د اوسنيو جنګي ډلو په بې رحميو مو خبرې کولې . چاويل : القاعده او طا
بان ډېر ظالمان دي ، په ژوندوني له خلکو سرونه غوڅوي .
خلک په دار ځړوي ، په بمونو يې الوځوي ،
تښتوي يې او ...
يوه بل غږ کړ : که حقيقت نه تېر نه شو امريکايان هم ترې کم نه دي ، خداى مو د هغوى
ه ظلمه ساته ، په طالبانو او القاعده خو شکر وباسئ .
همدا امريکا ده چې ټولې نړۍ ته يې اور بل کړى دى ، د
ټولې دنيا امنيت هم دوى خراب کړى .
په مجلس کې ناست امريکايي پوځي چې تر دې دمه غلى و ، يو دم تک سور
واوښت او خوله يې پرانيسته :
هسې زموږ د پوځيانو نوم بد دى ، کېداى شي زموږ ځينې پوځيان بې رحمه وي ، خو
ېرى نور بيا ښه زړه خوږي دي .
و ګورئ !
پرون زموږ يوه ملګري يو تنکي ځوان د تروريست په شک په ما
ينداره وويشت ، خو کله چې نږدې ورغى د هغه په بکسه کې بمونه ، نه بلکې د ښونځي کتابونه و .
ځوان هماغه
ان په وينو کې لاس او پښې وهلې ، خو زموږ پوځي ترې موټر روان کړ قسم دى که بل ډز يې پرې کړي وي .
د تلې ٢٣ مه
Numandost75@yahoo.com