د بېنوا ويب پاڼي د خپرنيزي څانګي ځانګړې مننه
بينوا ويبپاڼه دافغان ليکوالو په ځانګړې توګه دکندهار دليکوالو او فرهنګيانو په استازيتوب دهيواد ديوه ډېر مېړه بااحساسه انسان DHSA له مشر ښاغلي شير احمد "زهين " څخه نړۍ ـ نړۍ مننه کوي چې دارواښاد علامه اکاډيمسين پوهاند عبدالشکور رشاد دمړيني پر مهال يې خپله هرډول منډه او هڅه ونه سپموله .
ده نوموړي موسيسي چې په چوکاټ کې يې کليد سپېده اونيزه مجله ،کليد اخبار ،مرسل اونيزه مجله او کليد راډيو خپرونې لري ،ټول امکانات دعلامه صاحب دتدفين او تکفين دمراسمو پر مهال پر کار واچول.
دارواښاد علامه رشاد دمړيني خبر لومړى ځل دکليد راډيو له لارې خپور شو په داسي حال کې چې دولتي راډپو تلويزون ناوخته او په ډېر عادي ډول داخبر خپور کړ ،خو کليد راډيو خپلې ټولې خپرونې وځنډولې او خپله راډيو يې داستاد دمړيني مراسمو ته ځانګړې کړه او په کابل کې يې دټولودغو مراسمو بهير په ژوند ي ډول خپراوه .ګردي ميزونه يې او ځانګړې خپرونې يې ترتيب کړې .
همدا ډول په خوست کې دخوست دخپلواکې فرهنګي ټولنې مشر فيض الله غمخور نه هم مننه کو چې داستاد ديو ناچاپ کتاب دخپراوي ژمنه يې کړې ده چې کور يې له برکتونو ډک غواړو .او ده په خپل يو راليږلي پيغام کې پر نور هم ددې ناچاپه کتابونو دخپرولو ږغ کړى دى چې له دې احساسه يې يوه نړۍ مننه کوو
پاته دې نوي چې دعلامه په مړينه ټول افغانستان دغم پر ټغر ناست ،خواخوږي افغان ليکوال هم په ځانګړي توګه هم دزيات درنښت وړدي چې په خورا اخلاص او خواخوږي سره يې په خپل ټول توان دعلامه رشاد دجنازې او هدېرې په تنظيم او تر تيب کې ونډه واخيسته .
البته په ورووستيو کې به په دې اړه نور څه هم ډېر خپاره کړو . انشاء الله
دبينوا ويب پاڼي د کندهارڅانګه