اسرار مرګ داکتر نجیب الله (د ميرويس جلالزي تبصره)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16137
ميرويس جلالزى
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

( راز خوابیده )

( اسرار مرګ داکتر نجیب الله )  

 

لیکوال: میرویس جلالزی

2008‏-01‏-13

 

د افغانستان په سیاسی تاریخ کې د ثور تر بدمرغي انقلاب را وروسته د دې هیواد د  ډیرو سیاست والو میندي بوري شوي .

ډیر د سیاسي ، منځني او لوړ طاقت خاوندان  پر ډول ډول پلمو، دسیسو  او چل ول د سیاسي ځغاستي له ک ښي هیسته کړای شول .

که په مشخص ډول تیرو ۱۵ کلونو ته یو ځغلنده په شاتګ وکړو ، د خلق دیموکراتیک ګوند په مشر ډاکتر نجیب الله د افغان سیاست والود وژلو لړۍ پیل او تر اوسه په کړس روانه ده چې د دې لړې وروستي قربانیان تر نن ورځي د پارلمان ځيني غړي دي.

په وژل شیوسو سیاست والو کې هغه څیري هم لیدل کیږي چې اوس هم د  افغانستان له سیاسی پولو  ها خوا په زرګونو تنه پلویان لري او په مړینه یې هم ورته اعتبار ورکول کیږي.

وژل شوي سیاستوال هیڅ کله هم نا پی ي نه ول.

ځينی یې د امریکې یو شمیر یې د پخواني شوروي او اوسنۍ روسیې او یو شمیر نور یې هم د کفري او اسلامۍ نورو هیوادونو د سیاسي موخو ډریوران وو.

په کال ۱۳۷۵ د میزان په ۵مه نیټه په ظاهراً د ډاکتر نجیب الله مرموزه وژنه ، بیا په کال ۲۰۰۱ کې  د سپټمبر په نهمه د نظار شورا د مش احمدشاه مسعود ترور ، ورپسي د حاجی عبدالقدیر د هغه د ورور حاجې عبدالحق ، ډاکټر عبدالرحمان مصطفې کاظمی او یو شمیر نورو سیاست والو وژل کیدل هغه څه دې چې د څیړلو اړتیا یې محسوسه ده .

د طالبانو د غورځنګ د منځ لاري مشر ملارباني ، ملابورجان او ملا خاکسار وژل کیدل هم د افغانستان په تیر سیاسي بهیر کې د مثب او منفي اغیزو در ودونکي سیاسي  قتلونه بلل شوي دي.

د ولس واکو او نا ولسواکو حکومتونو او د بشر د حقونو د مدافع ډلو تر څنګ د ملګرو م تونو سازمان د نړیوالو میثاقونو پر بنسټ د دې حق خاوند ګڼل کیږي چې د سیاست والو تر څنګ حتې د عادی وګړو  د وژني دوسیي وڅیړي او د قتلونو پر څرنګوالي ځانونه خبر کړي.

خو په تیرو ۱۵ کلونو کې  د ځينو وژل شویو سیاست والو وژونکي زه او ته هم پیژنو خو بیا هم د کوټلو اسنادو پرته چې د جرم ثبوت پري وشي په هیځ یو کس  د تور ګلولو حق نلرو لیکن افغان حکومت او نړیواله ټولنه هم حق لري او هم اسناد او شواهد .

یوه بله لویه ستونزه خو دا ده چې د هر سیاسي فریکسیون د مشرانو له مینځه تګ سره د هغوي سیاسي ډلي ټپلي او تنظیمونه هم یا پاشل شوي او یا خو په ب پړه توګه  د سیاسي سیالیو له ډګر څخه تري تم شوي دي  چې دې کار دح قیقت موندي بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

لیکن  حالت په ټولو قضایاو کې یو شان ندی او نه هم باید د وژل شویو سیاست والو د ګوندونو راتلونکي ته په یوه سترګه وکتل شي.

د بیلګي په توګه د شمالی ټلوالی او نظار شورا د مړه مشر احمد شاه مسعود په وژنه که څه هم څه نا څه ۲۰۰۰ ورځي تیري شوي دي خو لا هم د خپلو خلکو په مینځ کې ورته پخوانی درناوی کیږي او سیاسي طاقت یې هم پر ځای دی .

په افغانستان کې یوه خبره ډیره معمول ده چې وایې: ( په ژوند ترینه بد نه وي او په مړینه ترینه ښه سړی ).

په تیرو دریو لسیزو کې هر سیاست وال که ولسمشر شوی او یا وزیر او یا هم قوماندان تر مثبتو یې منفی کړني ډیري محسوسي دي.

څو شته یو شمیر کسان چې په دې ورستیو کې یې  د خپلو خپلو وژل شویو سیاسي مشرانو د له مینځه تګ د عواملو سپړلو ته ملا تړلي.

دا خو طبیعي ده چې هر څوک د خپل ف کسیون سره د جفا څیړل خپله دنده بولي خو د کابل په کتاب پلو نځیو کې مې په داسي یو کتاب سترګي ولګیدي چې پکښی د دوو م تفاوتو ایډیالوژیو په اصطلاح د دوو دښمنو سیاستوالو  د  خواخوږۍ  په اړه لیکني شوي وي.

دا کتاب د راز خوابیده اسرار مرګ ډاکټر نجیب الله  په نامه نومول شوی ، چې له پښتي څخه یې د کتاب د منځ د مح تویاتو موضوع په آسانۍ د پوهیدو وړ ده .

جالبه خو دا ده چې د کتاب لیکوال په افغانستان کې د شوروي پلوه ولسمشر اکټر نجیب الله د مخالفي وسله والي جبهې غړی وو.

د شمال  په ټلواله پوري دا تړلی لیکوال او ژورنالست د ډاکټر نجیب الله د وژنې انګیزي ، څرنګوالی او عاملین  لټوي  چې بلاخره د لیکوال خوا تر ډیرو د هغه پر وینا پوښتنو پلټونو وروسته یو تن د ډاکټر د وژني په تور پیژندل کیږي

 لیکوال دا کس غرزی خواخوږي په ګوتو کوي چې په خټه پښتون او د کندهار ولایت اصلی اوسیدونکی دی.

د کتاب لیکوال رزاق مامون په خپل دې کتاب کې په یو لړ هغو اسنادو قاتل را پیژني چې د همدي کتاب په ورستیو پاڼو کې یې کاپي ګاني په جلا جلا پاڼو کې چاپي کړي دي .

دا کتاب په څه نا څه ښکلي صحافت ، رنګینه پښتۍ په ۱۲۷ مخونو کې  د لومړي ځل لپا ه  ۲۰۰۰ ټوکه بازار ته را ایستل شوی دی.

د کتاب لیکوال فارسي ژبی د هغه پر وینا ژورنالست رزاق مامون نومیږ ي.

ښاغلی مامون چې یو مهال د آزادۍ راډیو یو کلیدي کس وو ظاهراً په ډیري خوارۍ دا کتاب دچاپ خوني د ماشین له خولي را ایستلی دی .

د تعجب خبره دا ده چې د دې کتاب محتویات د لیکوال له شخصي او ګوندي ایډیالوژۍ سره خورا په ټکر کې دي .

لیکوال د شمالي ټلوالي له مجاهدینو سره نژدي اړیکي درلودي او اوس یې هم لري او په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د ولسمشرۍ پر مهال ( هغه کس چې اوس یې لیکوال د قاتلینو لتون کوي ) یې د دولت ضد فعالیتونو په تور د څرخې پله د زندان څو کلنۍ مزه هم څکلي وه.

رزاق مامون د مجاهدینو د هغو تندلارو ډلو غړی دې چې په ۸۰مه لسیزه کې  په خپله د غرب او ( ای اس ای)  له ماشین څخه را ووت خو اوس دا ښاغلی هڅه کوي چې یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو پخوانیو ملګرو( آی اس ی) او امریکې خلاف کمپاین ته لمن ووهي .

د مامون په کتاب کې د ډاکټر نجیب ال ه د حکومت له لومړیو ورځو بیا د هغه تر اعدامیدو پوري تیر شوي جریانات داسي سپړل شوي چې په ځينو برخو کې خو یې د خپلو ګټو د خوندي توب لپاره په تاریخي بهیر هم سترګي پټي کړي دي.

لیکوال د خپل کتاب په یوه برخه کې د هغه پر وینا د ډاکټر نجیب الله د وژونکو نومونه هم اخلي .

رازاق مامون د یو کس په مرسته چې په کتاب کې د ډاکټرنادر احمدزي په نامه یاد کړای شوی، د یو لړ داسي اسنادو فوټو کاپیانو ته اشاره کوي چې د ډاکټر نجیب د وژني عاملین او فعالین پکښي بربنډیږي.

که څه هم د دې اسنادو پوخ توب او کره والی تر اوسه کومی جنایی محکمي او معتبري تحقیقاتي څانګي ندی تاید کړی خو ښاغلی مامون لاس ته ورغلي دا اسناد معتبر او کوټلي ښیی.

نوموړی د دې اسنادو په استناد لیکي، کله چې د ۱۳۷۵ کال د میزان د میاشتي په ۶مه نیټه طالبان د کابل دروازو ته او بیا وروسته ښار ته را ننوځی نو د نظار شورا مشر احمد شاه مسعود له ډاکټر نجیب لله ځخه چې پر هغه مهال په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ساتل کیده غوښتنه کوي چې د خپل ځان د خوندي توب په خاطر له هغوي سره پنجشیر ته وتښتي .

دا دقیقاْ هغه مهال دی چې ښاغلی نجیب ، د هغه ورور شاهپور احمدزی ، اسحاق توخی ، د ډاکټر سر ساتونکی جفسر په کابل کې د ملګروملتونو  له خوا د دې سازمان په سیمیز دفتر کې ساتل کیږي.

رزاق مامون د مارشال فهیم قسیم له خولي لیکي چې ډاکټر نجیب الله د احمدشاه مسعود دا غوښتنه نه مني او بلاخره مجاهدین له کابل څخه تښتي.

مارشال فهیم وایې : چې احمدشاه مسعود د ډاکټر نجیب د خوندي توب په اړه دومره اندیښنه لرله چې پنجشیر ته له رسیدو دمخه یې د کوه صافي له سیمي یو ځل بیا د مخابري په مرسته له ښاغلي ډاکټر څخه غوښتنه وکړه چې له کابل څخه ورسره ووځی خو ډاکټر دا غوښتنه په وار وار ردوي .

ډاکټر نجیب الله په دې اړودوړ کې دملګرو ملتونو دفتر د اوس لپاره خوندی بولي ، په کتاب کې داسي هم اغلي چې ډاکټر نجیب الله خپلو ملګرو ته د مسعود له دې غوښتنو وروسته وویل چې نه غواړم له دې وروسته په پنجشیر کې د بندي په څیر خپل عمرتیر کړم بس ده چې دلته مې په کابل کې ژوند په بند کې تیریږي.

د ښاغلي مامون پورتنیو اظهاراتو ته په کتو سره یوه موضوع کمنه بریښي چې که احمد شاه مسعود په ډاکټرنجیب الله لورینه او زړه سوی درلودای نو ولي یې هغه د خپلي ۵ کلني واکمنۍ پر مهال د ملګروملتونو په دفتر کې نظر بند ساتلی وو؟!

د کتاب لیکوال په دې برخه کې خورا په ګړندیتوب ګامونه اخلي ځکه د کتاب په لوستلو کې بریښي چې ښاغلی مامون نه غواړي د نظار شورا د وژل شوي مشر احمد اه مسعود د نیم ګړتیاوو او غلونکو تکتیکونو ته د لوستونکو پام ور واړوي.

لیکولا د کتاب په یوه بله برخه کې د حاجې بشر نورزي( هغه کس چې اوس د امریکې په متحده ایالتونو کې د هیروینو د قاچاق پر تور بندي دی او د طالبانو د مالي کړۍ عمده تمویلونکی بلل کیږي او پر دې سربیره یې د طالبانو د تحریک د جوړیدو په لومړۍ ورځ اوه ملیونه ډالره تحریک ته ورکړي وو)  د خبرو په استناد چې د مستان په نامه یو سړي ترینه را نقل کړي لیکی چې ، ډاکټر نجیب د طالبانو له خو د کابل د تصرف پر هغه لومړۍ شپه شاوخوا د ونیمي بجي د طالبانو د نسبتاً یوي کوچنۍ ډلي له خوا د ملګ وملتونو له دفتر څخه ایستل کیږي او وروسته بیا د آریانا په څلور لاري کې کومه چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ  او د ملګروملتونو سازمان له دفتر څخه ډیر واټن نلري په لومړي سر کې په یو کش او ګیر کې ټپي کیږي او وروسته بیا پري د ګولیو ډزي کیږي چې هملته سا ورکوي او بیا یې د هغه جسد په یوه رسۍ د څلورلاري د ټرافیکو په هوایې خونه پوري را ځوړندوي .

مامون لیکي چې د ډاکټر نجیب په  وژنې کې  د ملی غورځنګ ګوند مشر شهنواز تڼۍ چې او س یې دفتر د کابل په شش درک سیمي کې موقیعت لري ، د پاکستان داستخباراتی ډلی یو مشر کرنیل امام او د غرزي خواخوږ ي په نامه یو د پاخه عمر ځوان پوره اس لري ځکه د هغه پر وینا تر لاسه شوي اسناد د دې ثبوت کوې چې یاد شوي دا دری کسان د پاکستان داستخباراتي ادارې له خوا په دې ګمارل شوي وو چې کابل ته به د طالبانو د رسیدو سره سم لومړۍ ډاکټر نجیب په قتل رسوي.

رزاق مامون د ډاکتر نجیب الله په وژلو کې د پاکستان اسختباراتي ادارې لاس درلود سل په سلو کې یقیني بولي او په دې قضیه کې د طالبانو د ځینو مشرانو لاس درلودل ردوي .

که څه هم چې غرزی خواخوږي ، شهنوار تڼۍ او کرنیل امام هم د طا بانو عمده غړي وو خو بیا هم دا کسان هغه طالبان دې چې د لیکوال په آند خپلواکي نلري او نیغ په نیغه د آی اس آی په لکۍ تړلي وو.

مامون لیکې چې ملارباني ، ملا بورجان او د طالبانو یو شمیر نور منځ لاري غړي د ډاکټر نجیب الله د وژلو مخالف ول او د هغوي همدا مخالفت سبب شو چې کابل ته له رارسیدو دمخه او یا هم څو ورځی وروسته دا کسان په مرموز ول له مینځه یوړل شول.

نوموړی د ملابورجان وژل په ګوتو کوی چې د آی اس آی له خوا په دې پلمه ترور کړای شو چې ولي د ډاکټر نجیب الله د له مینځه تګ مخالفت کوي .

د کتاب لیکوال د ډاکټر نادر احمدزي په نامه د یو ځوان په ویناوو او یو شم یر فوټوکاپي شویو اسنادو سخته تکیه کوي.

ډاکټر احمدزی  چې له مامون سره یې د دې کتاب په ترتیب کې ستره  مرسته کړي هغه پښتون ځوان دی چې  ادعا کوي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د طا بانو په اداري  ماشین کې د شمالي ټلوالي لپاره جاسوسي کوله .

ډاکټر احمدزی وایې : ( د احمد شاه مسعود په مستقیم دستور د ملام ومن په نامه د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو د رامنځ ته کولو لپاره د هغه وخت د  احتصاب په وزارت کې  ګمارل شوی وم او زما دنده وه چې د م نځ لارو طالبانو او آی اس ای پلوه  خلقی طالبانو ( چې مشري یې شنهواز تڼې او کرنیل آمام کوله)  تر منځ اړیکي خړي پړي کړم چې د یوي مودې په تیریدو مې خپل هدف تر لاسه کړ).

ډاکټر احمدزی تور لګوي چې د متواترو هڅو په پایله کې یې د ملاخاکسار په نامه یو طالب مشر دې ته متقاعد کړ چې  د طالبانو له مینځه  له مسعود سره ملګرتیا پیل کړي.

رزاق مامون په دې کتاب کې له ډاکټر  نادر احمدزي په نکل دا هم لکیی چې کله د اصلي طالبانو او آی اس آی پلوه خلقي طالبانو علایق خراب شول نو سم دستي ملا ربانی چې د خلقې طالبانو له کړنو سخت په تنګ شوی وو له ملاعمر سره اړیکي نیسی او هغه ته خبر ورکوي چې د طالبانو په تحریک کې دننه ای اس آی پلوه خلقي طالبان ورځ تر ورځي پیاوړي کیږي او په دې کسانو اعتبار سم کار ندی ځکه دې خلقیانو په وار په مخکې حکومتونو کې هم د حاکمو نظامونو له مینځه دهغوي پر ضد کودتاوي کړي دي او مبادا چې له مونږ سره هم دا شان چل وکړي .

له دې سره ملاعمر له یو څه غور وروسته د ملارباني وړاندیز  او ویره پر ځاي بولي او امر کوي چې د طالبانو په دننه کې د خلقیانو پر وړاندي هغه اسناد او شواهد را غونډ کړای شې چې تحریک ته د هغوي د بې احترامۍ او دسیسو ثبوت پرې کیدای شي .

د اسنادو د ټولولو لړۍ له کابل څخه پیل کیږي.

رزاق مامون د کتاب په یوه برخه کې لیکي چې ملارباني په لومړڼی ګام کې د ۱۳۷۵ کال د حوت په میاشت کې د غرزي خواخوږي د توقیف امر کوی.

ځکه ښاغلی خواخوږي هغه کس پیژندل کیده چې د ای اس اس سخت فرمان بردار کس وو او طالبان هم پري پوهیږي چې نوموړي ډاکټر نجیب وژلی وو.

همدا ووچې ښاغلی خواخوږي د ملاربانی د خاص استخباراتي شفر په اساس د قاری حضرت محمد له خوا چې په هغه مهال په ننګرهار کې د لوړ مقام خاوند وو د جلال آباد په ښار کې نیول کیږي.

د مامون پر وینا له خواخوږي څخه د مولوی یاسین له خوا چې پر هغه مهال دجلال آباد د ام نیت د دریمي څانګي ریس وو ، پوښتني ګرونږني پیل کیږي.

رزاق مامون له غرزی خواخوږي څخه د استخباراتي کسانو د پوښتنو پیلیدل د ډاکټر نجیب الله د وژنې د حقایقو د سپخیدو پیلامه بولي.

طالب مستنطقین له ښاغلي خواخوږي څخه خپلي ۳۴ پوښتني پیلوي.

دا ۳۴ پوښتني شفاعي بڼه نلري بلکه د تحقیقاتو پر مهال د م ستنطق له خوا په کتبي ډول پوښتل کیږي او ځوابونه یې هم کتباً د ښاغلي خواخوږي له خوا د هغه له لاسلیک سره یو ځاي د پاڼی په بل نیمايي کې ورکول کیږي.

د دې پوښتونو  یوه کاپي لیک په دې کتاب کې هم ځای کړای شوی دی .

په کتاب کې لیکل شولي چې غرزي خواخوږي د خپلو ځوابونو په لړ کې  مستنطق ته په هغه لومړۍ ورځ ویلي چې زه معمولي سړی نه یم چې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه درکړم ، زه له ملاعمر او کرنیل امام س ه په یوه کټګورۍ کې قرار لرم او مونږ واړه د آی اس آی تر ټولو اعتباري غړي یو او که ملاعمر او کرنیل امام زما په نیول کیدو خبر شي نو سمدستي به مې خلاص کړي .

په کتاب کې راغلي چې مستنطق ( پوښتونکی) له خواخوږي څخه په کتبي ډول دخپلو پوښتنو د ځوابو مطالبه کوي او ښاغلی خواخوږي هم چې هر پوښتنه ځواب کړي نو په لاندنۍ برخه کې یې وروته لاسلیک وکړي.

دپوښتنو په یو هغه کې یې له ښاغلی غرزي خواخوږي څخه پوښتل کیږي چې آیا تاسو له آی اس آي او د سولي غورځنګ سره اړیکي لري ؟ او که یې لرۍ نو دا ووایاست چې دا څه ډول اړیکي دي؟

دمامون پر وینا چې خواخوږي وایې : زه د سولي غورځنګ خاص غړی یم او آی اس آی په اړه باید ووایم چې زه د آی اس ی هغسي سور رنګی کارت لرم لکه څنګه چې یې  ملاح سن اخند ، ملاربانی اخند، ملاغوث اخند، ملاعباس اخند ،ملاجلیل ، قاری احمدالله یې لري.

او دا یوه رسمي مسله ده خو هر چا چې زما د نیولو امر کړی هغه د اسلامی امارت او پاکستان دښمن دی چې د دې دواړو دولتونو د اړیکو خرابول غواړي.

یادونه: د راز های خوابیده اسرار قتل داکټر نجیب الله په نامه نومول شوي دې کتاب په یوه بله برخه کې د ډاکتر نجیب الله وژني کې دغرزي خواخوږي لاس درلودو ته لیکوال هڅه کوي په ژوندیو شواهدو د حقیقت جامه ور واغوندي او په دې برخه کې د دی ثبوت لپاره د محمد حیدرصفاننګرهاري چې د دیموکراتیک خلق ګوند په پرچم خاښي پوري تړلی کس وو په حواله دا لیکي: د آصف شور ( هغه لوړ پوړی مامور  چې د شنهوازتڼي د ناکامي کودتا په ورځ د نجیب پلوه ځواکونو له خواه ووژل شو) زوی قدیر و ته د ۱۳۷۵ کال د میزان د میاشتي په ۶مه ویلي : سهار وختي یې د دریمو مکرویانو د ۱۰۸ بلاک د ۱۳ آپارتمان دروازه وټکول شوه کله چې مې  دروازه ور خلاصه کړه غرزی خواخوږي  وو چې یو کلاکوف  توپک یې په لاکس کې وو او د ډاکټر نجیب د وژلو زیری یې راکړ او راته یې وویل چې: د پلار قاتل مو در وواژه.

اوس د کتاب لیکوال په پورتنیو شواهدو او مدارکو ډډه وهي او د اکټر نجیب الله په وژنه کې د غرزي خواخوږي لاس لرل په خپل اند ثابتوي.

لیکن غرزی خواخوږي د رازق مامون دا تورونه ردوي خو له دې هم منکر ندی چې طالب نه وو.

پایله : د زاق مامون دې کتاب ته چې په ژوره توګه وکتل شي نو لیکوال پري خپل ډیر عمر ضایعه کړی دی او ښایې کلونه کلونه یې پري کار کړی وي .

د دې کتاب لوستلو مې یو پوښتنه هیڅ هواره نکړه چې ښاغلی لیکوال ولي د ډاکټر نجیب د قاتلینو لټون کوي ؟ ولي نوموړی د خپل ګوندي مشر احمد اه مسعود د قاتلینو د پیژند ګلوي او بربنډولو په اړه څیړنه ونکړه او دا ډول کتاب یې پري خپور نکړ؟

زه او ښایې تاسو هم د دې مخالف  یاست چې هر ډول قاتلین باید  و نه پیژندل شي .

دا په نړیواله کچه د هر بشر دوست او قانون پلوه انسان هیله ده چې یوه ورځ جنګي جنایت کاران ، د بشر دحقونو ناقضین او ورته نور بد عمله انسانان د زندان د توروتمبو تر شا وویني .

خو د دې کتاب خپریدل روان حالت ته په کتو سره دا ښيې چې چاپ او ترتیب یې په دې زماني مقطعه کې زما د لیکني په شان یوه ساده پیښه نه ده .

د رازهای خوابیده اسرار قتل ډاکټر نجیب الله په نامه د کتاب د لیکلو تر شا  یو لړ بهرني او کورني عوامل او د مغرضو کسانو تور لاسونه محسوس دي ځکه رزاق مامون د افغانستان د روان او پر واک حکومتی بهیر سرسخت منتقد او یو سیاسی مخالف دی .

نوموړي خپل ډیر وخت د ولسمشر کرزی ضد سیاسي کړیو په مجلسونو او ناستو کې تیروي .

ښایې نوموړي هڅه کړي وي چې د دې کتاب په خپرولو سره یو شمیر  پښتانه او د داکټر نجیب ملګري د رژیم پر ضد را وپاروي  او یا هم افغانانو ته دا ذهنیت ورکړي چې ولس مشر کرزي د غرزي خواخوږي په نامه داسي یو کس په خپل حکومت کې په لوړه څوکۍ ګمارلی چې د هیواد محبوب ولس مشر ډاکټر نجیب یې وژلی او کلونو کلونه او بیا تر اوسه د آی اس آي په خدمت کې دی.

رزاق مامون خو د اوس لپاره د شمالي ټلوالي جرار او کلیدي مطبوعاتي څیره بلل کیږي خو ښایې د دومره لوي کتاب د لیکلو وړتیا ولري مګر په دومره منډو ترړو  به یې لا هم سر په حقایقو نه وي خلاص.

دا به وخت معلومه کړي چې د ډاکټر نجیب الله اصلي قاتل یا  قاتلان څوک ول .

داوس لپاره خو به په دې کتاب کې لیکل شوي شواهد  او مدارک یوازي د فوټوکاپۍ تر حده محدود وي هغه فوټوکاپۍ چې په محاکمو کې ورته د اسنادو اعتبار نه ورکول کیږي.

هیله مو دا ده چې د احمدشاه مسعود د وژني مسله هم یوه و ځ په دې ډول کتاب کې ولیکل شي خو چې دقیقه وي .