دشعري تيورۍ علمی څيړنه (د ډاکټر حرکت ليکنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14456
ډاکټر حرکت
دخبریدو نیټه : 2007-09-24




دفلسفى تر عنوان لاندى بحث كى وښودل شوه چى كله نا كله ددقيقو علمى مسائلو او مفاهيمو د څيړنى په ترڅ كى ډير خام، ناقص، كاذب او حتى غلط فكرى تراوشونه دغلطو مقولو، قوانينو، فورمولبنديو په بڼه تشكل مومى، دشك، ترديداو   ابهام خټه برابروى، عا مان، پوهان او محققين دغلط فهميو په څلور لارى كى دروى او دحق او واقعيت صراط المستقيم ترى لا دركه كوى.
دشعر او شاعرئ په باره كى دغه ډول ابهامات، نيمگړتياوى، تناقصات او تناقضات دشاعرانه مبالغى، غلو او اغ اق  په كچه همدومره زيات دى او يوه داسى ليټۍى ترى جوړه شوى چى غلبيلول ئ دډيرو پوهانو او پخپله دشاعرانو دپاره هم ناشونى كار بريښى. ښه به دا وى پوهان، اديبان او شاعران دغه عمده مسائل په كره توگه وڅيړى، دبشرى ك تور، فرهنگ او ادب پدغه ورشو رڼا واچوى او وروسته لدى پدى باره كى دشك او ابهام فضاء رڼه شى.

دى موضوع ته زه هغه وخت متوجه شوم چى كله ځوان شاعران او ليكوالان ديوه ځوانيمرگ شاعر دمړينى په تلين سره راټول او په ژورو اعرانه احساساتو او عواطفو سره ئ دهغه په وړاندى خپل دملگرتوب اخرى دين كاوه. دوى دمحفل ټول حاضرين دخپلو اعرانه احساساتو په غيږ كى ټينگ رانيولى او دشعر او شاعرى داباسين په څپو كى ئ داسى ځنگول چى يوه لحظه هم د چا فكر ترى بل خوا نشو اوختلى. نپوهيږم په څه ډول زما دتوجه پښه وښوئيده دروانى موضوع دديناميزم څخه پريوتم او په لحظوى سكون كى دغه فكر او نظر راته پيداشو او فى البديهه مى دخپلى عقيدى اظهار وكړ. زه پخپله پدى پوه شوم چى زما لخوا پدغه وخت كى دغونډى ديو خاص ډول نظم او بهير يو ډول سكوت ماتول په چا ښه ونه لگيدل او دهغوى دسملاسى شاعرانه عكس العمل سره مخامخ شوم. ماهم دبعدى استدلال څخه ډډه وكړه او ډيره موده مى پدى باره كى دڅه ويلو او يا څه ليكلو هڅه ونكړه.

څه موده وروسته چى دغه موضوع يو ځل بيا په ذهن كى راولاړه شوه، بهتره مى وگڼله چى د عر پيژندنى په باره كى دكانديد اكادميسن مرحوم محمد صديق روهى دمقالو مجموعه چى دكانديد اكادميسن مرحوم مح مد رحيم الهام په سريزه تكميل شوى ولولم. ددغه رسالى دلوستلو څخه وروسته پدى نظر شوم چى گوندى پدى باره كى دنورڅه ليكلو دپاره كوم دليل نه ليدل كيږى او گوندى همدغه ليكنه كفايت كوى. خو ديو څه دقت څخه وروسته دڅه ليك و په باره كى زما تصميم لاپسى قوى شو. كوم نظر چى ماته پيدا دى غواړم ديوى طرحى په شكل محترمو شاعرانو او پوهانو حضور ته وړاندى كړم. هيله ده دخپلى بزرگوارى له مخى ئ په پوره دقت سره ولولى او نيمگړى خواوى ئ بشپړى كړى.

نظم او نثر دژبنى ادب دويلو او ليكلو دوه اساسى ډولونه، دبشرى ټولنى دمختلفو هر اړخيزه مناسباتو او ضرورتونو دپاره دخلكو تر منځ دافهام او تفهيم ډيره اسانه، معقوله، منطقى، فصيحه، بليغه افاده او په تاريخى لح اظ ددغه مناسبتونو او ارزشتونو دثبت وسيله گڼل كيږى. ژبنى ادب په بنيادى لحاظ بشرى جمعى شعورى لاسته راوړنه ده خو داديبو، عالمو او پوهو كسانو خاص رهبرى كوونكى څرگند او څانگړى رول هم پكى هيڅوك نشى نفى كولى. همغسى چى اقتصادى زير بنائ او علمى تخنيكى انكشافات ديوى ټولنى په نورو رو بنائ او زير بنائ پديدو باندى څرگنده او م خصه اغيزه لرى په ژبنى ادب باندى هم دهغى تاثير څرگند، مشخص او مستقيم دى. هره ادبى ليكنه دخپلى ټولنى داجتم اعى ـــ اقتصادى ژوند سره مستقيم اړيكى لرى او دهغى مبين او ښكارندوىه دى . ديوى ټولنى په عملى ژوند، ژبه او ژبنى ادب كى ايديال افقونه، انتزاعيت او تجرد وجود نلرى. انتزاعيت او تجرد يو اديب او شاعر دخپلى ټولنى څخه بيگانه كوى او بيا يو دبل په ژبه سره نپوهيږى. دى كى شك نشته چى مختلفى ژبى او مختلف كلتورى ازرشونه يواځى دمت ابل احترام داصولو په بناء دډيرى اوږدى مودى دهمه جانبه بى تبعيضه پرورش او ارگانيك انتگريشن او پيوستون په پروسه كى دټولو دپاره په يوه منلى ژبه، ادب او كلتور بدليدلى شى خو په ميخانيكى او يا جبرى ډول دبل ژبه او ك تور منل او يا تحميلول دواړه سم كار نه بريښى او اولسونه يو دبل دكلتورى ارزښتونو داستعمار او استشمار اندى واقع كيږى او دبشريت دپيدايښت دډير پخوا وختونو څخه داستعمار او استشمار ټول ډولونه دكلتورى ارزشونو دتفاوت دلارى په نورو اولسونو تحميل شوى او نن هم عملآ دوام لرى. دغه ډول تفاوتونه هيڅكله دغلامى او بادارۍ دم نلو او تحميلولو په پروسه كى جبرآ له منځه ندى تللى او يواځى دسيال متقابل مناسباتو او مختلفو كلتورى ارزشونو دتقوي او يو دبل سره دپيوند او هډ په هډ په سيال جوش خوړولو سره دټولو دپاره قابل قبول مشترك كلتورى ارزشونه منځته راتلاى شى.

په نظم او نثر سره دبشرى كلتور، تاريخ، عقايدو او ټولو علمى څيړنو لاسته راوړنى او م ظاهر افاده او سترى زيرمى پكى ذخيره شويدى. يواځى ددغه دواړو ادبى مقولو څخه په خپل ځاى او معقولى استفادى په نتيجه كى ممكنه ده بشرى هر اړخيز مناسبات، احساسات، عواطف، مختلف وجدى حالتونه، علمى قانون مندئ  او دټولو پديدو ظهور په ټولو شكلى رنگينيو او ماهيوى ژورو مناسبتونو سره په علمى او شاعرانه احساساتى بڼه افاده كيدلى شى. نظم او نثر هر يو په ځانگړى توگه ددغه پديدو دافادى په پروسه كى ځانگړى انگړ، موقف او ارزش لرى، په هيڅ صورت يو دبل تشه نشى ډكولى او نه ئ ځاى نيولى شى. دبلى خوا همغسى چى دشعور، ادراك او تعقل دروازى داحساساتو په كيلى خلاصيږى شعور، ادراك او تعقل هم پخپل وار او لازم وخت كى ځانگړى مشخص احساسات تحريكوى او پدى لارو تل بى كنت وله او بى پاسپورته لارويان په ازادانه ډول تلاى او راتلاى شى نو ځكه دنظم او نثر تر منځ هم داسى جيگى پولى وجود نلرى چى ديوه څخه بل ته دى ترى څوك وانه وړيدى شى په شكلى لحاظ دنظم او نثر تر منځ داسى  قابل عبور يودات وجود نلرى او دډير پخوا څخه دازادو شعرونو او مسجع نثرونو نمونى شته دى چى دمثال په ډول دپير روښان دخير البيان او مرحوم سيد بهاوالدين مجروح دځانځانى ښامار او نا اشنا سندرى نومونه اخستلاى شم دازادنظم نم ونى هم ډيرى دى او دهر چا دپاره ئ دنظم دليكلو چارى اسانى كړيدى.

نظم ته په پښتو، فارسى، عربى او ځينى نورو ژبو كى شعر ويل كيږى. مرحوم محمد صدىق روهى ليكى چى دشعر كلمه دعبرانى ژبى دشير د كلمى څخه چى سندرو ته وائ اخستل شويده. معمولا ټول شعرونه سندريزه بڼه لرى او په سندرو كى ويل كيږى. دبلى خوا په فارسى او پښتو ژبه كى نازكخياله شاعرانو ته موشگاف وائ لكه چى حميد مومند ماشو خيل په همدى نامه مشهور دى. په عربى ژبه كى شعر ويښته ته وائ او شعر و شاعرى هم په عربى نړى كى ډیره پر مخ تللى  او موشگافى ته رسيدلى وه كيدلى شى دشعر نوم هم دهم دى پورى اړه ولرى۰په  هر صورت داد اديبانو او شاعرانو پورى اړه لرى چى پدى باره كى سپيناوى وكړى. زما په نظر دشعر كلمه دنظم دكلمى دپاره اسم با مسمى نه بلكه دهغى غير مستقيم اغراق اميزه توصيفى، تشبيهى مستعار نوم گڼل كيږى او پخپله دشاعرنوم او شعروشاعرى هم ددغه هنر او مهارت او ذاتى فطرى استعداد سره همداسى مناسبتونه رى ډير وخت داسى پيښيږى چى ځينى نومونى دپديدو سره مستقيم مناسبت نلرى او نه دهغى دماهيت ښكارونديه او م اهيوى قانونمندۍ افاده كولى شى خو په اصطلاح كى دهغى دپاره په منل شوى او مانوس نوم بدليږى. نن دشعر كلمه هم دنظم دپاره په منل شوى نوم بدله شويده. زه ددى سره كوم مخالفت نلرم او وروسته لدى به زه هم پدى ليكنه كى دنظم دكلمى پر ځاى دشعر كلمه استعمالومه.

دشعر او نثر ديوه پر بل باندى دقدامت مسئله همغومره مغلقه او پيچلى ده لكه څومره چى دشعر او موسيقى تر منځ ديوه پر بل باندى دمخكى والى تعينول مشكل ښكارى. كله چى دا منو چى شعر داح ساساتو، عواطفو، مينى ، غريزو او اخلاقى ارزشى تعلقات څرگندونه او مظاهره ده او دغه اظهارات لكه څرنگه چى ح يوانات، الوتونكى او خزندى ئ كاملا په بى ريا احساساتو ، عواطفو، رنگارنگ هنرى حركاتو او منظمو غږونو سره څ گندوى انسانانو به هم لا هغه وخت چى جداگانه او غوڅ مفهوم كلمات نشو اداكولى، دخپلو احساساتو او عواطفو افاده كوله او دشعرى تخليق زيږندى به هم دهمدغه ځايه سرچينه اخيستى وى. دبلى خوا كله چى ويالى او سيندونه بهيږى، سيلى چليږى، كنډى توليږى او اورغورځونكى غرونه غوريږى هم كله كله خوندور غږونه او يا دموسيقى په اصطلاح كم پوزونه جوړوى. كه چيرى دغه استدلال سم وى نو ددى خبرى منل هم پكار دى چى گوندى دبى روحه موسيقى گروه دساز او كمپوز له مخى لومړى په اصطلاح دبى شعوره ژونديو مبهم شعرى تخليق رامنځته او يواځى دهغى څخه وروسته دباشعوره او مفكر انسان مفهوم او منطقى شعر او نثر زيږيدلى دى. خو دغه تواتر او تسلسل دهميش دپاره عملى او ثابت نه بريښى او هروخت ددغه پديدو ديوه پر بل باندى قدامت دپاره دلايل وړاندى كيدلى شى. نن هم كله دخوږو شعرونو له مخى خواږه كمپوزونه او يا بر خلاف دخوږو كمپوزونو له مخى خواږه شعرونه ليكل كيږى. زه پدى عقيده يم چى پدى باره كى هر ډول خوشبىنی او خوشباورى ممكنه او معقوله ده خو تنگ نظرى او تعصب  پكى كاملا بى ځايه او بى بنياده ښكار .

دشعر او نثر تر منځ كه څه هم دتگ راتگ ټولى كوڅى او لارى ندى تړلى او نه ئ تر منځ داسى ديوالونه موجود دى چى مينه وال دى پرى وانه وړيدى شى بيا هم دغه دواړه پديدى كامل يو شان والى نلرى:

ـــ شعر دقافيوى، عروضى، تركيبى، بديعى صنعتونو او روحى وجدى حالت له مخى مقيد كلام گڼل كيږى او دقيق، علمى، فلسفى، تاريخى او داسى نورو مسائلو او قضاياوؤ  توضيح، تشريح، تفسير او بيان پرى كه نا ممكن نه وى نو مشكل، ناقص او يا لااقل نام انوس او غير منطقى  بريښى. دبديع او بيان صنعتونه چى دشعر رنگينى او ښكلا گڼل كيږى او پرته دهغى شعرته شعر نه وئيل كيږى او دكانديد اكادميسن مرحوم محمد صديق روهى په اصطلاح شعر په معر بدليږى، په حقيقت كى حقايق او واقعيتونه ميكاژ كوى، څيره ئ وربدلوى او دپيژندگلوئ څخه ئ باسى. روحى وجدى حالتونه هم كه دغم وى كه خوښئ، دبى هوشئ وى او كه مدهوشئ او يا نورو ټولو كى ذاتى فطرى احساساتى شاعر خو لاڅه چى حتى ډير لوى عالمان او پوهان هم دتعقل او سنجش په ورشو كى نشى پاتى كيدلى، دقانونمنديو دټولو كړيو څخه ووځى او ټول كړه وړه ئ داحساساتو په مح دوده کی    محصور پاتى كيږى. ليكن نثردعلمى مسائلو دتوضيح او بيان ژبه گڼل كيږى.

ــــ شعرى خلاقيت احساساتى، عاطفى او غريزى سر چينى لرى. احساسات داحساس په مرحله كى په شعورى لحاظ پټى سترگى او ړانده دى او ك ه چى په غريزه بدليږى دتل دپاره ړانده پاتى كيږى او يواځى دشعور او لاشعور دديالكتيك په پروسه كى كيدلى شى دمختلفو پديدو په شكل په انسانى شعور كى انعكاس ومومى. انسانى عاطفه تل خوشباوره ده او خوشباورى پخپله دډير سطحى برخورد او كړو وړو معنى لرى او هيڅكله دپديدو ماهيوى قانونمنديو ته نشى متوجه كيدلى. يو عالم وائ: كه چيرى دقضایاوؤ او واقعيتونو په باره كى داحساساتو له مخى قضاوت او پريكړى وشى دعلميت څخه به هيڅ نښى نښانى پكى ونه ليدل شى. رښتيا هم كله چى شعرى تخليق داحساساتو، عواطفواوغرائزو په طوفان او سيلاب كى رازيږيدلى، دادبى صفتونو په رنگينو خټو تپل شوى او دكنايو، استعارو، ابهام او نورو مجهولاتو په پردو پوښل شوى مخلوق او تركيب اوسى نو دكوم غلبيل او ذره بين پواسطه به دعينى واقعيتونو توكى ترى څوك جلا كړى شى.
پدى دليل هم شعر ددقيقو او عميقو مفاهيمودافادى دپاره ناقصه او مقيده وسيله گڼل كيږى او دغه ډول مفاهيم يواځى او يواځي بايد دنثر په ژبه افاده كړى شى.

ـــ دپورتنى لنډ تذكر سره سره هم ډيرو عالمانو، پوهانواو فيلسوفانوخپل نظريات، عقايد او علمى قضايا په شعرى ژبه ليكلى او توضيح كړيدى. دهغى دپاره ئ علمى فورمولبندئ او قانونمندئ پلټلى، تعريف او تفسير كړيدى او علمى مقام ورته قايل شويدى. ډير ونورو غير شاعرپوهانو او عالمانو پدغه اشعارو علمى تقريظونه ليكلى او دهغى دعلمى مقام او ارزش دپاره ئ دخپل ذهن څخه دلائل طراحى كړى او لټولى دى. په ډير اشعارو كى لكه چى دمخه ورته اشاروه وشوه انسانى عقيدوى مسائل ځاى په ځاى شويدى او نن پرته له شكه دغه اشعارو دتقدس م ام حاصل كړى او لاس وهل او په مقابل كى ئ نظرياتى مخالفت كول بلا تشبيه كفر او يا لااقل ددغه عالمو شاعرانواو پو هانو په مقابل كى دعدم احترام او يا لوى سپين سترگتوب په معنى او مفهوم تلقى كيږى.

زما پورتنى ليكنه بايد هيڅكله دامعنى ونلرى چى گوندى علمى، فلسفى، تاريخى اشعار وجودنلرى. كله چى دتاريخ، فلسفى او نورو علومو پوهانو شعر ليكلى وى حتمآ به پكى دهغوى علمى نظريات افاده او ځاى په ځاى شوى وى. او حتما به ورته ارزش ولرى خو اصلى خبره پدى كى ده چى ولى هغوى دغه مطالب په شعر سره ليكلى دى؟ او ولى هغوئ هڅه كوى دخپلو شعرى مجموعو دپاره عامه فورمولبندى ولټوى او تعريف ئ كړى؟ هغه چى وائ ” هره ورځی چى راخيژى هغه بيل بيل لمر دى“ او يا دا چى ”هيڅ وك دوه وارى په يوه سيند كى نشى لمبلى“ همداسى واقعى، ذاتى فطرى شاعر تاسى هيڅكله دوه وارى په يو شان اح ساساتو سره نشى پيداكولى. پدى توگه شاعرانه ذاتى، فطرى خصلت او كركتر تل دپاره يوه گذرا پديده ده. په هغى كى انتزاعيت، تجرد او پايداره مستمره قانونمندى او يا په بل عبارت قانونمند مستمر ستاتيزم وجود نلرى نو ځكه په عام ډول فورمولبندى كيدلى او تعريفيدلى هم نشى.

اشعار يواځى كيدلى شى په ځانگړى ډول يواځى دشكلى قيوداتو، كه قافيه، عروض، تركيب، شعرى مشخصو انگيزو، شعرى محيط، موضوع او يا ځينى نورو خصوصياتو له مخى تعريف او فورم ولبندى نه بلكه تشخيص، توضيح، تفسير او لازم مقام او ارزش ورته قائل شى.

شايدځينى كسان داسى ادعا وكړى چى خير علمى، فلسفى او داسى نور دعلمى مفاهيمو لرونكى اشعار خودى تعريف شى. زه دا وايم چى په شاعرانه ذاتى فطرى مح يط كى دعلمى، فلسفى او داسى نورو په نومونو شعرونو ته ځاى وجود نلرى او دداسى شعرونو نوم يواځى هغه وخت اخستل كيداى شى چى مشخصه نمونه مخى ته پرته وى او زه بيا دا وايم چى څله دا ډول مطالب په شعر سره ليكل كيږى ؟ شايد دا به رواج وو. او كه څوك پوښتنه وكړى چى نن ولى دغه ډول مفاهيم په شعرسره ليكل كيږى؟ شعر رنگين او ښكلى كلام دى ايد ځينى كسان به دخپلو مطالبو نيمگړتياوى دشعر په رنگينئ سره پوره كوى.
ددى ټولو خبرو سره سره پخوا هم ډيرو شاعرانو خپل اشعار تعريف كړى لكه حميد مومند ليكى:

شعرندى داخوناب دزخــمى زړه د                  يا وتلى دستى دم دخولى ومړه دى

يا دوينو اباســ ين وهـــــلى مــوج دى                 يا دښاره دحيرت وتلــــى فــ وج دى

يا نغمه دنيم بسمل مرغه دخولى ده                  يا م جنون ته معماء ښكلى ليلى ده

او نن ئ هم تعريف كوى خو زه په زغرده ويلى شم چى شعر تعريف نلرى! پدى باره كى بعدى تبصرى دمحترمو لوستونكو او په خاصه توگه دمحترمو پوهانو پورى اړه لرى.

ډير شاعران او حتى ځينى پوهان شعر او شاعرئ ته يواځى معنوى مقام او ارزش قائل دى او دا ځكه چى دشعر او شاعرئ ورشو يواځى داحساساتو په محيط مح اط او احساسات داحساس په مرحله كى ړانده دى پرته دخپل ځان څخه بل څه نه وينى. هر څه ورته خپل ځان او ځان ورته ډير لوى ښكارى. نو كه منصور دآن الحق چيغى وهلى او دخدائ دعوه ئ كوله يا نن هم شاعران كه ځانونه تلا ميذ او دهغوئ په اصطلاح دخداى شاگردان او حتى كوچنى خدايان، خپل كلام  الهى الهام، دمادى مناسباتواو تعلقاتو څخه مب ا، دنورو انسانانو دپاره دفهم او درك څخه پورته او يواځى پخپله شاعر پرى پوهيږى، يواځى معنوى ارزش او مقام و ته قائل او پخپله شعرغايه او هدف بولى هم ملامت ندى. ليكن هغوى دى خبرى ته متوجه ندى چى خدائ كلام خو نامفهوم كلام ندى او يواځى پدى خاطر دانسانانو په ژبه نازل شوى چى دهغوى دپاره قابل دفهم اوسى او دخپلو ذات البينى تع قاتو او مناسباتو دښه تنظيم دپاره دخدائ كلام داحكامو، اصولو او قوانينو څخه  استفاده وكړى . دخدائ كلام احكام، اصول، او امر، هدايات، قوانين دخداى لوى علم او د خداى دلوى مخلوق دخلقت راز كه دانسان دپاره قابل دفهم نه وى په كوم دليل  انسان پدى نړى دخداى خليفه گڼل كيدلى شې؟ پنج بناء داسلام دخداى د عبادت اساسى جهتونه گڼل كيږى هم هدف او غايه نه بلكه دخدائ احكامو مطابق دانسانانو تر منځ دعادلانه مناسباتو دښه تنظيم وسيله گڼل كيږى بيا هم كه شاعران خپل ځانونه او خپل كلام دبشرى تعلقاتو او مناسباتو څخه پورته گڼى دادهغوى كار دى خو زه وايم هىڅوك ماته دداسى شعر نمونه نشى ښودلى چى دبشرى مناسباتو دورشو څخه بيرون واقع وى او نه عر او شاعرى ددى لارى او صفاتو له مخى لوړ مقام حاصلولى شى۰
. په چلم دوه سكروټى كښيږ ده               لكه دوه بنى په سيالۍ خوله وركوينه
       سپيلــــنى ورتـــــه لوگى كړ                            گودرته تللى چا به ئ مخ ليدلى وينـه

كه چيرى دپورته دوه پښتو لنډىنو څخه مادى ارزشونه ليرى شى څه ډول به جوړى او څه ارزښت به ولرى؟ ارزښتونه مادى دى. معنوى ارزښتونه چى وجود لرى په مادى معيارونو تلل كيږى او پيژندل كيږى.

ځينى شاع ان دشعر قيمت گذارى دشعريت له مخى كوى او هغه ددى كار دپاره يواځينى محك بولى او پدى عقيده دى چى كه شعر شعريت ونلرى په ساده او بى ارزښته نظم بدليږى. دكانديد اكادميسن مرحوم محمدصديق روهى يو مضمون پدى باره كى دوفا په جريده كى نشر شوى دى او همداسى دشعرپيژندنى تر عنوان لاندى دنوموړى دمقالو يوه مجموعه چاپ شويده چى يوه مقا ه ئ د ”شعريت يعنى څه؟“ داسى شروع كيږى. ”دځينو شعرونو په باره كى كله كله داسى خبرى كيږى چى شعريت نلرى. ددى خبرى معنى داده چى دغسى شعرونه تش په نامه شعرونه دى، شكل او كالبد ئ شعرته ورته دى، خو جوهر پكى نشته “ او هغه دسړى اوسړيتوب دكلمو دمناسبت دتوضيح په مثال سره پرتله كوى. پدى مقاله او بلكه نورو مقالو كى دشعر او شع يت دمتقابل مناسبت او يا دشعر دپاره دلازمى توكى په حيث د شعریت    موجوديت او ضرورت په هر اړخيز ډول څيړل كيږي چى محترم لوستونكى دزيات معلومات په خاطر كولى شى هغى ته مراجعه وكړى.

محترم لطيف ناظمى دمحبت دجريدى د ۱۳۸۱ كال جوزا دمياشتى په ۶ شماره كى دشعريت په باره كى داسى ليكى ” پوهان واي يو كلام كه هر څومره عالى مفكوره او انكار نه منونكى حقيقت بيان كړى، او ډير ښه وزن او قافيه هم ولرى خو كه شعريت پكى نه وى، يعنى په شعرى منطق نه وى ويل شوى او دتخيل عامل ئ كمزورى وى نوهغه  شعرنه بلكه نظم دى“. نپوهيږم كوم پوهان به داسى وائ خو زه پدى عقيده يم، هغه كلام چى هم عالى مفكوره ولرى او هم ئ انكار نه منونكى حقيقت بيان كړى وى او ير ښه وزن او قافيه هم ولرى نو حتما به په اصطلاح شعريت هم ولرى او كه نثر هم وى هيڅوك به دهغى دارزش څخه منكر نشى.

دشعر او شعريت او سړى او سړيتوب دمشابه پرتله كولو په باره كى زما نظر دادى چى سړى او سړيتوب يوتربله سره مستقيم مناسبت لرى. دهغوى ترمنځ نه دتشبيه، كنائ، استعارى،ر مانيتزم او داسى نورو ادبى صنعتونه له مخى اوبه خړى پړى شوى او نه دمبالغى ، غلو او اغراق له مخى كمى يا كيفى توصيفى زياتى يا كمى راغلى دى او په اسانۍ يو بل په نسبى لحاظ افاده کولی شې. حال داچې د شعرکلمه د نظم دکلمی دپاره اسم با مسمی نه  بلكه دهغى غير مستقيم اغراق اميزه توصيفى، تشبيهى مستعار نوم گڼل كيدلى شى او نه ممكنه ده دشعر دكلمى دنحوى او صرفى گردان او اړولو راړولو دلارى دشعر دڅرنگوالى او كيفيت په باره كى څه ترلاسه شى.

ځينى پوهان او شاعران دشعرى كلام مقيدى و شو او نيمگړتياوؤ ته متوجه شويدى. خو ددى په عوض چى هغوى دشعرى ذاتى فطرى انگيزو مطابق شعرى ورشو او چاپريال، محتوااو ماهيت وڅيړى او دواقيعتونو له مخى ورته لازم مقام او ارزش قائل شى برخلاف ديوه نهائ افراطى حالت څخه بل نهائ افراطى حالت ته اووختى او دشعر او شاعرئ مقام دومره راټيټوى چى نه بايد راټيټ شى. 
ابوالمعانى بيدل وائ: ښه شعر معنى نلرى. يا لكه چى كانديد اكادميسن محمدصديق روهى ليكى چى دالمان مشهور شاعر ”گويته“ څخه وغوښتل شول دخپل مشهور اثر ”فاوست“ مفكوره په نثر وليكى. هغه ددغه غوښتنى څخه معذرت وغوښته. همداسى دايران م هورشاعر ”يداله رويائ“ ليكى ” مختصر آنست كه شعر به كارها وروزگارها كارى ندارد، نه نقل ميكند ونه مى ام وزد، شعر تنها است واز هر اجبارى رها. برسرنوشت خودش حكومت ميكند ونه بر هيچ سرنوشت ديگرى. بدهى نه به جامعه دارد، نه به اخلاق، نه به ايمان ودانش و درعين حال بيم دارد ازينكه چيزى پست وحقير باشد“ په همدى ډول ډير نور مثالونه هم راوړل كيدى شى.

دى كى شك نشته چى په شعر و شاعرى كى دډيرو بى معنى شعرونو دنمونو يادونه كيدى شى لكه ”اكوبكو، سرسندكو، غوامى لاړه په ترپكو....“ يا دهغه انگليسى بى معنى شعرترجمه چى مرحوم محمدصديق روهى ئ په  خپله دمقالو مجموعه كى ذكر كړيدى. دادشاعرئ ذاتۍ فطرى وجدى حالت يا مقيد او ځانگړى محيط دپاره بيگانه او نااشنا خبره نده او پخپل ځاى ئ معقوله توضيح او استدلال كيدلى شى. نه داچى ټولى شاعرانه رنگينئ او عالى ارز ونه دومراه راټيټ او حقير، فقير او بى ارزشه وگڼل شى.

دبلى خوا كه مونږ شاعرانه محيط او ارزشونه په دقيق ول وڅيړو او يا په هغه څه اكتفاء وكړو چى تراوسه پوهانو او شاعرانو څيړلى او نومولى دى يواځى دعشقى، كميدى، تراژيدى، مدحى، هجوى، مذاحى، حماسى، بزمى، حتى ريشخندى او مسخره ئ او ديته ورته نمونى دځان سره لرو. دفلسفى، علمى، ادبى، او ځينو نورو شعرونو نومونه لكه چى دمخه ورته اشاره شويده يواځى هغه وخت اخستل كيږى چى په مشخص عر باندى بحث كيږى او مشخصه نمونه مخى ته پرته وى او دعام مفهوم او نوم دپاره هيڅكله دغه ډول نومونى نه استعم اليږى او بايد هم استعمال نشى. واقعيت دادى چى پورتنئ شعرى ورشوگانى چى مونږ ئ نومونه واخستل او عملا شعرى م حيط دخپل فطر ى ماهيت له مخى په همدغه ساحو ويشل شوى او دواقعيت له مخى په همدغه نومونو ياديږى ټولى داسى وجدى احساساتى ورشوگانى او حالتونه دى چى شاعران خو لاڅه چى پوهان او عالمان هم نشى كولى دتعقل او فكرى سنجش د يوداتو او اصولو په قيد كى مقيد پاتى شى.

انسانان په ټولينز گډژوند كى هراړخيز ذات البينى مناسبات، حا ات، حوادث، وقايع او دهغى پورى اړونده فردى او اجتماعى مسئوليتونه، حقوق او  وجائب لرى چى مشخص افراد، ټو نى، ډلى ټپلى او اقشار با ید دهغى مسئوليت په غاړه واخلى او په ټاكلى وخت ئ سرته ورسوى. دشعر او شاعرى محيط او ورپورى مربوط مسائل او قضايا يواځى شاعران كولى شى په ښه او مناسب شكل وروزى، وپالى او وستائ. دمصر ډير مشهور ليكوال، ژورنالست او سياست پوه حسنين الهيكل دجمال عبدالناصر په توصيف كى ليكى چى« دناصر په څپليو كى دنورو دپاره گرځيدل مشكل كار وؤ». شاعرانه محيط دپاك زړه، پاك طينت، بى ريا، پاكو احساساتو او عواطفو محيط دى. هلته چل ول، ټگى، استفاده جوئ او غلطى ځاي نلرى، نو غير شاعر، نفسانى، فرصت طلب او كسبى منفعت طلب شاعرانو دپاره هم دذاتى، فطرى شاعرانو په څپليو كى گرځيدل مشكل كار دى او نبايد هغوى دغه پاك محيط ملوث كړى..