نوي کالي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14816
محمد نعمان دوست ، کابل
دخبریدو نیټه : 2007-10-16


چې څنګه د اختر له لمانځه را ووتم، په مخامخ هديره مې سترګې ولګېدې. سرې او نې جنډې داسې رپېدې، لکه دوى چې هم د اختر مبارکۍ ته په تمه وي.
ورتاو شوم، له ما وړاندې څو ميرمنې راغلې وې، چا ناختې ټکولې، چا د قبرونو پر سر ولاړو بوټو ته اوبه ورکولې او چا د قبرونو جنډې نوې کولې.
 ما هماغه قبر ته کتل چې پر سر يې مات بنګړي لمر ته ځلېدل، هغه يې تازه وژلى و، جنډه يې نوې وه او لا يې د قبر له شاوخوا را تاو اغزي نه و لري شوي.
 يو ناڅاپه مې شاته د پښو دربهار شو، يوه ميرمن ورخطا را روانه وه او ګډوډ ګامونه يې اخيستل.
د يوه لنډ قبر خواته کېناسته، کله به يې شناخته وټکوله، کله به يې پرقبر سر کېښود او کله به ترې ګرده را تاوه شوه.
 بيا يې شناخته وټکوله او ترڅنګ يې غلې کېناسته. له تورې غوټې يې سپين کالي چې په ګريوان کې يې کوچنۍ هندارې لګېدلې وې، را ووېستل، پر قبر يې اوار کړل او بيا يې خبرې شروع کړې :
 هه بچى، ضد مه کوه! واخله کالي دي پلار راوړل . د بر پر سر يې داسې ورو- ورو لاس واهه لکه هغه چې يې د زوى تنکى مخ وي.
 زويه! ته نوو کاليو ته ډېر هوسېدې، خير دى تېر اختر دې پلار سره پيسې نه وې، واخله واغونده!
 يو ناڅاپه سلګيو ونيوله:
 بلا دې واخلم زويه! ستا په نصيب کې نوى کفن هم نه و، ستا تنکى بدن پرچو ډېر شيندلى و، په هماغه زړو کاليو کې يې ښخ کړې.
 زويه! ضد مه کوه، ته خو بل ورور هم نه لرې، زويه ...
  مور هماغه شان غلې – غلې لګياوه، د هغې اوښکې او پر قبر د غوړېدليو کاليو د ګريوان کوچنۍ هندارې لمر ته يو شان ځلېدلې.

 Numandost75@yahoo.com

د کوچني اختر لومړى ورځ