دوه سپيان خوا په خوا په ځمکه خلم پراته و. د پښو په منځ کې يې هډوکي
نيولي او پرې خوڼېدل.
لږ وړاندې دوه ځوانان يو بل ته ، سره – سره کېدل، له ښکنځلو خبره تېره شوه، لاس او
ګريوان شول .
د دواړو له خولو او پوزو وينې روانې شوې ، خو لا ساړه شوي نه وو او هماغه شان يې يو پر بل باندې
وارونه کول.
دريم ګړى ترمنځ شو، په څه خوارۍ يې سره جلا کړل.
په قهر يې وويل : سپيان خو نه يي چې په خپ
و کې جنګونه کوئ ؟
سپيانو يو بل ته وکتلې ، سرونه يې وښورول شايد ويلي وي چې انسانان هم عجيبه قضاوت کوي!!
کابل ، د لړم دوهمه