دښوونكي لخوادخپلوښوونيزواواړوندوكړنو ا
زونه:
دخپلوكړنوارزونه يوډېرستونزمن كاردى چې هرهر ښوونكى نشي كولاى ځان ارزيابي كړي ،ځكه ! دپنځييزوارونو
ه مخې انسان لومړى دهغه څه پېژندنه كوي چې لدۀ اوچاپېريال څخه په واټن كې وي ، نړۍ كې انسان دخپل لومړني درك له م
خې فذيكي اوكيمياوي تجربې ترسره كړې اولدې لارې لاسته راغلي پوهنې يې وسپړلې ، دايو ژور اوفلسفي بحث دى چې انسان و
ې لومړى دځان په اړه فكرندى كړى، ولې يې هغه څه چې له انسان څخه په اوټن كې ووكشف اووڅيړل .
كه چېرې څوك غواړي
پدې پوښتنو چې انسان ولې له خپل ځان څخه په واټن كې شيان كشف كړل اويايې ولې دځان په اړه فكرندى كړى ؟ ځان پوه كړي
نو( دجبراواختياردياليكتيك) نومي اثردې وګورى .
راځوخپلې موخې ته ،ځان ارزونه كه څه هم ګران كاردى خوځينې لارې
چارې شته چې له مخې يې يوڅوك په اړوندكاركې ځان وارزوي ، څرنګه چې دلته زموږموخه ښوونكى دى نوهغه لارې چارې چې له
مخې يې يوښوونكى خپلې ښوونيزې اواړوندې كړنې وارزوي په لنډاوساده ډول ښايو.
لومړۍ دې ښوونكى فكروكړي چې
يوښوونكى كوم صفتونه لري ياكوم صفتونه بايد ولري ،لدې فكرڅخه راټول كړي ټكي دې دځان لپاره وليكي اوهغه دې وشني
،بيادې دښوونكي دصفتونوپه اړه له نوروڅخه نظروغواړي ،دښوونكيو،ښوونيزوچاراواړوندكتابونه دې وګوري
اودكتابونودليكلړ له مخې دې پكې هغه سرليكونه غوره كړي چې دى ورته اړتيالري ، اوپه وروستۍ برخه كې دې دښوونځي
كتابونوسريزې اوپه لومړيومخونوكې هغه څه ولولي چې نېږدې په هركتاب كې دښوونكي لپاره ليكل شوي وي ،لدې وروسته دې
خپل مطالعه كړي توكي وشني،په اړه دې يې فكروكړي ،خويونه ،صفتونه ،انساني څرنګوالى ،خبرې ،تګ ،سلوك ،دڅېرې بد
ون ،كالي اوټول ښكاره اوپټ صفتونه دې غوره كړي اوپه ځان كې دې يې ولټوي ترڅوتريوۀ بريده پوهـ شي چې ددۀ
دانساني كړنوچوكات څه ډول دى اوڅه ډول بايدشي يا وي .
همدارازښوونكى كولاى شي ديادوشويوكړنوترڅنګ دخ
كوله كړنو څخه هم تريوۀ بريده رغوونكي پايلې واخلي او ويې كاروي .
يوښوونكى دې دځان ارزنې لپاره دغه ټكي
په نظركې نيسي اوپه اړه دې يې ځان وپوښتني،چې تركومه بريده يې په ځان كې لري .
۱ : ديوښوونكي په څېردمنلووړس
وك لري ؟
۲ : په لوست اوښوونه بريالى دى ؟
۳ : پاكي يې دښوونكي په رنګ اوډول ده ؟
۴ : دعادت له مخې يې تګ
اتګ اوناسته ولاړه څه وړده اوڅه وړپكې بدلون راولي .
۶ : پخپل مسلك كې ښوونه كوي ؟
۷ : دلوست لپاره تيارى
نيسي ؟
۸ : دزده كوونكيوله پوهې سره سمه ښوونه كوي ؟
۹ : زده كوونكي يې له ښوونې څخه ګټه اخيستى شي ؟
۱۰ :
ښوونيزې كړنلارې (ميتودونه ) كاروي ؟
۱۱ : دښوونيزوكړنلارودپرځاى كارونې وړتيايې څومره ده ؟
۱۲ :
دښوونيزوكړنلارودكارونې په چاروكې كومې زده كړې لري ؟
۱۳ : پخوايې ښوونيزې كړنلارې كارولي ؟
۱۴ :
دښوونيزوكړنلارودښې كارونې لپاره يې له چاڅخه لاسنيواى
غوښتى ؟
۱۵ : پوهيږي چې لوست يې زده كوونكيوته
په زړه پورې دى ؟
۱۶ : تركومه برېده دزده كوونكيوپه هڅوونه توانيداى شي ؟
۱۷ : ښوونيزظوابط مراعاتوي ؟
۱۸ :
لوستيزدسپلين ته يې پام دى ؟
۱۹ : زده كوونكي يې په غورلوست ته غوږ نيسي ؟
۲۰ : بشري حقوق يې په نظركې نيولي
؟
اوداسې نورې پوښتنې دي چې يوښوونكى يې بايدله ځانه څخه وكړي ترڅوپوهـ شي چې تركومه بريده بريالى دى ،تركومه
بريده دنورو لاسنيوي اوتجربوته اړتيالري ،څه وكړي . . .
كه څه هم دايوه ډېره ژوره ستونزه ده چې اوارى يې
اسان اوساده كارندى خوبياهم دهغه چالپاره چې په رښتيني ډول وغواړي دځان كړن كړنې وارزوي كيدنى دى
.
دزده كوونكيودپوهې اوزده كړوارزنه :
دښوونې روزنې دڅرنګوالي مالومولولپاره اړينه ده چې دزده
كوونكيودپوهې اوزده كړو څرنګوالى اوارزول شي ،ترڅوښوونكي ته مالومه شي چې زده كوونكويې تركومه بريده
وستونه زده كړيدي اوپخپله دۀ څومره خپلې موخې ترلاسه كړي . . .
ښوونكى دې دغه ارزونه ، دښوونيزپلان له مخې په
ټولګي كې دزده كوونكيودپوهې دكچې ،په ورځينيو اونورو اوږدمهاليو لوستونوكې دخپلوترلاسه كړوموخودسلنې مالوم
ولولپاره ترسره كړي .
نوموړې ارزونه نه يوازې دښوونكي اوزده كوونكيودترلاسه كړو مو خوسلنه مالوموي بلكې
له زده كوونكيوسره نوى فكر،درك اونوي تجربې هم پيداكوي .
دغه ارزونه دلوست هراړخيزومالوماتوته په پام سره
دښوونكي لخواپه پوره هوښ په ښوونيزپلان كې نيول كيږي اوبيايې له مخې ښوونكى دخپلې ښوونې څرنګوالى اودزده
كوونكيوترلاسه كړي مالومات تولي ترڅوپوهـ شي چې دى څومره پخپله ښوونه كې بريالى دى اوزده كوونكي تركومه ب
يده مالومات لري .
ارزونه له بېلابېلولاروترسره كيږي ، لكه په ليكنيزډول په ازموينپاڼه كې ياپرليكدړه ،په
ګړنيز(تقريري) اوكړنيز( عملي ) ډول دزده كوونكيوزده كړه ،پوهه اوترلاسه كړي مالومات ارزول كيږي .
دلته دا
زونې دترسره كولودڅرنګوالي بېلګې راوړنې ته اړتيانشته ،ځكه چې ښوونكى پوهيږي چې په كوم مضمون كې ،په څه ډول ،ك
ه اوڅنګه ارزونه ترسره كړي .
لكه مخكې چې وويل شول ، ارزونه دزده كوونكيوترلاسه كړي مالومات اوشتۀ پوهه تو
ي ، نوښوونكى دې همېشه دورځيني ښوونيزپلان دجوړولوپرمهال دارزونې وخت له پامه نه باسي اوكله چې پلان جوړوي له
اړتياسره سم دې په ښوونيزپلان كې دارزونې لپاره هم ځاى وركړي .
دهوښيارتياتله (I,Q)
هوښيارتياد
ښتياووترمنځ داړيكيوليدنې اوپېژندنې ځواك لرنې اوله تجربوڅخه ګټې اخيستنې ته وېل كيږي .
دهوښتيارتلنې لپاره
په نوره نړۍ ځانګړې تلې جوړې شوې چې له مخې يې ديوانسان هوښيارتيااودځيركۍ ځواك تلل كيږي ،ويل كيږي ددغه ډول تلې
نظريه چې ( IQ) (ntelligence QuestionI) ورته وېل كيږي دلومړي ځل لپاره يوفرانسوي ساپوه باينېټ ( Binet ) وړاندې كړې ،نوموړي
ساه پوه ته دفرانسې دولت دښوونځيوزده كوونكيو د هوښيارتيادتلنې لپاره دنده وركړه ترڅوځيرك اوپوهـ هلكان يې
دتول له مخې مالوم كړاى شي اوبيادغه هلكان ددولت لخواپه ځانګړي ډول وروزل شي ترڅوپه راتلونكي يې له وړتياڅخه
خلك اودولت ګټه پورته كړي .
يادشوي ساه پوهـ ددغوډول هلكانواونجونودمالومولولپاره د پوښتنويوه اوږده لړۍ
تياره كړه اوبيايې نوموړي پوښتنې دفرانسې دولت له لارې دښوونځيوزده كوونكيوته دحل لپاره وړاندې كړې .
دپوښتنې
لدې لړۍ څخه به چې كوموزده كوونكيوډېره شمېره پوښتنې حل كړې وې ،نودهغوى عمربه وكتل شو،لس كلن،دوولس كلن، ديار
س كلن اونوردبېلابېلوعمرونوزده كوونكي به يې سره بېل كړل ،كه دلسوكالوزده كوونكيوبه ډېراويوډول پوښتنې حل
كړې وې نو هغه زده كوونكي چې عمربه يې ډېرؤاوځوابونوبه يې دلسوكالوزده كوونكيوله ځوابونوسره برابرشول نوددوى
دپوهې ځواك به دلسوكالوزده كوونكيوغوندې ګڼل كېدۀ ،اوياپه بل عبارت ددوى ذهني عمربه لس كلن ښوول كېدۀ ياني كه
دداډول زده كوونكيوعمربه ديارلس كاله وه چې دلسوكالودزده كوونكيوسره يې ځوابونه يوشى ؤنودهغوى هوښيا
تيابه 10 Í13Í100 اندازه 77% ټاكل كېده .
خواوسمهال دهوښيارتيادتلنې لپاره نوي پلانونه اوطرحې ( تلې )
جوړې شويدي چې ديادشوي فرانسوي ساه پوه له تلې سره يې په څرنګوالي كې ډېرتوپيردى .
دغه تلې پخپله يوډول پوښتنې
دي چې ډول اوڅرنګوالۍ يې د ښوونځيوياښوونيزوكتابونوله پوښتنوڅخه بدل اوځانګړى دى ،ياني ددې تلې پوښتنې داسې
جوړې شوي وي چې لوستي اونالوستي ،د مختلفوكلتورونواومختلفوډلوښځواونرانولپاره يوډول وي اويوډول بلدتياورس
ه ولري .
داسې پوښتنې بايد نه وي چې دكلتور،ژبې ،اومختلفوډلوخلك يې په حل كولوكې بېلابېل فكروكړي اوياورته بې
ابېله مانا ولري .
دبېلګې په ډول .
كه موږپوښتنه وكړوچې داوښ ،پيشواوموټرترمنځ كوم يودى چې نورودوو سره مشت
كه وجه نلري ؟
كه داپوښتنه يوالماني ته وركړو ښايي هغه موټروټاكي ځكه چې اوښ پيشودواړه ژوي دي اوموټرژوى
ندى نوددۀ په نظره به لدې امله موټرله اوښ اوپيشوسره مشترګه ياګډه وجه نلري .
پهمدې ډول كه پورتنۍپوښتنه
يوعرب ته وركړو ښايي هغه پيشو وټاكي ځكه چې اوښ اوموټردواړه بار وړى اوپيشوبارنشي وړى نولدې امله ورسره مشت
كه وجه هم نلري اوداسې نور . . .
موږبه ديادې شوې تلې دپوښتنو څو بېلګې راوړوچې يوه به يې حل اونورې ناحل پرېږ
دوترڅوتاسويې څرنګوالى وګورى اوفكرپكې وكړى .
لومړى بېلګه :
دپوښتنې په لاندې چوكات كې تش ځاى په وړ توري
ياشمېره ډك كړى ؟
پورتنۍ پوښتنه دلوستي ،نالوستي اودبېلابېلو كلتورونو خلكو، ښځواونرانولپاره يوډول ده ،ځكه
چې كه فكروكړو ( ا) او ( ب) جمع شوي (ج) ترلاسه شوى اوبيا (ب) او (ج) جمع شوي ( ا) ترلاسه شوى نوپه تش ځاى كې بايد (ب)
راشي ،ځكه چې ترې دپاسه (ا) او(ج) دي ،چې سره جمع شي نو(ب) راكوي .
بايد يادونه وكړوچې ( ا،ب اوج ) هم توري اوهم
انځورونه كېداى شي خوپه زياته پيمانه پكې ترې موخه انځورونه دي ،ځكه چې ښايي پدې ځاى انګليسي يادكومې بلې ژبې توري
اوياهم شكلونه اوموډولونه راشي . . .
په لاندې چوكاټ كې پدې انځورونوښه پوهېداى شئ .
په پورتني چوكاټ
كې انځورونه وينۍ ، دغه انځورونه هم دلومړنۍ بېلګې په شان سره جمع كيږي چې په لږ فكرسره حل كېداى شي .
په بهرنۍ نړۍ
كې په دې ترتيب سره دزده كوونكيوهوښيارتياتلل كيږي اوددغوډول سوالونولړۍ ته دهوښيارتياتله وايي .
ددې لپاه
چې زموږپه هېوادكې دهوښيارتياتلنې لپاره تراوسه په دولتي ياشخصي كچه داډول تلې ندي جوړې شوې نوموږيې په اړه
تاسوته دمالوماتووړاندې كولوپه موخه دهوښتياردتلې څوپوښتنې دبېلګې په توګه راوړې چې زماپه اندهمدومره بسنه
كوي .