د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتوکي ټول جمهوري غوښتونکي کانديدان د جمهور ريس بش هغه ناکامه پاليسي تعقيبوي چي د تروريزم او اس امي افراطيانو پر خلاف يې اعلان کړېده. داسي ښکاري چي همدا مسله به د متحده ايالاتو د کال ٢٠٠٨ په انتخاباتي کامپين کي تر ټولو مهمه موضوع وي. خراب اقتصاد، د کورونو د نرخونو را کښته کېدل، د تيلو د قيمت د بېساري جګوالي، د بودجې کسر، صحت، او د عراق او افغانستان په جنګونو کي د امريکا لتاړېدل به په راتلونکي انتخاباتو کي نقش ولري، خو په اغلب ګومان به د بحث او مناقشې اصلي مسله د تروريزم سره مقابله او د اسلامي اف اطيانو ځپل او تباه کول وي.
که څه هم، پکار دا ده چي تر هر څه د مخه د عراق د غېر عادلانه او غېر انوني اشغال او جنګ څخه امريکا خلاصه سوې واى، بش او د هغه نوي محافظه کارانو خپله سياسي ماتې منلې واى، او هم پکار دا ده چي د عراق د سنډروم يوه چاره سوې واى، خو رپبيلکن کانديدان نه غواړي چي د امريکا د اصلي مشکل په باب سپيني خبري وکړي. حقيقت دا دى چي ګرده جمهوري غوښتونکي کانديدان په عراق کي د بش د پاليسۍ پلوي کوی. د هغوى يو استدلال دا دى چي که چيري له عراق څخه امريکايي عسکر راووځي، دا به د ايران او القاعده برى وي، او بيا به د امريکا دښمنان نور هم زړه ور سي او د نورو خطرناکه حملو په بند و بست به لګيا سي.
بلخوا، ديموکراتان هم له بېري سوڼ نه سي وهلاي او د کم بخت بش د همدې تباه کوونکي پاليسۍ په مقابل کي څرګند
مخالف دريځ نه غوره کوي. هر کانديد ځان د اسلامي افراطيانو پر خلاف د مبارزې د ميدان پهلوان معرفي کوي.
حتي
ميرمن هېلري کلنټن هم پدې ډګر کي ځان تر بل چا کمه نه ګڼي. په بل عبارت، د امريکا په سياست کي د اسلامي ت
وريزم پر ضد مجادله د نشنلزم محک ګرځېدلى دی. بن لادن چي نه يې چا ته ادرس معلوم دی، نه يې څوک ملګري پېژني،
نه وطن لري او نه هم لښکر. خو بيا هم، د بش د ادارې د سر ټمبه تيوريسنانو لخوا د امريکا دا مپراتورۍ لپاره تر
ټولو مهم خطر بلل سوی دی.
بل پلو، رپبليکن کانديدان په افغانستان کي هم د بش د ناکامي او غير موث ي پاليسۍ پلوي کوي. مانا داچي د کرزي د بې کفايته حکومت ملاتړ کوي، او د شمال د ايتلاف د جنايتکارانو، قاچا برانو، او قاتلانو سره د بش د ادارې د همکارۍ او انډيوالۍ حمايت کوي. مګر له بده مرغه حقيقت دا دی چي واشنګټن پر افغانستان باندي يو داسي بېکاره حکومت تحميل کړى دى چي امنيت نه سي تامينولاى، د بياودانولو کا ونه نسي منظمولاى، بېکاري نسي کمولاى، ماليات نه سي را غونډولاى، د قوې پر استعمال باندي خپل انحصار نه سي ټېنګولاى، او لنډه داچي ښاغلي کرزي ته د حکومت کولو هډو چل هم نه ورځي. په بل عبارت، سياسي عقل يې کم او سد يې کوره دى.
د نيويارک د ښار د پخواني ښاروال، روډي جوليياني، انتخاباتي کامپين د مس مانانو او اسلام پر خلاف پر ناروا تبليغاتو چي څرګند فاشستي رنګ او خوند لري، راڅرخي. د هغه سياسي س اکار د مسلمانانو مشهور مخالف، ډينيال پاېپی د ی پاېپ په امريکا کي د اوسېدونکو مسلمانانو د رايه ورکولو د حق په ارتباط اندېښنه ښودلې ده، او پخپلو ټولو مقالو او ليکونو کي د اسلام او مسلمانانو مذمت کوي. د جوليياني په انتخاباتي کامپين کي د اسلامي فاشست کلمه خورا زياته استعماليږي. هغه غواړي چي عام امريکايان وغولوي او د امريکا د محافظه کارو مسيحيانو او يهودانو رايي تر لاسه کړی. په بل عبارت، جو يياني هم د يوه مسيحيي طالب غوندي د غرب او اسلام تر مينځ مذهبي اور ته لمن وهي، او د بش د ادارې د نويو مح افظه کارانو امپرياليستي لاره تعقيبوي.
د جمهوري رياست لپاره بل رپبليکن کانديد، سناتور جان مکين، عقيده لري چي د عراق څخه د امريکايي عسکرو را ايستل به يوه ستره ناکامي وي. د هغه په ګومان القاعده به نوره هم غښتلې سي، ايران به په سيمه کي په يو مهم قدرت بدل سي، عراق به تجزيه سي او بالاخره به ګرده م نيځنى ختيځ بې ثباته سي. مګر حقيقت دا دى چي د عراق د ناروا اشغال دوام هماغه مشکلات ايجاد کړي دي چي جان مکين يې مخه نيول غواړي. دغه راز، د مسچوسيت د ايالت پخوانى والي، ميت رامني، د امريکا د پوځ لا پراخول او تقويه کول غواړي، او هم د تروريزم پر ضد مبارزه د يوشتمي پېړۍ ځانګړى چلنچ ګڼي.
داسي برېښي چي د رپبليکن کانديدان د جمهورريس بش د ناکامي پاليسۍ ادامه غواړي. دوى د القاعده او مذهبي تروريزم څ خه له حده زياته ستره بلا جوړه کړې ده او مسلمانان وحشي او ليوني معرفي کوي. د نړيوال تروريزم پر خ اف د مبارزې ښى او رپبليکن مدافعان د نړۍ مسلمانان د شوروي اتحاد سره مقايسه کوي. حال دا چي ډېر قوي اسلامي م کونه د امريکا پاخه ياران دی. د يادولو وړ خبره دا ده چي د افغانستان د جهاد په جريان کي د امريکا او اخواني ډلو تر مينځ روابط خورا ګرم وه. د ١٩٨٠ په کلونو کي سي اې ې، اې ايس اې، او د شيخانو استخباراتي شبکو په ګډه او اخوت د روسانو پرخلاف د جهاد لپاره نوي غړي او داوطلبان جلبول. بن لادن، حکمتيار، ملا عمر، م سعود، او داسي نور لوى او واړه مذهبي مشران د هماغه نژدې روابطو زېږنده دي.
بلخوا، د اکثرو ام يکايانو په شان، ديموکرات کانديدان په افغانستان کي د امريکايي قواو د شتون سره موافق دي او افغانستان د ترو يزم پر خلاف د جنګ اصلي مورچل بولي. ميرمن کلنټن، جان ايډوارډز، براک اوباما، او نور ديموکرات کانديدان د عراق څخه د امريکايي عسکرو د را ايستلو ږغ کوي، خو په عوض کي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو او مرستو لا ډې ېدل غواړي. هغوي پخپلو ويناو او مرکو کي وايي چي بش د بن لادن، القاعده او طالبانو د ختمولو کار نيمکله پرېښود او د عراق د نيولو دسيسه يې جوړه کړه.
د يموکرات کانديدان د بش اداره بې کفايته او مغروره بو ي، او وايي د بش غلطو پاليسيو د امريکا نوم او نښان د خاورو سره سم کړى دى. امريکا يې د يو بيليون مسلم انانو سره په يوه داسي جنګ کي اچولې ده چي په هغه کي د امريکا فتح او برى په شک کي دى. د بش د دورې تر ټولو بد ميراث د تمدنونو تر مينځ د تاوتريخوالي او تشنج لا ډېرېدل دي.
پدې کي شک نسته چي د امريکا د جمهوري
رياست انتخابات د افغانستان او نړۍ لپاره خورا زيات اهميت لري. واقعيت دا دى چي د افغانانو سياسي برخليک د
واشنګټن د قدرت په سالونونو او دهلېزونو کي ټاکل کېږي. کرزى، د شمال
بد کاره ايتلاف، جنګسالاران،
توپکيان، دوستم، سياف، فهيم، ملا راکټي، او يو و نيم قاچاقبر ګرده د بش ماما په پيسو چلېږي. په وطن کي په ز
هاوه مسلح امريکايي عسکر پراته دي. بنا، موږ افغانانو ته پکار ده چي پدې انتخاباتو کي خپل دوست او دښمن
وپېژنو، او که چيري امکان ولري په افغانستان کي د امريکا د غلطي او تباه کونکي پاليسۍ د اصلاح په غرض خپل نظ
يات او اندېښنې بيان کړو. والسلام.