هاوان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15260
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2007-11-14


د هاوان تورې شپيلۍ اسمان ته خوله نيولې وه، دوه کسان ورته ولاړ وو .
 يوه ګولۍ ور خطا کړه او بيا دواړو ترې شاته منډې کړې او په غوږونو کې يې ټينګې ګوتې کېښودې .
ماويل: خدايه! ستاهم عجيبه مخلوق دى ، خپله يې غږ اورېدو ته نه دي تيار خو د بل چا پرې کور ورانوي .