د امن دوهمه جرګه او د سولي پلان (دوکتور م. ع. تره کى)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14352
دوکتور م. ع. تره کى
دخبریدو نیټه : 2007-09-19

سریزه:
  د روسي اشغالګرو او ورپسې  د نړیوال نظامي ائتلاف په وړاندي دیرش کاله جګړه د ډیورنډ د کرښي په دواړو خواوو کي د خلکو په منځ کي د مذهبي، قومي، سیاسي او عاطفي اړیکو په ټینګېدوکي لوی اثر اچولی دی.
جګړې قبیلوي جوړښتونو ته تحرک(ډینامیزم) بخښلی دی. دغه ډینامیزم د مخکني مذهبي، قومي او
ملي ګوندونو د سیاسي دریز د پیاوړتیا په بنسټ او د سیاست په ډګر کي د نويو ګوندونو د مطرح کېدلو
لامل وګرځید.
 افغانستان او پاکستان دواړه، په قبایلي سیموکي د مثبت یا منفي پیښو له درکه متاثر شوي او یو بل سره یې واحد سیاسي برخلیک راپیدا کړی دی.د ډیورنډ د کرښي د دواړو خواوو په قبایلي سیمو کي اټکل ۴۵ ملیونه خلک چي تاریخي ګډ وجوهات
او د مهاجمینو په وړاندي واحد مورچل لري، ژوند کوي. دغه خلک چي یو ستر انساني قوت جوړوي ، په افغانستان کي د امریکې د یرغل نه وروسته د هیواد په د ننه د سیاسي ژوند نه په حاشیه کي ولوېد او د اوضاعو په سیاسي وده باندي د اغیزمن رول د درلودلونه بې برخي شو.
ټولنیز ثبات هغه وخت تأمینیدای شي چي قبایلي واحد اتنیکي جوړښت د خپل فزیکي قوت په تناسب په افغانستان او پاکستان کي د پام وړ سیاسي رول ولوبوي.
 د بن کانفرانس د یوې غلطي سیاسي محاسبې پر بنسټ باندي نه یوازي چي دغه ستر ټولنیز قوت ته چي د افغانستان په د ننه او د باندي سیمه کي د پیړیو په اوږدو کي د با ثباته دولتونو او امپراتورۍګانو د جوړولو له لاري د سولي او ثبات په ټینګېدو کي ستره ونډه درلوده ، د سیاسي تشخص د امکان نه بې برخي کړ، بلکي د هغه په وړاندي د کورنیو او بهرنیو ځواکونو نه یوه واحده جبهه جوړ شوه .
 د بن کانفرانس، دوې لویي جرګې، موقت او انتقالي حکومتونه او بالاخره اساسي قانون نوموړي جبهې ته چي د توپک سالارانو او ۳۷ بهرنیو قوتونو نه جوړ شوی وو، ته سازماني او قانونی بنه ورکړه:
په افغانانو باندي د سیاسي قواوو مصنوعي معادله د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ وتپل شوه او د نوي سیاسي نظام بنسټ وګرځید . د قواوو مصنوعي معادلې د قواوو د مخکنۍ  طبعي معادلې ځای ونیوو.
  طالبانو چي ځان د بهرنیو قواوو د یرغل قرباني ګاڼه، په چټکۍ خپل ایله جاري ځواکونه راغونډ او د خپل سیاسي شته والي د اثبات په موخه يې په قهرجنه مبارزه لاس پوري کړ. دوی په دې بریالي شول چي خپل اړیکی له ولس سره بیرته راژوندی کړي او د مقاومت د یوه ملي ځواک په توګه په سیاسي محاسباتو کي د یوه اړخ په حیث د پاملرني وړ وګرځي .
  بالاخره عقل، منطق او واقع بینۍ پر احساساتو باندي برلاسی وموند: وسله وال مقاومت له یوې خوا او جنګي کورنی او بهرنی ائتلاف له بلي خوا خبرو اترو ته حاضر شول.
 د دواړو جنګي اړخونو د خبرو اتر و لمړی چوکاټ د امن راتلونکې دوهمه جرګه ده. په دغه جرګه کي چي باید د ملګرو ملتونو( م ، م )   تر څارني لاندي جوړه شي باید، د جګړې بالفعل اړخونه لکه د مقاومت د ملیشې استازي او قوماندانان ، د ډیورنډ کرښي د دواړو خواوو د قومونو مشران، د افغانستان او پاکستان امنیتي او ا ستخباراتي استازي او د ایساف او ناټو قوماندانان ، ګډون ولري .
  باید د کابل حکومت او بهرنیو قواوو پوري تړلى هیڅ یو سیاسي ګوند، تنظیم او جهادي مشر ته چي د مقاومت د جګړې د یوه اړخ په توګه نه شمېرل کیږي، په جرګه کي د ګډون حق ورنکړی شي .
  افغانی مقاومت او د جمعیت علمای اسلام ګوند چي د جګړی تر شا ولاړ دی د سولي په خبرو اترو کي اغیزمن رول در لودلای شي .
که په افغانستان کي هغو ډلو ټپلو ته چي د طالبانو سره د دښمنۍ په دریځ د امریکا دوستي ځانته راجلب کړي او سیاسي صحنې ته ورننوتل او خپل سیاسي تشخص د جګړې د دوام له لاري ساتلی شي، د امن په دوهمه جرګه کي د ګډون حق ورکړل شي، د سولي داعیې ته به نه جبران کېدونکی تاوان ورسیږي.

لمړی -  د خبرو اترو ستونزي:
 د خبرو اترو په وړاندي مختلفي کورنۍ اوباندنۍ ستونزي موجودي دي :

۱ ــ کورنۍ ستونزي :
  د اوسنۍ واکمنۍ په د ننه او د باندي جنګي ډلي ټپلي په نوې جوړه شوې جبهه کي راغونډي شویدي .هغوی خپل سیاسي برخلیک د جګړې د دوام داره حالت سره تړلی دی او په هیڅ وجه باندي دې ته نه حاضریږې چي د وسله وال مقاومت سره جوړونکي خبري وشي . باید د امن په دوهمه جرګه کي د دغو کړیو د ورانونکي لاس وهني مخه ونیول شي . امریکا د توپک سالارانو متحد، په دغه برخه کي د پام وړ رول لوبولی شي .
  د امن دوهمه جرګه چي باید د نوموړيو ډلو په غیاب کي جوړه شي، باید دوی ته په راتلونکي سیاسي نظام کي د قانون او شریعت په چوکاټ کي دسیاسي سوله ایز فعالیت تضمین ورکړي .

۲ ـ بهرنۍ ستونزه :
الف ـ امریکا دا وېره لري چي د وسله والو مخالفینو په بریالیتوب او په هیواد کي د دوی په بشپړه واکمني سره د افغانستان په سیاسي وده باندي خپل کنترول له لاسه ورکړي. امریکا د دغه چُرت تر تاثیر لاندي ده چي پر اوضاع باندي کنترول یوازي د جنګي ډلو سره په ائتلاف، د جګړې په دوام او د وسله وال مقاومت په ځپلو کي ساتلی شي.
  بناءً ډېر احتمال لري چي امریکا د یوې غلطي سیاسي محاسبې پر بنا خپلي ښې اړیکي له جنګ سالارانو سره وساتي او هغوی لکه د پخوا په شان د طالبانو د مقاومت په وړاندي د یوه « مقابل وزن » په توګه لږ تر لږه د سیاست په ډګر کي وکاروي .
  دلته له امریکا سره موُتلفي جنګي ډلي د امریکا سیاسي ستراتيژي د روسانو او هندوستانیانو د ستراتيژۍ سره نښلوي . دغه اقتضایي تاکتیک په اوږد مهال کي د امریکا په ګټه نه دی .

ب ـ هندوستان وسله وال مقاومت د پاکستان له خوأ ګمارل شوی تحریک ګڼي او هڅه کوي چي د کابل حکومت د ښه سیاسي اړیکي او اقتصادي مرستي له لاري د خپل نفوذ په حوزه کي وساتي .
  هندوستان، د افغانستان د جګړې له لاري پاکستاني سیاست وال او مذهبي ګوندونه د افغانستان په جګړه کي د کشمیر په جبهاتو کي د جګړې د فشار د کمولو  په مقصد مصروف ساتي .
  هندوستان په افغانستان کي په یو ډول نه بل ډول د وسله وال مقاومت په وړاندي د امریکا، شمالي ټلوالي او نوي جوړي شوي ملي جبهې سره ګډ دریځ لري.

ج ـ پاکستان د افغانستان د وروستیو لسیزو په پېښو کي جوړونکی او په ځینو مواردو کي ورانوونکی رول لوبولی دی.
  اوس مهال د کشمیر جګړه په غیر مستقیمه توګه د افغانستان په د ننه کي مطرح شوې او پاکستان د هند سره په منازعه لګیا دی .
  پاکستان په افغانستان کي د سولي د تحقق په لاره کي کلیدي رول لوبولی شي . په دې شرط چي د((ستراتژیکي ژورتیا)) خیالات د پاکستاني جنرالانو د سر نه ورک شي او پاکستاني چارواکي افغان وسله وال مخالفین د خپلو سیاسي مقاصدو په موخه و نه کاروي
  افغاني لوری پخپل وار باید هلي ځلي وکړي چي په سیمه کي د هغو منازعاتو نه چي پاکستان پکي ښکېل دی ځان لري وساتي .
  پاکستان دا توان لري چي د خپلو سیاسي او ا ستخباراتي امکاناتو نه په ګټه اخیستلو سره د افغاني مقاومت لیک د القاعدې نه جلأ کړي . د همدې مقصد د پاره باید د مذهبي ګوندونو سره او په ځانګړې توګه د جمعیت علمای اسلام د ګوند سره خپل دوستانه اړیکی وساتي . بر سیره پر دې باید  د مجلس عمل سره د پاکستان حکومت اوسنی ائتلاف وساتل شي. دغه ائتلاف د دې لامل ګرځي چي د پاکستان حکومت د مذهبي ګوندونو او د القاعدې پر اړیکو باندي کنترول ولري .
  په سیمه کي د پاکستان او افغانستان تر منځ زښت زیات ګډ وجوهات شته دي چي د دواړو هیوادونو تر منځ د تلپاتي دوستۍ بنسټ ګرځیدلی شي .

دوهم ـ د خبرو اترو اجنډأ:
  د سولي خبري اتري ممکن څو پړاوونه ولري:
یو ـ  د خبرو اترو لمړی پړاو :
د خبرو اترو د پیل اجنډا باید په هغو موضوعاتو باندي ځانګړې شي چي د باور فضأ په جوړولو کي اغیزمن رول ولري. د هغې جملې څخه :
۱ ـ اوربند او د هغه د څارني د پاره د جرګې د برخه والو نه یو ګډ کمسیون ټاکل. ( د څارني دنده  م ، م نظامي پرسونل ته هم سپارلی شو).
د اور د بند بند و بست اهمیت په دې کي دی چي د هغو ورانوونکو نظامي عملیاتو مخه نیسي چي د جګړې اړخونه د هغو له لاري د خبرو اترو په بهیر کي د امتیاز د ترلاسه کولو په مقصد فشار اچوي.
  م ، م د سپتامبر ۲۱ نیټه د سولي ورځ اعلان کړې ده . کولای شو چي دغي نېټې ته د اوربند د پیل په حیث هرکلی ووایو .
۲ ـ د کابل حکومت د سولي د داعیې په اړوند د خپل صداقت او حسن نیت د اثبات په نیت باید د طالبانو یو شمیر زندانیان خوشي کړي . د زندانیانو پاتې برخه د خبرو اترو د بهیر په دوام کي خوشي کېږي .
۳ ـ باید په مطبوعاتو او ميډیا کي مخکنۍ ترمینولوژي ګاني (یاغیان، تروريستان ...) چي د وسله وال مقاومت په پته حواله کیدلې د نويو اصطلاحاتو سره چي د سولي او پخلایني جذبات منعکسوي، بدلي شي .

د خبرو اترو دوهم پړاو :
دغه پړاو په ستوزمنو موضوعاتو باندي ځانګړی کېږي، د هغې جملې څخه :
۱ ـ موجوده او راتلونکی نظام :
 په افغانستان کي موجوده نظام د بن د کانفرانس نه وروسته مطرح شو. ایساف او ناټو د نوي نظام د ملاتړ په موخه د م ، م په تجویز د تروریزم سره د مبارزې تر پلمې لاندي په افغانستان باندي برید وکړ.
د یادولو وړ دی چي م ، م  نړیوال نظامي ائتلاف ته په افغانستان کي د تروریزم له منځه وړلو دنده ورسپارلې وه، نه د طالبانو د واکمنۍ ړنګول .
  امریکا د اصولو د تېروتني یعني د  م ، م د پریکړي نه په باندي د پخپل سر اقدام په ترڅ کي د طالبانو واکمنۍ ته چي د افغانستان په سلو کي نوي خاوره يې تر خپلي ولکې لاندي راوستې وه او په واقعیت کي په « دوفکتو » ډول مشروع بڼه غوره کړې وه ړنګ کړ .
 اوسنی حکومت چي د بهرنیو قواوو له خوأ ساتل کیږي او دغه قواوي د حکومت د ساتلو د پاره تر ابده پوري په افغانستان کي پاتي کیدای نشي، په دې چي هرومرو وسله وال مقاومت موجوده نظام او د هغه اساسي قانون د خبرو اترو د پیل نه مخکي د یوه شرط په توګه ومني ، باید ټینګار ونکړي .
 اساسي قانون او د هغه رازیږیدل شوی نظام د طالبانو د حاکمیت په غیاب کي د بهرنیو قواوو تر واکمنۍ لاندي تنظیم شویدی .
  د قواوو د معادلې د نوي فورمول پر بنسټ باندي چي د مقاومت د ګډون په اساس د امن دوهمه
جرګه تمثیلوي، باید د طالبانو د مقاومت اعتدالي او مشروع غوښتني د اساسي قانون او سیاسي نظام د تعدیل په اړوند، ومنل شي .
د سولي خبري اتري هغه وخت عملي بڼه غوره کولای شي، چي ټولو هغو توپک والاوو چي خپل سیاسي برخلیک د اوسني نظام او بهرنیو قواووله  شته والي سره تړي او د خبرو اترو مخي ته ستونزه ایجادوي ، توطئه شنډه کړای شي .
  امریکا چي د افغاني توپک سالارانو موٌتلف هیواد دی، په جګړه مارانو باندي په کافي اندازه نفوذ لري او کولای شي د سیاسي او اَن د نظامي امکاناتو له لاري د جنګي ډلو د سولي ضد توطئه شنډه کړي .
  په هر حال ‌ افغان ولسمشر د سولي د داعیې د پلي کولو په مقصد باید خپله استعفأ د امن دوهمي جرګې ته وړاندي کړي او لاره د نوي اساسي قانون او نوي نظام د جوړېدو د پاره هواره کړي.
  د اوسني حکومت ترمیم د مقاومت د استازي د ګډون په نیت د پروبلم د حل لاره نه ده . دلیل یې هم دا دی چي د توپک سالارانو په « فدراسیون » کي نوي غړي زیاتیږي، د حکومت په د ننه کي سیاسي تجانس لا زیات له منځه ځي او په اوسني حکومت پوري تړلي جنګي جنایت کاران سیاسي پناګاه او مصئونیت تر لاسه کوي .
  د امن په دوهمه جرګه کي باید د جګړې دواړي خواوي په دې باندي ژمنه وکړي چي په راتلونکي نظام کي :
  ــ  د بشر او د ښځو حقونو اصول تر هغه ځایه پوري چي د افغاني دود او د اسلام د احکامو سره سمون ولري خوندي وساتل شي .
  ــ  د دیموکراسۍ لاس ته راوړني تر هغه حده پوري چي د هضم وړ وي او د دولت اتورټي ته تاوانونه رسوي، خوندي پاتي شي .
  ــ  د جنګي جنایت کارانو د محاکمې د پاره مخکنۍ کمزوري هلي ځلي ، چټکي شي .

۲ ـ  د نوي نظام دنده :
  د ولسمشر د استعفأ نه وروسته د جګړې دواړي خواوي د یوه نوي موقتي حکومت د جوړېدو د پاره توافق کوي .
  نوموړی حکومت باید د ناپېیلو، خپلواکو او ملي اشخاصو څخه جوړ شي . په هغه کي باید د جنګي ډلو سره تړلی هیڅ یو متنازع فیه سیاسي شخصیت غړیتوب ونلري .
 موقتي حکومت د ۲ کلو په بهیر کي لاندي دندي سر ته ورسوي :
  ــ  د نړیوالي ټولني په مرسته ، کورني امنیتي میکانیزم ته چټک والی ورکول .
  ــ  د بهرنیو قواوو د تدریجي وتلو په مقصد یو تقسیم اوقات جوړول .
  ــ  نوی اساسي قانون تنظیمول .
  ــ دودیزه لویه جرګه د اساسي قانون د تصویب په موخه رابلل .
  تر هغه وخته پوري چي نوی اساسي قانون جوړیږي ، چاري د اوسني اساسي قانون د هغو احکاموپه بنسټ باندي تر سره کیږی چي د نوو شرایطو سره سمونوالی ولري او د امن په دوهمه جرګه کي ورباندي توافق شوی وي .

۳  ـ  امنیت او د بهرنیو ځواکونو د حضور پرابلم :
  داسي ګومان نه کیږي چي ملي امنیتي اورګانونه په چټکي دومره وده وکړي چي موږ په امنیتي لحاظ په بشپړه توګه په خپلو امکاناتو متکي شو .
  د امنیت الترنتیفونو په محتوأ کي چي هرڅه وي د اجنډا په سر کي باید د جنګي ډلو او خصوصي کمپنۍ ګانو بې وسلې کول ځای ولري .
  د امنیت د تأمین په اړه ۲ الترنتیفونه مطرح کیدای شي :
  ــ  د افغانستان په سهیلي سیمو کي د موسی قلعه د تجربې پراختیا.
  په دغه برخه کي باید د بهرنیو ځواکونو د لنډ مهال حضور نه ګټه پورته شی : بهرنیو قواوي تر هغه وخته پوري چي د امن په جرګه کي د یو توافق په اساس په افغانستان کي پاتي کیږي باید د جګړې په ځای د مقاومت ملیشو، قومي مشرانو او خلکو په مرسته د امنیت د تأمین په مقصد وکارول شي : په جنوبي سیمو کي باید د نوي حکومت د امنیتي پرسونلو او د مقاومت د ملیشو له خوأ ګډي امنیتي کمېټې جوړي شي .
  امنیتي کمېټې لمړی د بهرنیو قواوو او د دغه قواوو د وتلو نه وروسته د  م ، م د سولي قواوو تر څارني لاندي فعالیت کوي . ( د م ، م د سولي د قواوو په اړه به ورپسې بحث و شي) .
  د امنیت د نوموړی پروسې د بریالیتوب په موخه باید په افغانستان کي میشتي بهرنۍ قواوي د خپلو نظامي تحرکاتو استقامت ، شمالي سیموته پراخ کړي .
  ګډي امنیتي کمېټې د بهرنیو قواوو په مرسته باید د افغانستان شمالي پولي تر کلکي څارني لاندي ونیسي تر څو چي هغه لوژستیکي او اکمالاتي لاري بندي شي چي افغاني جنګي ډلي له بهرنیو هیوادونو سره تړي .
د موسی قلعه د تجربې د پراختیأ شرطونه دا دي چي :
  ــ  د مقاومت ملیشې د هغه حکومت په ملاتړ وفادار پاتي شی چي د امن په دوهمه جرګه کي د جګړې د اړخونو د توافق پر بنسټ باندي مخکي جوړیږي .
  ــ د مقاومت ملیشې خپلي لیکي د القاعدې د فعالینو او د ګاونډيو هیوادونو د ګمارل شويو کسانو نه تصفیه کړي .
  کله چي په ټول افغانستان کي امنیتي ګډي کمېټې او ملي فوج په اوضاعو باندي واکمني شول، د بهرنیو قواوو حضور ته اړتیا له منځه ځي .
آلبته په لمړي پړاو کي د افغانستان د سهیلي سیمو نه پرته، په نورو سیمو کي د نوي حکومت امنیتي پرسونل د م ، م د قواوو په مرسته د امنیت دنده په غاړه نیسي .
  ــ  د امنیت د تأمین په موخه دوهم الترنتیف، چي د امن دوهمه جرګه ورباندي غږیدلی شي په ټول افغانستان کي د  م ، م د سولي د ځواکونو استقرار دی .
  دغه قوأ چي باید اسلامي هیوادونه په کي ونډه ولري، د اوسني نړیوال نظامي ائتلاف ځای نیسي او د هغه حکومت ملاتړ کوي چي د امن په دوهمه جرګه کي يې په جوړېدو توافق شوی وي .د  م ، م د سولي قواوي تر هغه وخته پوري په افغانستان کي پاتي کیږي چي افغان امنیتي، ملي اورګانونه د امنیت د تأمین په موخه وړتیا پیدا کړي .

نتیجه 
الف ـ د افغانستان د اوسنۍ معضلې د حل کيلي د افغان ولسمشر په لاس کي ده. نوموړی د وطن او خلکو په خاطر د یو زړور اقدام په ترڅ کي کولای شي د خپلي استعفأ له لاري ځان د جنګي ډلو د اسارت نه خلاص او د نوي سیاسي فصل په پرانیستلو کي جګړې ته د پای ټکی کیږدي..         
ب ـ د بهرنیو هیوادونو او د هغې جملې  څخه پاکستان او امریکا د افغانستان د اوسني ناورین په ختمیدو کي ستر رول لوبولی شي .
  په عمومي ډول سره بهرني هیوادونه باید :
  ــ  په راتلونکې سیاسي پروسه کي خپل لنګر د افغانستان د ملي حاکمیت په ټینګېدو کي په کار واچوي
  ــ  د یو لاس پوڅي حکومت د جوړیدو شیطاني مفکوره په هغو هدیرو کي ښخه کړي چي د افغاني آزادی غوښتونکو له طرفه مخکي کیندل شوې ده .
  ــ  یوه ډله د بلي ډلي په وړاندي استعمال نکړي .
  ــ  د ملي امنیتي اورګانونو د چټکي ودي له لاري د افغانانو سره د یوه مرکزي، پیاوړي حکومت په جوړولو کي مرسته وکړي .
  ــ  مخکې له دې نه چي د امن په دوهمه جرګه کي د توافق شوي ناپېیلي، ملي حکومت په جوړېدو کي پرېکړه کیږې، باید په جنګي جنایتونو د تورنو کسانو لیست د بشر د حقونو د یوه نړیوال سازمان له خوأ اعلام شي ، تر څو چي په حکومت کي د تورنو کسانو د غړیتوب مخه ونیول شي .
  ــ  افغانستان په سیمه کي د جګړې د پراختیا په مرکز بدل شویدی .
  یو مرکزي ، پیاوړی ، ملي حکومت کولای شي چي د یو با انډوله بهرني سیاست پر بنسټ باندي، هیواد په سیمه کي د سیاسي ثبات ،سولي او اقتصادي پرمختیا په یوه ستر محور بدل کړي. «

پاى