ، چي په نهم پښت باندي يې دغه لړۍ تر بابا هوتكه رسېږي.
خو زموږ منلى استاد ښاغلى محمدمعصوم هوتك وايي چي بابا هوتك د اوومي لېږديزي پېړۍ په وروستيو او د اتمي پېړۍ په پيلامه كي ژوند كاوه، نو دا به هغه بابا هوتك نه وي چي قوم يې نامه ته منسوب دئ.
لوى استاد علامه حبيبي  د افغانستان په لنډ تاريخ كي دا لړۍ داسي بشپړوي :-
ښالم خان د كرم خان زوى، د مند لمسى، د عمر كړوسى، د جلال الدين كوسى، د قطب كودى چي هغه بيا د اسحق زوى، د حسين لمسى، د ملكيار كړوسى او د هوتك كودى دئ.
د هوتكو دغي كورنۍ د ترنك او ارغنداو د رودونو پر غاړه سيمه ايزه خاني او واكمني درلوده او د منګوليا له زړه څخه د راټوكېدلي ويني څښونكي يرغلګر چنګېز د لښكرو سره يې د دې سيمي د ساتني له پاره جګړې هم كړي دي.
د ميرويس نيكه پلار او نيكه هم د خپل مهال د مخورو او ښه بډايو سوداګرو څخه وه، مور يې نازو انا د سلطان ملخي لور وه، چي همدغه سلطان ملخي تر ميرويس نيكه دمخه د كندهار څخه تر جلدك او غزني پوري د غلجيو ټبرونو مشر او سروال و.
د نازو انا د څلورو زامنو هر يوه مير خان )ميرويس خان(، عبدالعزيز خان، عبدالقادر خان او يحيٌى خان څخه همدغه ميرخان د خپلي پوهي او بشپړه ځراكت او له بلي خوا دا چي مور يې د توخي واكمنانو له كوره او مېرمن يې د ابدالي كامران خان لور وه، نو د همدې سيمي په دوو لويو ټبرونو كي يې د ګرانښت او منښت په بركت د غزني او كندهار پر پراخو سيمو ډېر ژر خپل د مشرتابه سيورى خپور كړ.
دا هغه مهال و چي د همدې سيمو له ختيځ څخه د مغولو د يرغلونو او ولكو ټغر نور نو په (1707 ز)كال كي د مغولي اورنګزېب په مړينه سره پر ټولېدو ښكارېدئ.
كندهار چي د (1705 ز) كال څخه د اېراني واكمن شاه حسين له لوري د ګورګين په نوم د رالېږل سوي ځايي واكمن د ځناورتوب په اور كي سوځل كېدئ، د همدې ميرويس خان په مشرتابه يې همدا ګورګين او د ده لښكري د (1707 ز) كال په پاڅون كي په همدې مېړنۍ خاوره كي په خپلو وينو اوبه كړل.
د همدې مېړه او منلي اتل په اړه به نور څه د ياد سوي باندني سوداګر جونس هنوې په ياداښتونو كي ولټوو، ولي بده به نه وي چي د همدې څرګندوونو دمخه خپله د سوداګر په اړه هم په لنډه توګه وږغېږو :-
جونس هنوې :-
جونس هنوې په (1712 ز) كال په انګلستان كي زېږېدلى او تر لومړنيو او منځنيو زده كړو وروسته د سوداګرۍ خيالونه ورته پيدا سوه او په (1743 ز) كال روسيې ته ولاړ او په سن پطرزبورګ كي د (دينكلي) په نوم سوداګر سره تر پېژندني وروسته په ګډه اېران ته ولاړ، هلته يې مالونه د غلو لخوا لوټ سوه چي وروسته يې د واكمنو په مرسته د هغو يوه برخه بيرته تر لاسه كړه.
دغه سوداګر په (1750 ز) كال بيرته لندن ته تللى او په (1786 ز) كال كي همهلته مړ سوى دئ.
د هنوې د ليكني ماخذونه :-
هغوى چي كله د اېرانه راوګرځېد، غوښتنه يې درلوده چي په اېران كي د انګرېزانو د سوداګرۍ په اړه څه وليكي، خو وروسته يې نور څه هم پر زيات كړيدي او په دغو زياتونو كي يې د دوكلراك (De Clairac) فرانسوي ليكوال او يوه بل لهستاني كشيش كروسينسكي د ليكنو څخه هم ګټه اخيستې ده.
د ډوكلراك كتاب )د اېران تاريخ د همدې پېړۍ د پيل څخه تر اوسه( نومېږي چي په د )1750 ز( كال څخه تر )1727 ز( كال پوري په عثماني تركيه كي و، دا هغه مهال و چي د اېران د پېښو سره تركيې هم لېوالتيا پيدا كړې وه. هنوې د كلراك د كتاب څخه ډېره ګټه اخيستې ده لكه چي وايي :-
تر اوسه چي ما څه ليكلي دي، هغه نيمګړي وه او كه مي په دې وروستيو كي په فرانسوي خپور سوى كتاب نه واى لوستى دا كار مي نه سواى بشپړولاى.
هنوې د كروسينسكي كتاب هم د ماخذ په توګه كاروي، كروسينسكي په )1707 ز( كال كي د عيسوي دين د تبليغ له پاره اېران ته لېږل سوى او و اصفهان ته د ځوان شهنشاه محمود هوتك د ورتګ پر مهال همهلته و او د همدې ښار د كلابندۍ تر وروستيو پوري په همدې ښار كي پاته سوى دئ.
همدغه كروسينسكي خپل ياداښتونه په لاتيني ليكلي چي بيا يوه فرانسوي د بيشون Bechon په نوم په فرانسوي وژباړل او بيا دوسرسيو Du Cerceau هغه د تاريخونو له مخي اوډلي او په )1728 ز( كال كي يې په لاهه كي خپاره كړه.
د دې كتاب خبر چي قسطنطنيې ته ورسېد د ابراهيم نومي لخوا په تركي وژباړل سو او د )19مي( پېړۍ په څلرمه كي دا كتاب د فتحعلي شاه د زوى عباس ميرزا لاس ته ورغلى، هغه يې په عبدالرزاق نومي ليكوال په فارسي واړاوه.
دغه ياداښتونه هغوى د )بصيرت نامه در ګذارش و استيلاى افغان بر اصفهان در زمان دولت شاه سلطان حسين( په نامه ونومول او په )1753 ز( كال په لندن كي خپاره سول.
د هنوې ليكنه :-
د هنوې په ليكنه كي له دې امله چي دى ظاهراً د يوه سوداګر په توګه اېران ته تللى و د ليكنو د لارو چارو وړتيا نه ښكارېږي. ليكنه يې په پښتو باندي )د افغانانو يرغل او د صفوي دولت ړنګتيا( تر سرليك لاندي ده.
هغه د كتاب په لومړۍ برخه كي د اېران د همهغه مهال حالت څېړى او د هغې سيمي د اوسېدونكو ټولنيزي، سياسي او مذهبي څرګندتياوي روښانه كوي، چي تر څنګ يې د افغاني ټبرونو په ځانګړې توګه د كندهاري اولس د مېړاني او د اېران او هند تر منځ د دوى د نا آرامه شتون او دلته په )1650 ز( كال كي د شاه جهان مغولي د زامنو د يرغلونو او بيا پر دې ځاى د اېران د منګولو د ښخېدو په اړه څرګندوني لري.
 هغه په كندهار كي د اېراني ځايي واكمن په اړه وايي :-
"د ګرګين او د هغه د سپاهيانو ظلم او قساوت په رښتيا چي د باور كولو نه دئ".
هنوې د دې كرښو په دوام ليكي :-
"د ده )ګرګين( لوچګي او ځناورتوب ورځ تر ورځي زيادښت مونده، څو افغانانو يو د بله سره وكتل او خپل استازي يې د دې بيدادګرۍ د رسوا كېدو له پاره د اېران پلازغولي ته ولېږله\".
هنوې په خپله ليكنه كي كندهار د ګڼ شمېره ټبرونو ټاټوبى بللى او د هر ټبر شمېر يې د )10( څخه تر )12( زرو تنو پوري بللى دئ :-
"ميرويس چي د دې ټبرونو د مشرانو د ډلي او د همدې ايالت د بانفوذترينو سړيو څخه شمېرل كېدى د دوى وړتيا او ګرانښت تر دې كچي و چي د ښورښ د مخته وړونكو په توګه په نښه او د نيولو او اصفهان ته د لېږلو تكل يې وسو".
هنوې د خپلي ليكني په يوه بله برخه كي ليكي :- "ميرويس د دې پر ځاى چي د دې ستونزو او كړاوونو څخه ناهيلى سي هوډ يې وكړ چي له هغو څخه ګټه پورته كړي او كوښښ يې وكړ چي د اېران د پلازغولي سره پېژندنه تر لاسه كړي"
 هنوې د ميرويس نيكه د همدې هوډ د برياليتوب د يوې برخي په توګه دا ډول څرګندوي :-
"دغه هوښيار او بشپړه ځيرك سړي وكولاى سواى د دې پلازغولي په ټولو اسرارو ځان وپوهوي او د پلازغولي غټان يې د افغانستان څخه ورته د رارسېدلي غټ مبلغ )30( زره تومنو په ارزښت د ځان په ګټه رانيول\".
 وړ به وي چي په دې ځاى كي د يو موټي افغانانو د مشر هغه ولولې چي د ده روح يې لا ډاډمن كاوه، د اېران د پاشلي ټولني او شېله شېله پلازغولي د ناوړه حالت څخه په ګټه اخيستني سره د دوى لوړ ځراكت ته هم په درنښت سره سرونه ټيټ سي، چي هغوى يې دبري تر پولي رساوه، د دوى همدغه لوړتيا او د لوړ شخصيت، درانه ټېكځاى ته اروپايي سوداګر هنوې داسي نغوته كوي :-
"ميرويس په پلازغولي كي د بېلابېلو ډلو د بېلتون څخه لا ګټه پورته او ډېر ژر د اېراني واكمن لخوا پلازغولي ته وغوښتل سو، او هغه په مهارت او فصاحت سره داسي خبري وكړې چي د پاچا نه يوازي زړه سو چي هغه تبرئه كړي بلكي هغه يې د سوغاتونو او خپل ملاتړ څخه هم برخمن وګرځاوه\".
هو ! دا چي زموږ ملي اتل مبارزه د ځان د سوكالۍ او خوښۍ له پاره نه وه راپيل كړې، هغوى لوى ارمان درلود چي ملي سوكالي، ملي خوښي او د ټولو له پاره خپلواكي راسي، هنوې هم د ميرويس د همدغه لوى ارمان په اړه وايي :-
"ميرويس نه غوښته يوازي ځان تبرئه كړي، بلكي هوډ يې درلود چي خپل دښمن له منځه يوسي، د ده لوړ نسب او بې كچي شته، د سرشاره هوښيارۍ سره يو ځاى د دې لامل وګرځېده څو د اېران تر پاچا پوري لار پيدا كړي او دښمن ته لومړنى ګذار وركړي\".
 هنوې د خپلي ليكني په يوه برخه كي ښه او بد دواړه د همدې ملي اتل په اړه ګډ كړي او داسي ليكي :- \"دغه خطرناكه افغان لوړي او عالي موخي درلودې، هغوى د پاچا بې تجربګۍ او د هغه روحي خوارځواكۍ او همدارنګه د وزيرانو او درباري سروالانو تر منځ ګډوډۍ، اداري ستونزو او د خلكو تر منځ هغه بېلتون چي د دوى د ګډو موخو د لاسته راوړلو له پاره يې خنډ و، دې ته وهڅاوه چي د پرديو څخه د خپل هيواد د ژغورني په فكر كي سي"
دغه دباندني ليكوال د ميرويس نيكه د برياليتوب او منلي اتلولۍ ښكارندويي د دوى په لوړ نبوغ كي ګڼي، لكه چي وايي :-
" ميرويس د خپل لوړ نبوغ، عالي او زړه وړونكي چلند، پراخي وركړي حوصلې او سخاوت په بركت وكولاى سواى چي د ټولو ټبرونو سروالان او همدارنګه عادي خلك د ځان ملاتړوګرځوي"
په هر ډول ميرويس نيكه د اېران په پلازغولي كي د تبرئې د تر لاسه كولو وروسته مكي معظمې ته ولاړى، او هلته يې د سني علماوو څخه د خپلي مبارزې له پاره د فتواوو تر اخيستو وروسته بيا اېران ته سفر وكړ، وروسته كندهار ته راورسېدى.
 هنوې و كندهار ته د ميرويس نيكه د راتګ په اړه ليكي :- \"ګرګين په دې پوه و، چي د ده د كړو څخه په پلازمېنه كي په بدو يادونه سوېده، خو سره د هغه دې ته تيار نه سو چي د ظلم او ناروا څخه لاس واخلي، تر ټولو له دې امله په كاوړ و چي د ده له لوري لېږل سوى مجرم هلته تبرئه سوى دئ.
ګرګين د افغانانو په وړاندي د خپل واك د كچي د لا لوړوالي لار په دې كي ګڼل چي د ميرويس څخه پخپل حرمسراى كي د چوپړ له پاره د هغه داسي لور چي ښايست يې په سيمه كي سارى نه درلود وغواړي".
ليكوال وروسته ليكي :-
"ميرويس د ګرګين د دغه تر كچي لوړي ظالمانه كړني فكر هم و نه كړى، نو يې حواس راغونډ او د خپلي نقشې د پلي كېدو له پاره يې همدا ښه وخت وګاڼه، د همدې خبر څخه د خبرېدو په نوم يې افغانان و مبارزې ته د چمتو كېدو له پاره راوبلل".
 هنوې د ګرګين د غوښتني په اړه وايي :-
"افغانان و پرديو ته د خپلو لوڼو وركړه ډېره بده ګڼي، خو دا چي بيا د دوي د تر ټولو د واكمن او مشر لور چي د اصيلو ښځو څخه وه، د مينځي په نوم د بل مذهب لرونكي چا ته يې وركړه ډېره لويه رسوايي او شرمندګي ګڼل كېږي".
هنوې د خپلي ليكني په يوه بله برخه كي د ګرګين د غوښتني په وړاندي د افغانانو د غبرګون په اړه د يوې ډلي مخورو افغانانو د قهر انځور دا ډول وړاندي كوي :-
"د همدې امله څو تنه متعصبه افغانان د ميرويس پر ځاى راټول سوه او يوه يې دا ډول څرګندوني پيل كړې :-
اې ميرويسه ! ستا هيوادوال په يوه ږغ دا وايي چي خپلي وضعي ته وګوره او غور وكړه، موږ په څه بدمرغي او مصيبت كي راګير يو، موږ د ظالمانه مالييو په وركړه كي نور فكر نه كوو، موږ نور له دې امله چي زموږ پلرنى ميراث د يوه داسي دولت په لاس كښېوتلى چي آن خپل ظلم او تېري ته د قانون د پوښ رنګ هم نه وركوي، نه يو خواشيني. د شتو او مالونو د لاسه وركول زغمل كېږي، ولي د شرافت د لاسه وتل نه سي تر لاسه كېداى. هغه خواري او ذلت چي زموږ په برخه دئ د هغه دولت د بېري له امله دئ چي پر موږ واك چلوي.
 آيا دغه د شرم لار چي موږ يې د بشريت د ننګ په ډول څرګند كړي يو، ستا د همت او مېړاني ولولې نه راپاروي؟ نه ده وړ چي د هغه زور او تپل سوي كړني يادونه وكړو چي زموږ د سر ټيټۍ لامل ګرځي.
ميرويسه ! خپله فكر وكړه آيا ستا سره يې هم چي د نسب او مېړاني له مخي د منځنيو پوړيو د سړيو څخه هم لوړ يې، داسي كړنه نه ده كړې چي مريان لا هم د هغه څخه په كاوړ يادونه كوي، څه شي ستا لاس نيولى دئ؟ آيا بيا نوو بې عزتيو او سپكتياوو ته چمتو يې؟ چي هغه ظالم بيا تاسو په ځنځيرانو كي راكښېباسي؟
 آيا د هغه ساتونكو ته زارۍ كوې چي ستا د لور په تښتونه سره زموږ شرمندګي و وروستۍ كچي ته ورسوي. هغه هم نه د دې له پاره چي د وصال له شربتو يې تنده ماته كړي، بلكي ستا سره د درېدني او ستا په وړاندي د خپل كاوړ اور ووژني؟ راسئ نو يا غرونو ته وخېژو، يا په رښتيا سره ځانونه له منځه يوسو، او يا دا د شرم ټپله د خپلو لمنو څخه پاكه كړو".
د همدې ياداښتونو ټولوونكى هنوې ليكي چي ميرويس تر وروستۍ كلمې غوږ نيولى او بيا يې په داسي حال كي چي ټولو د ده غبرګون ته كتله، وويل :-
"څښتن ته شكر چي تاسي ته يې د داسي ځوانمردانه افكارو بخښنه كړېده. اولسي ګټي د دې غوښتنه كوي چي ټوله يو فكر او يوه ګروه ولرو، آريزي موخي ته د رسېدو لاري بېلي بېلي وي، راسئ پخپلو عقلونو او خپلو مېړانو تكيه وكړو، هغه مار چي ويښ وي پر بيده زمري هم يرغل كولاى سي. راسئ خپلي توري د ګلانو په درمندونو كي پټي كړو، كه پر ما ډاډ لرئ او غواړئ خپل غچ واخلئ نو هغه ما ته پرېږدئ، دغه وياړمن تكل مو بايد په بشپړه توګه پټ وي\".
همدا دباندنى ليكوال زياتوي چي ټوله د ميرويس په وينا خوښ او د يوه مخه يې په ډوډۍ، مالګه او تورو سوګند وكړ.
وروسته ليكوال د نورو تاريخ ليكونكو سره ملګرى كېږي، او وايي چي ميرويس نيكه بلي نجلۍ ته د ځانګړي لارښووني په وركړه سره ښكلي جامې تياري او د لور په نوم يې د ګرګين تر استوګنځي پوري واستول، ليكوال زياتوي :-
"ميرويس په ځانګړې پوهه سره د ګرګين نژدې انډيوالان او د ده د سيمه ايزي پلازغولي سروالان په زياتو پيسو او لويو رشوتو سره رانيول، او په دې توګه دغه افغاني سړي خپل يو بل خطرناكه استعداد هم ښكاره كړ. او په دې توګه د ميرويس كړنو او د خلكو په منځ كي د هغه پستو او نرمو ويناو پر ګرګين هم دونده اغېزه وكړه چي دغه حاكم هغه يو د نژدې ترينو دوستانو څخه وباله".
د دغو ستاين ډولو كلمو وروسته ليكوال بيا د نورو ليكوالو سره همږغه كېږي او هغه دا چي ميرويس نيكه د ګرګين او د ده د ملګرو د وژني انځۍ پلي كوي.
د پټي خزانې د ليكني پر بنسټ په )1119 ل( كال كي د دې ځناور او د ده د ځناورو لښكريانو تر پراخي وژني وروسته كندهار او د هغه چارچاپېره پراخي سيمي خپلواكي كېږي، اېران كه څه هم د پوځي كړو څخه له دې امله په بېره كي و څو نه چي ميرويس نيكه د دوى پر خلاف د هند سره لاس يو كړي.
نو يې محمدجاني خان چي همدا سړى د سيد جمال الدين افغاني لخوا د محمدجامي خان په نوم ياد سوى دئ، )وګورئ د لوى استاد علامه حبيبي % د افغانستان لنډ تاريخ، 387 مخ(، د ميرويس نيكه سره د پېژندني پر بنسټ همدې مېړني ته راواستاوه.
محمدجاني خان يا محمدجامي خان ميرويس نيكه ته وويل :- "هغه مينه چي ستا له پاره زما په زړه كي ده د همهغه پر بنسټ مي د اېران د اعليحضرت په درشل كي ځان واچاوه، او د هغه كاوړ په دې سره ستا په وړاندي راټيټ سو او امر يې راته وكړ څو تا ته راسم او د هغه خواشيني چي د ګرګين د وژلو له امله ده تاسو ته څرګنده كړم. خو دا چي د ګرګين د سزا په برخه كي تاسو چټكي كړېده، اعليحضرت ستاسو جنايت بخښلى دئ اوس چي توپان پاى ته رسېدلى دئ بل ښورښ مه راپيلوه، او كندهار د هغه رښتينو ساتونكو ته وسپاره، او په دې كړنه سره چي ستا د اطاعت ښكارندويي كوي نور هم د اعليحضرت د هغو مهربانيو څخه چي غواړي ستا سره يې وكړي ځان ګټور كړه".
ميرويس نيكه يې خبري پرې كړې او داسي يې ورته وويل :- \"اې ټګه ! ستا چالونه او ټګي څه ګټه نه لري، ته فكر كوې چي عقل يوازي په ښځو صفته سړيو كي وي او دغو غرونو چي زموږ ټاټوبى يې چاپېره كړى دئ هيڅ يې ليدلي نه دي. پوه سه ! هغه چا چي ستا خبري واورېدې زما غوندي د هغو لومو څخه خبر دئ چي تاسو يې غواړئ موږ ته يې وغوړوى. پرېږده ستاسو پاچا چي هر څه غواړي ويې كړي. هغه څوك چي د هغه څخه بېرېږي مريي او غلامان به وي، نه مسلمانان. هغه كه په دې كچه واك لري چي ته يې وايې په كړنه، نه په خبرو دي زموږ د روا موخو مخه ونيسي".
دغه دباندنى ليكوال هنوې زياتوي :- 
"د همدې پيغام راوړونكي يا اېلچي تر بندي كېدو وروسته اېران د ميرويس يو بل دوست او د حج ملګرى د هرات حاكم محمدخان ميرويس ته راولېږه )علامه حبيبي يي د همدې اېلچي د نوم سره بلوڅ كلمه هم ور زياته كړېده(، هغه ته هم ميرويس په خروښ سو او ورته وې ويل :-د خداى شكر وكاږه چي زما د سفر د ملګريتوب او د مېلمه پالني د لارو چارو له مخي دي زما مالګه او ډوډۍ خوړلې ده كه نه نو نه مي پرېښوولې چي خپلواكو خلكو ته د شرمه څخه ډك وړانديزونه وكړې، ته د هغه ډول پاچا مريى يې چي ډېر ژر به خپله واكمني له لاسه وركړي، هغه څه چي تا ته وايم غوږ سه :-
(نصر من الله و فتح قريب)
اېرانيان د څه مودې را پدېخوا د آسيا پر زياتو حاصل خېزو سيمو لاس بري دي لوى څښتن د اېرانيانو مخالف سوى دئ، او خروښېدلي افغانان د لوى څښتن د الهام له مخي چي دغه پاچا او د هغه اولس نابود كړي خپلي توري به و پوښو ته نه كړي".
د هنوې په ليكنه كي څرګنده سوې چي د خبرو څخه د ناهيلۍ له مخي اېران د هرات د سيمه ايز واكمن محمدخان د ځاى ناستي او بيا د تبرېز د ځايي واكمن محمدخان له لوري لښكركښۍ وكړې، د تبرېز واكمن او د ده درې زامن د افغانانو سره بنديان او د دواړو جګړو پايلي د اېران په ماتي تمامي سوې.تر دې وروسته د ګرګين د وراره كيخسرو خان په مشري لښكر راولېږل سو چي د ده په مړينه دا اقدام هم په ماتي سره تمام سو.
بيا د رستم خان په مشري بل لښكر د افغانانو سره زور وازمويه خو دغه بدبخته سردار هم ماتې وخوړه، او د افغانانو له تېغه يې په تېښته ځان وژغوره.
 هنوې د دغو ماتو د پراخو او اوږدو څرګندتياوو په وروستۍ برخه كي ليكي :-
"څرنګه چي اېران د ميرويس په وړاندي د زور د كارولو څخه ناهيلي سوى و، نور يې لښكري د ميرويس سره د جګړې په موخه راونه لېږلې او ميرويس هم د خپل ژوندانه وروستۍ ورځي په سوكالۍ تېري كړې، څو په )1127 ل( كال كي مړ سو".
 هنوې د ميرويس نيكه په اړه د خپلي ليكني وروستۍ كرښي دا ډول بشپړوي :-
"د همدې نامتو ښورښي په اړه كېداى سي وويل سي چي په هره پېښه كي محتاط و، خو كه به يې هوډ او تكل و خپلو موخو ته د رسېدو له پاره كاوه، نو هغه به يې په ټينګ هوډ او ويلاړ سره سر ته رساوه، په رښتيا سره چي د هغه برياليتوبونه د هغه په مېړانه او احتياط كي نغښتي وه\".
"كه څه هم د اېران د پاچا تخت يې پر بل مخ راوانه ړاوه خو لومړنى ټينګ ګذار يې اېران ته وركړ، او د افغانانو د يووالي په بركت يې هغه هيواد د تكانونو او چړپېدو سره مخ كړ\".
د هيواد د ستر ژغورونكي او دغه ملي اتل په اړه د هنوې د وروستيو څرګندونو سره زه هم د دغه لوى او ملي اتل د روح د خوښۍ په دوعا او د ده د لاري د منلو او پياوړتيا په هيله و دغو څرګندونو ته د پاى ټكى ايږدم، او ستاسو د زغم څخه مننه كوم.

ماخذونه :-
هجوم افغان و زوال دولت صفوى، جونس هنوې، فاړسي ژباړن، ډاكټر اسماعيل دولت شاهي.
د افغانستان لنډ تاريخ، لوى استاد علامه حبيبي.
سل پګړۍ يو پوړنى، استاد محمدمعصوم هوتك.
د پښتنو برخه ليك د تاريخ په اوږدو كي، شېرين خان ناصر.
پښتانه د تاريخ په روڼا كي، ظفر كاكاخېل.