هغه پر ما ميينه وه خو زما د مينې ريښې د هغې بلې سره غزيدلې وې ، ما ورسره مينه کوله لکه سپيڅلې اروح ، لکه جنتي حوره او لکه سپينه ملغلره ..........
خو هغې به هر کله داسې هيلې کولې
اې کاش
چې ما سترګې درلودلاى تر څو چې مې ته ليدلاى شواى او تا ته مې خپله مينه ځارولى ................ اى کاش
هوکې
د هغې
هيله تر سره شوه او سترګې يې نورې ړندې نه وې ، خو کله چې يې خپلې سترګې وغړولې نو په لومړي ځل يې زه ړوند وليدم ،هغې
ه مانه هر څه واخيستل زړه ، مينه او ...................خو ما د تلو په وخت کې ورباندې غږ کړ !
هى .....ګوره !
هر چرته چې
ځې ځه خو زما په امانت به پام کوې چې درنه خرابې نه شي ..............