عبدالله خدمتگار بختانى دليد ديوې زاويي له مخې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15379
محمداكبر کرگر
دخبریدو نیټه : 2007-11-20

زه دلومړني ښوونځې په څلورم اويا پنځم ټولگي کې ووم چې دننگرهار اخبار بهدکونړونو دمزار درې ته  زموږ لومړني  ښوونځې ته راتلو اوما داخبار له  لوستلوسره  نوي مينه پيدا کړي وه ۪
يوه ورځ مې په هغه کې ديوه زلمي عکس وليده چې ځان يي پارلمان ته کانديد کړي وو ۪ هغه عبدالله بختانى  واوبيا وروسته چې زما ملگرتيا اودوستي داستاد اوشاگرد په سطحه کې جاري شوه دى هم خدمتگار شو اوماته يي هم وويل چې ته کرگر يي :
زه په دې وار سره داستاد بختاني په اثارو اوڅيړنو او ليکوالۍ نه گړيږم ۪ دهغه په شعر هم څه نه وايم۪ ٴخو اجازه راکړي په يوداسې څه خبري وکړم چې  دليد زاويه يي بدله وي .۪ اولږ څه داستاد بختانى دژوندانه داسي گوټونه اوخواوى په کې وي چې موږ  دده په باب يعنې داستاد بختاني په باب لږ عمق اوژورتيا ته راکاږى ۪
درې ټکې زما له پاره ډير دپام وړ دي ۪
استاد خدمتگار ديو ه ويښ زلمي په توگه
استاد خدمتگار اوملنگ جان لکه ديوې پښتو ټپې دوه مصرۍ
استاد خدمتگاراوخداېې خدمتگارغورځنگ  اوبيا پاچا خان

 ۪  په دې لنډه طرح کتاب اويا رساله هم ليکل کيداى شي ۪ داديوى رسالې مدخل اويا پيلامه کيدای شي   خو زه لنډې خبري کوم ۪ځکه چې ما اوريدلي دې چې بحر په کوزه کې ځايول هم هنر دی . 

دا زما دخبرو طرح ده خو ماته مشکله ده چې له کومه ځايه يي پيل کړم ۪  دادرې ټکې  که دخدمتگار صيب دوياړونو اودهغه دماضي ژوندانه هنداره ده نو دپښتون اولس سرنوشت په کې هم  ښه تعريف کيدلاى  هم شي ۪

۱  پښتون اولس ددويمې نړيوالي جگړي وروسته اوبيا دهند دنيمې وچې له تجزيي وروسته ديوه بل بحران سر ه مخامخ شو ۪ دغه بحران دددوې دفرهنگي اوسياسي موجوديت بحران دترقۍ اوبشپړي خپلواکۍ  ته رسيدلو بحران اويا دويښتيا بحران وو ۪ خدمتگار صيب له هغو زلمو څخه وو چې په ننگرهار هميشه بهار کې يي دويښو زلميانو دجوړيدو اوراټوليدو له پاره هلې ځلي پيل کړي اوتر پايه ددغه غورځنگ سره ولاړ ۪  زه دلته دويښو زلميانو په اهدافو نه گړيږم . بڅرکي صيب يو کتاب کښلې دی .  ددې هدف له پاره دهغه کتنه په کار ده .سره له دې چې په هغه کې هم خبرې  نيمگړي دي ۪  .
خوخپلې خبري ته راځو :  لکه څنگه چې هر روښانفکري جنبش کاري  استعدادونه دسياسي ژوندانه په يوه مقطع کې اساسي فرهنگي کار ته مخه کوي خدمتگار صيب هم داسې وکړل . له نيکه مرغه  له خپل هوډ سره همداسې ويښ اوبيدار پاتې شو ۪ اودنورو لارو يعنې دعلم ‘ څيړنې اوادبياتو اوفرهنگ له لارې يي خپل کار ته دوام ورکړ . اوديوه واقعي ٬بې تمې اوحرصه اوله جاه طلبۍ پرته پوه اودانشمند په توگه خدمتگار وپيژندل شو ۪

۲    دننگرهار خاوره  دافغانستان ديوې برخې په توگه  هر وخت داديب اوشاعر  له پاره وتره ځمکه وه اوده ۪ دادشاعرانو اوهنرمندانو ټاتوبى دى ۪ اوبيا دملنگ  زيږد ځاى دى ۪ ملنگ جان  ې يو ه اندازه زيات او ښايسته زيات څيړنيز اودپيژندني  وړ کار ته اړه لري خدمتگار صيب تر وسه دا کار وکړ او دغه دايرو لال يي وځلاه ۪  دملنگان يو شعر دى وايي :
مينې دې ستي کړمه  ودې سوم په اور     اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه ۪
ملنگ جان دوطن مفهوم دکلي له ساحې راويوست اواودټول افغانستان نقشه يي په دي مفهوم کې ترسيم کړه ۪ دا دملي روښانفکرو کارو ۪
پاتى دي نه وي چې  ۪ دملنگ جان يو شعر يوه چاربيته اويو غزل دهغه الوتکو ٬توغنديو اوماشينگڼو څخه ډير پياوړي و اودى ۪   خو دملنگ جان  شعر دوسلو پرخلاف  انسان بدلوي  پښتون بدلوي دپښتانه انسان په  تن اوروان کې دبرښنا دپړک په توگه ليکه باسي اوهغه له خوبه راپاڅوي  ۪ دغه شاعر دخدمتگار بختاني دلاس نيالگى اوملگري وو  وياړ په داسي شاعر اوپه داسي شخصيت چې همدا يو کار يي دشلو رسالو نه زيات ارزښت لري ۪ 
 پښتنو په دغه حساسه شيبه کې دبيداری غږ ته اړتيا درلوده ‘ نو ځکه مور ملنگ وزيږاوه . اوبيا دملنگ جان ‘بختاني اوپښتون اولس سندره سره غبرگه  شوه .
۳   راځو بلي خبرې ته اوهغه دخدايي خدمتگارو اوخدمتگار صيب فکري اوپښتنې تړاو دي ۪ خدايي خدمتگارو نهضت يو اولسي نهضت و . دپښتنو دازادۍ مبارز غورځنگ چې په  ظاهرکې يي  حکومت  ونه کړ خو دخپل اولس په زړه اوذهن کې حکمران پاتې شو . ددې غورځنگ مشر پاچاخان اساطيري شخصيت  پادشاه هم نه وو خو پښتون اولس هغه دخپل معنوي پادشاه په توگه ومنلو.ددغه غورځنگ دمعنوي نفوذ څخه هيڅوک نه شي منکريدلي.  دي غورځنگ پښتانه راوهڅول ۪ اوپه همدغه لړ  کې ملنگ جان را وټوکيد . بختاني هم ددغه غورځنگ ديو خدمتگار په توگه تل دبابا ملنگ سره يا دسرتور ملنگ سره اودملنگ جان سره وو  ۪
ساده خبره نه ده کله چې دهاليود نه دپاچا خان دژوند په باب دفيلم جوړولو له پاره ټيم راځي نو په پښتونخوا کې  خدای بښلي ولي خان ته ورځي اوپه افغانستان کې خدمتگار ته ورځي ۪ اوله ده نه دپاچا خان په باب خبري اخلي ۪  دافيلم  به  داوريدو له مخي  په نږدې وختونو کې   نړۍ ته وړاندی شي .۪
خدمتگار يو بل لوى خدمت کړي دې ۪ اوهغه دپاچا خان له خولي نه دهغه دژوند اوجدوجهد په نوم دکتاب کښل دي ۪ دا کتاب زموږ دزمانې حالنامه ده اوخدمتگار صيب هم ددې وياړ لري ۪ اودداسې

نور وکارونو وياړ هم  ۪ نو چې خپلې خبرې را ټولې کړو ددغه شخصيت ٬ يعنې خدمتگار شخصيت فکري اورواني شته ددريو جريانونو يعنې ٬ويښ زلمي ٬ خدايي خدمتگاري اوپښتنې فرهنگ سنتيزدى ۪
خو پاتې دې نه وي خدمتگار صوفي اوعارف هم دى . داسې صوفي نه چې په يوه کنج کې کښينې  اوپه تسبيحو ځان مشغول کړي بلکې يو شنگ او مستي  اوشوخي هم لري ۪ دده تن اوروان له دوه اتيا کالو په سبا هم ځوان اوتنکې اومست دي ۪ دى يار په گلو ولي خو پاچا خاني کرکتر په کې څرگنده ځليږي اوهغه داچې ان دوښمن  هم په ټوپک نه ولي بلکې هغه ته پيغام اوروي  دسولي او ترحم پيغام ۪  دانسانيت اوورورۍ پيغام اودپښتنوالې پيغام ۪
خدمتگار صيب عمر دې ډيرشه !
. ته بختور يي ته به بيرته افغانستان ته ولاړ شي . ژوند به وکړي اوکه خدای مه کړه نه وی نو په شناختو به دې دوطن کورکوړي سندري ووايي .
خو مو ږ .. موږ دعبث اوبيهدفه ژوند په لورد سيزيف په څير اودسرگردانه يهوديانو په څير  يو چې  موږ خو څه چې پښتنواله به هم راسره په لندو  خټو کې په عذاب وي  .
خدای دې ژوندی لره