خبرې ا ترې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14997
سيدرحمان بهير
دخبریدو نیټه : 2007-10-27


کله چې سپي خپلو کې سره راټول شي  يو بل ته په بد نظر کتل شروع کړي  سترګې يو بل ته بدلې کړي  وروورو دکوړنجي اوازونه له تا لو نه را وتل شروع شي ژامې يې خلاصې شي غښونه يې ښکاره شي  او له ستوني يې اوازونه راوتل شروع شي  پوزه يې پيته او تر ټنډې پورې  ورسېږي غا ښونه يې دباندې را وځي خولې نه يې لاړې الوزي او د بد بد اواز سره يو د بل سره ونښلي دده ښپه دهغه بل په غاړه اد دهغه بل ښپه دده په ملا باندې دده غوږونه د بل په خوله کې او د هغه ستونی دده په ژامو کې ده دی وخوړ او دا بل دی وداړه کوم چې کمزوری شو نو وتښتېده.
د بې تهذيبه خلکو مجلس همدا ډول وي اول خپلو کې سره کښېني وروسته وروورو خبرې شروع کړي يو څه خبره وکړي بل وايي نه داسې نه ده دا بل وايي ته څه پوهېږې دا بل وايي ته څه پوهېږې پدې کې دواړه په غصه شي رنګونه يې بدل شي سترګې يې کږې شي سخښتي يې څيرې او غاښونه يې ښکاره شي لا ړې يې الوزي  ژر ژر سا اخلي رګونه يې وپړسېږي سترګې پزه لاس عجيبه عجيبه حرکتونه کوي بد اوازونه يې د خولې نه راوځي پايڅې جګې او مټې بېډ وهي  دده غاړه دهغه په اس او د هغه ږيره دده په موټي کې که څوک ګواښکرندی پيدا شي  نو په غړمبېد غړمبېدو يو په يوه او بل په بله لاړ شي او که ګوښکرندی نه وي نو کمزوری وهل  وخوري  شکېدلې جامې او  جړ سر په خپله لار لاړ شي.
څومره چې انسان ترقي کوي هلته دا خبرې لږې پیدا کېږي سترګې بدلېږي پزه پلنېږي سا ژرژر اخيستل کېږي مګر خبره په همدې تمامه شي پدې ټولو مجلسونو کې څه نا څه دسپيانو د مجلس اثر وي نو انسان ته په کار دی چې دخپلو دوستانو سره دسپيانو په څېر خبرو نه پرهېز وکړي په انسانانو کې درايې اختلاف وي ددې لپاره بحث پکار ده که رښتيا ووايم بې بحث مباحثې مجلس هم څه پيکه غوندې وي مګر په خبرو کې تهذيب شايسته والی بايد دلاسه ورنکړو کله چې تاسو کوم مجلس کې ياست چېرته چې دمختلفو نظريو خلک وي څومره چې ممکن وي بېځا يه بحثونه مه کوی څنګه چې بحث اوږدېږي نا رضايتي را منځ ته کوي کله چې تاسو وينی چې بحث اوږد شو او زور يې واخيست څومره چې ژر ممکن وي ختم يې کړئ اوپه خپلو کې په خندا خوشحالۍ او د ټو و په خبرو زړونه يخ کړئ زه غواړم چې زما هيواد وال پدې خبرو غور وکړي چې ددوئ په مجلسونو کې بحث او خبرې اترې څ نګه کېږي.