دمقالوي ازموينوښېګڼې
لكه مخكې چې
وويل شول دغه ډول ازموينې له ډېرو نيمګړتياووسره سره ځينې ښېګڼې هم لري چې پخپل ځاى كې ترې ګټه اخيستل كيږ ي موږ به
يې دلته يوڅوپه ګوته كړو .
۱ : په مقالوي ازموينوكې دزده كوونكيواملاښه مالوميږي اودحافظې ځواك يې ازمويل كيږي
،نوښايي په داسې مهال كې لدې ازموينې ګټه واخيستل شي چې ازموينه دزده كوونكيوداملايي څرنګوالي دارزونې اودح
افظې ځواك دمالومولو په موخه اخيستل كيږي .
۲ : ځينې وخت دښوونكي موخه داوي چې ديوې موضوع په اړه دزده
كوونكيو وړتيادمقالې دليكنې له له خې مالومه كړي اوښايي ياده شوې موخه دژبو(پښتو،دري ) ،تاريخ اوجغرافيې په م
ضمونونوكې وي ،نوپدې وخت كې لدې ډول ازموينې كاراخيستل كيږي ،خوكوښښ دې وشي چې دپوښتنوپه لړكې دې له يوې څخه زياتې
مقالوي پوښتنوته ځاى نه وركوي .
ټاكنۍ
(عيني ياانتخابي) ازموينه
لدې امله چې ديامقالوي ازموينې بريدكچه (ساحه) تنګه ده نوپرځاى يې ټاكنيزه ازموينه
رامنځته شوه ،چې پراخ چوكاټ لري او هغه محدوديتونه چې په مقالوي ازموينه كې رامنځته كيږي په ټاكنيزه ازموينه كې
له منځه ځي .
ټاكنيزه ازموينه ډېرډولونه لري چې هريويې پخپل ځاى كې بېلې ځانګړتياوې لري خوموږيې دلته پرټو
يزوځانګړتياووغږيږو چې وروسته به يې دهرډول ځينې ښېګڼې اونيمګړتياوې هم په ګوته كړو.
دټاكنۍ ازم
وينې ځانګړتياوې
۱ : ددغوازموينودپوښتنوجوړل اوږدوخت غواړي
۲ : لنډځوابونه غواړي چې له زده كوونكيوڅخه
وخت نه نيسي
۳ : ځوابونوته يې په اسانه ،سمه توګه اوپوره نياؤ نومرې وركول كيږي
۴ : دغه ازموينې داډاډوړدي
۵ : داصطلاحاتو،تاريخچې ،تمرينونواونوروپه ارزونه كې په ګټوره توګه كارول كيداى شي .
۶ : رښتې اوحقايق
كچ كوي
۷: دزده كوونكيودمالوماتو،پوهې اوكړنوپه درجه بندۍ كې ګټورې
تماميږي
۸ :
يواځې ديوۀ ځواب غوښتونكي وي
۹: پوښتنې يې په لنډوغونډلوكې وړاندې كيږي
اوداسې نورې ځانګړتياوې اوصفتونه لري
دروڼې ياټاكنيزې (عيني ياانتخابي) ازموينوډولونه
۱ سم اوناسم ځوابه
۲ : څوځوابه
۳: پرتليزې
۴ : ب
پړيزې
اوس به لومړى دټاكنيزو ازموينوديادشويو څلوروډولونو پر څرنګوالي او ورپسې به يې په ګټو او نيم
ګړتياوولنډ غوندې وګړيږو .
سم اوناسم ځوابه
سم اوناسم ځوابه پوښتنې پخپل ځاى كې ګټورې دي چې له دوو برخو
څخه جوړېږي ،يوه برخه يې دپوښتنوتنه يااربرخه ده اوبله يې دځوابونو برخه ده .
دپوښتنوتنه زده كوونكيوته لا
ښوونه كوي ترڅو په وركړل شويو ځوابونوسم وپوهيږي اوهغه وټاكي .
ددې پوښتنوځوابونه په څو غونډلو (جملو)
،وييونو (لغاتونو) اويا كليمو كې د(الف ،ب ،ج ، د) اويانوروتوريواوسمبولونوسره ښوول شوې اوبېل شوي وي ترڅوزده
كوونكي وكولاى شي دلارښوونې له مخې سم ځواب په نښه كړي .
دبېلګې په ډول .
زده كوونكي دځوابونوترمخ او ياپه هغه
ځاى كې چې دپوښتنې په تنه كې ورته لارښوونه شوېده دسم ځواب لپاره دسمون ( P) نښه (س ) اوياهم له لارښوونې سره سم
د(É) نښه ږدي اوكه چېرې غوښتل شوې وه نودناسموترمخ اوياپه هغه ځاى كې چې په تنه كې يې ورته لارښوونه شوېده د(غ) تورى
(-) منفي يا(Î)نښه ږدي اوپدې ډول پوښتنه حليږي .
ښايي دغه نښې اوتوري دښوونكي لخوادپوښتنې په تنه كې په بل ډول هم
زده كوونكيوته ښوول شوي وي اويادهر ځواب ترمخ دسموالي اوناسموالي دواړه نښې اېښوول شوي اوله زده
كوونكيوغوښتنه شوي وي چې دسموالي يادناسموالي پرنښودايره راتاوه كړئ .
دبېلګې په ډول .
R، Î
: د۱۳۸۴ ل كال دوږي په ۲۷ مه نېټه په هېوادكې دولسي جرګې ټاكنې وشوې .
زده كوونكيوته داډول غونډله وركول
كيږي اودپوښتنې په تنه كې ورته لارښوونه كيږي چې كه غونډله سمه وي نودسموالي اوكه ناسمه وي دناسموالي پرنښه
دايره راچاپېره كړى
. &n
bsp; څرنګه چې پورتنۍ غونډله سمه ده نوكوم زده كوونكي يې چې په حل پوهيږي هغه پر (P) دايره راچاپې
وي .
دغه ډول پوښتنې بايد داسې وليكل شي چې هېڅ ډول تتوالى (ابهام) اوګونګتياپكې نه وي اوپه غوڅه توګه سمه
ياناسمه وي .
ددغوډول پوښتنوپه جوړونه كې دې له اضافي اشارولكه هركله ، په بشپړډول ،هېڅ ،تل ،ښايي اوداسې
نورو له راوړلوڅخه ډډه وشي او همدارازدې منفي جملې هم نه كارول كيږي ،غونډله بايد لنډه،ساده اومثبته وي اوڅ
ګنده ماناولري .
سمې اوناسمې پوښتنې دزده كوونكيودځيركتيامالومولوپه موخه جوړيږي اوپه جوړونه كې يې بايدله
بشپړې پاملرنې كارواخيستل شي
دسمواوناسمو پوښتنو ګټې
۱ : ددې پوښتنوجوړونه له ښوونكي ښايسته ډېروخت
غواړي
۲ : حلول يې په پرتليزډول لږ وخت غواړي
۳ : دلوستونودمنځپانګې بشپړاستازيتوب كوي
۴ : نومرې په اسانۍ
وركول كيږي
۵ : دزده كوونكيودځيركتياپه مالومولوكې مرسته كوي
اوداسې نورې ګټې دي چې دټاكنيزوازموينود ټو
يزوګټو دڅرګندولو په برخه كې ورباندې رڼااچول شوې .
دسمواوناسموپوښتنونيمګړتياوې
۱ : داډول پوښتنې
دسرسري زده كړې او وړتيا ارزونه كوي
۲ : زده كوونكي پراټكل روږدي كوي
۳ : زده كوونكيوته پكې دنقل چانس ډې
دى
اوداسې نورې نېمګړتياوې لري .
پكارده چې دغه ډول پوښتنې په هغه ځاى كې وكارووچې دزده كړې دموخيزې پايلې دا
زونې لپاره دپوښتنونورډولونه وړ نه وي اوياهم زموږ موخه داوي چې دتمبلوزده كوونكيودپوهې څرنګوالى و ا
زوو .
څوځوابه پوښتنې
دغه ډول پوښتنې دوې برخې لري چې لومړۍ ته يې تنه اودويمې ته يې دځوابونوبرخه وايي
،لومړۍ برخه ياتنه زده كوونكيوته پوښتنه اولارښوونه وړاندې كوي اودويمه برخه يې دځوابونو(متناوب) په ډول ترې
اندې ليكل كيږي ،پدې برخه كې له وركړل شويوځوابونو څخه يوسم ځواب وي چې زده كوونكي يې بايدپيدا اوغوره كړي
.
ددې ډول پوښتنوتنه يا اربرخه يوه پوښتونكي يامنفي غونډله كيداى شي چې په دويمه برخه كې يې په څووركړل
ويوغولوونكيو ځوابونو كې يوځواب سم وركړل شوي وي .
ددې پوښتنودويمه برخه دتېرايستونكي يامنحرف په نوم هم
ياديږي او موخه يې دوړتيانلرونكيواوهغوزده كوونكيوپېژندنه وي چې سم ځواب نه پېژني .
څوځوابه پوښتنې ډېرډولونه
لري خوڅوغوره ډولونه يې دادي .
۱ : ډېرښه ځوابه ۲ : منفي
ځوابه ۳ : نيمګړى يانابشپړ
ډېر ښه ځوابه :
دغه ډول پوښتنې دزده
كوونكيودغولولوپه موخه كارول كيږي اوله مخې يې ددوى دځيركتياڅرنګوالى مالوميږي ،پدې ډول پوښتنوكې هغه زده
كوونكي غوليږي چې لوستونه يې نه وي زده كړي اووخت يې په چټياتو تېركړى وي ،ددې پوښتنوټول ځوابونه سم وي خويوځواب
پكې ترټولوډېرسم ياډېرښه وي چې بايد زده كوونكي يې پيدااوغوره كړاى شي .
دډېرښه ځوابه بېلګه
• كوم
يودلاندې دركړل شويوموادوڅخه دماشومانودوجود غټوالي لپاره ډېر اړين دى ؟
الف : پروتين ب : وېټامين
ج : شحم يات د : كاربوهايد يت
څرنګه چې په پورتنيوڅلوروځوابونوكې ټول سم دي خوبياهم ترټولو (الف) ډېرسم ځواب دى ،نوزده كوونكي بايد
پرې دايره راتاؤكړي .
نوربيا