ددې لیکني لـــــــــــــــــومـــــــــړۍ برخه او دوهــــــــــــــمـه برخه دلته لوستلای شي
دښیرا
خبری
دښیراخبرې هغوخبروته ویل کیږي چې ديوه ظالم پاچا اویا ظالم
سړي
لپاره کا رول کیږي. په پښتوکې یومتل دی: (که ښیرې کړم خپلې
مېلې به سپیرې کړم)
دنوموړي
متل موخه داده چې که یوپښتون بل ته سپکاوۍ
اویا ښیرې وکړي نو لکه چې ځان ته یې کړې وي. په دې اړوند بیا يو بل متل
هم داسې حکم
کوي: (دوست به دوژړوي او دښمن به دې
وخندوي).
دنوموړومتلونو څخه زما موخه
داده چې پښتنوچارواکولږڅه وروستی
دری لسیزو څخه راپدې خوا لا تر اوسه پورې دپوره هراړخيزسیاسي او پوځي ځواک
د
درلودلو سره سره، وه نه غوښتل چې دخپلې مورنۍ ژبې پښتواوپښتنو کلتور لپاره خدمت
وکړي .دبیلګې په ډول:
کله چې خلکي اوپرچمي کمونستان په کابل باندې واکمن شوه، نوشعاریې داوو چې ګڼه افغانان دپښتوپر ځای باید روسي ژبه زده کړي . داځکه چې په ډیرزر راتلونکي وخت کې به په ټوله نړۍ کې کمونیستي نظام وزغول شي. دفارسي ژبې پرچمي واکمنو،دپښتنوپه مخامخ لاندني شعارپیل کړه (اکثريت بې فرهنګ) . دډیرې خواښينۍ ځا ی خودادی ، چې واکمن پښتانه پرچمیان دنوموړي شعارپه اړوند بې پرواوو اوخړې سترګې يې ورته کت .
دمجاهدینوپه دوره کې خو دپښتو اوپښتوژبې کلتورچانوم نه شو اخیستلای اوپه
ځای يې تاجکي اواي
اني کلتوربشپړمنځ ته راغی .
خوبیا کله چې طالبان په
افغانستان واکمن شوه، نو دژبې په اړوند حکم داو
و،چې ګنه دپښتو په ځای عربي وويل
شي. دا ځکه چې دعربي ژبې ګټه په دې کې لیدل کیږي چی هم به ددې نړی اوهم دبلی نړی
ثواب وګټو.
د څوکالو را پدې خوا په افغانستان کې يو بیخي نوی اساسي قانون جوړشو ی دی ،چې ددیموک اسي قانون ترنامه لاندې نامتوشوی اوپه ټوله نړۍ کې سارۍ نه لري . داځکه چې يوازې د کاغذ په سر لیکل شوی دی . دنوموړي قانون د ١٥ مادی له مخې پښتو ژبه دافغانستان ملي ژبې پخوانۍ ارزښت بایللی اويوازې رسمی ژبه ګڼل شوې ده. داساسي قانون په ٤٣ ماده کې دټولومیشتوقومونوپه مورنۍ ژبه ټینګارشوی . په داسې حال کې چې دنوروقوم ونوزده کوونکوته په مورنۍ ژبه درس ورکول کیږی ،خودپښتنولپاره دبیلګه په ډول لکه کابل پوهنتون اوښونځيوکې په فارسي ژبه درس ورکول کیږي.
ميړنۍ خبرې
دتيروڅه دپاسه دوه سيزوپه ترځ کې دستروکلتوري غمیزوپیښیدل اودهغوی پرلپسې غمجن پا يښت په هيواد کې دننه اوبهر ټول افغانان اونړیوال ډیر زیات ويرجن کړل . څرنګه چې دافغان ولس په خپل پينځه زرن تاريخ کې په ثبوت ورسوله، چې دهیواد ه اړخيزه ستونځې هوارې کړي اوپه هسکه غاړه بريالي ورڅخه راووزي نودلوی څښتن(ج) په برکت به داوسني سخت حالت څخه هم ځان راوباسي. په دې اړوند خوشحا ل خان خټک داسې وايي.
ټيټ مې مه بوله غورزي
اباند ې مه
کړه
زه په دې افتادګي کی لوی کړنګ یم
(خوشحال
خټک)
زه په دې پوره باورلرم چې نن ورځ په پښتنوکې پوره شميرمسلکي پوهان ، ملي سوداګراوپه کلتورمين وطنپال روڼ اند ملي خصیتونه شته دي، چې دنړۍ په هرګوټ کی خواره واره پراته دي . کله چې دنوموړوډلو تر منځ اړیکې ونیول شي، نوکو ای شوچې دنوروقومونو سره په ملي او نړیواله کچه دمورنۍ ژبې او کلتور په پاللوکې برخه واخلو. مو ږکولا ی شو چی په دې تړاوپه دريوډلوشخصيتونو تکیه وکړو: لکه ملي سوداګر ، مسلکي پوهان او طبي ډاکتران . په ١- شکل کې نوموړي ډله کسان ښودل شوې دي ..
لومړی ډله : ملي
سوداګر
نوموړي داسی ملي کلتورپالونکي شخصیتونه دي، چی د
پښتوژبې نړيوال
تلويزيون پروژه په پراخه مادي مرسته اونیک نیت سره په پښو درولای شي.
دويم : طبي ډاکتران
نوموړي پوهنيز شخصیتونه
ترټولواړين رول لوبوي . داځکه چې ديوې خوا شتمن دي اودبلې
خوا طبي پوهه لري چې دولس
لپاره په نوموړې پروژه کې هراړخيزګټورپروګرامونه وړاندې کولای شي.
دريم : مسلکي پوهان
مسلکي پوها ن لکه کلتورپوهان،
سیاست پوهان، ساینس پوهان، ژب پوهان،
اعران، اديبان اونورولسي ملي شخصیتونه چې
دومره شتمن نه دي خود کارنرژي يي نه خلاصیدونکی ده.
دانديښنې
وړخبرې
په دې اړوند زه هم پوره باورلرم چې خبرې کول ډ ی
اسانه کاردی، خو
ديوه وړانديز عملی او پلې کول تر ټولوسخت کاردی. نو دلته سمدلاسه داپوښتنه
پيداکيږي چې
:
لومړی: پښتانه چې نن ورځ په
ټوله نړۍ کې خواره واره پراته دي، په هغوی کې به داسې ملي
پانګه وال، فرهنګي،
سیاسي اومسلکي پوهان پيدا شي، چې د خپلې مورنۍ ژبې او کلتور د پاللو په لاره
کې پیسې خ
څ کړي؟
دويم: پښتانه به
څرنګه په یوه خوله شي چې نوموړې کلتوري دنده تر سره کړي بې له دې
څخه چې په ماغزوکې
دفاشیست نوم دډار څخه ځانونه خلا ص تصورکړي؟
په دی اړوند زه دډیرونو وپښتنوسره په یوه خوله یم چی پښتانه په ټول تاريخ کې سره پوره يوموټی نه وو. داځکه چې تل يې خپلې مادي ګټی په پام کې نیولې دي . خودلاندنيو دلیلونوپه نظرکې نیولو سره زه پوره ډاډه يم ،چې دمورنۍ ژبې پښتواوپښتنو کلتو به په راتلونکي ډیرنږدې وخت کې په ملي او نړيواله کچه پلی شي.
نن ورځ ګلوبو لايزيشن دنړۍ اوسني
سیاسي اوپوځي ويرجن حالتونو
دپښتنو سیاسي شعوراړولئ دی اود کلتوري يووالي خواته يې ورپام شوی دی؟ د بيلګې
په
ډول، دلرې پښتونخوا اوبرې پښتونخوا تر منځ کلتوري اوسیاسي اړیکې دپخواپه پرتله ډیرې
زیاتې شوې دي. داهم
دپښتنوترمنځ دیووالي يو بل زیرۍ دی.
زما په اند چې
دپښتنووتلي، نامتو اود قدروړتیرشوي ملي مشران لکه م
یرویس نیکه اولوی احمد شاه بابا
د پوځي اوسیاسي زيرکتیا اود پښتونولۍ لوړوصفتونو په درلودلوسره وکولای شوه
چې ډیر
پښتانه په ځان راټول کړي.. خوپه خواښینۍ سره با ید ووایو چې د پښتون قام لپاره
ترټولواغیزمن ، اړين
یانې دپښتوژبې کلتوري ځواک یې د پام څخه ایستلی وه
. نن ورځ ډ یرپښتانه په دی ایما ن او باور لري چې دپښتون قام
دمورنۍ ژبې، افغاني
ادب او کلتورپراختیا په لمن کې به ډيرزرد لراو بروپښتنوترمنځ يووالۍ رامنځ ته
شي.
پښتون ځوان نسل با يد هیڅ کله خپل امید اوهیله دمورنۍ پښتوژبې دپلې
کیدو په اړوند دپامه وه نه باسي اودنا
ونې په څیرورته وه نه ګوري . داځکه چې
دارواپوهنې له مخې یوازی مثبت فکراوکلک نیت دبریالیتوب سبب کیدای شي. په
دې اړوند
دفرانسې هیواد نامتوپوځي قوماندان ناپولیون بونا پارت (Napoleon) یوه کیسه
راپه یاد شوه. کله چې نوم
وړي لږڅه ټوله اروپا ونیوله نو بیا يې د فرانسوي ژبی قاموس
پا ڼې راواړولې اود نا ممکن (Impossible) يانې ناشونې
ویئ (لغت) يې ورڅخه وه
ایستلو.
ترټولواړینه خبره داده چې پښتا نه ډیرکلک مسلمانان دي اوتکيه
او مرسته دلوی څښتن (ج) څخه غواړي. دقران شریف په سورت الفاتحه لومړي ایات
شریف کې راغلي دې چې:
الْحَمْدُ للّهِ ټولې ستا ینې خاص الله لره
دي
رَبِّ
الْعَالَم
ِينَ چې پالونکی دټول عالمیانودی. دبیلګي په ډول لکه
د
ملايکوعالم، دپیریانوعالم او
دانسانانوعالم چې ټول دالله تعالی مخلوق
دي................. إِيَّاكَ
نَعْبُدُ خاص تاته
عبادت کوم وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ اوخاص له تا
څخه مرسته غواړم.
دبلې خوا نن ورځ پښتانه دپخوا په پرتله په ټولنیزه، سیاسي اومسلکي پوهه کې ترټولومخ کي دي. په اوسني وخت کې زه دخوشحال خان خټک د لاند ني شعر سره په یوه خوله نه یم.
ترمغلوپښتانه په توره ښه
دي
که په پوهه
پښتانه وای څه هوښیار
(دخوشحال خان
خټک)
دټول پوښتنی
خبرې
هیله ده چې لوستونکي خپل نظردلاندنيو سوالونوپه نښانه
کولوسره ډ ک
کړي اودارزيابې په موخه دبریښنالک له لارې یې د بیلګي په ډول دبینوا ويب پاڼې، ټول
افغان ويب
پاڼې اونوروته واستوي
• دپښتوژبې یوځانګړي
نړیوال تلویزیوني چينل ته ډیره اړتیا لیدل کيږي .
دبیلګې په ډول همدااوس هم
یوتلویزیون په جرمني کې د (ګهيځ تلویزیون) تر نامه لاندې، دیوه وطنپال افغان
چې
نوم يې سامع دی، په شخصي پیسو چليږي . نوموړی يو پيژندل شوی مسلکي کارپوه
دی اودنړیوال تلویزیون کار به هم
په ډيربریاليتوب سره پرمخ بوزي.
• پښتانه
خوښ دي چې دپخوا په شان، دفارسي ژبې غلامي په ځان ومني ،نو د
پښتو ژبې تلویزیون ته
اړتیا نه لیدل کيږي
• دپښتوژبې تلویزیوني چينل جوړول ځکه اړین دي، چې په
لوديزه
نړۍ کې د پښتنوځلمي نسل ته ډیرګټوردی .
• دپښتوژبې تلویزیوني چينل
جوړول ښه کار نه دی، ځکه چې نورفارسی ژبې
ومونه پرې خفه کیږی
• دپښتوژبې
تلویزیوني چينل جوړیدلو دپاره ترټولوهمدااوس سم وخت دی . داځکه چې دپښتنو
سیاسي
شعورد خپل کلتورپه هکله دپخواپه پرتله ډیرلوړشویدی
• لر
اوبرپښتانه دهروخت نه اوس سره نږدې
شوي دي اودپښتوژبې تلویزیوني چينل به دغه پروسه
نوره هم ګړندی کړي
• دپښتوژبې تلویزیوني چينل جوړیدل
یر اړين دی، داځکه چې
په سيمه کې د سولې په ټینګښت کې خوراغوره رول لوبولای شي
•
دپښتوژبې تلویزیوني
چينل جوړیدل ډیر اړين دی ، داځکه چې په لوديزه نړي کې
پښتانه دطالبانو په نوم ټکول کيږي اودپښتنو او دپښتو
ژبې مخا لفی کړۍ ضد تبلیغ په
ډیر فعاليت سره روان دی
• زه دزړه له کومې چمتو یم، چې دنوموړي نړیوال
ت
ویزیوني چینل په مالي لګښت اوکلتوري کارکې دخپل وس سره سم برخه واخلم . نوم
او پته مې داده:
(پای)
لاندې په زړه پورې شعرولولئ
دغه
قوم زما
په سپينه ورځ ويده؛
په توره شپه ويښيږې ۰
بيګانه
وو باټولې ؛ په خپل مينځ کښي تل جنګيږې ۰
په الف او ب چه پوه سي ؛په اردو او په
فاړسي در ته ږغيږې ۰
قرقل چه پر سر کښيږدي ؛ په پښتو ويل
شرميږې ۰
وايئ بلی بلی او جي جي؛ کله به
پوهيږې ۰
د خوشحال(ر) او د
حمزه(ر) شعرونه وايئ؛ په معنا يئ نه پوهيږې.
دښمنان يئ مصلح کړل ؛
پښتنې
تلاښي کيږې۰
غلامي هم مرييتوب ؛ په خپل ځان هيڅ نه
پوهيږې ۰
زه کامران په روڼو سترګو ؛ نن ميرويس، احمد
په قبر کښي ژړيږې.