د زمانې څپېړه ډېره ظالمانه وي،
سياست هم اکثر وخت د عدالت مخالف وي د خلکو قضاوت هم کله کله عادلانه نه وي هماغه وجه ده چې د حالاتو په تاوجن
بهير کې څوک چې ډېر تور وي هغه ډېر سپين شي او څوک چې ډېر سپين وي هغه ډېر تور شي، خاين په کښي خدمتګار شي او خدم
تګار په کښي خاين شي، غل په کښي اتل شي او اتل په کښي غل معرفي شي، ګناهکار په کښي لکه سپينه کوتره بې ګناه او بې
ګناه په کښي د مردارې کارغه ګناهکار شي، په اکثرو وروسته پاتې شرقي ټولنو او دغه راز وروسته پاتې ټولنو کې دا
عمل تکرارېږي، خو زموږ په ټولنه کې بيا بيخي د رياضي د فورمول په شان کټ مټ او بيا بيا تکرارېږي، چې يوه زره هم
خطا نه کوي، موږ دلته ډېرو مثالونو پسې نه ګرځو چې دا ډول ډېرې بېلګې لرو خو دلته به يوازې د ښاغلي حکمتيار او ښاغ
ي رباني پر کرکټرونو وغږيږو چې څنګه د يوې لاري (اسلام) او يو چلند خاوندان يو د تومتونو په درياب کې ډوب شو
او بل هېڅ د امتيازاتو له مداره نه وځي.
رباني او حکمتيار دواړه د مرحوم داود خان د واکمنۍ پر مهال له هېواده وتښتېدل او په پېښور کې د پاکستان د هغه وخت د حکومت په تېره د نصرالله بابر له خوا ونازول شول، او وروزل شول، ، وروسته بيا احمد شاه مسعود هم وروسره يو ځاى شو. دوى د پاکستان له خوا او په لاښوونه په لغمان، پکتيا، پنجشير او نورو سيمو کې د افغانستان د حکومت پر ضد بغاوتونه وکړل نو څرنګه چې په ولس کې يې ريښه نه وه نو وځپل شول او د ولس له خوا ورټل شول، دا ښاغلي بيا هم ډېر وخت د پاکستان د حکومت مېلمانه پاتې شول څو چې د خلقيانو او پرچم يانو په خونړۍ کودتا کې د داود خان رژيم نسکور شو، ددې حکومت د بې شمېر ظلمونو په نتيجه کې ولس وځورېد او ډېر زيات شمېر خلکو پاکستان ته پناه يوړه، دا وخت نو د حکمتيار پکول او د رباني لنګۍ په غوړو کې ولوېده، د روسانو يرغل سره نو ددې ښاغلو مړۍ لا غوړه شوه، حکمتيار په کې د اسلامي حزب او رباني په کې د اسلامي جمعيت ليډران شول او نور په لسګونو نه سړيو نه په کښي (سړيان) جوړ شول. د افغانستان اکثرو خلکو ښه په نره د جهاد مشرانو او د هغو تنظيمونونه ملاتړ وکړ، د جهاد کلونو کې هغه تنظيم ، شخص يا ډله تر نورو زيات د کابل د حکومت او شوروي لښکرو پر ضد يې زياته جګړه کوله هغو ته زيات نظامي امکانات ورکول کېدل نو ځکه خو د حکمتيار تنظيم ته د غرب له خوا تر نورو زياته وسله ورکول کېدله، خو د جهاد ګرم کلونه وو چې روسان پر خپل بري نا باوره شول، نوهماغه و چې د عوامو په اصطلاح نو يې د اسلامي جمعيت له مشرانو سره اړيک ټينګ کړل، دې سلسلې تر هغه دوام وکړ چې باالاخره د استاد باني په ګډون يو شمېر جهادي مشرانو مسکو ته سفر وکړ، استاد له نورو پټ په يو ځانګړي ملاقات کې د روسيې د هغه وخت له ولسمشر بوريس يلتسين ملاتړ او ډاډګېرنه تر لاسه کړه چې د ډاکټر نجيب ځاى ناستى به استاد رباني وي. په همدې وجه اسلامي جمعيت، شورا نظار اودرې نورو ايتلافي تنظيمونو د ملګرو ملتونو سياسي پروسه سبو تاژ کړه او پر کابل په زرګونو بې بند وباره ملېشې را خورې شوې، په کابل کې د لوټ او تالان يو داسې بې سارى بهير خور شو چې يوازې يو ځل يې تر دې دمخه تاريخي مثال ليدلى و، اسلامي جمعيت دې ايتلاف ته د اسلامي انقلاب نوم او اسلامي دولت نوم ورکړ، حکم تيار دده پخوانى رقيب چې په جهاد کې يې تر ده ونډه څو ځله زياته وه، ځان د کابل د واکمنۍ اصلي مستحق ګاڼه او د کابل پر خزانو يې يوازې د شمال د مليشو د ښامارانو واک نه زغملو نو د اسلامي جمعيت او د دوى د نورو ايتلافي ملي و پر ضد پر جنګ اخته شو ، کابل له بېلابېلو تنظيمونو تر منځ سره وويشلاى شو، هر تنظيم د کابل د دفاع په نامه ځانته د جنګ مشروعيت ورکاوه، چا د تلويزون پر تپه، چا د بالاحصار پر غونډۍ، چا پر اسمايي غره، چا د ملنګ جان پر غونډۍ او چا هم پر لارو کوڅو کې په سلګونو او زرګونو توپونه او ټانګونه ځاى پر ځاى کړي وو، ټولو په ګډه کابل وټي لوټي کړ، هر چا چې هر څومره زور درلوده هغه يې استعمال کړ، په نتيجه کې پنځه شپېته زره کابل ښاريان ووژل شول او اتيا زره کورونه ويجاړ شول خو صدراعظم او جمهور رئيس سره پخلا نه شول، کله چې د طالبانو د تحريک تورې دورې ږيرو ته نږدې شول نو ګلبدين حکمتيار او احمد شا مسعود د کابل په ماهيپر کې د ((انډيوالۍ)) او ملګرتوب يو تړون اسليک کړ او د دوى تر منځ شوي مړي يې يو بل ته وبښل، څوموده جمهور رئيس او صدراعظم لا په کابل کې نه وه تېره کړې چې جمهور رئيس ، صدراعظم او ټول شمال ټلواله طالبانو پسې واخيستل، د جمهور رئيس مقام او څوکۍ لکه د سليمان ع د تخت په هوا کې سيار شول. جمهور رئيس به کله په کولاب، کله په اصفهان کله هم په نورو ځايونو کې ګرځند و . صدر اعظم يې هم همدا ډول، مهاجر ولسمشر او صدراعظم د مهاجر او سيار حکومت په دوران کې هم سره جوړ پاتې نه شول، د اح مد شا مسعود تر وژنې وروسته طالبانو ته يوه اوونۍ په کار وه چې د شمال ټلوالې ټغر له ټول افغانستان څخه ټول کړي، خو چېرته د نيويارک پېښه رامنځ ته شوه، د نيويارک پېښه سره له دې چې د امريکا متحده ايالاتو ته ډېره وژوونکي او دردوونکي وه خو د اسلامي دولت رئيس او ټولې شمال ټلوالې داسې وه لکه اب حيات او نوش دارو چې د دوى په مړ ژواندې کالبوت کې يې يو دم ساه ور پو کړه.دبېنوا څه کاپي شوې ده .
استاد رباني د امريکا بم باريو ته دومره وارخطا و چې همدا به يې ويل: (( غټ غټ بمونه پرواچوئ، دا واړه دي تاثير نه کوي.)) استاد رباني طا بان دومره سرسختي او سرتيري بلل چې اټوم ته ورته بمونو پرته يې په وړو بمونو چاره نه کېدله. استاد او د هغه ډله يو ځل بيا واک ته ورسول شوه، خلکو داسې فکر کاوه، چې دا ځل بيا دوى له خپلې تېرې نيم واکه واکمنۍ څخه ښه پند اخيستي وي،. غلا، لوټ، تالان او پر دولتي واکمنۍ به خيټه نه اچوي، خو د وخت په تېرېدو سره تجربو وښودله چې د دوى د پخوانيو مخالفينو طالبان او حکمتيار مخه امريکايي ځواکونو ډپ کړې ده او که نه دا مجال وه چې اسلامي جمعيت دې م نتخب حکومت کې په نامنتخبه توګه دومره څوکۍ تر لاسه کړې، سره له دې چې په اوسني حکومت کې زياتې څوکۍ د اسلامي جم عيت د تنظيم په لاس کې دي خو استاد او جمعيتي او ستمي انډيوالان يې هم په دې قانع نه دي او ( ميم زرما ټوله زما) غواړي. دوى داسې تصور کوي چې دوى دلته په خپل زور ناست دي، خو حقيقت دادى چې که بهرني قوتونه نه وي نو استاد او د هغه انډيوالان ځاى به بيا همغه او يا به تر هغه هم بدتر وي، چې د بهرنيو ځواکونو تر موجوديت د مخه يې و، عدالت خو دا و چې نړيوالو ځواکونو د حکمتيار تر څنګ رباني هم په تور لست کې راوړى واى، ځکه چې که صدراعظم يې ګناهکار وي نو جمهور رئيس خو به يې طبعاً وي، همدا دواړه څېرې وې، چې يو دبل د مخالفتونو ، سازشونو او جنګونو له امله يې کابل ښار وران او د دولت اډانه ويجاړه شوه، هغه توغندي چې حکمتيار په درېيم مکروريان او مسلخ ويشتل او هغه توغندي چې استاد رباني په قلعه زمان خان او نور کابل ويشتل هېڅ تفاوت يې نشته، د دوى دواړو او دوى د تنظيمونو او همدارنګه د د وى د ايتلافنو ټولو د کابل د ښاريانو د خلکو په وينه لاسونه سره دي، نو دا څنګه انصاف دى چې اوس دې يوه د سولې سپينه کوتره شي او په سپين لست کې دې ځاى شي او بل دې مرغه مرغه شي، او په تور لست کې دې وليکل شي. که دنيا ته هر څوک ځان پر غلامۍ، چاپلوسۍ، جاسوسېۍ ځان سپين کړي او يا ځان تور کړي، خو د افغانستان غمځپلي ولس ته ټول معلوم دي چې څوک تور دي او څوک سپين ، څوک په تور کې سپين دي او څوک په سپين کې تور.
نه وم
ه خبر پرده مې لږه غوندې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي