په تورات کي د پښتو وییونو څرک (لیور، وینه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15704
محب سپین غر
دخبریدو نیټه : 2007-12-14

د فرانسوي ارواپوه، لیکوال او فیلسوف میشیل فوکو په اړه مې پر جرمني ژبه د ځینو مالوماتو د لوستلو په ترڅ کې سترګی د « لیور نکاح» (Schwagerehe) پر مفهوم و ګیدې. د دغه جاج او مفهوم پر تاریخي او کولتوري اړخ باندې د ښه پوهیدو په نیامت مې بې له ځنډه په انترنت کې د لا زیاتو مالوماتو کړکۍ پرانیسته. په دې ترڅ کې خبره لرغونې لاتینې ژبې او ان تورات ته ورسیده.
په ویکی پیدیا کې د جرمني د (Schwagerehe) یانې لیورنکاح تر څنګ د (Leviratsehe) او 
(Levirat) وییونه یا کلمې هم کارول شوې دي. تر ټولو مهمه، په زړه پورې او د تاریخي ـ کولتوري ارزښت وړ خبره دا ده چې په ویکي پیدیا کې د اړونده مقالې د چمتو کوونکي په اند، د لیویرات (Levirat) کلمه د لرغونې لاتینې ژبې له لیویر (Levir) څخه رااخسیتل شوې چې مانا او مفهوم یې کټ مټ همدا د پښتو ژبې لیور راخیژي.
لیور ته په پارسي ـ دري کې (یور) او په روسي ژبه کې دیویر (Деверь) وایي، چې دا خبره پخپله د دغه ویی یا کلمې د هندو اروپاییوالي څرګندویي کوي. له کولتوري ـ تاریخي پلوه لیویرات یا
لیورنکاح  په یهودانو کې د مړه شوي میړه له ورور یانې لیور سره د کونډې وریندارې نکاح یا واده ته ویل کیږي.
البته دا دود په پښتنو کې هم په پراخه توګه تر سترګو کیږي، خو کومه ځانګړې او ټاکلې ژبنۍ
نومونه یا اصطلاح ورته تر اوسه نه ده کارول شوې.
پخپله په تورات کې هم د لیور د کلمې مفهوم څو ځایه تر سترګو کیږي، چې غوره بیلګه یې د   (Levitikus) یا پر پارسي ژبه د سفر لاویان په نامه یو جلا څپرکی دئ. همدا رنګه د تورات د پیدایښت یون ( سفر پیدایش) په ۳۸ باب، د لیوی یون (سفرلاویان) په ۱۶، ۱۸، ۲۰ او ۲۱ بابونو او د تثنیه یون (سفر تثنیه) د ۲۵ باب په ۵ ـ ۱۰ ایاتونو کې د لیورنکاح په باب بشپړ مالومات، لارښوونې او 
 کوه مه کوه (امر و نهی) وړاندې شوې دي.

په تلمود کې د دې دود د سپیناوي په موخه راغلي چې مړ شوی ورور باید بې بچیانو، په تیره بې زویه او لیور هم د ځوانۍ منګ (عمر) ته رسیدلی وي. د لیورنکاح موخه د ځمکې او میراث ساتنه او دغه راز کونډې ته د ژوند د ډاډمنو شرطونو چمتو کول بلل شوي دي. د تلمود په وینا که چیرې د کونډې مشر لیور د واده کولو وړتیا نه لري، نو باید بل لیور یې په نکاح کړي. که چیرې کشر لیور د واده منګ ته نه  وي رسیدلی، نو کونډه باید یا له خسر کره او یا هم د خپل پلار په کور کې سترګې په لار پاتې شي، تر څو لیور یې راځوان او واده کولو ته جوړ شي.
د یهودانو د دې دود موخه د میراث له پاره د نرینه بچي زیږونه او د مشر زوی د نوم او نښې نه ورکیدنه بلل شوې ده.  د لیور نکاح دود دیني وجیبه وه، خو په پر ځای کولو کی یې د دواړو خواوو خوښه یو مهم شرط و. که چیرې لیور نه غوښتل چې خپله کونډه ورینداره په نکاح کړي، نو وریندارې حق درلود د مشرانو او سپین ږیرو په وړاندې له خپل لیور څخه څپلۍ وباسي او د هغه پر مخ او یا یې هم په مخ کې پر ځمکه لاړې تو کړي. (وګورئ : د سفر تثنیه د ۲۵ باب له ۵ – ۱۰ ایاتونه او د پیدایښت یون (سفر پیدایش) ۳۸ باب)
پوښتنه دا ده چې ایا د لیور کلمه او د لیورنکاح جاج او مفهوم له لاتین او یهودانو څخه پښتنو ته رالیږ دیدلی او که له پښتو او پښتنو څخه لاتین او یهودانو ته ورلیږدیدلی دئ؟
وینه
د لیور تر څ نګه په لاتیني ژبه کې د وینا (Vena) ،  وینی (Vene) یانې رګ او ویندیتا (Venditta) کلمې هم ډیرې په زړه پورې دي، چې د پښتو له وینې او وینې غچ (وینغچ) سره په یو ډول نه یو ډول تړاو لري. د پښتو له وینې سره د لاتین د او دغه راز د روسي ژبې د (вена)  توپیر په دې کې دئ چې هلته دغه کلمې د رګ (وینې رګ، وینرګ) مانا ورکوي او په دې توګه یې له وینې سره یو ول ناسیده تړاو موندلی دئ. خو څرنګه چې رګ هم زړه ته د وینې د لیږدولو دنده لري، نو له دې کبله یې له  وینې سره تړاو له منځه نه شي تللی.  
په یوناني کې بیا رګ ته فلیوا (Fleva) وایي، چې د زړې یوناني له فلیبو او فلیباس څ خه اخیستل شوې ده.
 په زړه پورې دا ده چې په ایټالوي ژبه کې د لاتین وینا Vena) )  (پښتو= وینه) کلمه په یوه بل مورد کې کټ مټ د وینې په مانا کارول کیږي او هغه د وینې غچ یا بدل دئ چې پر ایټالوي ورته ویندیتا (Venditta) وایی.
دغه دود په تیره د سیسلي د مافیا د دود «له برکته» همدا اوس هم لا ژوندی پاتې دئ. که د مافیا یوه ډله (کورنۍ) د بلې ډلې کوم غړی ووژني، نو د وژل شوي کس د وینوغچ باید واخیستل شي، چې دې «دود» ته په ایټالوي کې ویندیتا، یانې د وینې غچ (وینغچ) وایي. برسیره پر دې ویندیتا په ټولیزه توګه هم وینغچ ته ویل کیږي.
لکه چې لیدل کیږي، پورتنۍ بیلګې د نړۍ له ډیرو لرغونو او بډایه کولتورونو، ژبو او ولسونو سره د پښتو ژبې او پښتنو د نږدیوالي ډیرې جوتې نښې او شواهد دي. 
د وینې د کلمې په باب هم پورتنۍ پوښتنه وړاندې کیدی شي، په دې مانا چې ایا دغه ویی یا کلمې ه پښتو نه لاتین ته یون کړی او که بر عکس لاره یې وهلې ده؟
جرمني ۱۴/ ۱۱/ ۲۰۰۷