دولت ، جګړه ماران اومرموزې سياسي وژنې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15589
امان الله ايمان
دخبریدو نیټه : 2007-12-04


هيله داوه چې دطالب دله منځه تللو سره به دبهرنيو ځواکونو په راتګ افغانستان دټيکاو له پلو ه دنړۍ دامنيتي هيوادونو په سرکې ځاى ونيسي ، اوفکر کيده چې نوربه کابل يوويجاړ شوى ښار نه بلکې يووار بيا دښارونوپه ناوې بدل شي اوددې ملک دهروګړي دسولې ارمان به په نيکوپايلو سره دبهرنيانو اونړيوالې ټولنې له لوري مکافات شي، نور هسې هم دافغانستان خلک له جګړو اوزور زياتيو نه تر دوو سوږمو راغلي وو . دکرزي دادارې له پيله دادي کلونه وشول اونيږدې ده چې په راتلونکي کال کې دده دولسمش ۍ لومړى پړاو پاى ومومي ،خو افغان هيوادوال لاهم دبدمرغيو ،جګړو ، قاچاقونو ، پټ وژنو اونورو لاانساني پيښو په يرغل کې ساه ورکوي .
دموضوع ارې  موخې ته راځم اودهيواد په شمال کې دخونړۍ پيښې په ارو اړخونو غواړم يو څه تفصيل وليکم  .
مرګ له سره يوه مکروه کليمه ده چې په ټوليزه توګه ورنه هر انسان بده مني خوله بده مر غه د سيزو ناخوالو  او جګړو له امله افغانان لدې لوبې  سره دومر ه روږدي شوى چې دانسان مړينه اوله مينځه تلل و ته دچرګ دمرګ په څير هم نه ښکاري ، وينو چې دهيواد په سويلي ولايتونو کې هره ورځ يا د طالبانو اويا دبهرنيو ځواکونو دبمبارې له امله په سلګونو بې ګناه ماشومان اوميندې ساه ورکوي ،څوورځې وړاندې دې ناوړه پيښو دهيواد شم ال سيمو ته هم  مخه کړيده چې زړه بوږنوونکى تصوير يې دبغلان دسلګونو بې ګناه ماشومانو اومحصلينودشهادت پيښه ده .
په پيښه کې ديادونې ورټکي دادي چې دهيواد دمقننه قوې (پارلمان ) شپږ تنه غړي چې يو پکې دولسي جرګې دا تصاد کميسيون مشر ښاغلى مصطفي کاظمي دى ، هم له منځه تللي دي افغانان نه يوازې چې د کاظمې اونورو وکيلانو مړينه دهيواد يوه بشري ضايعه بولي بلکې له دې ډله ييزه وژنې ترڅنګ نورې ګڼې پوښتنې هم راولاړيږي  چې ملت  هغوى ته ځواب هم غواړي . لومړى ښايي داډيره اړينه وي چې هروخت ولې په افغانستان کې دلوړپوړيو مقاماتو وژنه صورت نيسي او وروسته يې خبره اوثبوت ترى تم شي،  څوک يې نه جنايي اړخ پلټي اونه سياسي ، اوطبعي ده چې  د دارنګه کسانو م ړينه به له جنايي اړخونو نه سياسي اړخونه ډير ولري اوداهم طبعي ده چې ددارنګه مقاماتو سره مرګ هره شيبه تړلى وي .
ښاغلى مصطفى  کاظمي ددې ترڅنګ چې دولسي جرګې يوغړۍ وو ، دهيواد يوه پيژندل شوې سياسي څيره هم ګڼل کيده اودد ې ترڅنګ يې دسياسي فعاليت لپاره دملي اقتدار په نوم يو ګوند هم درلود  او دحزب له درلودلوسره يې دملي ټ والې چې موده وړاندې دبرهان الدين رباني په مشرۍ تاسيس شوه ، غړيتوب اووياندويي هم په غاړه  درلوده .

د هيواد  سياسي وژونکي بهيرته يوه کتنه :
ډير به وړاندې نه ځواود کرزي له دورې نه به دې ول پيښوته يوه لنډه کتنه وکړو، ځکه دټولو رانقلول خو يوه تاريخي پرپړه ده، اوبل طبعي ده چې په هر نطام کې په وړه اوټيټه کچه داډول پيښې رامنځته کيږي خو افغانستان يې بيخي کوراوکوربه ګرځيدلى ده .
دکرزي له راتګ سره سم څه موده وروسته دافغان دولت دوه جګ پوړي وزيران په مرموزه توګه دهيواد په مرکز کې دنامالومو کسانو له لوري ووژل شول چې دوسيې يې تراوسه دملت په وړاندې لاځوابه پاته دي، چې يودهيواد دحج اواوقافو وزير ښاغلى عبدالرحمن اوبل هم دټول ګټو وزير اود کرزي سلاکار ښاغلى حاجي عبدالقدير چې ترده وړاند ې يې يوبل ورور د عبدالحق په نوم هم دطالبانو له لوري اعدام شوى وو .
که ددوى دواړو د مرګ په سياسي اړخونو خبرې کوو ،فکر کوم موضوع به مولادرکه کړې وي، خوپه هغه وخت کې چې جګړه ماران په ډير ځواک اوتوان کې وونوله جګړه مارانوسره ددغه دواړو سياسي سټو مخا فت ځينې پوښتنې راولاړې کړې .
زموږ هيواد داسې هم نده چې يوه بدمرغي ولري بلکې د ډيرو جګپوړو مقاماتو وژنه دطا بانو له لوري هم ترسره شويده خو وروسته يې طالبانو دپيښې مسووليت په غاړه اخيستى ده،  چې ښه بيلګه يې دپار مان يوبل غړى چې څه موده وړاند ې ووژل شو اووروسته يې پړه طالبانو په غاړه واخيسته، ځکه دوى دا ادعاکوله چې دې وکيل ددوى د حکومت په دوره کې هم دولايت دنده پرمخ بووله اوګواكې نه ښايي چې زموږ کسان  له دغه امريکايي پ وه حکومت سره ملګري وکړي اوکه يې کوي نو پايله به يې داسې وي .
دجکړې دستورداده چې دواړه ښکيل غاړې هڅه کوي ترڅ و يو بل ته مرګ ژوبله اونورمالي اوهراړخيز زيانونه ورواړوي او وروسته يې پړه هم په غاړه واخلي ترڅو مقابل لو ى وپوهيږي چي زه دومره توان اوځواک لرم اوددواړو لوريو مخالفت هم ددې لامل ده چې بايد يو اوبل ته درنې مرګ ژوبلې ورواړوي، وخت ته په کتو سره وينو چې داوسني افغان حکومت کلک مخالفان طالبان دي اوطبعي ده چې که دوى کوم زيان يامرګ ژوبله افغان دولت ته وراړوي، نومسووليت يې هم په غاړه واخلي،لکه دتيرو پيښويې چې اخيستې هم وو .
دبغلان دزړه بوږنوونکې پيښې په اړه خو دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له څوټلويزيونونو سره دټليفوني اړيکې له لارې داپيښه رد اووغندله اودپيښې قربانيان يې شهيدا ن وبلل . نود دارنګه مرموزو مرګونو رامنځته کيدل ډيرى وخت  م لت اواكثره خلك  جګړه مارانو ته ګوته نيسي، ځکه له يوې خوا ورنه وسلې په بشپړه توګه ندې راټولې شوې اوله بلې خو ا دوى دقدرت دهوس اوامتيازاتو دپوره کولو لپاره لدې لارې بله لاره نلري .

شرايط هم داغوښتنه کوي ځکه په ڼاورځ دکابل ياپلازمينې په زړه اودهوايي ډګر په ړڼه ميدان ددوه وزيرانو وژل خو ددولت دننه له پوره ځواک پرته شوني ندي .دبینوا څه کاپي شوه
دې پورتنۍ بغلانۍ  پيښې په اړه اوس ګڼې  ګنګوسې دي چې په لوم ړيوکې  خو ټولو مطبوعاتو خپره کړه چې پيښه دځانمرګي بريد له امله رامنځنته شويده خووروسته چې کله دښاغلي کاظمي جسد عدلي طب ته وليږدول شو نوهغه اوځينو عيني شاهدانو چې يو له دې ډلې نه په خپله دکاظمي وراره  هم وو، وويل چې په کاظمي ډزې شوې دي اوپه بدن يې دمرميو نښې اونښانې ښکاري ،نو دطالبانو دوياند له لور ي دپيښې پړه په غاړه نه اخيستل اودښاغلي کاظمي په بدن دګوليو ټپونه ښکاريدل،كيدلاى شي چې  ووايو ، داپيښه هم دهماغه قدي خان اوعبدالرحمن دپيښوغوند ې سياسي ګوذار دى خوداچې ولې اولامل يې څه وو هغه به هماغه قاتلانو ته مالوم وي اوموږ پدې اړه کوم خبر ياځانګړي مالومات نلرو، خولدينه  وړاندې د رامنځته شويو ورته پيښو لامل خلکو سياسي په ګوته کوى دى  .
دکاظمي دمرګ پيښه چې کوم خلک همدغه جګړه مارانو ته منسوبوي ، نودمړينې لامل يوسياسي علت په ګوته کوي ،چې ستونزه ټوله دملي ټلوالې له راجوړيدو راپديخوا رامنځته شويده ، هغوى ديته ګوته نيسي چې لومړى خود اټول مني چې دملي ټلوالې جوړيدل دروس اود هغه دپلويانو په ګټه وو اودي، نوددې لامل ډير داګڼل کيږي چې کاظمي يوژبور نطاق اوخوله ور کس وو چې ده کولاى شواى په ډيره اسانه توګه سره هر سياسي ميدان وګټي اوخپلورقيبانوته كلكه سياسي ماته وركړي،  نوښايي قاتلانو له دې ويره درلوده چې نور راتلونکى سياسي رقيب ونلري اوپه همدې وا سره داکړنه  ترسره کړ ي چې نور ورته سياسي ډګر له هرې ستونزې پرته په اسانه ترلاسه کړي .خوفكرنه كوم چې داخوب دې  رښتياشي ځكه نړۍ مخ په كش روانه ده نودوه به له منځه يوسي ،درې به له منځه يوسي اخرټول ملت خونشي وژلى اوهيله ده چې په دارنګه منفوروكړنوسره به دملت په ذهنونوكې ددوى دامنحوسې څېرې نورې هم په وركيدوشي اودخپلې م نفورې مفكورې پلويان به نشي موندلى .
خوکه بالفرض داپيښه په طالبانو وروتپو نولومړۍ بايد داپوښتنه ځواب شي چې طالبان ترکاظمي وړاندې نور لوړلوړ هدفونه لري اوهڅه کوي هماغه ار هدفونه ترلاسه کړي اوطالبانو ته لکه چې هم اغه ددوى لوى لوى رقيبان زيانونه رسولاى شي، کاظمي نه شواى رسولاى، ځکه دطالبانو اوسنې دريځ اوبهير يو جګړه ييز موقف ده او دکاظمي موقف يو سياسي موقف وو ، نو ويلاى شو چې طالبا ن چې يوجګړه ييز موقف لري هيڅ کله نه غواړي چې لومړى خپل سياسي  اوټيټ رتبه مخالفان له منځه يوسي ځکه پداسې حالت کې دجنګي رقيب له منځه وړل دلومړيتوب حق ل ي حتى ويلاى شو چې کاظمي په اوس وخت کې دموقف له پلوه ښايي بيخي دطالبانو د مخالفانو په ليکه کې نوو،خوکه مې م بالغه نوي کړې،اود طالبانو جګړه ييز مخالفان خو ټوله نړۍ پيژني چې له بوش نه رانيولې اود افغانستان دملي اوردو اونورو نظامي ځواکونو ترهر وګړي پورې يې،  پدې نوم کې رانيولې چې دوى افغانستان اشغال کړى اودافغانستان له خاوري سره يې بشپړ خيانت اوجنايت رامنځته كړى دى