دنفيس ټولنې په زيار:
په كابل كې پښتو ټولنې له نن څخه شپږ دېرش كاله دمخه چې د علامه
شبلي او علامه سيد سليمان ندوي د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم د ژباړې كار د اوويشتو كالو په موده كې بشپړ
كړ اوپه شپږ ټوكه كې يې خپور كړ، هغه وخت يې ډېر تود هركلى شوى و.
د سيرت النبي بېلابېل ټوكونه د پښتو ټولنې دم
رانو هر يو ( پوهاند صديق الله رښتين ) او ( استاد ګل پاچا الفت ) او ( استاد صديق روهي ) د رياست پرمهال خپاره
وي وو، چې په لومړي خپراوي يې دادي نژدې شپږدېرش كاله اوړي اودوهم چاپ ته يې څرنګه چې په كار و پام نه وو اړول
شوى.
نفيس خپروندويه ټولنې دغه سيرت په بشپړ زيار سره له نوي سره كمپوز كړ، دغه راز يې د اردو ژبې د سيرت النبي
له وروستيو چاپونو څخه ګټور لمن ليكونه هم راوژباړل او نوى چاپ پرې ښائسته كړل شوى، د نفيس ټولنې دغه نوې ډالۍ
څلور ټوكه لري، چې دمخونو شمېر يې ( ۳۴۲۸) ته رسيږي، ټولو هيوادوالو ته يې د خپراوي مباركي وركوو، اود هېواد له
كتاب پلورنځو يې ترلاسه كولاى شئ.
دنفیس ټولني پاڼه دلته کتلای شی http://nafees.benawa.com