پښتو یوه ډېره زړه ژبه ده، او په دې
ژبه کي ډېر داسي توري ستا چي د ډېرو ژبو څه اخستل سوي دي ، دا توري د اویستا ، سنسکریت ، لا تیني ، عربي
او سایبریاي (سکېنډنوین ) ژبو دي .
پښتو ځان ته خپل ګرامر لري چي د اوسنۍ ژبو لکه فرانسوي او جرمني سره سمون
خوري خو بیا هم دا په ګرامري توګه د نورو ژبو څه ځانګړې ده .
د پښتو ژبه یو ډېره آزاده ژبه د او په دې کي د ه
ي ژبي توري ځاي پر ځاي کېدلایسي ، لکه سماوار ، لېسه ، ستراتېژیک ، اېنرژي او داغسي نور توري .
تور
سماوار سایبېریاي تورﺉ دی ،او سماوار هغه اوبدان غوندي شی دی چي پښتانه یې و ناوي ته په کلنګ کي و
کوي کوم وخت چي تهرموزونه ( تهرمل کونسټېنټ ډیواسیز ) نه وه نو دا به یې و ناوي ته ور کړﺉ چي ډیري چاي
پکښي و ایشوي . اما دا توری د کېفېز د پاره هم کارېدی او اوس توری کېفې یې پر ځاي کاریږي .
تورﺉ لېسه چي په
اصله فرانسوي کي لېسانز هم ورته واي ، مونږ یې په د ښونځۍ د پاره کارو او په دې ناپوه یو چي لېسه د کومي ژبې تو
ی دی . په ځیني ځایو کي ورته مکتب وایو او په ځیني ځایو کي سکول .
تورﺉ ستراتېژیک د لا تیني (ګریکي ) ژبي
توری دی او د دې معنی ده ځاي ګټمن یا سیمیزه ګټه اما بیا یې هم مونږ یې کارو ولي چي مونږ خپل د ریښیزه ژبو لکه
اویستا او سنسکریت څه نا خبره یو .
ځیني خلګ په دې رایه دي چي هر څونده نوي توري وي هغوندي مو ژبه بډایه (خانه )
کیږي .
په لوړو څو لیکو کي ما داسي ساده توري چي ډېر یې مونږ روځنیزه کارو ور ته اشاره کړې ده . که مونږ
داغسي د نورو ژبو تور ي کارول نو داسي خو به مونږ د ټول نړۍ د ژبو توري خپل په ژبه کي را جزب کړو . او بیا به د
سر درد دا وي چي کم یو کار کو.
نوی نسل چي زیاتره په اروپاي او امریکاي هېوادو کي لوي سوی دی د هغو د آسانتیاو
دپاره مونږ سټېنډارډ ژبه دلاسه ورکو او ډېره یې نوره لاهجیي کو . ځیني پوهاندونه لکه پوهاند معصوم هوتک او
پوهاند زیار ښاغلی ډېر زیار باسي چي ژبه پیاوړې کي . ښاغلی هوتک یې غواړي چي هر څوک په پوه سي او
سانه وي اوښاغلی زیار یې غواړي چي اصله وي او خلګ په پوه سي . دواړه خپل پر ځاي سم دي د دې دپاره چي دا
پوهاندان و یوې لاري ته راوزي چي هغه دټولو په ګټه وي باید پوهنیزه اتري سره وکي .
اما بل اړ خ ته بیا هغه
یکوالان دي چي د پښتو سمي ی ګاني یې لا نه دي زده او یو څو ژباړي وکي دوﺉ واي چي دوﺉ ډېر ورسېدل او دوﺉ هم
نیوکه کولاﺉ سي . دا لیکوالان و ژبي ته ډېر زیان رسوي او ژبه د سټېنډرایزیشن څه و لاهجو ته محدود ي . که دوﺉ
نیوکه لري نو دي یې و هغه پوهاند ته ورسوي، نه چي خپل د ځانګړو ګټو یا د دښمنۍ د پاللو د پاره د نورو ژبه ورخرابه
کي . د دې خو ډېر مثالونه سته او هغه یو څوک چي د ښکلاد مجلي چلونکی یې ځان وښوﺉ او په رُڼا راډیو کي یې ویل چي سم
اوار د چرسیانو ځاي دی . ښاغلی به سم وي چي د رُڼا راډیو ډیري هندی سندري چلوي اما د سماوار په اړه یې خپل پوه سم
ه روښانه کړه .
داسي ډېر نور لیکوالان دي چي نوم یې نه اخلم خو په پښتو کي په را او د ور په
کارېدو نه پوهیږي او دوﺉ د پښتو خبرونه واي .
ددې دپاره چي د پښتو ژبه د ناپوه او ناکاره لیکوالانو څه وساتل
سي او د پوهانو در مینځ اتري وسي باید یو بې طرفه او د هري لاهجې پوهنتونیزه پوهان درلودونکی ، او
پوهنتونیزه جوابغاړي درلودونکی، د پښتو اکېډمیسیون په سمه توګه جوړ سي چي ټول و داغه یو ځاي ته د خپلو
پوښتونو د پاره په تماس سي .
او که داسي و نه سي نو هر څوک به خپلسره پښتو واي او دا ژبه تر سټنډارډبه و لاهجو
ته ډېره واوړي . او ورسته به ورو ورو ورکه سي یا به د اُردو غوندي نیمه انګلیسي سي یا دکاناډا د
نیو برنسوک فرېنګلش (اېک ) ژبه به سي چي نه انګلیسي ده نه فرانسوي .
په ډېر درناوی زه به ستاسو د ځوابو او
پوهنتونیزه نیوکو او پوهنتونېزه وړاندیزو په تامل یم .