« پښتانه هنرمندان » (لومړى ټوك) چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14374
حاجی نصیر ستوری
دخبریدو نیټه : 2007-09-20

په دغه کتاب کی د حاجی نصیر ستوری له خوا د یوشمیر پښتنو هنرمندانو ژوند ليکونه  او په زړه پورى مالومات راټول شوى دی. داکتاب  د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا خپور شوی او د چاپ چار ی ئې دانش خپروندویې ټولنې تخينکي څانګی  تر سره کړی. نصیر ستوری د سريزی په یوه ب ښه کی د ټولو پښتنو هنرمندانو او فنكارانو څخه هيله او غوښتنه كړی، چې خپلې لنډې پېژندګلوۍ، نظرونه او د پښتني كلتور د ودې او پرمختيا لپاره وړانديزونه د خپل انځور سره  یوځای په لاندينۍ پته ماته  راولېږي، ترڅو د (پښتانه هنرمندان) نور ټوكونه او پښتني كلتور په دغه ارزښتناكه شتمنۍ غني او د تاريخ پاڼې پرې زرينې شي.
اميد دى چې پښتانه هنرمندان به د نوي طرزونو او كمپوزونو په نوښت سره د هنر او فن ځولۍ نوره لا درنه او بډايه كړي. اوس دا تاسې او دا هم ستاسې (پښتانه هنرمندان) لومړى ټوك او د نورو ټوكونو د بشپړتيا په هيله.
 Nasir Stori
KIEBITZWEG 12
50389 Wesseling
Grmany
Fax: 0049-2236-841930
Tel:  0094-2236-8705073
nasirstori@web.de ; psdp@gmx.net

د دغه کتاب سرليكونه یی پدی ډول دي : سريزه ، استاد خيال محمد ، استاد شاه ولي ، استاد ګلزار عالم ، استاد بختيار ، ماس خان وصال ، شاه ځوان منور ، مېرمن ګلشن ، بريالى صمدي ،مېرمن هما (مينه افغان) ، كبير اميري ، كمين ګل حېرت ، استاد يار محمد عليزى ، ماسټر علي حيدر ، سېدا ګل مينا

د کتاب د لوستلو لپاره دلته ټک و کړۍ
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=news&id=312