بسم الله الرحمن الرحيم
انس (رض)
وايي : لس کاله مې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خدمت وکړ، په الله قسم؛چې ماته يې د (اف) په اندازه رټونکې
خبره نه ده کړې او په هېڅ کار کې راته نه نه دى ويلې،چې؛ ولې دې داسې وکړ؟ ياولى دې داسې ونه کړ؟راه مسلم اودهمده په
روايت کې راغلې دي چې:((وينځې به د پېغمبر(ص) لاس ونيوه اوهرچېرته يې غوښتل ځان سره يې بوولو اوکه چابه ورسره روغبړ
وکړ نو خپل لاس به يې دهغه په لاس کېښود ، ترهغه به يې خپل لاس نه پرېښودلو چې سړي په خپله خپل لاس پرېښوده،اوت
هغه به يې دسړي څخه مخ نه آړوه چې سړي به ترى مخ و ګرځاوه،اوهېڅ کله داسې نه دى ليدل شوى چې خپلې ښپې يې دخپل هم
ناستي په لور غزولي وي .
عاېشه رضي الله عنها وايي : (( داسې نه دى شوى چې دالله پېغمبر(ص) ته ددوو شيانو
دانتخاب اختيار ورکړشوى وي،مګرداچې؛اسانه کاربه يې په کې غوره کاوه خو په دې شرط چې به ګناه نه وه،خوکه به ګناه
وه نو بيابه ترټولو ترې ډېرلرې و،اودخپل ځان انتقام ېي نه دى آخيستى،مګر دالله(ج) دحکم دپېمالېدوانتقام به ېي
خيسته.
دالله(ج) پېغمبر (ص)پخپل لاس هېڅوک نه دى وهلى، نه يې ښځه وهلې اونه يې خدمت ګار،[نه يې ماشوم]خودالله (ج)
په لاره کې يې جهاد کړى .
(( له انس بن مالک(رض) نه روايت دى چې زه دپېغمبرr سره روان وم،اوله بدن نه يې يو
پڼداوزيږ څادر راتاوکړى و، چې ديواعرابي سره مخ شو،اعرابي دڅادر له يوې څنډې څخه کلک راونيو اوداسې کلک ټکان
يې ورته ورکړ چې دسرو تغمو نښې ما دهغه پر مبارک اورمېږ وليده او ورته يې وويل:اى محمده (ص) ! امروکړه چې دالله(ج)
له مال نه راته څه شى راکړل شي! پېغمبر (ص) ورته وکتل،وې خندل او امر يې وکړ چې ورسره مرسته وشي
.
له عاېشې نه روايت دى :(( الله(ج)نرم چلند والا اومهربانه دى ، اونرم چلند اومهرباني خوښوي اودنرمۍ اومهربانۍ
په بدل کې هغه څه ورکوي چې په سختدلۍ اوپه زړه کراړي نه ورکوي )). مسلم .
په بل روايت کې داسې راځي :
(( داجوته
خبره ده چې نرمي اومهرباني چې په هرشى کې وي نوښکلا وربښي ، اوچې په هرڅه کې نرمي اومهرباني نه وي هغه بد
نګه اوبدشکله کوي )).
له جرېر(رض)نه روايت دى چې رسول الله(ص) فرمايلي دي :
(( يقيناً چې الله کوم شيان د نرمۍ
اومهربانۍ په بدل کې ورکوي دکمعقلۍ اوحماقت په بدل کې نه ورکوي )).
کله چې الله(ج) له کوم بنده سره دوستي
وکړي ، نو نرم خوى ورته ورکوي، اوهره کورنۍ چې له نرم چلنۍ اوله متقابلې مهربانۍ څخه محرومه شوه؛له ټولو
ښيگڼو څخه محرومه بى برخې ده.الطبراني .
له عاېشې رضي الله عنها نه پوښتنه وشوه :دالله پېغمبر(ص) په خپل
کورکې څۀ بوختيا لرله؟
هغې وويل:((په کورکې دخپلې کورنۍ په خدمت کې بوخت و،اوکله چې به دلمانځه وخت شواودس به يې
وکړلمانځه ته به راووت.
انس وايې:دالله پېغمبر(ص) ترټولوخلکو دلوړې اخلاقي کچې خاوندو.زما يو تي خور ورور چې
نوم يې ابا عمېرو، يوه ناروغه چڼچڼه چې نوم يې نغير وهم ورسره و،د الله(ج) پېغمبر (ص) به ورسره خوږلني ( خوش
طبيعتي)کوله اوورته ويل به يې:ابا عمېره نغيرڅه وکړ؟ ))
د پېغمبر(ص) ددرنوخويونويوڅو بېلګې:
د الله (ج)
د پېغمبر(ص) په اخلاقوکې دامشهوره ده چې سخي و په هېڅ شي کې يې هېڅ کله هېڅ ډول بـخل يې نه دى کړى، زړور وه له حقې
وينااوحق کارڅخه هېڅ کله په شاشوى نه دى،عادل ودفېصلې په کولوکې يې هېڅکله ظلم نه دى کړى ، دخپل ژوند په ټو
وپړاوونوکې پوره ريـښتينى اوامانتکارواوالله تعالى مسلمانانوته امرکړى چې په پل يې پل کېږدي اوپه عطرينه شم
ائلو،اوصفاتو سره يې ځانونه خوږبويه اوسينګارکړى.
الله(ج) فرمايلي:((اِنَکَ لَعَلَى خُلُق عَظِيم))يقينا ته په
ډېرو لوړو اخلاقو برابريې
قاضي عياض ويلې دي:پېغمبر(ص) ترټولو خلکو ښائسته و، ترټولو خلکو سخي و، ترټولوخ
کوډېرزړور و يوه شپه ناڅاپه غږ وشو دمدينې ټول خلک ورږدېدل، ځېنې خلک دآواز په لور وخوځېدل دوى لا نه و ورسېد
ي؛چې رسول الله(ص) داوازله ځايه په داسې حال کې بېرته راستون شوى و خبره يې معلومه کړې وه دابوطلحه په لغړ اس
باندې سپورتوره په غاړه ځوړنده اوپرخلکويې غږ کاوه چې پام!ونه ډارشئ!
حضرت علي کرم الله وجهه وايي:(( کله چې به
جنګ زور ونيوه اوسترګې به مو دجنګ له هېبته سرې شوې،درسول الله(ص) خواته شاته مو ځان پټاوه،اوددښمنانو بريد
يکوته ترټولو نږدې و).
جابر بن عبد الله وايي:رسول الله(ص) دغوښتنې په ځواب کې نه،نه دي ويلې.بي بي خديجه رضي ا
له عنها رسول الله (ص)وويل: انک تحمل الکل وتکسب المعدوم وتعين على نوائب الحق )).
(( يقيناً چې ته داړم
نواړتيا پوره کوې،هغه کارونه ترسره کوئ چې نورخلک ورسره نا آشنا دي اودحق پالو سره مرسته کوې)).
[ اويازره د
همه روپۍ ورته راوړل شوې، ټولې يې پرپوزي کېښودلې اوداسې يې ووېشلوچې هېڅ سوالګر ترې نا امېده نه دى تللى تردې چې
وپۍ خلاصې شوې .
يوکس ورته راغى اوڅه يې ترى وغوښته،ده ورته وويل: اوس خو څه راسره نه شته،پوروړى دې شوم که څه
لاس ته راغله دربه يې کړم.حضرت عمرورته وويل: په هغه څه الله (ج)نه يې مکلف کړى چې توان يې نه لرې!داخبره پرپېغمب
(ص)ښه ونه لګېده،دانصارو يوه سړي ورته وويل:اى د الله(ج) پېغمبره(ص)! لګوه اومصرف کوه!مه ډارېږه!دعرش خاوندلږ نه
درکوي،درسول الله (ص) پر[مبارکو]شونډو مسکاخوره شوه،اودخوشحالۍ نښې يې پرمخ راوځلېدې اووې ويل:د همدې خبرې په پلي
کولوراته امرشوى.
د الله (ج) پېغمبر(ص) به دخپلو ملګرو سره مينه کوله اوځان به يې ترې نه ګوښه کاوه دهرقوم مشر
به يې نازوه، اودمشرپه توګه به يې پرخپل قوم و ټاکه)).
((،پرته له دې چې چاته ټنډه تروه کړي يابدخويې ته لاس پورې
کړي،له خلکونه به يې ځان خوندي کاوه اوتل دځان دفاع ته چمتوو)).
((دخپلوملګروله حاله به يې ځان خبراوه،دمجلس ه
غړي ته به يې وخت ورکاوه،اوهريوه به داسې انګېرله چې دى ترټولو دالله پرپېغمبر(ص) ډېرګران دى)).
څوک چې به ورسره
کښېناست يابه يې خپله اړتياوروړاندې کړه،دزغم توصيه به يې ورته کوله، اوترهغه به ورسره کښېناست چې په خپله
خوښه به ترې بېرته ولاړ)).
چاچې به ترې سوال وکړ نه به يې نا امېده کاوه، اوکه څۀ به ورسره نه ونوپه پسته اوخوږه
خبره به يې رخصتاوه)).
ددومره پراخې حوصلې اودرانه خوي خاوندو چې ټولو خلکو به ترې گټه پورته کوله، دپه خپلوم
ګروکې پلارغوندې و، اودحق پرځاى دده په وړاندې ټول يوشان و.
پېغمبر(ص) به همېشه خوښ ښکارېده، طبيعت يې ازاد
اوخوى يې نرم و نه بدويونکى او غوسه ناک و،نه چېغې وهونکې، بدويونکى، پړه آچوونکى او ستايونکى نه و، څه شى چې به
يې نه خوښېده ځان بۀ يې پرى ناګاره کړ، اوهېڅوک ترې نه نا امېده کېده )).
بي بي عاېشه رضي الله عنها وايي: ترپېغمب
(ص) هېچا ښه خوى نه درلوده،داسې نه دى شوى چې ملګري اودکورغړي ورته غږکړى وي او دى نه وي ويلى چې:((هرخدمت ته
تياريم)).
جريد بن عبدالله(رض) وايي:له هغه وخت راهسې چې زه مسلمان شوى يم رسول الله(ص) ځان رانه نه دى پټ کړ
،اوزه چې يې ليدلى يم هرومره يې پرشونډومسکاخوره شوې ده.
خپلوملګرو سره به يې ټوکې کولې، ناسته ولاړه اوراشه
درشه يې ورسره کوله،ماشومان به يې لوبول اوپه غېږ کې به يې رانيول))
دآزاد، غلام، وينځې، اوبېچاره بلنې ته بۀ و
تلو اودمدينې لرې ځاى کې دناروغ پوښتنې ته ورتله اوچاچې به ورته عذر وړاندې کړه دهغه عذربه يې منلو)).
حضرت
انس (رض) وايي: داسې نه دى شوى چې رسول الله(ص) سره چاپټه خبره کړى وي او د الله (ج) پېغمبر(ص) ترې خپل سر لرې کړى وي،
ترهغه چې راز ويونکى په خپل سرنه لرې کاوه.
داسې هم نه دى شوى چې رسول الله(ص) ته چالاس ورکړى وي، اودى له هغه م
خکې لاس ايله کړي وي.
اوڅوک چې په ورسره مخامخ کېده دى به په سلام اچولوکې ترى مخکې کېده اوپه روغبړ کولو کې
به ېي اول دى لاس وړاندې کاوه.داسې هم نه دى ليدل شوى چې دخپلو ملګرو په مخ کې يې ښپې غزولې وي اوپه هغوى باندې يې
ځاى تنګ کړى وي. هرڅوک چې به ورکره راغى درناوى به يې کاوه خپل څادر به يې ورته هواروه اوخپل بالخت به يې اېښوده
چې پرې کښني،اوکه له کښېناستلو څخه انکار وکړ نودى به دهغه په کښېنولو ټېنګارکاوه چې پربالخت کېني.
دخپلوملګ
و يې دعزت لپاره به يې کنيه نومونه پرې اېښودل اوپه غوره اوپه زړه پورې نومونو باندې به يې رابلل.
دهېچاخبره به
يې په نيمايې کې نه پرې کوله،خوکه ورانه خبره به چاوکړه، يابه يې ورباندې خبره بندوله اويابه له مجلسه تله.
((
ه حضرت انس (رض) نه روايت دى چې : چاچې به د الله(ج)پېغمبر(ص) ته هديه راوړله نو بيا به يې وويل: دغه هديه پلانۍ ښځې
ته يوسئ چې دخديجې ملګرې وه اوخديجه ورسره مينه لرله )).
له عاېشې رضي الله عنها نه روايت شوى دى چې : (( دهېڅ يوې
ښځې په مقابل کې ماته دومره غېرت نه دى راولاړشوى لکه چې دخدېجې په مقابل کې راولاړشوى اوداځکه چې مابه له رسول ا
له(ص) نه دهغې زياته ستاينه اورېدله کله چې به يې پسه ذبح کوله نو بيابه يې دهغې ملګرو ته ډالۍ کوله، اوخوريې يو
ورځ کورته دراننوتو اجازه وغوښتله رسول الله(ص) يې په ډېر خوښۍ سره ښه راغلاست ته ورغى.
يو ورځ يوه ښځه راغله،
پېغمبر(ص)په ورين تندي ورسره ستړي مشي وکړه اودحال احوال څخه يې پوښتنه وکړه، کله چې ښځه ووتله پېغمبر(ص)
وويل: خديجه چې ژوندۍ وه دازمونږ کره راتلله اويقيناً وفاداري او دژمنې ترسره کول دايمان يوه نښه ده)).
دخپ
وانو سره يې خپلولي ټينګوله پرته له دې چې پرغوره اوبهتره کسانو ورته لوړمنصب ورکړي.
ابي قتادة وايي: (( کله
چې دنجاشي له خوا جرګېزه ډله راغله، پېغمبر(ص) په خپله دهغوى خدمت ته مټې راونغاړلې، ملګرو يې ورته وويل: ستا پ
ځاى يې مونږ خدمت کوو.پېغمبر(ص) ورته وويل: دوى زمونږ دملګروعزت اودرناوى کړى دامې خوښ دى چى بدله يې ورپوره کړم
.
حضرت ابي امامة وايي: رسول الله r په خپلې امساتکيه وهلې وه ، اومونږ ته راووت ، اومونږ ورته ودرېدلو.
هغه وويل:عجميانو په څېرمه درېږئ هغوى چې ديوبل درناوۍ کوي دريږي،او ويې ويل:زه بنده يم دبنده په څېر خورم.
اودبنده په څېر کښېنم )).
اوخاکساريې دومره زياته وه چې پرخره سورېده، اوبل کس به يې هم له ځان سره سپروه، دبېچا
ه ګانو پوښتنه به يې کوله، دفقيرانو سره يې ناسته ولاړه کوله، دخپلوملګرو سره ګډ ګرځېده ، او دمجلس په خالي څن
ه کې کېناسته.
حج ته دتلو پرمهال درسول الله (ص) پرآسپې باندې يوزوړ زين و، اودزين له پاسه داسې
يوټوټه پرته وه چې څلور روپۍ يې قيمت و او ويل به يې:الهي !دداسې قبول شوي حج توفيق درنه غواړم چې دځان ښودنه اودخ
کو خبرېدل په کې هدف نه وي.
دمکې دسترې سوبې پرمهال اسلامي لښکر سره په داسې حال کې ورننوت چې سرمبارک يې داسې
ځوړند نيولى ووچې تابه وويل چې اوس به له اس نه راپريوځي اوپه دې سره يې الله تعالى ته خپله خاکساري ښود
ه.
چوپتيا يې ډېره اوږده وه ، له حاجت نه پرته نه غږېده چاچې به بې ځايه خبره وکړه مخ به يې ترې بله خوا را وګ
ځاوه.
پوره خندايې مسکاوه ، خبرې يې بېلې بېلې وې، نه ډېرې اوږدې اوبې ځايه وې، اونه لنډې اوبې مفهوم وې.
دملګروخندا
هم دده په خواکې له مسکا نه تجاوز نه کاوه، اودده دعزت درناوى تابعداري لپاره وه.
مجلس يې دعقلي کړنلارې ،
ښېګڼو او دامانتونو مجلس و،له اندازې لوړى خبرې پکې هم نه کيده ، دچاپت به پکې نه لوټيده ،کله چې به غږېده دمجلس
دمجلس ټولو افراد به داسې سرونه ټيټه کړل اوداسې به چبپ شول ، لکه چې مرغان پرې ناست وي.
دتګ په وخت کې به يې پو
ه قدمونه اوچتول ، دتګ نه يې داسې معلومېده چې نه ستومانه دى اونه لټ.
ابي حاله ويلي دي: په څلورو شيانو کې به
سول الله(ص) چپ وو: بردبارى ( حلم ) دځان ژغورنې او احتياط په وخت کې، دکارونو دسمون لپاره، دسوچ اوانديخنې
پاره حضرت بي بي عاېشې رضي الله عنها ويلي دي : دالله پېغمبر(ص) داسې غږېده چې اورېدونکي به دشوي خبرې دکليماتو په
شمېر کې نه غلطېده.
پاکې اوخوږبويي يې ډېره خوښوله اوډېره به يې استعمالوله .
په داسې حال کې چې بې شمېره دنيا و
ته راتلله، اوپرله پسې فتحې يې ترلاسه کولې خوددنيا يې مخ واړوه اوپه داسې حال کې وفات شوچې دخپلې کورنۍ داړتياوو
دپوره کولو لپاره يې زغره ديهودي سرګرو.