داډول پوښتنې داسې جوړيږي چې په څ
وځوابونوكې يې يوځواب سم ليكل شوى وي خونيمګړتيايې پدې كې ده چې زده كوونكي مجبور دي سوال حل كړي ترڅوپوه شي
چې سم ځواب كوم يودى .
دبېلګې په ډول
لاندې سوال حل ،سم ځواب يې پيدا او(دايره پرې راتاؤ)وټاكۍ ؟
پرتليزې ازموينې
ددې ازموينې پوښتنې
دوې برخې لري چې اوله اودويمه برخه ورته وېلاى شواوهره برخه يې د وېيونو،نومونو،سنو(نېټو) اونورولړۍ كېداى شي
اوهمداراز وېيونه، نومونه، سنې اونورپكې په ګډډول راتلاى شي .
داپوښتنې داسې جوړيږي چې په اوله برخه كې يې
دښوونكي له خوښې سره سم دنومونو،وېيونواوسنولړۍ ليكل كيږي اوپه دويمه برخه كې يې داولې هغې مترادف ( synonym )
يكل كيږي .
ښوونكى زده كوونكيوته په (لارښوونه ) كې ليكي چې دلومړۍ برخې دنومونو،وېيونو ،سنو . . . ځواب په دويمه
برخه كې پيدااوپه لومړۍ برخه كې يې داړونده نوم،ويي،سنې . . . ترمخ كيږدي .
دبېلګې په ډول :
• لاندې دوې برخې چې
اوله يې دپوښتنواودويمه يې دحل برخه ده دركړل شوي ،تاسوداولې برخې دهرې پوښتنې لپاره په دويمه برخه كې وړځواب
پيدا او داړونده پوښتنې ترمخ يې كېږدۍ.
۱ : سترګه ۱ : سبزيجات
۲ : علم ۳ : سنګ
۳ :
۳۷۵ ۴ : چشم
۴ : سيب ۵ : پوهه
۶ : مڼه
پرتليزې پوښتنې په حقيقت كې دڅ
وځوابه پوښتنويوډول دى ،كوم شى چې دغه دواړه ډوله پوښتنې يوله بل سره بېلوي دادي چې څوځوابه پوښتنې يوازې
ديوځواب غوښتنه كوي لېكن په پرتليزوپوښتنوكې ډېرې پوښتنې راځي چې هره يوه يې دځانګړي ځواب غوښتنه كوي .
دڅوځوابه
اوپرتليزوپوښتنوګډاړخ دځوابونوټاكنه ده چې زده كوونكي يې دخپل فكرله مخې ځواب پيداكوي اوپرهغه دايره راتاووي
اويايې په نښه كوي .
دپرتليزې ازموينې ګټې
دغه ډول ازموينه پخپل ځاى كې ډېرې ګټې لري ،خوموږيې دلته ددريوهغو
ويوګټويادونه كووچې له مخې يې نورې ګټې پخپله پېژندل كيداى شي .
۱ : دپرتليزې ازموينې پوښتنې چې په سمه توګه دپ
تلې په ډول وليكل شي ( نه دې دپوښتنودشمېرپه تناسب )لږ ځاى نيسي .
۲ : په لږ وخت كې دډېرورېښتينيوموادو ارزونه
كيدوني كوي .
۳ : په لږ وخت كې جوړيږي .
دپرتليزې ازموينې نيمګړتياوې
دپرتليزې ازموينې پوښتنې دګټوترڅ
نګ دوې غټې نيمګړتياوې هم لري چې پېژندنه يې دښوونكيولپاره دسمې كارونې په موخه اړينه ده ،دغه نيمګړتياوې په
اندې ډول دي .
۱ : پرتليزې پوښتنې دحافظې په كار اودرېښتينيوموادپه ارزونه كې نيمګړې دي .
۲ : زده كوونكي له ګم
ان يااټكل سره روږدي كوي ،چې دغه روږدوالۍ ددوى پرذهن ښه اغېزنلري اوپه راتلونكي دنورز ازموينودحل توان (
يكنه ) اوحوصله له لاسه وركوي .
دپرتليزې ازموينې دكارونې ځايونه
ددې لپاره چې داډول ازموينې موپه
سموځايونوكې كارولي وي اړينه ده چې دكارونې ځايونه يې وپېژندل شي .
دلته يې دكارونې په اړه هغه څرګندونې راوړم چې
دښوونې روزنې دكارپوهانولخواپه ګوته شوې اومنل شويدي .
۱ : ددې ازموينودځوابونولړۍ ( ستون) دې دپوښتنوله لړۍ څ
خه ډېره وي ،ترڅوزده كوونكي دوروستۍ پوښتنې ځواب په اسانه پيدانكړاى شي .
۲ : ټولې پوښتنې بايدپه م
تجانسوتوكيوكې وي ،دبېلګې په ډول كه ازموينه دتاريخ په مضمون كې وي اوتاسودنېټو( سنو) ارزونه كوى نوپوښتنې دې
بايد ټولې دنېټوپه اړه وي اونورو توكيوته پكې ځاى ورنكړل شي .
۳ : پوښتنلړ (دپوښتنولېست ) او ځوابلړ ( دځوابونو
ېست ) بايد دكيدون تربريده لنډوي .
۴ : پوښتنې اوځوابونه دې هرومرودازموينپاڼې پريوۀ مخ وي .
۵ : دپرتله
كولوبنسټ به په لارښودكې څرګنداودابه وښاياست چې هرځواب يوځل ياله يوځل څخه زيات وكارول شي اوياهم بيخي ونه
كارول شي .
۶ : لارښوونې دې اوږدې اوپېچلې نه وي .
بشپړيدونكي پوښتنې
دادروڼوياتاكنيزو ازم
وينويوازينى ډول دى چې له زده كوونكيوڅخه دځواب دټاكنې پرځاى دځواب دبرابرولوغوښتنه كوي .
دغه پوښتنې يوه
نيمګړي غونډله ده چې زده كوونكي يې بايد دغونډلو،شمېراوياسمبولونوپه برابرولوسره پوره اوځواب كړي .
ددې
غونډلوتش يانيمګړي ځايونه دغونډلې په سر، منځ اوبېخ كې راوړل كيږي .
دبېلګې په ډول
ـــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــ دافغانستان اولنئ نوم دى
په اوداسۀ كې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــ سنت دي
له ټولواديانوڅخه بشپړدين ــــــــــــــــــــــــــــ دى
دب
پړيدنكيوپوښتنودجوړونې لارې چارې
• دغه پوښتنې بايدداسې جوړې شي چې لنډځواب وغواړي .
• په سوليه غون
له كې دې له وړواودنااړينوشيانوله غوښتنوډډه وشي .
• دغټو او څرګندوشيانولپاره دې تش ځايونه پرېږېښوول
ي .
• دهغوټكيواوغونډلوله بياځلې ليكلودې ډډه وشي چې په اړوند ښوونيز كتاب كې راغلي وي ،ياني ښوونكى
بايدپخپله نوي غونډله جوړه اووكاروي .
• منفي غونډلې دې له سره نه كارول كيږي .
• هره پوښتنه
بايديوازې يوتش ځاى ولري .
• هڅه دې وشي چې تش ځاى همېشه دغونډلې په پاى كې راشي ځكه چې دغه كار زده كوونكيوته
وخت وركوي ترڅوتش ځاى ته رسيږي پرابلم ( پوښتنه ) يې ټوله لوستي وي .
نوربيا