الله اکبر ، اشهد ان لا اله ...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14624
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2007-10-04


يو ناڅاپه له يوې قوي چاودنې سره ، غېږ – غېږ لنبې پو ته شوې، موټر هوا ته جګ شو او بيا د سړک ترغاړې را پرېوت .
  ورپسې له نږدې باغه  څو تنه را ووتل ،  د ما يندارو خولې يې موټر ته سيخ کړې .
وسلوالو مخ په موټر منډې وهلې ، د ټوپکو له شپېليو يې سور اور بادېده او له هر ز سره يې د (  الله اکبر )  شعارونه ورکول .
  له جوماته مو ورمنډه کړه ، د پوليسو شين رنجر موټر غلبيل – غلبيل شوى و، چلونکي يې پر اشترنګ سر اېښـي و او يو بل، موټر نه لاندې په وينو کې لاس او پښې وهلې .
 د هغه ونډې ورو –ورو خوځېدلې خو دغږ پر ځاى ترې وينه راوتله.
 سر مو ورنږدې کړ ، خو يواځې د ( اشهد ان لا اله ....) مبا که کلمه مو تر نيمايي واورېده او نور يې روح والوت . 

د تلې ١٢ مه ، کابل