د محمد طاهر كاڼي څېړنه:
" ادب
په عربي ژبه ښېګړې ، كياست ، د ژبې او زړه ظرافت او ذكاوت ته وايي ، چې ظرافت او حسن تناول يې لنډ لغوي تعريف دى.
ادب په اصطلاح كې هغه پوهنه يا ښه رياضت دى ، چې سړى د هغه په وسيله يو فضيلت او يوه ښېګړه له ښېګړو څخه مومي ، يا
له تېروتنو او خطاوو څخه ژغورل كيږي.\" (۱)
" ادبيات د يوه ولس ، سيمې او يا ټول بشريت د خطي او چاپي اثارو ټو
ګه ده.\" (۲) هغه ادبيات چې د يوې سيمې يا لويې وچې په اډانه كې راپنځېدلي وي او د ځينو ځانګړتياوو له مخې يو بل ته س
ه نږدې وي ، د هماغو سيمه ييزو ادبياتو په نامه هم ياديږي. لكه ، ختيځ ادبيات ، لوېديځ ادبيات ، اروپايي ادبيات
او يا هم نړيوال ادبيات. له نړيوالو ادبياتو نه موخه د نړۍ د ټولو ولسونو د ادبي ( نظم ، نثر ، ډرام ) اثارو ټو
ګه ده. د هر ولس په تاريخي بهير كې ټولې ادبي ، هنري پنځونې له هر څه لومړى د هماغه ولس ملي ادبيات دي او د
هماغه ولس لوى او اوڅار ليكوالان د خپل ادبي تاريخ روښانه او ځلاند څپركي جوړوي. ليكوال \" چنګېز ايتماتوف \"
هم يو له دغسې ليكوالو څخه دى ، چې د قرغزي ادب يوه وتلې څېره ګڼل كيږي.
د قرغزستان د اوڅار ليكوال
\"چنګېز ايتماتوف\" ( ۱۹۲۸ زكال زوكړه ) په پنځونه ( خلاقيت ) كې دوې بنسټيزې عنعنې شتوالى لري ، چې هغه د ق
غزستان ملي فلكلور او روسي ( كلاسيك او اوسني ) ادبيات دي. \"چنګېز ايتماتوف\" ليكي :\" موږ په هنري پنځونه كې د
"بيلينګويزم\" ( ۳ ) ( دوه ژبېتوب ) تجربه لرو. دا تجربه ددې مانا لري ، چې په ادب كې تر ټولو سمه لار د دوو ژبو د
پوهې يو ځاى كېدنه ده. زه خپل كتابونه په قرغزي او روسي ژبه ليكم؛ كه چيرې كتاب لومړى په قرغزي ژبه ليكل شوى وي ،
زه هغه په روسي ژبه ژباړم ، همدا راز كه په روسي ليكل شوى وي ، نو يې په قرغزي ژباړم. له دغه دوه اړخيز كار څخه
مې ډېر قناعت په برخه كيږي. زما په اند دا د ليكوال يو ډېر په زړه پورې دنننى كار دى ، چې د سبك بشپړتيا او د ژبې
تمنتيا رامنځته كوي.\"
د قرغزستان ملي ليكوال او د ډېرو جايزو ګټونكى \" چنګېز ايتماتوف \" د قرغزستان
د \"شېكېر\" په كلي كې زېږېدلى دى. په لومړي سر كې يې په كليوالي ښوونځي كې ، وروسته يې بيا د ولسوالۍ په ښاري
ښوونځي كې زده كړې كولې. د ۱۹۴۳ ز جګړه ييز كال په دوبي كې ، كله چې په كلي كې نارينه بېخي لږ پاتې وو ، زلمى \"ايتم
اتوف\" د \"شېكېر\" د كليوالي شورا مشر شو. د ده لومړنى ناول \"جميله \" هم پر همدغه كال ليكل شوى دى.
"چنګېز\" و
وسته په \"جامبول\" كې د زولوژۍ په تخنيكم كې ، ورپسې يې د قرغزستان د
كرنې په انستيتوت كې زده كړې وكړې او دغه
انستيتوت يې په ۱۹۵۳ ز كال كې پاى ته ورساوه. پلار يې دغه مهال د قرغزستان د ايالتي ګوندي كومېټې منشي
و.
د انستيتوت له پاى ته رسولو نه وروسته ، \"ايتماتوف\" د قرغزستان د څارويو د پوهنيز – څېړنيز
انستيتوت په فارم كې كار كاوه. له ۱۹۵۲ ز كال نه راوروسته په سيمه ييزو ورځپاڼو او مجلو كې دده يو شمېر كيسې او
داستانونه چاپيږي ، او له دې سره سم د ادبياتو نړۍ ته ننوزي. \"ايتماتوف\" روسي ژبې ته د قرغزي ليكوالو اثار
ژباړي. له ۱۹۵۶ ز كال نه تر ۱۹۵۸ كاله نوموړى په ماسكو كې د \"ماكسيم ګوركي\" په نامه ادبياتو انستيتوت كې زده
كړې كوي ، او په ۱۹۵۷ ز كال كې د شوروي اتحاد د ليكوالو د اتحاديې غړى كيږي.
په ۱۹۵۸ ز كال د \"نووي مير
\" په مجله كې د \"ايتماتوف\" د \"جميلې\" ناول چاپ شو ، چې د ليكوال په پنځونه كې يې لوى ځاى ونيو. پخپله \"ايتماتوف
" په دې اعتراف وكړ ، چې دغه ناول ته د \"نوي مير\" مجلې مسؤل چلوونكي \"ا . تواردوفسكي\" نوم وركړ.
كله چې
نوموړى ناول په اروپايي ژبو وژباړل شو ، نو ايټالوي ، فرانسي ، انګليسي لوستونكو په هغه كې د ځان لپاره په ب
پړه توګه يو ناڅاپي څيز راوسپړه ، چې هغه د هغه ځانګړتيا، په زړه پورې عجيبه بشپړتيا، د هغه ژورې او نازكې
ولولې وې. كه څه هم پخپله د ليكوال په هېواد قرغزستان كې دغه \"زړوره سندره\" د ټولو لوستونكو له خوا يو ډول درك
نه شوه ( ليكوال د \" جميلې \" په ناول كې ختيځه ښځه زښته ډېره ازاده او خپلواكه ښودلې ده ) سربېره پر دې ، بيا هم
پخپله د ليكوال لپاره دا ناول د ډېرو مفاهيمو له پلوه يو ځانګړى اثر و.
په راوروسته كلونو كې \"ايتم
اتوف\" په ډاډمنتيا سره په ليكوالۍ كې د خپل قرغزستان سكالو په كار اچوي. له \"جميلې\" نه وروسته ليكوال د هغې
نورې څېرې لټوي ، خو ټولې لټونې يې د \" ګناه \" په اډانې سره محدوديږي. ليكوال وړانديز كاوه ، چې ددې لاندينيو اثا
و \" زما چنارګى په سره دسمال كې\" او \"د اوښ سترګه\" د كركټرانو خبرو ته يې غوږ ونيول شي. په ۱۹۶۳ ز كال كې
يكوال د \"مورني ټاټوبي\" په نامه ناول وليكه ، چې په ارګانيكي ډول پكې ټوليز قانون او د ژوند واقعيت يو ځاى
وي وو. په هماغه كال كې د ليكوال يو بل ناول \"لومړنى ښوونكى\" هم چاپ شو ، خو دغه ټول اثار دده لپاره په لوى
نثر باندې له پيل كولو نه مخكينى پړاو ګڼل كېده.
په ۱۹۶۶ ز كال كې د \"ايتماتوف\" نوى اثر \" له ګلسارې
سره خداى پاماني \" چاپ شو. له اره ددغه ناول سكالو په يوه غونډله كې راټوله شوې ، چې د ټول اثر سوژه زېږوي:\" خړ
اس دده زړښت ته له غاښي ( كوتل ) نه ها خوا انتظار ايست ، او تنو باى دا مهال د ځوان ، سمند او يرغه اس سو
لي كوله.\" دا د ختيځ د ظريف ، نازك فصاحت او وضاحت يواځينۍ ساده بېلګه نه ده ، دا له ګڼ شمېر بېلګو څه يوه بېلګه
ده. دا د نثري شاعرانه ښكلا د منځ زړى دى ، د ټول بيان لپاره يو دى ، چې په سوژه ، سريزه ، او پاى باندې بدليږ
ي.
د \"زړښت اس\" وخته بياولاړ دى او اتل ته انتظار باسي ، لكه په ژوند باندې چې د انسان له پيل كېدو نه
مخكې كومه پيلامه وي. دى هغه ته له غاښي نه ها خوا انتظار باسي ، او تنوباى ورو ورو دغه راتلونكي ، يانې زړښت ته
ورځي. له دې سره يو ځاى ځوان ، سمند ، يرغه اس هم زړيږي ، په كمزوري او جاډنګ اس باندې بدليږي. \"په زړه بګۍ كې زوړ
سړى سپور ، بګۍ روانه وه. د ګلسارې سمند يرغه اس هم زوړ و ، ډېر زوړ...\" له \"غاښي نه ها خوا لار\" داسې پيل كيږ
ي ، هغه لار چې يو مهال يې د كركټرانو ، يانې اس او سپاره ورو ورو مزل نه مانه... نن ورځ هغوى زاړه شوي او خپلې و
وستۍ پولې ته روان دي.
د ايتماتوف د \"سپينې كيشتۍ\" ناول ، چې په ۱۹۷۰ ز كال كې چاپ شو ، له اره اتو بيوګ
افيكي ناول دى. ليكوال پخپله اعتراف كوي چې ډېر پخوا يې غوښتل د هغه څه په باب كيسه وليكي ، \"څه چې زموږ له خوا م
يراث پاتې شوى او څه چې مو له لاسه وركړي دي.\" \"سپينه كيشتۍ\" يو ارمان دى ، چې يو كوچنى هلك هغې ته ، يانې خپل
دغه ارمان ته په لامبو ورځي. \"كوچنى هلك اوبو ته ورګډ شو. اوس نو كوچني هلك لامبل او نه ډارېده...هلك په دې باره
كې فكر كاوه ، څومره به ښه وي چې په كب بدل شي ، چې وكولاى شي په سيند كې سپينې كيشتۍ ته ځان ورسوي...\"
په
ناول كې د هلك مړينې ته پراخه مانا وركول كيږي. سوژه د حيرانتيا تر بريده ساده ده. كه چيرې يې كيسه وليكل شي ، په
رښتيا سره هم كېداى شي په لسو مخونو كې ځاى شي ، لكه څرنګه چې په لومړي سر كې هم همدغسې په پام كې نيول شوې وه.
كله چې پولې ته نږدې ګاوزې راغلې ، د هلك نيكه ، چې يو مهال يې خپل لمسي ته ويلي و، چې د ګاوزو وژل ګناه ل
ي او اوبال دى ، پخپله يې د توپك په ګولۍ د \"مارال\" ګاوزه وويشته. دغې پېښې په ماشوم باندې دومره سخت اغېز وښند،
چې سيند ته ولاړ او ځان يې په اوبو كې ډوب ( غرق ) كړ. ټوله سوژه همدا وه. \"سپينه كيشتۍ\" د جنايت او سزا په باره كې
ځانګړى بيان دى.
د \"ايتماتوف\" نور ناولونه \"سپينې كيشتۍ\" ته ورته نه دي. \"سپينې كيشتۍ\" پخپل ځان
كې بېلابېل ادبي ډولونه ، ځېلونه ( ژانرونه ) ، لوري او سبكونه رانغښتي دي. هغه لكه د ختيځ بازار هر څه پكې شته
، څه چې دې زړه غواړي ، پكې موندل كيږي.
بې له شكه د ليكوال بل برى دده د \"فوديزيام ته ختل\" له ډرامې سره
تړلى دى. ددغې ډرامې سوژه ډېره ساده ده؛ داسې ښكاري چې د ډراماتيكي كار لپاره دا ډول سوژه ډېره نېستمنه وي. ددغه
اثر ډراماتيكي بنسټ له څه شي نه جوړ شوى دى ؟
څلور كسه پخواني ټولګيوال د زيارت ( پنجشنبې ) په ماښام د
مېلې كولو لپاره راټوليږي ، لږ لږ مشروب څښي او د يو بل په وړاندې پخپلو كړو اعتراف كوي؛ كره دا چې هر يو خپل ځان
سپينوي ، خو هر يو پخپله پړه هم پوهيږي؛ د خپل پينځم ورك ملګري ، چې مېلې ته يې نه دى رابللى ، په وړاندې ځانونه
پړه احساسوي. په دې ډول په \"فوديزيام\" كې صبور نشته ، خو اتلان يوازې دده په هكله فكر او خبرې كوي ، دده شعرونه
ولي ، وروستى ليك ، چې دوى ته يې رالېږلى و ، لولي، په بله وينا د هغه په څرګندونو ، كلام او يادونو باندې د شاعر
څېره جوړوي. زمينه او بنسټ شته ، خو د لوى يا مركزي كركتر ( پرسوناژ ) انځور نشته. لوى كركټر لا پخوا له صحنې
نه وتلى دى ، ځكه خو په صحنو كې بې ډرامې ډرامه جوړيږي ، له رامنځته شوې تراژيدۍ نه وروسته تراژيدي ، چې موږ ونشو
كولاى ويې وينو ، خو دلته يې په باره كې ډېر ويل كيږي.
دغه څلور ټولګيوال هڅې كوي چې له تشو او زړه تو
ونكو خبرو نه ځانونه خلاص كړي ، هممهال ساتيري كوي ، له غره نه ډبرې راغورځوي ، له ډبرو نه يې يوه په يوه زړه ښځه
لګيږي او وژل كيږي. د جنايت او خيانت پټ راز ليكوال د بل راز له لارې تشرېح كوي ، د بلې تصادفي وژنې له لارې. شك
توالى لري ، خو كره او ښكاره زباد نشته. خبره داده چې پرسوناژونو ته په هر حال سزا وركول كيږي. څوك د حماقت ، څ
وك د حسادت ، څوك د كړاو ، د پښېمانۍ او توبې په سزا محكوميږي.
د ليكوال \"ايتماتوف\" بل ناول \" برګ سپى
، چې د سمندرګي پر غاړه يې منډې وهلې \" داسې ښكارېده ، لكه د ليكوال د شل كلنې ادبي كارندتيا پايله اخيستنه چې پكې
شوې وي. پخپله ليكوال ويلي دي : \" تاريخ زموږ په وړاندې د انتخاب ډېر سخت او ظالم شرايط رامنځته كړل ، يانې \"يا
دا او يا دا\". نن ورځ موږ ټول په يوه بېړۍ كې سپاره يو ، له بېړۍ نه د باندې بې پايه كيهاني لايتناهي توب دى. پ
سوناژونه په يو سرحدي حالت كې دي. بېړۍ نړۍ ده. زه خپله دنده په دې كې وينم ، چې د كركټر اخلاقي بنسټ تر سخت ازم
ايښت لاندې راولم.\"
"ايتماتوف\" خپلو اثارو ته ډېر كره نومونه وركوي. اره موخه ، اره مانا په استعاره ( كنايه )
كې پټه ده ، لكه په وروستني ناول كې : \"برګ سپى چې د سمندرګي پر غاړه يې منډې وهلې\" د \" اوبو او وچي جبهه
"...
ليكوال پخپل رومان \" او پېړۍ پسې اوږديږي...\" كې داسې ليكي : كله چې انسان د خپلې زمكې له پولې نه ووزي
، دا نو انسان ندى ، بلكې فرد \"ايندېويد\" دى او ټول بشريت له هغه سره يو ځاى د كيهان په لور ګام اخلي\"
...
په شوروي ادبياتو كې د ليكوال \"ايتماتوف\" د \"پلاخا\" ( كوندې ) رومان رامنځته كېدل يوه لويه پېښه وه.
نوموړي رومان د بېلابېلو نظرياتو او نويو مباحثو څپه راوپاروله.
د ليكوال \"ايتماتوف\" اثار په
ټوله نړۍ كې په بېلابېلو ژبو ژباړل كيږي او چاپيږي. دده اثار له پخواني شوروي اتحاد او روسيې نه بهر د نړۍ په
اويا (۷۰ ) ژبو ژباړل شوي او چاپ شوي دي. دا ددې مانا لري ، چې ددغه قرغزي ليكوال له پنځونې سره په نړۍ كې لوستونكي
ډېره مينه لري. د \"ايتماتوف\" اثار د نباتاتو په شان دي ، چې په ټولو پراخو ، لوړو ، ژورو ، په لوېديځ ، ختيځ ، شم
ال او سويل كې راشنه كيږي او په هر ځاى كې د لوستونكو په زړونو كې غبرګون مومي.
" د \"چنګېز ايتماتوف\" د \"جميلې\"
ناول زموږ د هېواد تكړه ، زياركښ ژباړن او ليكوال اروا ښاد محمد نادر جلالي پښتو ته راژباړلى دى. (۴)
په وروستيو كلونو كې \"ايتماتوف\" لږ ليكنه كوله ، نوموړي څه موده ديپلوماتيكي دنده لرله او په
وكزامبورګ كې د شوروي اتحاد سفير و ، خو اوس يې بيا په هغه څه پيل كړى ، چې دى يې له بل هر څه نه ښه كولاى شي ، او
هغه هماغه ليكوالي ده. ليكوال \"چنګېز ايتماتوف\" اوسمهال په ماسكو كې ژوند كوي او پخپل نوي اثر \" د مينې
استازي\" باندې كار كوي. (۵)
اخځونه
. حبيبي ، پوهاند عبدالحى ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، لومړى او
دوهم ټوك ، ۱۳۸۴ ل ، ۲۰۰۵ ز كال پېښور ټاپ ، ۱۱ مخ .
۲ . ى. ن . زاخارېنكه ، ل . ن . كامارووا ، اى . و . نېچاېوا. په
وسي ژبه كې د بهرنيو نومونو نوى سيند ، ۲۰۰۶ ز كال ، ماسكو ټاپ ، ۳۶۰ مخ.
۳ . بيلينګوېزم د لاتيني ژبې له (
Lingua ) نه ، چې د ژبې په مانا دى ، اخيستل شوى. دلته ورسره د \" بي \" مختاړى او \"يزم\" وروستاړى يو ځاى شوى ، د
بيلينګويزم په بڼه راغلى چې د دوه ژبېتوب مانا لري. په ټاكلي ټولنيز چاپېريال كې د دوو ژبو كارول ، له هغه شمېر
نه په ادبياتو كې يا په دولت كې ، د بېلګې په توګه په كاناډا كې فرانسي- انګرېزي بيلينګوېزم. ى . ن . زاخارېنكه ، ل . ن
. كامارووا ، اى . و . نېچاېوا. په روسي ژبه كې د بهرنيو نومونو نوى سيند ، ۱۰۰ مخ ، ۲۰۰۶ ز كال ، ماسكو ټاپ.
۴. هېوادمل ، زلمى ، د هېواد تكړه ، زياركښ ژباړن او ليكوال ارواښاد محمد نادر جلالي. لېمه مجله ، ۱۵ ګڼه ۱۸ م
خ ، ۲۰۰۰ ز كال جون ، ماسكو ټاپ.
۵. ګ . پ . شالايووا ، ف . س . كاپيڅه ، و . پ . سيتنيكوف. هر څه د هر چا په هكله ،۱۲
ټوك ، ۶ – ۱۲ مخونه. ۱۹۹۹ ز كال ، ماسكو ټاپ.