Grid څه ته وايي؟
د هر څه د مخه
بايد ووايم چې په دې مضمون پوهيدل لږ څه فکر او پام ته اړتیا لري نو که په لومړي ځل مو پرې سر سم خلاص نه شو هيله ده چې دا درته هسې عبس او ډير سخت ښکاره
نه شي.
Grid Computing په حقيقت کې د کمپيوټر له هغه استعمال څخه
عبارت دی چېرې چې د ډيروکمپيوټرونو Resource سره راټوليږي او د
يوې ستونزې د حل کولو يا د يوه څیز د جوړولو لپاره استعمال شي. دا ستونزې او يا امکانات، کیدای شي ساينسي او يا تخنيکې وي ولې د دوی د حل او يا جوړولو لپاره د څو کمپيوټرونو ډيرو توښو Resource او يا ډيرې Data ته اړتیا ده. د Grid computing يو ښه مثال د SETI (Search for Extra Terrestrial Intelligence) پروژ ه
ده کومه چې نن هم روانه ده په کومې کې چې په زرګونو کسان او کمپيو ټرونه دانټرنيټ په ذريعه همکاري کوي . دوی د
خپلو کمپيوټرونو له هغو اضافي توښو Resources څخه کار اخلي کوم
چې د استعمال وړ نه دي تر څوپه Rational نښو پسې په فضا کې وګرځي.
څو لويې پروژې :
د Grid computing اصلي هدف دا دی چې وکولای شي يو پروګرام په څو
برخو داسې وويشي چې بيرته يې سره نښلول اسانه وي، او هغه ويشل شوې برخې بيا په خپل وار سره نورو زرګونو کمپيوټرونو ته وليږدوي. Grid computing ته
سړي کولای شی د يو ويشونکي او لوی Cluster
Computing ، او يا هغه شی چې په جال کې ويشل
کوي د parallel processing په طريقه تر شا ولاړ عمل کوونکی ووايو. کېدای شي دا ديو اورګانيزيشن په جال کې نښتي کمپيوټرونه وي او يا له ډيرو کمپيوټرونو څخه عبارت ده چې په م
ختلفو ځايونو کې وي او يو له بل سره په يوه يا بله طريقه همکاري کوي.
ډيرو اورګانيزيشنونو ، Professional groups ، پوهنتونونو او نورو ا
ګانونو له دې نظريې څخه کار اخستل پيل کړي او يا يې په عيارولو بوخت دي چې یو داسې نظام platform او پروګرامونه جوړکړي چې ترڅو دوی ته دا امکان برابر کړي چې دوي grid
computing پروژې
و چلوﻻی او کنټرول کړای شي.
اروپايي ټو
نه يو شمير ورته پروژې تمویلوي .په ا مريکا کې The
national technology grid د grid په زیربنا کار کوي چې یوه داسې Prototype
(اصلي بڼه او یا لمړنۍ بڼه) جوړه کړي چې د دې Grid څخه بيا عادي خلک هم کار واخيستی شي.
Oracle corporation دا ادعاکوي چې د Oracle 10g په معرفي کولو سره به دوی وکوﻻی شي داسې پروګرام
ونه او Administration tools جوړکړي چې Grid Computing له خيالي او نظري دنيا څ
خه حقيقي او عملي دنيا ته راوړي او خلک ترې په عملي ډول کار واخلي. يو شميرنور شرکتونه هم دا وايي چې دوی هم
کوﻻی شي Grid computing خلکو ته وړاندې کړي چې د دوی له جملې څ
خهSun Microsystem دی چې Engine software يې جوړ کړی دی.
خيال که حقيقت:
که دکمپيوټر ټيکنا لوژي جوړونکو
ځينو وتلو اولويو شرکتونو لکه IBM ، HP ، Sun Microsystems يا Oracle corporation ته غوږکېښودل شي نو
دوی ټول د Grid Computing په اړه ليکنې کوي او پرې غږيږ
ي.
امکان لري دوی خپلو جوړ شوو توکو ته بیلا بیل نومونه لکه Utility computing ، Power on demand ، Autonym data
management نوم
ورکړی وي ، ولې په حقيقت کې د دوی ټولو اصلي هدف دا دی چې دکمپيو ټر هغه شته (موجوده) ليکن اوده (له کومې چې کار نه
اخستل کېږي) توښه Resources په کا ر راولي يعنې دا چې د موجودو توښو څخه په لوړې کچې کار واخ
ي.
اوس موږ ته پکار ده دې پایلې ته و رسيږو چې د Grid Computing دا بیلا بیل نومونه په حقيقت کې د يو لوی او پر مختللې موخې په لور روان دي نو بايد وويل شي چې پدې صورت کې به data
ساتلې وي او له هره ځايه به استعماليدای شي او Network complicity به د پردې تر شا يعنې پټه وي.
د اعتبا ر وړ ټيکنا لوژي:
دا ټيکنالوژي اوسمهال د ﻻندې درو
ټکو له مخې ډيره اعتبا ري بريښي:
١: دا ټيکنالوژي به په کم لګښت ډير څه وکوﻻی شي.
٢: دا به هغه Methods وي چې دکمپيوټر اړونده هغه ستونزې حل کړي کومې چې دومره غټې او ستونزمنې دي چې د هغه د حل لپا ره د ومره قوي کمپيوټر پيدا کول
ډير ستونزمن کا ر دی.
٣: داټيکنالوژي کوﻻی شي د ډيرو ، او ډیری مهال بیلا بیل کمپيوټرونه يو له بل سره په همکا رۍ د هغوی د توښو
په استعمالولو سره د يوه همکار کمپيو ټر په څير خپل هدف ته ځان رسوي او کا ر تر سره کوي.
د Data Resources څخه په ښه تو ګه ګټه اخيستل:
لکه څنګه مو چې وليدل په حقيقت کې د Grid Computing مفکوره ساده او اسانه ده . پدې کې مختلف کمپيو ټرونه ، مختلف پروګرامونه او بیلا بیلې ټيکنا لوژۍ چې يو بل څخه
لرې او يا نږدې دي سره يو ځای کار وکړي او هغه توښې چې دوی يې نه استعمالوي له هغو څخه ګټه اخيستل کېږي . دا کمپيوټرونه او توښې امکان لري په يوه اورګان کې دننه وي او دا هم شونې ده چې دا استعمالونکي او د دوی کمپيوټرونه د مختلفو اورګانونو
وي ليکن د يو معلوم هدف د تر ﻻسه کولو لپا ره يې خپلې توښې يو ځای کړي او کار ترې اخلي . Grid computing د
يرو په اند هغه نوې ټيکنالوژي ده چې په راتلونکې کې به په کا ر وړل کېږي نو کېدای شي ډيرو ته دا د حيرانۍ وړ خبره
دا وي چې که و وايو چې همدا نن هم يو شمير اورګا نونه او شرکتونه د دې ټيکنالوژۍ له م
فکورې څخه ګټه واخلي او ځينو خو عملي جنبه هم وراغوستې ده. اکثره دا اور ګانونه او شرکتونه په زرګونو کمپيوټ
ونه لري او د دوی ټول Servers يانې خدماتي کمپيوټرونه ډيره overcapacity
ري چې دلته ترې د دې نوې ټيکنالوژۍ Concept په سمې طريقې کار اخيستی
ي.
دوه ډوله Grid :
فکر خو داسې
کېدای شي چې ټول هغه لوړ ظرفیت چې موجود دی د هغې څخه کار
واخيستل شي ، ليکن دا کا ر يو شمير ستونزې لري . د ټولو څخه غټ او لوی مشکل دا دی چې تر اوسه پورې داسې کوم پروګ
ام نشته چې هغه د Operating system په توګه په ټول Network يعنې شبکه کې کار وکړي تر څو ټولې
هغه توښې چې ترې کار نه اخيستل کیږي اویا په بلې وينا ویده
دي، هغه پيدا کړي او کار ته يې چمتو کړي .
دوهمه
غټه ستونزه بيا داده چې تراوسه پورې دومره ډیر Applications جوړ شوي چې داسې ويشلې توښې سره را ټولې کړي او بيا ترې په
سمه توګه ګټه واخلي. په حقيقت کې دوه ډوله Grid شته دي .
لومړی:
Data Grid :عبا رت له هغه Grid څخه دي چې د معلوماتو د ويشلو لپاره پکاريږي. دا Grid موږ
د هغو معلوماتو سره چې مو ږ يې ګورو ، ويشو او تر لاسه کوو (له انټرنيټ څخه) هم پرتله
کوﻻی شو ، ولې پدې ځای کې زموږ Focus د ﻻزياتې دقيقې منځپانګې ، او ډير زور مو د کم
پيوټر په توښې اچوو . IBM او د
دانجنير رياض احمد عابد
(raabed@yahoo.no) ژباړه - اسلو . نا
وی