په افغانستان كې د ايران موخې (غلام جيلاني ځواك)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14442
غلام جي اني ځواك
دخبریدو نیټه : 2007-09-23

 

د افغانستان يوه ستره بدم غي د افغانستان ګاونډيان دي. كه له يوي خوا پاكستان خپله بقا دافغانستان په وركيدو او كمزوري كيدو كي ويني. له بلې خوا ايران هم افغانستان كې ورته موخې لري او يو خپلواك اومستقل افغانستان ورته د زغملو وړ نه ښكاري.

د ايران كبير(پان ايرانيزم) فاشيستي مفكوره د ايران د سلطنتي رژيم پرمهال په ايراني كړيو كي ياديدله ، كله چې س طني رژيم وپرځيدو او د اخوندانو رژيم يي ځايي ونيو د ايران كبير همدې فاشيستي مفكورې د ( صدور انقلاب اسلامي) په نامه  مذهبي بڼه ونيوله او د ايران د بهرنۍ پاليسۍ يو مهم توكى وګرځيد.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل او دهغه په نتيجه كې پاكستان او ايران ته د ګڼ  شمير افغانانو  مهاجرت، ايران او پاكستان ته دا زمينه برابره كړه چې د افغانستان په هكله د خپلو شومو پلانونو د پلي كولو په لور عملي ګامونه پورته كړي، په دي تيرو دريو لسيزو كې دواړو هيوادو وكولاي شول په افغانستان كې دپام وړ نفوذ پيداكړي او ډير شمير افغانان په ځانګړي توګه او ياهم په ټولنيزه توګه په خپلو استخباراتي كړيو كې راښكيل كړي.

د ډاكټر نجيب له پرځيدو و وسته د كورنۍ جګړې پرمهال په افغانستان كې د پاكستان او ايران لاسوهنې او نفوذ ترپخوا هروخت زيات څرګند او لوڅ لغړ وو. آن تردي چې كله د طالبانو پرمهال يو شمير ايراني ديپلوماتان د افغانستان په شمال كې ووژل شول، ايران د افغانستان پرځاي د پاكستان په وړاندي احتجاج وكړ.

د پخواني شوروي اتحاد د لمنځه تلو وروسته كه له يوې خوا د عراق د جګړې او يو شمير نورو عواملو له امله د ايراني اخوندانو د انقلاب د ليږدوني مذهبي فاشيستي مفكوره عم اً ناكامه شوه، له بلې خوا د منځني آسيا د هيوادو او په تيره بيا د تاجكستان دخپلواكيدو وروسته ايران ته يو ځل بيا دا لار جوړه شوه چې د پان ايرانيزم د مفكوري د پلي كولو په خاطر عملي ګامونه پورته كړي او د مذهبي اړيكو پ ځاي قومي او ژبني اړيكو ته پام واړوي ، د خپلي همدې پاليسۍ له امله ايران چې ترهغه مهاله يواځي د افغانستان د يعه ډلو سره ډيرې نژدې اړيكې درلودې، خپلې اړيكي د شيعه ډلو پرځاې د متحدي جبهې سره چې محوري ډلې يي د نظار شورا، د جميعت اسلامي ګوند او د پرچم ګوند د كارمل فركسيون وو، لا پراخې كړې. په هغه  وخت كې د ايران لنډ مهاله موخه په افغانستان كې د طالبانو له منځه وړل او اوږد مهالى هدف يي د پان ايرانيزم مفكورې پلي كول وو.

د طالبانو له پرځيدو وروسته په ښكاره داسي بريښيده چې ګواګې ايران غواړي افغانستان سره خپلي اړيكي ښې كړي، خو په حقيقت كې د پاكستان په شان د ايران پاليسي هم د افغانستان په وړاندي توپيرونه موند. اوس هم د افغانستان په وړاندي د اي ان لنډ مهاله پاليسي د افغانستان كمزوري كول او په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو ماتې ته لار برابرول دي او  اوږد مهاله پاليسي يي بياهم هماغه د ايران كبير يا پان ايرانيزم فاشيستي مفكوري ته ځمكه اوارول دي.

ايران دهغو ډيرو لانجو او بيا په تيره د اتومي لانجې له امله چې نړيوالي ټولنې او امريكا سره يي لري، په افغانستان كې د نړيوالوځواكونو او په ځانګړي توګه د امريكايي ځواكونو شتون د خپل ځان لپاره يو ګواښ ګڼي، پاكستان او ايران چې يو مهال په افغانستان كې يوبل سره په سياليو اخته وو، او ايران د پاكستان د ايي ايس آيي خوا جوړ شوي سني مذهبه تندلاري طالبان ځان لپاره يو ګواښ ګاڼه، په سيمه كې اوسنيو سياسي او پوځي پرمختګونواو انكشافاتو په افغانستان كې د ايران، پاكستان او القاعده ګټې سره شريكې كړيدي او اوس دري واړه غواړي په افغانستان كې نړيوال ځواكونه ماتي سره مخ او له افغانستان څخه يي وتو ته اړ كړي.

اوس ايران په څرګنده توګه د القاعدي او طالبانو سره د پاكستان په شان مرسته كوي او په افغانستان كې د جګړې اور ته لمن وهي، د يوي م ودي راپديخوا هم افغاني چارواكي او هم  نوري نړيوالې سرچيني راپور وركوي چي ايران طالبانواو د دولت نورو م خالفينو سره مرستي كوي او ترهګرو ته وسلي ليږي، اوس دا خبره د شك له دايرې څخه وتلي او په افغانستان كې شته ټولې خواوې په دي باور دي چې افغانستان كې طالبانو ته له ايران څخه وسلې راځي، نه يواځي وسلي بلكې ايران په سياسي ډګر كې هم د افغانستان پرضد ګامونه پورته كوي،دمتحدې جبهې د  جوړيدو پرمهال ښاغلي كرزي په ډاګه څرګنده كړه چې د دي جبهې ترشاه د ځينو بهرني سفارتونو لاس وجود لري، د كرزي اشاره په څرګنده توګه د ايران او مسكو خوا ته وه. اي ان د افغانستان حكومت د كمزوري كولو او افغانستان ته د ستونزو په پيداكولو كې له خپلو ټولو امكاناتو څخه كار اخلي، د دولت سياسي مخالفينو سره مرسته كوي، په رسينو كې د دولت پرضد تبليغاتو ته لار اواروي، طالبانو او ت هګرو ته وسلي او د تګ او راتګ امكانات وركوي او آن تردې چې په ډيره وحشيانه اوغير انساني توګه د ايران څخه د افغان مهاجرو په ايستلو يي وغوښتل د افغانستان دولت ترفشار لاندي راولي، اود مهاجرينو څخه د يوي سياسي وسلي اووسيلي په توګه كارواخلي. پاكستان د افغانستان په وړاندي له مذهب او دين څخه د يوي سياسي وسلي په توګه كار اخلي او ايران هم  دين او مذهب څخه او هم د ژبني او قومي اړيكو څخه د يوي سياسي وسلي او وسيلې په توګه كار اخلي

د ايران په وړاندي دافغان دولت او نړيوالو ځواكونو رويه د پوهيدو وړ نده، نپوهيږم د كوم مصلحت له مخي د افغانستان دولت انګلستان او امريكا د ايران په وړاندي ډير محتاط غبرګون ښكاره كوي، هم د افغانستان دولت او هم انګلستان او امريكا دا خبره خو مني چې طالبانو ته له ايران څخه وسله راروانه ده، مګر بيا وايي چې دا ما ونه نده دا وسله د ايران حكومت لخوا راليږل كيږي او كه كوم بل څوك دا كاركوي، زما په اند دلته د' كوم بل چا' تون هيڅ شونې ندي، نه خو په ايران كې خصوصي شركتونه د وسلو د جوړولو اجازه لري چې ګواكې د وسلوقاچاقبران دي وكولاي شي په غيرقانوني توګه او د ايران د حكومت له اجازې څخه پرته وسلو ته لاسرسى پيداكړي او نه هم د ايران پوځ او استخبارات تر دې كچه د امنيتي خونديتوب د نه شتون سره مخ دي چې دايران پوځيان دي د حكومت د اجازې پرته په سوداګرو وسله وپلورلاي شي. نو اوس داخپله د ايران حكومت دى چې په څرګنده توګه د پاكستان په شان د افغانستان او په افغانستان كې د ميشتو نړيوالو ځواكونو پرضد په جګړه بوخت دى.

په افغانستان كې د ستونزو پيدكول او دلته ميشت نړيوالو ځواكونه افغانستان څخه وتو ته اړ ايستل، په افغانستان كې د ايران لنډ مهاله موخه ده، خو ايران په افغانستان كې يواځي خپلي لنډ مهالې موخې لپاره بوخت ندي بلكې د خپلې اوږمهالې اجنډا ( ايران كبير) لپاره هم لګيا دي هم په افغانستا كې اوهم په تاجكستان كې په سياسي، فرهنګي او آن چې په استخباراتي ډګركې كار كوي

( اتحاد كشور هاى فارسي زبان) يو له هغوهڅو ده چې ايران يي په منظمه توګه د همدي موخې لپاره سرته رسوي، تردي عنوان اندي كومې غونډې چې د افغانستان، ايران او تاجكستان د هيوادونو د مشرانو په ګډون جوړيږي په ښكاره هدف يي خو د دري واړو هيوادو ترمنځ د اړيكو ښه كول دي خو په حقيقت كې دا كار د ايران كبير د فاشيستي اجنډا يوه برخه ده، كه دا سرمشريزي د سيمي د ټولو هيوادو د مثال په توګه تركمنستان، پاكستان او نورو په ګډون د يو سيمه ييزي ګډي هم كاري لپاره وى، خو بيا بيله خبره وه خو د ژبي په نوم د دريو هيوادونو ګډي غونډي پخپله د غوڼدو شاته د شومو م وخو ښكارندويي كوي. ترټولو زيان رسوونكي خبره په دي غونډو كې د افغانستان ګډون دي، په دي غونډو كې د افغانستان ګډون يوه ستره سياسي تيروتنه ده. په افغانستان كې فارسي ژبي شته خو افغانستان په هيڅ توګه يو فارسي ژبى هيواد ندى. د افغانستان رسمي ژبې پښتو او فارسي دي. سره لدي چې په اوسني اساسي قانون كې د ځينو ناسمو مصلحتو له  مخي د ملي ژبي په توګه د پښتو يادونه نده شوي خو په حقيقت كې په افغانستان كومه ژبه چې په حقوقي معيارونو د ملي ژبي وړتيا لري هغه پښتو ده، او اوس هم په عملي توګه پښتو ژبه د افغانستان د ملي ژبي حيثيت لري، د افغانستان د ملي ترمينالوژي زياته برخه په پښتو ده، د افغانستان ملي سرود په پښتو دى او د افغانستان اكثريت خلك پښتانه دي، نو دا خو  ويلى شو چې افغانستان يو پښتو ژبى هيواد دي خو په هيڅ توګه دا نشو ويلاي چې افغانستان يودري ژبى هيواد دى. لكه څرنګه چې په ايران كې هم يو ډير شمير كردان، اذران، بلوچان، عرب او د نورو ژبو ويوونكي اوسيږي خو څرنګه د ايران د ډيره كيو( څلويښت په سلو كې) ژبه فارسي ده نو ايران يو فارسي ژبې هيواد بلل كيږي، په تاجكستان كې هم دا خبره رښتيني ده خو په افغانستان كې د افغانستان د ډيره كيو ژبه پښتوده نو افغانستان بايد يو پښتو ژبى هيواد وب ل شي نه دري ژبى.

د پان ايرانيزم  لپاره د هڅو يوه بله بيلګه ( مشت نمونه خروار) د تاجكي ژورنالست فخ الدين خال بيګ هغه وړانديز  دى چې د بي بي سي فارسي څانګې په ويب سايټ كې يي په د ۲۰۰۴ كال د اګست په مياشت كې د مثلث فارسي په نوم پورته كړى.

فخرالدين خال بيګ دا وړانديز د نورسلطان نظربايوف د هغه وړانديز په وړاندي پورته كړى چې په هغه كي يي د قزاقزستان، ازبكستان او قرغيزستان په ګډون د يوي سيمه ييزي اتحادي غوښتنه كړي، د نظربايوف په دي وړانديز كي تاجكستان ځكه ځاي نلري چې تركې ژبى ندى، او له همدي امله فخرالدين د فارسي ژبو هيوادو د اتحاديي وړانديز كوي.

په  دي  وړانديز كې هغه وايي:

( رويهم رفته، اگر ابتكارى براى سازمان دادن اتحاد كشور هاى ايرانى صورت بگيرد، بازهم اين پرسش مطرح خواهد شدكه كدام يك از اينها اوليت خواهد داشت: آيا تاجكستان و ايران به افغانستان تبديل خواهد شد يا افغانستان و تاجكستان به ايران و يابرعكس ايران او افغانستان به تاجكستان؟)

ياني دلته د څو خپلو اكو اتحاد نه بلكي د فارسي ژبو هيوادو يوبل كي د ګډيدو خب ه روانه ده، او همدا د پان ايرانيزم يا ايران كبير د فاشيستي مفكورې اصلي موخه ده

د انديښنې وړ خبره دا نده چې ايران د افغانستان په هكله څومره او څرنګه شوم پلانونه او موخي لري. د انديښني وړ خبره داده چې دننه په افغانستان كې هم داسې بد مرغې كړۍ شته چې د پان ايرانيزم د مفكوري د پلي كولو لپاره زيار باسي ، دا كړي په ښكاره توګه د افغان ملي هويت څخه منكر دي، او نه يي مني. زه دلته د دي كړيو يواځي يوې بيلګي وړاندي كول غواړم.

د ۱۳۸۲ كال د قوس په ۲۸مه نيټه كې د پنجرې په جريده كې د قانون اساسى و هويت كشور ترسرليك لاندى د ښاغلي بهرام چې ښايي مستعار نوم وي يوه ليكنه خپره شوې، په ليكنه كې ليكوال وړانديز كوي چې په اساسي قانون كې دي د افغانستان نوم په آريانا يا خراسان واوړي ځكه چې دده په قول " اين لباس برتن و قامت تاريخى و فرهنګى آنان خيلى تنگ و نازيباست"  د خپلې ليكنې په يوه برخه كې ليكوال د افغانستان په هكله داسي ليكي:

( اين سرزمين كه در اث يك حادثه يا تصادف تاريخى از بنيه امپراتورى ايران در سده هفدهم تجزيه شده بود، تاكنون داراى نام و هويتى كه معرف همه شهروندانش و همه مليت ها و اقوام ساكن در آن باشد، نبوده است. حدود جغرافيايي اين كشور در سده نزدهم در زد وبندهاى استعمارى شكل گرفته وبا هدف ايجاد يك خط حايل ميان دو ابرقدرت زمان تعين شده اند. نام اين كشور يا اين منطقه حايل( بفرستيت انگليسى) تا اوايل سده بيستم هم نا مشخص بود. مگربعد ها به دليل حاكميت يكى از ا وام افغان(پشتون) اين كشور را افغانستان نام گذارى كردند وبه همه چيز وهمه كس هويت افغاني تحميل كردند.)

پام وكړي دا ښاغلي اصلاً د افغانستا له وجود څخه انكاري دى، د افغانستان وجود يو تاريخي حقيقت نه ګني بلكې د هغه په قول د افغانستان وجود يوه" حادثه يا تصادف تاريخي" وو چې د خپل اصل ياني ايران څخه جلا شوى، يا دده په خب ه تجزيه شوي. ياني تردي دمخه دلته د افغان ملت هيڅ وجود نه درلود خو د يوي تاريخي پيښي او يا هم تصادف له مخي دا سيمه له ايران څخه جلا شوه او اوس د افغانستا په نوم ياديږي (ايرانيان په خپل تاريخ كې د ايراني استعمار په وړاندي د هوتكيانو آزادي بښونكى غورځنګ د فتنه افاغنه په نوم يادوي) او هغه هم د هغه وخت د دوه استعماري قوتونو ترمنځ د يو حايل د رامنځ ته كيدو لپاره، كه دا ضرورت نه وى نو اوس به د افغانستان په نوم كوم هيواد هم نه وى.

په ۱۳۸۲ كال كې كله چې د افغانستان د اساسي قانون په مسوده كار روان وو، دا رنګ ډيرې ليكنې د افغانستان په ځينو رسنيوكې ليدل كيدي،كله خو به دا شك پيدا شو چې دا ليكني افغانان كوي او كه ايرانيان يا هغه كسان چې پيدا شوي خو په كابل كې دي خو په بيلابيلو مزو له تهران سره تړلي دي.

دا كړۍ ښكاره ده چې په زغرده د پان ايرانيزم غږ نه شي پورته كولاي، اوس يواځي غواړي هغې ته لار اواره كړي، د لار اوارونۍ په اوسني پړاو كې دوي لومړي غواړي افغانستان د ډيورنډ كرښه په رسميت وپيژندل شي ، مركزيت كمزوري شي، ولاياتو ته زيات واك وسپارل شي اوبالاخره فدرالي دولت ته زمينه مساعده شي ترڅو بيا په پاي كې وكولاي شي د ايران كبير خوب رښتيا شي

دهمدي موخي د ښتيا كولو لپاره په فرهنګي ډګر كي دوي غواړي هغه توپير او بيلوالى چې د كابل په دري او د تهران په فارسي كې دى هغه له منځه يوسي او په همدي خاطر دوي لومړي ګزار په ملي ترمنيالوژۍ وكړ، دوي هڅه كوي له ملي ترمنيالوژي څخه پښتو او دري يا عربي اصطلاحات وباسي او پرځاي يي ايراني اصطلاحات دود كړي، ځيني برښنايي رسنۍ خو نه يواځې د اي اني اصطلاحانو په دودولو كې زيار باسي بلكې غواړي دلته خلك ايراني لهجې سره هم اشنا كړي، فلمونه او ان چې اع انونه په ايرانۍ لهجې وړاندې كيږي، ترڅو يو كابلي ته تهران او يو تهراني ته كابل نا اشنا ښكاره نه شي.يانې د هغو كړيو فعاليتونه چې په ژبنيو او قومي تعصبونو او كركو اخته دي يواځي د دري ژبي د برلاسي او يا د پښتو ژبي د تعميم او پرمختيا مخه نيول ندي، دلته اوس د  دې يا هغې ژبې برلاسى او كوز لاسى مطرح ندى بلكي د ټول افغانستان د فنا او بقا مسئله مطرح ده، دا خبره ډيره جدي توجه غواړي، څه موده دمخه د يوې ډلګۍ لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو په پلمه دا خبره پورته شوه چې كه څو ولايتونه طالبانو ته رايي وركړي نوهغه ولايتونه دې طالبانوته وسپارل شي، دې ډلګۍ همدا كار د طالبانو دستونزې اصلي حل وباله. د دې ډلګۍ وړانديز په حقيقت كې دافغانستان د تجزيي وړانديز دى. د افغانستان حكومت او نور سياسي او ټولنيز سازمانونه بايد دې خبرې ته پوره پام وكړي او بايد ددې نګ هڅو مخه ونيول شي. دا كړۍ هڅې كوي چې زموږ ملي هويت كمزوري او دسوال لاندي راولي، لكه څرنګه چې دمخه وويل شول دا يواځې په افغانستان كې د پښتو اوفارسي دسيالي خبره نده بلكې پر افغانستان د ايران دفرهنګي يرغل شاته د پان اي انيزم فاشيستي مفكوره كار كوي .


پای