افغان جنگيالى ديو امريكاېې فلم پښتو ژباړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14941
فهيم نظيمي لندن
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

ژباړن اودترانسكريپت ليكوونكى : فهيم نظيمي لندن
لندن ( ۲۰۰۳ ) كال

دعبدالحق ژوند او مړينه افغانستان ۱۹۷۹ کال.

داكيسه  دافغانستان دکنګل وهلوغرونواودکمونيزم پرضددجهاديادمقدسي جګړې له وخته راپيل شوي دى . عبدالح ق دخپل هېواد دازادی لپاره پر افغانستان باندې دکمونستانودولکې پرضد وروسته  له مجاهدينو سره يوځاي شو او په يوې ۲۵ کلنی مبارزې يي لاس پوري کړ. دايوه داسي  جګړه وه چې دهغې په ترڅ کې سړه جګړه خپل اوج ته رسېدلې وه. دی يې نه يوازي شورويانو سره مقابلې ته اړ کړبلکې هغه يې دې ته هم وهڅاوه چې داسلامي تندلارو اوددوي دم اتړوپاکستان او سي اي اې  سره هم په شخړه کي ورګډ شي.
عبدالحق په يوې نوميالی پښتنې کورنۍکې پيداشوی دی. داکورنۍ دجلال اباد دسيمي استوګنه ده چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دزړې تجارتي لاري پرسرپرته ده.
په ۱۹۷۳ کال کي دشاهي کورنی ترراپرزېدووروسته دشوروي اغيزدافغانانودژوند په بېلابيلو برخو باندی پيل شو. کم ونستانوپه زياتېدونکي توګه له  ډيروسختوظالمانه اقداماتو څخه کارواخيست.
کله چې کمونستانودعبدالحق دکورنۍ ملکيت ضبط اودوی يې پاکستان ته دمهاجرت په نيت اړکړل ٬ نوعبدالحق دخپلوورونوپه ګډون په خپل شخصي م اومت لاس پوري کړ .
عبدالحق:
( کله چې کمونستانوقدرت ونيوزه محصل وم خلکو دکمونستانو ضد جګړه پيل کړه ځکه کله چې کمونستانو قدرت ونيو نودوی سمدلاسه دخلکو په مذهبي٬ کلتوري اوشخصي ژوند کې لاسوهنی پيل کړې. دوي غوښتل هرڅه کمونيستي ډوله کړي نوخلکو ددوی په وړاندي جګړه پيل کړه).

راوي:
 دادعبدالحق په ژوندکې دچرخش اوراګرځېدوټکی بلل کيږي ده يو پټ مقاومت جوړکړ په دغه مقاومت كې  يوازي محصلين اوروشنفکران نه بلکي پوليس اوداردو افسران هم شامل وو. خوپه کال ۱۹۷۸ کي ونيول سواوبندي سو.
دسپتمبردمياشتي ۱۱مه نېټه وه اودسهار موټ ونو سخته ګڼه ګوڼه وه نژدې وو چې دوه تنه امريکايان دمتحده ايالاتو حکومت ته داسې وړانديزوکړي چې دهغې په نتيجه کې کيدای سوای چې دطالبانو رژيم رانسکور٬ القاعده دخپلو ترهګرواډو ځخه وشړي اوبن لادن ونيسي. داپلان دعبدالحق له خواچې دافغانستان دډيرو محترمو مشرانوڅخه ګڼل کيږي جوړ سوی وو اوداپلان دافغانستان دنجات اوخ اصون لپاره وو چې دده دژوند ديوعمر دمبارزې اوجهاد محصول وو.
     Joe Richie    جوی ريچې وايې:
 ( ما دسپتمبر په ۱۱می نېټې بدمکفارلنBud Macforlane      سره چې  ددباندنيوچاروپه وزارت کې دجنوبي اسيا دبرخې سکرټر معاون دی  ٬ وعده درلوده ترڅو دعبدالحق دپلان پرابعادو خبرې وکړو٬ ده سره مې په دې هکله پخواهم خبري کړې وي.)
بدمکفالن          Bud Macforlane           وايې ( دده دډېرې زياتي سابقې له مخې موږته يې ډاډ راکاوه چې دی به وکړای شي داکار په رشتياسره ترسره کړي).
عبدالحق وايې( دلته دمخدره موادواودترهګری لويه ستونزه ده٠ افغانستان يو بې خاونده ملک دی . هلته څوک بې وېزې اوبې پاسپورته تګ اوراتګ کوي. دابه نړی ته لويه ستونزه جوړه کړي . که چېري په جدي توګه دهغه غم ونه خوړل شي.)
راوي:
(عبدالحق او دهغه ملګرو لس کاله هڅه وکړه چې واشنګټن دې ته راواړوي چې خبرداريوته يي غوږونيسي کومې چې په افغانستان کې دتروريزم اويا ترهګری دخطرونو په هکله کولې٬ خو پخوا له دې چې داغونډه ترسره شي دامريکا په دفاع وزارت پنتاګون اوپه نيو يارک کې په نړيوال تجارتي مرکز باندي دبريدونوخبر خپورسواودعبدالحق ترټولو سخته ويره رښتيا سوه.
په دې کېسه کې دعبدالحق فوق العاده داستان نغښتی اودهغو چانسونواوامکاناتو ښکارندويه ده چې کولای سول افغانستان ته سوله راولي خو له لاسه ولاړل.اوددې خبري څرګندونه کوي چې څنګه دعبدالحق ژونددامريکا اوپاکستان  دسياست قرباني شو.
په زندان کې دڅومياشتو دتېرېدووروسته دده کورنی په دې بريالی شوه چې دی له بنديخانې نه راخلاص کړي په دې وخت کې عبدالحق شل کلن وو اوددولت له مخالفينو سره په توره بوره کې يو ځای شو. خو کله چي په کال ۱۹۷۹ دديسمبرپه مياشت کې کمونستی رژيم له بحران سره مخ و٬عبدالحق پر افغانستان باندي دشوروى ديرغل ننداره کوله.
جيمي کارتر ( دامريکاجمهوررييس ۱۹۷۷- ۱۹۸۰) وايې دادملګروملتونو دمنشور اودنړيوالو قوانيينو څخه نېغه سرغړونه ده٬ داديوې  زوروراوبېدينه حکومت يوه قصدي هڅه ده چې غواړي يوازاد اومسلمان اولس تر خپل تابعيت لاندي راولي.)
راوي:
 افغانستان شوروي اتحاد سره دامريکادمتحده ايالاتو دسرې جګړې په لوړ ږغ  بدل شو او جمهوررييس کارترسي ای اي ته مخ واړاوه.
فرانک اند سن           Frank Anderson        دسي ای اي دنژدې ختېځ دچارو مسول ( ۱۹۸۶- ۱۹۸۹) وايې (افغانستان يوازې هغه وخت داهميت وړدی چې بهرنيان ورننوزي اوپکښي ګډوډی جوړي کړي اويوازي  هغه دسړې جګړې په محتوىموږته داهميت وړدی.)
چک کوګن            Chuck Cogan             دسي ای اې دنژدې ختيځ دچارومسول ۱۹۸۰- ۱۹۸۳ وايې : موږ نوې دويتنام دجګړې دغميزي څخه راوتلي وو اوپرځان اعتماد يوڅه لړزېدلی وو٬ په دې سيمه کي موږزيات همکاران نه درلودل اوله دې کبله چې شوريان دپرمختګ اوموږپه دفاعي حالت کې وو دمايوسی حالت راته پيداشوی وو چې يو ناڅاپه يو چانس اوفرصت تر لاسه شو چې داحالت بيرته راوڅرخوي.
فرانک اندرسن       Frank Anderson      وايې :
  (دادشوروي اتحاددپراختيايې امپرياليزم يو نيغ عمل وو. دکارترادارې دشوروي دالمپيک لوبي تحريم کړې اوپريکړه يې وکره چې افغانستان سره به دشوروى يرغل په ورانډي ددوی دمقاومت ملاتړاومرسته کوي.)
چک کوګن     Chuck Cogan   وايې:
 نودادی چې موږته ددې چانس برابرشو چې ترې نه خپل غچ واخلواوښه انساني غچ اوورته زيان ورسووځکه موږداډول جنګيالان درلودل چې دپېړيو پېړيو مشهور جنګيالان دي چې دجګړې څخه نه ستړي کيږي چې کيدای سي ورڅخه دشورويانوپرضد ګټه واخيستل شي.
راوي: (سي ای اې نه غوښتل داسی ښکاره شي چې دمجاهدينوسره په نيغه وسله واله مرسته کوي نود يوپټ پروګرام په ترڅ کي به يې وسله دنړی دبيلابيلوسيمو څخه اخيستله اوبيابه يې مقاومت ته ليږله. عبدالحق سمدلاسه پوه شو چې دسي ای اې موخي بربنډې اوروښانه نه وې)
عبدالحق: (کله چې موږدروسانو پ ضدجګړه په کوچنی کچه پيل کړه دوی وليدل چې ددې امکان برابر شو چې دروسانووينه توی شي خودوی بيا هم په دې باورنه وو چې موږبه وکړای شودوی ته سخت ګوزار ور کړو اوددومره اوږدې مودې  لپاره مقاومت وکړو اوددوی اکمالات هم په دې اساس ولاړوو اوهرڅومره چې به موږوکولای سول روسان ووژنوپه هغه اندازه به اکمالات زياتېدل ترڅودويتنام غچ اوياهرنوم چې ورباندي ږدې ځنی واخيستل شي.)
چک کوګن:
(روسانو ته زيان رسول په هغه وخت کې موږپه رشتيا داسي فک نه کاوه چې داکار به روسان دې ته اړباسي چې افغانستان څخه ووزي نوځکه موږزيارايستی چې كه هرڅومره امکان ول ي  هغومره دوی خوږکړو.)
فرانک اندرسن:
 (دايوه ډيره ساده معامله وه موږپه ساده توګه هغه وسايل چې دجګړې ددوام لپاره په کار وو ترلاسه کول اوافغانستان ته مو لېږل اودهغه چاپلاس کې  موورکول چې غوښتل يې جګړه دوام داره وساتي.)
راوي:
 (په داسي حال کې چې دمقاومت ډيرو ډلو خپله پاملرنه دهېواد ليري سيموته اړولې وه عبدا حق داجګره نېغه شورويانوته٬ دهېوادپلازميني کابل ته يوړه چيرته چې ده احساس کاوه هلته به ترټولوزياته اغېزه ولري اودابه دمجاهدينو په منځ کي وده ته مرکزي رول وروبخښي.)
عبدالحق:
( موږدټانک په وړاندي ټانک اودهي يکوپترپه وړاندي هيليکوپتر نه درلود موږمجبور وو چې ددوښمن کمزوري ټکي پيداکړواودهمدغو ټکو نه په ګټي اخيستوسره هغوی پسي واخلو اوهمدارنګه دهغوی اقتصادي اهداف اوڅلي پيدااوله منځه يوسوترڅو په دې ډول دشوروي عسکرومورال له منځه ولاړشي.)
راوي:
 (عبدالحق دکابل چاپېره  دخپلي جبهې لومړی کرښه جوړه کړه اوخپلې مف زې يې پکښي ځای پرځای کړې. هغه يو زړورګوريلايې قوماندان وو. دعبدالحق سړيو مينونه ښخول اوشوروي افسران يې تښول اوپه پوځي کتارونويې بريدونه کول اومهم کليدي څلي يااهداف يې له منځه وړل لکه د بريښنا ستېشنونه.

ديوې خاصې حملې دترسره کولوپه خاطردجګړې په لومړيو کلونو کې دوی دې ته اړشول چې دشورويانو ديوې دفاعي کرښې چې له ښاره اتاوشوې وه تير سي اوهمدارنګه ديوه سيندڅخه تير سي نوکله چې دوي يوه پله ته رسيږي ګوري چې پل دشوروي عسک واوټانکونوله خواسخت ساتل کيږي.)
عبدالحق : (کله چې موږسيند ته ورسيدوډيرساړه وو واوره شوې وه موږمجبورشو چې په سيندورګډشو اوپه لامبووهلوترې تيرشو. نودسړي کالي اووسله هرومرولنديږي. څنګه کېدای شي چې خپل کالي اووسله بې له دې چې لنده شي دسيند بلې غاړي ته تيره کړو داامکان نه لري خير په هرصورت موله سيند څخه تيرشوخودخنداخبره داده چې زما يوه ملګرې پرتوګ  پرهغه بله غاړه هير کړی وو اوټول ورته له خندا شنه وو اودی دروسانوجګړې ته له پرتاګه پرته روان و.)
راوي:
 (خو دسيند نه تيريدل دادستونزي يوازي پيل وو اودحيرانتيا خبره خو لا داوه چې عبدالحق ګورې چې دې ستيشن ته نژدې دواده مراسم روان وو.)
عبدالحق:
کله چې زه هلته ورسيدم  نوګورم چې ديو کم ونست واده و اودوی هلته شايد درې څلورسوه اضافه عسکراوافسران اوټانکونه ځای پرځای کړي وو ځکه دواده دمراسم ودپاره راغلي وو اودوی دغه برېښنا ستيشن ته نژدې وو. لعنت پر شيطان شي اوس نو څه وکړم بيرته خو نشم تلای اوه ومرو بايد داعمليات ترسره کړم).
راوي:
 عبدالحق او ملګرو يې په بريالی توګه پرستېشن بريدوکړخو اوس ددرې يا څلور سوو عسکرو سره مخ ووچې دبامونوپر سريې موضع نيولې وې اودبيرته وتلويواځنی لاره يوه تنګه کوڅه لاندي ت لې وه).
عبدالحق:
 ( دوی راته وويل چي دريږ څوک دې ونه ښوريږې؟ نه پوهيدم چې څه وکړم يوازي يوه کوڅه ده چې م جبور يم دهمدې کوڅې څخه ولاړشم اوبيابايد اتلس ساعته لاره ووهم چې ددغې سيمي څخه ووزم او موږستړي وو اودوه نفره مې زخميان وو اويوازي شپږتنه راپاتي وواوداسامان اوڅوسوه نفر ګوره چې راته دهمدې کوڅې لاندي ناست وو اوزموږس ه مهمات  نه وو پاتي شوی. ماوويل څه وکړم ځان سره مې وويل چې بله چاره نشته اويواځنی لاره همداده. نوورپورته شوم اوپه زغرده مې دکوڅې په منځ کې سينه ورته ووهله چې دادی زه يم عبدالحق اوزه يو مجاهد يم اوپه همدغه دبرېښنا په ستېشن پسي راغلي وو چې هغه وولم اودادی بيرته ځم که هرچاماشې ته ګوته نژدې کړه زه به داځای په بل مخ واړوم. بيامي خپلو ملګروته وويل چې حرکت وکړی اوکله چې دکلي پای ته ورسيدوبيامو په ډزوپيل وکړ.
احمد رشيد   Ahmad Rashid مولف اوژورنالست:
 (عبدالحق يومخور مشر وواودی دکابل دجبهې مسوول وو. ده دبېلابيلو خلکو څخه ډيره اغيزمنه شبکه جوړه کړه ٬ دی يوه جذابه څېره لري دی دخپلو ملګرو سره دجبهې په لمړي خط کې جنګيږي اوپه پيښورکې اته نه کښېني).
    Peter Thompson دافغانستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو استاځی کال ۱۹۸۹- ۱۹۹۲:
( ده يرزيات ملاتړدرلود نه يواځي په خپله سيمه کې بلکې په ټول افغانستان کې. دشوروي پر ضد جګړې په دوران کې دی دهغه وخت دافغانستان ډيرمشهورقوماندان احمدشاه مسعودسره يوځای وو).
راوي: 
 ( عبدالحق دپخوانه په دې پوه وی وو چې که چيرته غواړي بهرنی نړۍ سره خبري وکړي اوپر هغه خپله اغيزه واچوي  نودی دې ته اړدی چې انګريزي ژبه زده کړي اوداچې ډير په ډګر اوښکاره به ږغېده نوپه ژورنالستانوډيرګران وو. خودده دشهرت اونوم په زياتېدو سره سم ده ته دده دښمنانو پاملرنه هم مخ په زياتېدو وه. شورويانو دپاره عبدالحق داسې سړی وو چې دوی په هرقيمت چې وي هغه ونيسي اويايې له منځه يوسي لکه څنګه چې بريتانوی کامره من    کله چې دی هم دعبدالحق سره په يوه عم يات کې ورسره وو دا حال يي په خپلو سترگو ليدلى و .
Peter Juvenile             کامره من په افغانستان کې ۱۹۸۰-۱۹۹۲ :( ماپه حقيقت کې درې اونی انتظارويوست  حتی يودهيلکوپترسره هم چيرته چې زم وزسنګروو په سترګو نه شو. دمجاهدينو يوه ميلمستياوه چې په دې وخت کې عبدالحق راپيداشو. نيم ساعت نه وو تيرشوی چې دهېلېکوپترو يو مکمل غونډراڅرګند شوچې په   توپونو سمبال وې. زه فکر کوم چې يوتن يې وواژه خودوی داټوله سيمه راکټ باران کړه اودغو هېلېکوپترو په يوډول عبدالحق تعقيباوه.
راوي:
 عبدالحق په دې پوهېده چې دجګړې ګټل يواځي دبرياليوګوريلايې عملياتوپه سرته رسولو پوري اړه نه لري بلکې ددغه کاردپاره ضروري ده چې سړی بايد سياست پال وي اونړی وال نوم وگټي. ده ته بلنه   ورکړل شوه چې واشنګټن ته ولاړشي اوهلته دوتلو سياست پوهانواودامريکا دمتحده ايالاتو دحکومت دمامورينوسره کتنه وکړي اودعبدالحق پيام دريګن داداري دپاملرني وړوګرځيد.
عبدالحق: ( زموږپه ټولنه کې چې څوک هيواداوازادي ونلري دهغې نه مرګ ښه دی  ژوند څه معنی نه لري.)
Bud Mackfarlen  بدمکفارلن دريګن دملي امنيت مشاور:
 ( ماته وويل شول چې دی واشنګټن ته راځي اوماهيله وکړه چې که وکړای شم دی ووينم. دی په زړه پوري سړی وو. بېله ځنډه سړى  ويلای شول چې دايو فوقالعاده سړی دی ديوداسي سړي په شان چې ته يې پيژنې اوورباندي حساب کولای شې.)
جمهوررييس ريګن:
دازادی دجنګياليانو په يادموږټول نن ددې وياړلروچې زموږسره نن شپه دزړورو قوماندانانو څخه يوتن چې دافغان اولس مشري کوي راسره دی اوهغه عبدالحق دی. عبدالحقه موږدرسره يو.)
راوي:
عبالحق سره دنورو مسلو ترڅنګ يوه مهمه مسله دامريکا دمتحده ايالاتوهغه پا سي وه چې مجاهدينوته  دټولومرستو دليږلو کانال يي  دافغانستان ګاوندی هيواد پاکستان ټاکلی وو اوددغوم ستودکنترول روزمره چاري يې دپاکستان استخباراتو ای ايس ای ته ورکړي وې.
چک کوګن: پاکستانيانو سره زموږدکار اوفعاليت له امله پر موږپړه اچوله کيږي خوپه افغانستان کې شورويانو ته دزيان رسولو بله لاره نه وه دايران له ياري موږ نه سو کولای٬دشوروي اتحاد له لاري طبعا چې نشوکيدلای اويوازينی لاره همغه دپاکستان له خواوه اوم وږدپاکستان په اردوکې دډير فعاله عنصر يعني اې ايس اي څخه کاراخيستی.
حميدګل دای ايس ای عمومي مشر ۱۹۸۷-۱۹۸۹ :
سې ای اې په دقيقه توګه په خپل رول پوهېده اوزه بايد خامخاداوويم چې په دې هکله دوی دشاباسي وړدي ځکه چې دوی هيڅکله هم هڅه ونکړه چې دخپلو حدودواوچوکاټ څخه پښې اوږې کړي. دوی په دې پوهېدل چې موږددې ټول کاراوعملياتو چاري په غاړه لرواوددوی دنده يوازي دلوژستيکي مرستو برابرول وو.
رواي:
سي ای اې هيڅکله ددی هڅه ونکړه چې خپل اجينټان په افغانستان کې دننه وساتي.
حميد ګل: دوی اجازه نه درلوده چې حتی قبايلي سيمو ته ولاړشي اوافغانستان خوپرځای پريږده. تر دې اندازې پوري چې دوی زماداستازويعنې ای ايس ای پرته نشو کولای ان دافغان مشرانو سره وګو ي.
پيتر تامسن:  اساسي خبره داوه اودارشتياده چې دشوروي ضد عملياتو په دوران کي امريکا متحده ايا اتوافغانستان په هکله خپل سياسي اوستراتيژيک سياستونه پاکستان ته ورکړي وو يعنې ای ايس ای ته. دپاکستان ح کومت په دې ټينګار کاوه چې دوی به ددې پريکړه کوي چې چاته وسله ورکړې اوموږور سره  موافقه وکړه.
احمد رشيد: کله چې امريکايانو دامعامله لاسليک کړه پاکستانيانوته يې ددې واک ورکړ چې پاليسی اوسياست غوره اووټاکي اوداسياست يو ښکاره سياست ووچې څوک بايد وسله اوپيسي واخلي اوهرچاچې ډيري وسلې اوپېسی ترلاسه کړې هغه به په وي موقف کې وي.
راوي: کله چې  دافغان عملياتومشري دای ايس ای له خواکېده نو پاکستان ددې فرصت ترلاسه کړ چې دخپل ځان له خوا اودخپلې خوښي پاليسي جوړه اوپرمخ بوزي.
احمد رشيد: ای ايس ای يوه ځانګړې متمرکزشوې اجندادر وده اوهغه داوه چې دافغانانويوه داسې ډله قدرت ته ورسوي چې هغه پاکستان اودپاکستان پوځ احسان مندوي. ترڅو په دې ډول افغانستان دپاکستان يو لاسپوڅی شي. دافغانانوپه ټولو ګوندونوچې کيڼ اړخه٬ دمتوسطي طبقې ګوندونه٬ دموک اتيک اوغيرمذهبي ګوندونه وه په ټولوبنديزولګېده. اودکار اوفعاليت اجازه نه ورکول کېده اوپر ځای يې ای اس ای اوه ګوندونوته دپراختيااجازه ورکړه چې اسلامي اورپکويعنی تند لارو سره يې په يو ډول ياپه  بل ډول اړيکي د لودې نوپه دې ډول دهماغه لمړی وخت نه دافغانستان جهاد په غلط ډول تعبير اووپيژندل شو.
راوي: ای اس ای دسخت د يځه اورپکوپلوي کوله لکه ګلبدين حکمتيار اودمرستولويه برخه پيسې اووسله به يې هم دده پلويانوته ورکوله او سي ای اې ته به يې ويل چې ګلبدين حکمتيار دجګړې ترټولو زيات اغيزمن قوماندان دی اوله دې کبله چې سي ای اې په افغانستان کې خپل کسان نه درلودل نوددوی خبره به يې منله.
پيتر تامپسن:  په اساسي توګه دايو پروپاګند اوتبليغات وو چې ويل به يې حکمتيارترټولوښه جنګيالی اوسازمان ورکوونکی دی. داله دې کبله چې دهغه سره دای ايس ای پلوي وه خو دی دافغانانودلوی اکثريت له خواشړل شوې اورټل شوی وو.
پيترجووينال  ‘جګړه ايز کامره م ن:        په ۱۹۸۲ کال کې زه يوې مظاهرې ته لاړم دادګلبدين حکمتيار دپلويانووه. په دې مظاهره کې شاوخوادرې زره خلکو گډون درلوداوپه خپلو شعارونوکې به يې همداويل: مرګ دي وي پرامريکا خودايې نه ويل مرګ دي وې پرروسانوچې ددوی خاوره يې نيولې وه. يوه اونی وروسته مادامريکاپه قونسل ګری کې ديوې ميلمستياپه ترڅ کې دام يکاسفيروليد ماورته وويل چې ايا تاسو پوهيږی چې دګلبدين پلويان ستاسو په هکله څه وايې. ده په ځواب کې وويل هوم وږپوهېږوخودا صرف ددوی يوه طريقه اوعادت دی.
راوي:  دای اس ای  ملاتړدحکمتيار اونوروتندلاروڅخه په دې معنی وو چې معتدلينولکه عبدالحق به دوسلې د اکمالاتوپه تر لاسه کولوکې دستروستونزوسره مخ وو. عبدالحق پوه وچې دی به هيڅکله هم دپاکستان دپراخوجاه طلبيوسره جوړنه  شي په ځانګړې توګه چيري چې واک دضياوالحق سره وي.
احمد رشيد: زه فکر کوم ددې لپاره يو نړيوال پلان موجود وو چې په افغانستان اوپاکستان کې دتندلارو م اتړوکړي. اوپه يقيني توګه ضياٍوالحق دراتلونکې لپاره يوه نظريه درلوده. زما مقصد دادی چې ده دافغانستان   داسلامي تندلارو لپاره يوه راتلونکې په نظرکې نيولې وه اوهغه داچې ده په دې هيواد کي دتوکم يزاوقبايلي مغلق جوړښت اواختلافاتوته په نه پام کي لرلوسره داسياداسلامي  خلاصون اوکنترول په فکرکې وو.
په داسې حال کې چې عبدالحق دجمهوررييس ضياوالحق په رحم اوکرم کې پاته شوخو ٬ تندلاري  غوړېدل. په وا نګټن کې هم دامريکاپاملرنه په سړه جګړه کې دافغانستان په  رول باندي متمرکزه وه په دې پسې نه ګرځېدل چې ای ايس ای دملاتړمخه ونيسي چې دتندلارو سره يې درلوده.
په ۱۹۸۶ کال کې دامريکا په پاليسي کې يو لوی بدلون راغی. دريګن اداره دشوروي اتحاد دټپي کولوپر ځای دهغې دماتولوخواته وخوځېده.
فرانک اندرسن:  دساده اعدادوله مخې افغانانوسره دمرستې پروګرام د۱۰۰ مليونوډالروپه ارزښت جنسي  مرستې نه يوبليون ډالرو ته اوچت شو. نو ښکاره ده چې ديو بليون ډالروجنسي مرستې سره افغانانو وکولای شول اوناچاره ووچې شورويان خپل هېواد څخه وشړي.
راوي: ه  هغه څه نه يې چې تر لاسه کړي وو داعظمي ګټې په اخيستوسره٬ عبدالحق د ډيروخطرناکو عملياتوپلان جوړکړ چې م صد يې دشوروي پلوه حکومت شرمول وو اوددې له پاره چې دکمونيستي حکومت ديوې بلې کليزي مراسم ورخراب کړي دمهماتو ديوې لويې زيرمې دالوزلونيت يې وکړ ددغه کار دپاره دوی دېته اړوو چې دکابل شاوخواامنيتي کمربند څخه تي اوځانونه  هدف ته ديوه اويادوو ميلو دمسافې په اندازه نژدې اوځای پرځای کړی تر څوددوی توغندی هدف ته ورسيږي. په دغه حمله کې ظابط شير دعبدالحق دمخابرې امروو .
ميلت بيردن Milt Beardenد(سيا) دستيشن امر ۱۹۶۸-۱۹۸۹ : دايوبختور ډز وو. د۱۰۷ ملی متري راکټ يوه مرمی دمهماتو په زيرمي ولگيده چې دکابل په لمن قرغه کې وه.په لسګونو زرو ټنومهم اتو اورواخيست  په هواکې چاودنې پيل سوې. په دې وخت  په ټول مقاومت کې دالله اکبر نارې سوې اوټولو به ويل چې څومره ښه کار وشو اوداهغه ښه فال وچې زماوصحنې ته دراتګ نمانځنې سره يې اړخ ولګاوه اوافغاني مشرانو به ويل داګو ه څومره ښه.
راوي: بيردن دعبدالحق داعمليات يو خدايې ډزوباله اوداد(سيا)  همغه تل ترتله نظريه وه چې دعبدالحق په هکله يې درلوده دوی داجريانات له پاکستان څخه ليدل خوعبدالحق ته يې ددې حملې له کبله هيڅ اعتبا اوشاباسی ورنکړ. ای ايس ای دعبدالحق شهرت زهرجن کولو او(سيا) هم دعبدالحق دبرياليتوب څخه ناراحته وه.
فرانک اندرسن: عبدالحق يو ډير ښه قوماندان وواودده  شخصي اړيکي ډيرې اغيزمنې وي. که څه هم دده تر لاس لاند ي دومره کسان نه وو لکه چې دجلال الدين حقاني تر لاس لاندي وو. خو په يقين سره ويلای شم چې دډيرو غټوقومادانانو په ډله کې  راځي .
ميلت بيردن : کله چې زه هلته ورسېدم عبدالحق زيات وخت په پيښاورکې تيراوه امکان لري مطبوعاتو سره يې ناسته ولاړه درلوده چې داهم يو مهم رول وو زه فکرکوم چې دی پوهيدی چې ما هغه ديو اغيزمن قوماندان په توگه ياداوه خو له بده مرغه ما ورباندي دهاليوود هاک يابازنوم کېښوداوده ته يې ډيرزور ورکړی وو اوپه ماباندي ډير سخت په غوسه شو.
راوي : ددې خبري اصلي علت چې عبدالحق ډير وخت په پيښور کې تېراوه هغه دای ايس ای او سيا دخوی د اسه وو اوخپلې ډلې لپاره دپيسواومنابعودترلاسه کول په خاطرمجبور ووددوی سره په شخړه بوخت شي.
پيتر تام پسن:
سيا عبدالحق مايوسه او خفه کړاوورباندي يې دهرډول وسلوورکړه بنده کړه اوپه خصوصي توګه يې داخبره ورپسي ډنډوره کړه چې ګني عبدالحق دخپل ځان دمشهورولوپه خاطر تبليغات کوي اودی دهاليوود باز دی اوپه هېواد  کې زيات پلويان نه لري.
راوي : دپاکستان پوځي ديکتاتور ضيا هم ومنله چې عبدالحق ته به هيڅ ډول مرسته نه و کوي.
احمد رشيد : زما په ياددي چې عبدالحق يودوه ځله  راته ويل چې ضياوالحق دده دازادی له کبله ډيرې بدې ردې ويلي  اوويل به يې چې څنګه عبدالحق دافغان ملت پلارضياوالحق  خبروته غوږنه ږدي چې ده ته دپلار حيثيت لري اووروسته ضياوالحق دده دليدلو څخه انکارکاوه اوعبدالحق به هميشه دنورو مجاهدينوڅخه اوريدل چې ضياوالحق به دوی ته  ويل چې دعبدالحق سره همکاري مه کو ی دی ښه سړی نه دی اوصادق سړی نه دی. 
راوي :
دادی اوس نو کال ۱۹۸۷ دی وروسته له شپږومياشتو وروسته عبدالحق په دې بريالی شو چې کافي اندازه پيسې اووسله ترلاسه کړي چې وکړای شي نورعمليات تر سره کړي اوپلا ن يې داو چې دکابل شاوخوا په پرتو اهدافو بريدونه وکړي چې په هغوي کې دکابل هوايې ډګر اويولړپوځي اډې شاملي وې. دی دخپلو ملګروسره دغرونوپه لورې روان شو دوی خبرشول چې شورويانوپه دې وروستيو کې په دې سيموکي مينونه اچولي دي باران سخت په اوريدو شواوهريوه به زيارايسته چې خپل پل دوړاندي سړي په پل کيږ دي.
عبدالحق :
 موږمجبوروو چې خپل ځانونه ددې ماينونوڅخه وساتو چې ګورم يو شی مې له مخې په هواکې تيرشو. پوه شوم چې دازما پښه وه له بوټ سره شاه ته مې يو بريدمن وو يوه شعله گرد اودوړي پورته شوې۪  ده هيڅ څه نشو ليدلای سترګوته يې خاوري ننولي وې کله چې يې خلاصي کړې ماورته وويل ګوره چاته ونه وايې يوڅه شي راکړه چې پښه پرې وتړم ده وويل په مين دي پښه ولاړه ماورته وويل چې هو خو چپ سه اوچاته مه وايه ده نوروته ږغ کړاوزه پرې په قهرشوم دوي وويل موږمجبوريو چې تا ورسوو.
راوي :
دلنګيوپه ټوکر يې پښه وروتړله تر څو وينه ودروي. د ساعتونومزل وروسته دعبدالحق ملګرو دی پر يواس سپوراويو کلي ته يې ورساوه اودجراحی لمړي عمليات په ډيرو ابتدايې شرايطوکې تر سره شو بېله دې چي انستيزي ورته ولګوله شي. دادعبدالحق د۱۷ پرهارونوڅخه يو پرهاروو چې ده ته دجګړې په وخت کې رسيدلی وو. عبدالحق درې مياشتي دکاراوفعاليت څخه ولويد اومجبورشو چي په پېښور کې پاته شي. اوهلته يې دای ايس ای اوسيا کړه وړه په ښکاره توګه بيان کړل. دی په خاصه توګه دعربواو راديکاله مسلمانانودراتګ څخه چې غوښتل يې دشوروي پر ضد جګړه کې برخه واخلي ډير حيران اوانديښمن وو۪ دی په دې عقيده وو چې ددغه عربو راتګ چې دسعودي عرب او پاکستان ملاتړ ورسره دی په راتلونکي کې به ستونزي رامنځ ته کړي. ای ايس ای خپله تندلارې اجنداپر مخ بېوله٬ پوځي کمپونه اودمذهبې مدرسو جوړول يې تشويقول. عبدالحق خبرداری ورکړ چې راديکالان يعني تندلاري اورپکي غواړې چې خالص اس امي دولت جوړکړي اودهغوڅخه داملاتړبه يواځي افغانستان ته بې اتفاقي اوترهګرې راولي.
عبدالحق :
امريکايان دډيرووسلواواکمالاتوسره راغلي دي دوى ډيرى زياتي ډلي جوړي کړي۰ اوعرب يې له هرځاى څخه راوستل،دوى غواړي چي داعرب دشورويانوپه وړاندي وجنگيږي۰ دوى غواړي روسان په گونډوکړي اوافغانستان ددغوليوانوپه پنجوکې ورکړي
حميدگل:
دعربود۳۸ هيوادوڅخه  تشويق شوې ځوانان راتلل که چيري پاکستانيان هم چي غوښتل يې په دې جگړه کي گډون وکړي ورسره يوځاى کړي نوويلاى شم چي ددوى  شمير پنځوس زرو ته رسيده   چې داټول افغانستان ته  اړل۰ دادعربوپه کورنيوکي يوډول فيشن وو چې خپل ځوان اولادونه به يې لېږل چي په افغانستان کې دجنگ  تجربه حاص ه کړي چې  مو ږ   به ورته دجگړې واکسين ويل  ۰
راوي:
 خودسيا سره کومه انديښنه نه وه نو ميلت بيردن (    Milt Beardenوايي چې :
هر څوک چې دافغانستان داسلامي کولو څخه انديښنه لري اوپه دې باب غږيږي  خو زه وايم چې دا دڅوارلسمي پيړۍ اسلامي دولت دى ۪ اودا يوازي اسلام وو چې مقاومت يي سره يو موټي کړي وو چې دشو وي په وړاندې وجنگيږي ۪ که چيرته ستا دنده داوي چې روسان ددومره ووژنې چې نور ووايي چې بس دى نو پهکار دي چي دا ول سرتمبه اوسخت سره خلک ولري ۪ اودا اتفاقا همدا خلک دي چې پنځه وخته لمونځ کوي ۪
پيتر تامسن :
  عبدالحق امريکا اونورو ته نيغه خبردارى ورکړ ۪ چې اورپکو اڅخه به ددوې ملاتړ ديو بل افغان جگړي زمينه برابره کړي ۪ اوپه افغانستان کې به دلا بلي شخړي اومرگ زوبلي اوتخريب سبب شي ۪ نو غربيانو ته نه ښايي چې ددغه لاري ملاتړ وکړي کومې ته چې اى اس اى پراختيا ورکوي ۪ اوده په سې اي اى  باندي نيوکې وکړي ۪
عبدالحق :
 (( کله چې تاسو پر موږ باندې دتند لارو په هکله فشار اچوۍ تاسو پخپله دتندلارو ملاتړ کوۍ اوهغوته تر ټولو زياتې پيسې اواکمالات ورکوۍ ۪ ))
راوي  :
همدارنگه ده پيترتامسن ته په نيغه  شکايت وکړ اوورته وي ويل چې اودافغانستان په باب دامريکا سياست په غلطه روان دى ۪
عبدالحق :
 (( زموږ يوه ستونزه داده چې تاسې زموږ په هکله هيڅ سياست يا پاليسې نهلرۍ ٬ تاسي سناء کانگرس ٬ سپينه ماڼۍ ااو ددفاع وزارت لري چې هره ورځ په خپلو منځو کې سره په مبارزه بوخت دي خو تاسي هيڅ پاليسې نه لرۍ ۪ تاسو امريکايانو څخه موږ يوازې ملگرتيا غواړو ۪ زموږ اوستاسو گډ دوښمن شورويان دي ۪ خو موږ تاسو ته سلامي نه شو نيولى ۪ موږ دتاسو گوډاگي نه شو کيداى ۪ که تاسو داسي هيله لرۍ چي موږ به دتاسو گوډاگي شو نو دستاسو اودشورويانو ترمنځ موږ ته کوم فرق نهشته ځکه چې هغوۍ هم غواړي چى موږ دهغو گوډاگي شو ۪
اوى :
خو شورويانو ته ماتي ورکول لا پاتې وو ۪ سره له دې چې عبدالحق خپله پسه له لاسه ورکړي وه په ډيره بيړه بيرته افغانستان ته ستون شو ۪ اودده راتلونکې موخه داوه چى دکابل جلالاباد ترمنځ دمهمې ستراتيږيکې لاري کنت ول په لاس کې واخلي ۪ دا سړک کابل ته شاهرگ غوندې ارزښت لري ۪ اوورباندې قطارونه په منظمه توگه روان وو ۪ اوپه دغه کتارونو باندې به دمجاهدينو دحملو مشري دشاولي ناصري په غاړه وه ۪
راوي :
 دغي لاري دکنترول اولاس ته راوستلو له پاره ۲۵ شپې ورځې جگړه روانه وه ۪
راوي :
 شوروى اتحاد له پاره لس کلنه جگړه دڅوارلسو زرو وري عسکرو مړينه اودمليون هاو دالرو لگښت چې دکمونست رژيم څخه دملاتړ په خاطر يي زغمل نور ورته ډير گران تم ام شول ۪ نو په کال ۱۹۸۹ کې دوالنتين په ورځ دشوروي اتحاد وروستي عسکر دامو درياب څخه بيرته تر شا شو ۪

چک کوگن :
دفبروي مياشت کال ۱۹۸۹ کې دا يو رښتينى برى و۪ کله چې دشوروي ورستى عسکر په پله باندې تيرشو دا يو رښتينى احساس وو چې يو څه خو ترسره شو ل ۪ ډير شيان وروسته بيا غلط شول ۪ خو زه فکر کوم چې موږ بايد  دادسړى جگړي يو ترټولو ستر برى وگڼو ۪

-------- دايوه داس جگړه وه چې پرمخ بيول يي پر سر اوپه سرو زرو کيدله ۪ موږ ورته سره زر وروړل اودوى خپل سرونه ۪ موږ گډ ستراتيژيک هدف درلود اوهغه گډ هدف تر لاسه شو ۪ نويوه خوا هم دبلې خوا داحسان اودمننې پوره وړې نه ده ۪

-------- هير بايد نه کړو چې په رتښتينې نړۍ کې دسړې جگړې وروستۍ لوبه په م طلقه توگه يو ځل بيا روانه شوه ۪ هيڅ چا يي پروا نهکوله ۪ هيڅ چا ۪

عبدالحق :
 ما ولسمشر ريگن سره په کانگرس کې اوبيا په سنا کې وليدل ۪ دوې به همدا ويل چې موږ درسره يو هومره چې روسانو ته ماتې ورکړو اوتاسې خپل سياسي سيستنم جوړ کړۍ ۪ هغومره به درسره مرسته وکړو موږ غواړو ستاسو هيواد بيا  جوړ کړو داسې نورې ډيري وعدې يي راکړي ۪ خو سملاسي کله چې روسان په شا شول اوکمونيستي رژيم نسکور شو ۪ دا ټوليې وعدې په هيڅ لاهو شوې ۪

بډ مکفارلن :
 له بري وروستته د داتيامي لسيزې پهپاى کې دامريکا متحده ايالاتو افغان اولس سره سخته جفا وکړه البته له مجاهدينو سره ۪ دامريکا متحده ايالاتو دغو خلکو څخه گټه واخيسته دوې ېې استثمار کړل تر هغه چې دا جگړه وگټي ۪ کومه چې سړې جگړي ته دپاى دټکې دکيښودلو کې يو مهم عنصر گڼل کيږي ۪ هيواد ړنگ ويجاړ شو ۪ په م يونونو انسانان تلف شول دري ميليونه معيوب شول درې نه تر پنځو مليونو پورې نور په ايران اوپاکستان کې کډوال اومهاجر شول ۪ امريکايان داسې ترې ولاړل لکه چې هډو يي په امرياکايانو هيڅ حق نه وي ۪ داسخته بې وفايي ده له دې خلکو سره ۪ ))

راوي :
خو جگړه لا پاى ته نه وه  رسيدلي درې کاله نور هم جگړه په کار وه ۪ تر هغه چې کم ونست رژيم ړنگ شو ۪ اوس نو عبدالحق ته په کار وو چې خپل نوى رول ولوبوي ۪ اونورو مجاهدو قوماندانانو سره يو ځاى دافگانستان دسياسي راتلونکې لهپاره کار وکړي ۪

عبدالحق :
موز يو سياسې جوړښت نه درلود چې بالاخره له دغه برياليتوب نه گټه واخلي ۪ موږ پوځي قوماندانانو خپله دنده ترسره کړه ۪ دښمن ته مو ماتې ورکړه اوس نو موږ غواړو چې دوې يو سېاسي پروگرام په خپلو منځو کې جوړ اودافغانستان دراتلونکي په خاطر يو داسې جوړښت غواړو چې په په کرکه اووژنه اوټوپک نه وي  ولاړ ٬ په  نفرت اورټنه نه وي ولاړ موضږ يواداس جوړښت غوارو چې هيواد بيا سره يو موټى اوسوله اوامنيت ټينگ کړي ۪
راوي ۪:
عبدالحق غوښتل چې قوماندانان سره يو موټى شي اويو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې په کې دټولو توکميزو ډلو عادلانه استازيتوب وشي ۪ دغه کار عبدالحق بيا دخپل پخواني مخالف پاکستتان سره شخړي ته ورگډ کړ ۪
احمد رشيد :
عبدالحق په هيواد کې دننه وگرځيد قومانداناونو سره ليده کاته وکړل چې په يوه شورا کې يي سره راټول کړي ۪ اى اس اى زيار ويوست چې ددغه کار مخه ونيسي ۪ ځکه چې دوي کومه بله بدي ه ډله نه غوښتله  چې را منځ ته شې اواى اس اى نه غوښتل چې دقوماندانانو تر منځ کومه موافقه يا پريکړه ترسره شي ۪

حميد گل :
 پراخ بنسټه حکومت په افغانستان کې چې ددموکراسۍ اوقدرت ويشلو سره روږدى نه دى په روحې ٬ تاريخي اوسياسې لحاظ يوه بې مانا خبره ده ۪
راوي : دپاکستان هڅي چې نه يي غوښتل يوې پريکړي ته ورسيږي اويو غښتلي اوازاد افغانستان را من ځ ته کړ ٬ بريالۍ شوي ۪ اوحکمتيار څخه ددوې ملاتړ چې دهيواد مشري په غاړه واخلي نتيجه يي داشوه چې په هيواد کې سخته کورنۍ جگړه پيل شي ۪ پخواني مجاهدو قوماندانانو دخپلوبهرنيو پلويانو په زور قدرت ته درسيدو له پاره په خپلو کې سره غوبل شول ۪ څوارلس کاله جگړي وروسته چې دافغانستان دازادۍ لهپاره يي کړې وه عبدالحق نور نه غوښتل چې دهيواد په لازيات ړنگولو کي ورگډ شي ۪ اوله هيواد څخه ووت ۪ خو په ډيره ويرجنه توگه يي حالاتو ته کتل ۪ اودده وړاند وينې به رښتا کيدلې ۪ کورنۍ جگړي هيواد په کنډوالو اوکابل په خاورو ايرو بدل کړ ۪ عبدالحق دامريکا دباندنيوچارو  استازي پيتر تامسن ته په هيواد کې دراتلونکو خطرونو په هکله داسې وليکل ۪ :
(( داسي ويره موجوده ده چې افغانستان به پ پنځلسو يا زياتو پادشاهيو وويشل شي ۪ بهرني تند لاري دغه هيواد ته ورروان دي ۪ اوهلته کورونه اواووسلي اخلي ۪ ښايي چې افغانستان دوسلو اومهماتو په په زيرمو ترهگرو ته په تعليمي ډگر اوپه عين وخت کې دنړي له پاره داپينو په کرونده بدل شي ۪
کورنى جگړه چې دپاکستان له خواورته من وهل کېده ددې سبب سوه چې طالبان رامنځ ته شي۰ کله چې حکمتيار دهيواددکنترولولوپه  برخه    کي پاته راغى پاکستان ترې نه لاس واخيست اودطالبانو څخه يې ملاتړوکړاوورته يې پيسې اووسله ورکړه۰ داټولنه چې طالبانو جوړه کړه په نړۍ کې تر ټولوتندلارى اورپکى رژيم دى۰ په ښکاره  اعدامونه په  باقاعده کاربدل شوى دي  اوشرعي قانون په ډير سخت ډول تطبيقيږى، په موزيک ،تلويويزيون اوساعت تيري بنديزلگول شوى دى، ښځي يې په زوره په کور کي کښينولي دي اويابايد بورقه واغوندي ۰ زموږتاريخي ميراث اوتاريخ په تدريجي اوسيستيماتيک ډول له م نځه وړل کيږي۰
حميدگل: 
 دادطالبانو يو معجزه اسا غوندي لاسته راوړنه ده دوى افٌٌغان اولس  ته سو ه ، مرکزيت اويوڅه                عدالت     ور وبخښى۰
راوي :
   پاکستان له درېو هيوادونوڅخه ېو هيواد وو چې طالبان يې په رسميت وپېژندل۰
احمدرشيد: پاکستان طا بانو ته ډير نژدي شو په حقيقت کې دطالبانو مشري پيل کړه، نه يواځي دوسلې اکمالات، ترانسپورت اومخابره حتى ټول پلانونه هم داى ايس اى دافسرانو له خوا تر سره کېدل۰
راوي:  لکه څرنگه چي عبدالحق خبردارى ورکړى و افغانستان دټولي اسلامي نړى دتندلارو کوربه شو، دخندا خبره داده چي دوي يې په هماغه کمپونوکې چي پاکستان د سيا په پيسو په ۱۹۸۲ کي عربي داوطلبوته جوړکړي وو ځاى پر ځاى کړل۰ دطالبانو رژيم دترهگرى نړيوالي  شبکې دپاره اډه پېل کړه۰ ددغه اډې په زړه کې القاعده اوسامه بن لادن پروت و٠
احمد رشېد:
  په ۱۹۹۶ کې بن لادن په پټه په ډاډمنه توگه بيرته افغانستان ته راځي اوپه دې بريالى کيږي چي خپله ټول پوځي اوسياسي تشکيلات جوړکړي، دى دافغانستان چارې په لاس کې نيسي  په اساسي توگه ددولت واگي تر لاسه کوي۰ تاسي ېو ترهگر سازمان گورى چي ددو ت  واگي په خپل لاس کي نيسي او امريکايانو ددغو ټولو ننداره کوله اوورته يې اجازه ورکړه اوهيخ ډول اقدام ددې په مقابل کي نه کيده۰
راوي:  په ۱۹۹۸ کې القاعده دامريکا دمتحده ايالاتوپر سفارتونو په کينيا اوتانزانيا کي بريدونه وکړل چي پکښي۲۹۱  تنه مړه او زيات شمير نوريي زخمي شول
امريكايانو خپل غبرگون دترهگرو په ځينو اهدافو باندې دكروز د۷۰ راكټو په وارولو وښوده كوم چې دافغان په خاوره كې په پرتو كمپونو كې وو ٠ له طالبانو څخه دامريكا ملاتړ هماغسى پاتې شو اوكوم بدلون په كې رانغى ٠ دغو بريدونو عبدالحق دې ته اړ كړ چې په اقدام لاس پوري كړي ٠

راوي :
له شپږو كالو وروسته چې خپل نورمال ژوند يي پيل كړ ى وو اوخپل تجارت يي كاوه ٠ عبدالحق له پخوانيو مجاهدينو قوماندانانو دطالبانو پر ضد ديوه پراخه ټلوالي دجوړولو په نيت دخپلو اړيكو په ټينگولو پيل وكړ ٠

احمد رشيد :
 فكر كوم چې ده يوه مدرن لرليد ته چې افغانستان بايد څرنگه وي جوړ كړي ٠ دا زه بايد ووايم چې دا يو دموكراتيك لر ليد وو چې دټولو توکمو   گډون پكې و ٠
 عبدالحق :
ه ډيرو كلونو له جگړې اووژنو وروسته  دا لومړ ځل وو چې دافغانسان له گوټ گوټ څخه دشمال شرق اولويديز څخه چې بيلابيل مذهبي سابقه يي درلوده سره ټوليدل اوهمدايي ويل چې جگړه دحل لاره نه ده ٠ زه فكر كوم چې موږ يو والي ته اړتيا لرو ٠ اوموږ داسې ېو سيستم ته اړتيا لرو چې خلك په كې ديوه انسان په توگه ژوند وكړي ٠ اوخپل نظر په كې اظهار اودخپل خوښې حكومت پكې جوړ كړي ٠

راوي :
خو سياسي  ژون ته راتگ سملاسي په عبدالحق باندې اغيز وكړ اوپه ۱۹۹۹ كال كې يوه نا پيژندل شوي قاتل دده كورته ننوت برښنايي مړه كړه اوپه بې غږه تمانچه يي دده يوولس كلن زوي اوميرمن ووژله
ددغه قتل په تور هيڅوك ونه نيول شول ٠ دغه وژنې  عبدالحق لاپسې مصمم كړ چې بايد هيواد ته سوله راولي ٠ كله چې عبدالحق سياسې ژوند ته مخه كړه په دې وخت كې دوه امريكايانو هم دامريكا حكومت ته وويل چې دطالبانو دليرې كولو ملاتړ وكړي ٠
دهغوى والدينو په افغانستان کې کار کاوه اوميليونران وو ۪ دوي په دې لټه کې وو چې دامريکا دمتحده ايالاتو حکومت دې ته وهڅوى چې دطالبانو له بديل څخه ملاتړ وکړي ۪ ۪ دغو دوه تنو امريکايانو په خپلو پيسو غوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي ۪ دوي له عبدالحق سره کتنه کړي وه ۪ اوپه دې پوه شوي وو چې همدا يواځيني سړى دى چې له دوې سره گډې مفکوري اوخيالات لري ۪ اودطالبانو دنسکورولو رښتينى  پلان ورسره دى ۪ ))

 

جوريچي :
 دده پلان ددغو واقعيتونو نه په گټه اخيستو ولاړ وو لومړى داچې دى زيات پلويان لري چى دطالبانو مخالف دي ۪ اوبله داچې دطالبانو  په منځ کې  هم داسي زيات کسان پيژني چې دى ته تيار دې چې په يوه اشاره له طالبانو څخه وده ته ورواوړي ۪

راوي :
 عبدالحق او جو ريچې يوه دوه اړخيزه ستراتيژي جوړه کړه ۪ لومړۍ ستراتيژي يي داوه چې پوځي کمپاين وو ۪ يعني له طالبانو څخه ځانته دپلويانو اړول اودويمه داوه چې پخواني پادشاه ظاهر شاه دې ديوى متحدې سياسي جبهي مشري په غاړه واخلي ۪ چې ټولو قومونو څخه جوړه شوي وي ۪ ٬ دى ته اړتياوه چى دا پلان بايد په واشنگتن کې تسشريح شي اوورته انکشاف ورکړل شي ۪ نو جور ريچي ه مکفارلن سره چې په ۱۹۸۰ کال کې دجمهور ريس ريگن امنيتي سلاکار وو تماس ونيوه ۪

بد مکفارلن :
 ما پر عبدالحق باندي زيات باور درلود ۪ خو طالبان يو پنځه ويشت زرهکسيز قوت وو اوما فکر کااوه چى دى پيسو اوپوځي م ستې ته اړتيا لري چې وکړاى شي له دوې سره وجنگيږي ۪

جو ريچي : موږ خپل کار ته دوام ورکړ ۪ اوزيار مو ويوست چې خپل ځانونه ټولو ته په سپينه ماڼۍ ٬ دباندنيو چارو وزارت ٬ سې اى اى اوددفاع وزارت کې وروپيژنو ۪ اوورته ووايو چې عبدالحق څوک دى اوڅه پلان لري ۪ اوموز فکر کاوه چې که چيرته دوى پر دې خبر کړو دوې به ورسره زياته مينه وښايي ۪ اوله موږ سره به دهغه په حل کې مرسته وکړي
راوي: 
که څه هم دعبدالحق پلان دحکومت په ټولوزا تونوکې دتشويق وړوکرځيد خو دمکفارلن اودجو له خولې دسيا ځواب ددوى دهېلوسره سم نه و۪
مکفارلن :
هغه څه چي مي واورېدل هيڅ دباور وړنه وو ددوى دخبرو څخه داسي ښکارېده چي گواکي دامريکا گټي دلته روښانه نه دي. اوحتى فکر مي کاوه چي ښايې ددوى پاليسې به داوي چي دطالبانو سره کار وشي تر څوداظالمه ډله په يوې معتدلې ډلې بدله شي.
راوي :
داسي ښکارېدل چې دسيا دپاره دطالبانو ليري کول  چي ترهگرو کوربه وو لاتراوسه يوه نظريه وه خو عبدالحق  دلوېديزو له مرستو نه چي ددغه رژيم دنسکورولو لپاره پکار وي کوم چې لاتراوسه هم دپاکستان له خواورسره دپېسووسلې اودسړومرسته کېدله لاس په سر نشو اوطالبانو هم دپاکستان مرستو ته اړتياوه چي دمسعود دشمال اتحادپه وړاندي چي په هېواد کي دمقاومت په وروستي سنگر بدل شوى و جگړه کوله . عبدالحق غوښتل چي خپله ستراتيژي پراخه کړي اودمسعود ځواکونه هم پکښي ورگډ کړي په دې هکله ده دپيتر تامپسن نه چي دامريکا دمتحده ايالاتوخاص استازى اودمسعود ملگرى وو غوښتنه وکړه چې مرسته وکړي
پېترتامپسن :
موږدافغانستان – پاکستان په سرحدې سيمه کې داح مدشاه مسعودکتني ته   ولاړو احمدشاه مسعود په خوشحالي سره زموږ دغه اقدام ملاتړوکړ۰ کله چي موږ     بيرته راتلو   په تاجکستان کي هم تم شوم  هلته مې  پټ پيغامونه ولېږل اوپه دغوپېغامونو کې    مې  په پوره تفصيل سره معلومات ورکړل اوبيامي دباندينيوچارووزارت ته په دې هکله گزارش ورکړ۰ خوځواب يي را نه کړ اوراته يي  وليکل چې  بيرته هيواد ته راسه ۪                      
راوي :
 دام يکادباندينيوچارو وزارت او سياترمنځ  يوبل ته دمسوليت ورکولولولوبه پيل سوه ۪   عبدالحق پوهېده چې م سعودته بلنه به دلمړي خل لپاره ديوې متحدې جبهي جوړيدل رامنځ ته کړي اودعبدالحق دټول عمر ارمان او غوښتنه چې دافغانستان ازادول  ونږدي شوي وو  خوسيا ورسره ونه منل۰
بدمکفارلن :
 دادسېا يو حيرانوونکى غبرګون وو موږ يې سم دلاسه رد کړلواودعبدالحق په قابليت يې باور نه درلود اوزموږدستراتيژى سياسي ابعاد له دي کبله چي پاچا دير سپين ږيرى وو دوى ته دمنلو وړ نه وو خوددې سره سره دايوازينى پلان وو چي موږ پرې فکر کولاى شو اوبل دتحليل او تجزيي کوم فعاليت نه وو چې موږ هغه پيداکړى واى۰ څه بايد سوي واى؟  له دې نه چي منتظره پاته شو اوپريږدو چي طالبان وغوړيږي اودالقاعدې ضرروده ومومي  که څنگه ؟ هيچا سره کومه لاره نه وه۰
جو ريچي :
 دجولاى دمياشتي په پاى اوداگست دمياشتي په سر کي عبدالحق راته وويل چي نوردې وخت او انرژي مه ضايع کوه څه نتيجه نه لري ۰ موږ مجبور يو چي داکار په خپله تر سره کړواوموږيې پرته له دوى نه کولاى شو۰
عبدالحق  له واشنگتن نه ولاړى اوفکر يې کاوه امريکايانو بيا افغانستان پرې ايښى دى خوداځل لويديزته زيات گواښ متوجه وو
عبدالحق :
 دترهگرو قواوي دلته هلته دي ، افغانستان په يو بې څښتنه هېواد بدل شوى دى، خلک زموږ پاسپورت اواسناده بېله کومه مسوليته استعمالوي۰ دابه نړى ته ستونزه جوړه کړي که په جدې توگه يې غم ونه خوړل سي            
                           
راوي :
څ لور اونى وروسته دنيا ته معلومه سوه چي دعبدالحق وړاندوينه او خبرتياوي څومره رښتيني وې                                &n bsp;                                ;                               &n bsp;                                ;                               &n bsp;             بوش :
  په امريکا باندي دبمي بريد دمسولينواويا پړو په ښکار پسي وتلي يو۰ ماډير په خوا ويلي وو چي سمڅي او غارونه به پسي لوگي کړو اودوى به تري راوباسو اوپسي وبه يې ځغ وومحکمې او يا عدالت ته