ليکوال: پروفيسر روستار تره كى
ژباړن: بريالى جهيش
د كابل ادارې پرېكړه وكړه چې دوه اروپايي دپلوماتان د ((ملي امنيت پر ضد)) كړنو
يا د نړيوالو حقوقو په مشهوره اصطلاح((نان اګراتا)) په تور له افغانسان څخه وباسي.
د دغه خبر خپرول د پردې تر
ا هغه ترخه واقعيتونه په ډاګه كوي، چې ځينې لاسونه د اور لګولو او د جګړې د ادامې له پاره زمينه برابروي.
له
((ملي امنيت)) څخه چې د كابل اداره كوم تعبير لري، حيرانونكى دى. له ده څخه حيرانونكې لا داده چې د ملي امنيت،
كورنيو چارو او د بهرنيو چارو ادارې، په افغانستان كې د بهرنيو ملكي او پوځي چارواكو د هغو هڅو مخنيوى كوي، چې د
دولت له مخالفينو سره د خبرو كولو له لارې سولې ته د يوې لارې موندلو له پاره تر سره كېږي.
حقيقت خو دادى چې د
كابل حكومت د نړۍ د 36 هېوادونو له پوځي شتون سره_سره بيا هم لږ تر لږه په دوو ساحوكې د ملي حاكميت پر بنا د خپ
واكې تګلارې له پر مخ بيولو څخه بې برخې دى. يو د بهرني سياست په ساحه كې چې د نړيوالې ټولنې د ستراتيژيو تر سيوري
لاندې دى او بل د ملي امنيت په ساحه كې.
دردونكې داده چې د كابل حكومت په تېرو شپږو كلونو كې د بهرنيانو له زرو
څخه د زياتو مواردو له نقضولو نه په څنګ تېرشوى او سرسري چلن يې ور سره كړى ، چې په كې بهرنيانو د بې ګناه ولسي
وګړو پر وژنه لاس پورې كړى او افغانستان يې د لسګونو زرو اجنټانو په ځاله بدل كړى او د دوه بهرنيانو په يوه
جنجال زېږونكې د ((ملي امنيت ته د ګواښ)) برخې پر سرځنډ كوي چې په كې د سولې د ټينګولو ريښتنې هڅه كېږي.
له كنټرول
پرته پوځي عمليات، د كلو او بانډو بمبارول، د جنګ له قوانينو سرغړونه، په ملي قلمرو كې په خپل سر د بهرنيو س
بازانو لېږدول را لېږدول، د هېواد دننه د بهرنيانو له خوا د زندانونو جوړول او د ملي حاكميت نقضول، ملي امنيت
ته ګواښ نه ګڼل كېږي، چې ان د بهرنيو چارو وزارت له خوا، يو خالي احتجاج ليك يې پر وړاندې نه دى سپارل شوى. دغه
تېري د سولې د ټينګولو د بهير عادي او طبعيي برخې ګڼل كېږي، نه ګواښ، خو كله چې دوه بهرني دپلوماتان چې د
افغانستان په ناوړه جنګ كې هره ورځ خپل سرتېري قرباني وركوي(د نيم مليون افغانانو مرګ ژوبله خو هېڅ)، له وسله
وال مقاومت سره د سولې د خبرو كولو په نيت ورځي، د جنګ اور بلوونكو له غبرګون سره مخامخ كېږي.
وردانګونكې
او زياتى كوونكې ډلې په داسې حال كې چې د كابل حكومت له كمزورۍ، بې صلاحيتۍ او له نه خپلواكۍ څخه ښه خبر دي، بيا هم
مدعي دي چې له مخالفينو سره د سولې خبرې بايد د كابل حكومت له لارې ترسره شي. دغه غوښتنه لږه او ډېره په ښكاره
اصولي ښكاري، خو تر شا يې يوه نړۍ د سولې ضد پلمې او دسيسې پټې دي. د سولې دښمنانو د كابل پر حكومت په تېرو شپږو ك
ونو كې د جګړې د ادامې پانګونه كړې، د كابل حكومت د جنګي ډلو په محاصره كې دى، نو له دې كبله د كابل حكومت له لارې
د سولې پر خبرو د اغېز ښندل تر دې اسانه دي چې دغه اغېز دې د سولې د بهرنيو مامورينو پر ماموريت وښندل شي.
سولې د
ټينګولو د بهير كار بايد د كابل له ادارې پيل شي: د دوو بهرنيو دپلوماتانو شړلو چې په ښه نيت يې د سولې پر ټينګو
و كار پيل كړى و، دا وښوده چې د سولې د ټينګولو كار بايد د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې په ټينګ هوډ، د كابل
ه ادارې څخه د سولې د دښمنانو په لرې كولو سره پيل شي. حقيقت دا دى چې تر څو د كابل اداره د ننګونكو، د جنګ اور ته
لمن وهونكو او زياتى كوونكو عناصرو له شتون څخه چې د جنګ پر ادامه يې د اوږدې مودې سياسي پانګونه كړې، پاكه نه
ي، د سولې د خبرو پر مختګ ته، هغه هم د امن جرګې له لارې تمه نه شي كېداى.