دهيواددوتلي اوپېژندل سوي شاعراوليكوال ښاغلي عبدالباري (جهاني ) شپږمه شعري ټولګه پردرې سوه شپېته(۳۶۰)مخه په كندهاركي د(نارنج خپرندويه ټولني ) له اړخه د (رازونياز)په نامه ددوه زره ټوكوپه تيراژچاپ اوخپره سوه .دكتاب په پيل كي د خپرندويي ټولني تريادښت اودشاع ترخبرووروسته لس ټوټي هغه شعرونه راغلي چي (جهاني ) ته دمختلفوشاعرانوله خوا ډالۍ سوي دي. (رازونياز)په خپله من كي (۲۹)غزلونه ،(۱۵)نظمونه اوآزادشعرونه ،(۲۹)كېسې اونكلونه او(۱۵)ترجمې خپلو لوستونكوته وړاندي كړي دي .ديادوني وړده چي دښاغلي (جهاني)پنځه شعري ټولګي (وركه مېنه ،پايكوب ،دسباوون په تمه ،شپېلۍ،كوه طور. ) مخكي چاپ اوخپرې سوي دي .