طنز: څوك ملامت دي؟
دسهارد لمانځه لپاره جومات ته ولاړم ، د لم
انځه وروسته د جومات د امام سره کښيناستم او د حالاتو په مورد ورسره وغږيدم هغه وويل:
يهود او نصاراني وو له
هر لوري په اسلام باندي تيري شروع کړي دي . ماشومان او لويان ، ښځي او نر ، ټول ددوي په دام کي ګير دي . په ښوونځي
کي اسلامي لوست نشته ، په پوهنتون او ادارو کي مختلط نظام رامنځته شوي دي ، ښځو بي حيايي ته مخه کړي دي ، ځوانان
له غربي کلتور څخه پيروي کوي ، له هري خوا آفتونه دي چي را روان دي .
ما ورته وويل : ملا صاحب : ريښتيا هم چي م
همي خبري ته د اشاره وکړه ! دا خو د خداي (ج) شکر دي چي دومره مسايلو ته د پام دي ، خبره دا ده چي ته خو الحمد لله
(70) کورونو امام يي او په سل ګونو ماشومان او ځوانان ستاتر لاس لاندي دي ، تا دخپل کلي په کچه خپل مسئولیت د دي
لوي په وړاندي څومره اداء کړي دي ؟
په تونده لهجه يي راته وويل : زه پنځه وخته لمونځ ورکوم، ماشومانو ته خ
اصه ، قدوري او پنج کتاب وايم ، نور څه رانه غواړي ؟
په نرمه لهجه مي ورته وويل : ملا صاحب! څنګه به وي چي ددي
تر څنګ د قرآنکريم ژباړه او تفسير هم ځوانانو او مشرانو ته پيل کړي واي ؟
له مخکي څخه په تونده لهجه يي راته
وويل : ته پدي خبرو څه پوهيږي؟ دا خلک بايد مخکي له مخکي (14) علوم زده کړي او بيا د قران کريم تفسير ته کيني . که
نه نو دوي کله په قران پوهيږي او هسي نه چي کفر ته به وتلي وي . دا خو څه چي وړه خبره نده .
بيا مي ورته وويل: خي
چي داسي ده ملا صاحب ! څنګه ده چ يد احاديثو ځيني کتابونه ورته پيل کړي ؟ او ددي تر څنګ د پيامبر (ص) سيرت ، د صح
ابه وو د ژوند تاريخ او ځيني نور په زړه پوري کتابونه ورته ووايي؟
پداسي قهر جنه لهجه چي له خولي څخه يي
اړي باديدلي او مخ يي سور شوي وو راته وايي:
تاسي بدعتيان راغلي يي او داسي شيان مو راويستلي دي . کوم ملا د
اصحابو د ژوند تاريخ بيان کړي دي چي زه يي وکړم؟ دا خلک خو يوازي بايد په جوزولايجوز باندي پوه شي او بس . نور
څيزونه ددوي څه درد دوا کوي.
له ملا صاحب څخه راووتلم او له ځان سره مي وويل:
ترسم نرســــي به کعــبه اي
اعـــرابي
زين ره که تومي روي به ترکستان است
کور ته ننوتلم ، تلويزيون چالان وو او يو هندي فلم يي ايښي
وو. داسي بي حيايي پکښي روانه وه چي زه يي په ليدلو وشرميدم . پلار ته مي چي د کوټي په کونج کي ناست وو او د ت
ويزيون سيل يي کاوه وويل : حاجي صاحب ! دا څه حال دي ؟ هغه سوړ اسويلي وويست او ويي ويل :
زويه يهودو او نصاري
وو داسي لوي لوي دامونه ايښي چي سوچ يي هم نشي کولاي . 5 تلويزيوني چينلونه 24 ساعته د فحشا وو خپروني کوي او زم
ونږ بچيان يي بي لاري کړل هر يو چي ويني همدا حال دي . حيران يو چي کوم يوه ته وګورو!!!
له کوټي څخه راووتلم او
له ځان سره مي وويل: که چيري هيڅ تو هم ونه وينو نو څه ټکه به راولويږي ؟
له کور څخه شوم ګاونډي ته مي دا کيسه
وکړله . هغه وويل : دا خو لا څه کوي . دا Digital ديش آنتن چي 300 اوروپايي چينلونه نيسي او قيمت يي هم اوس الحمد لله
را ټيټ شوي دي سمه د شيطان ځاله ده . هر ډول لوڅ او بربنډ فلمونه خپروي ، کله مي چي د هغوي د بام سر ته وکتل ومي
يدل چي مشر زوي يي اخته دي او د ديش انتن تاوه برابروي . په سر باندي مي څړيکه راغله چي اي خدايه ! دا څه وينم ؟
دومره پوهيږي او بيا هم په بام باندي نصب کړي ده هغه سره مي مخه ښه وکړله او د پوهنتون په لور روان شوم . په م
وټر کي چي سپور شوم په داسي جګ غږ يي هندي سندره نيولي وه چي زما د سلام غږ هيچا هم وانه وريدلو . د خپل څنګ م
ګري سره مي په اشاره روغبړ وکړ . هغه ته مي په داسي لوړ غږ چي زما يي ستوني څيري کړ او دهغه ايله تر غوږه ورسيد
وويل : دا ټيپ ډير جګ ندي؟ که کږ ورو شي ښه به نه وي ؟ هغه هم په همداسي شکل سره ځواب راکړ : ( زمايي هم سر په درد
کړي دي )) ورو وررو مو دا خبره د ټولي سپرلي سره شريکه کړله . عجيبه خو داوه چي ټولو د دي موزيک څخه سر ټکاوه .
بالاخره مو پدي سلا راغله چي موټر وان ته ووايو چي دا کسټ ورو کړي په هغه باندي مي څو ځله غږ وکړ خو هغه پداسي
حال کي چي سر او اوږي يي د موزيک سره خوځولي د کسټ سندره يي غبرګوله او زما په غږ باندي خبر هم نه وؤ . څو ځله مي
وټومبلو تر څو که خبر شي خو هغه داسي ځان خوځولو چي زما په ټومبلو حتي پوه هم نه شو.
بالاخره مي د زمري زړه په
زړه کي کيښود او په ورميږ باندي مي يوه ښه پخه څپيړه ورکړه . په ډير قهر سره يي شاته راوکتل او موټر يي ځاي پر
ځاي ودراوه ، کسټ يي ټيټ کړ او راته يي وويل : څه خبره ده ؟ ما ورته وويل : استاذه ! ډير زيات وبښه ، ډيره هڅۀ مي
وکړه چي ځان ته د متوجه کړم خو هيڅ نه کيدل او دي سندري سم جذب کړي وي . بالاخره مجبور شوم داسي چلند وکړم .
داټوله سپرلي د دغه غم وهلي موزيک څخه خسته ده . که خپه کيږي نه دا ټيپ در سره چپ کړه . هغه چي لږ يي غوسه ناسته
وه ويل : کسټ ندي راديو ده.
دا يهود او نصارا وو په موږ پسي داسي را اخيستي چي جرړي يي راته وويستلي همدا اوس
تنها په کابل کي (8) راډيو ګاني (24) ساعته سندر خپروي.
که رښتيا راباندي وايي زما يي هم ماغزه راته چپه کړل خو
دغي سپرلي په خاطر مي چالانه کړي ده .
دلته يو ځل بيا مي له دوکه وخندل خو هيڅ مي هم ونه ويل . موټر بيرته روان
شو او لږ مو غوږونه ارام شول . کله چي کوټه سنګي ته ورسيدم ، ګړي ته مي وکتل ، وخت لا پاته وو . اګر چه لاره تر
پوهنتونه ډيره وه خو چي کله سم مي مخکيني ګاډي را په ياد شو نو وريږديدم او پياد تګ ته مي په دومره جنجال او
غالمغال ترجيح ورکړه او پلي روان شوم .
په لاره روان وم ا وله ځان سره مي سوچ کاوه چي دا يهود او نصارايي څوم
ره ښکرور شول چي زمونږ ټول امت تري نه چيغي وهي ، خو پدي مي سره نه خلاصيده چي ايا دا مونږ يو چي ددوي ټول پ
انونه په غبرګو سترګو منو او لوي او کوچنيان ، باسواده او بي سواده نر او ښځي يي ټول د ديموکراسي ،تمدن او
ازادي په نامه عملي کوو او که دوي دي چي په مونږ پسي يي سوټي را اخيستي چي ته ولي ديش انتن نه لري ؟
په همدي
سوچونو کي وم چي ناڅاپه مي يو 26 کيلويي لاس په اوږه د تندر په شان راپيريووت ، شاته مي وکتل چي يو د لوني خاوند
چي توره دريشي يي اغوستي وه . ږيره يي هم خريلي وه راته ولاړ وو . د سپينو ويښتانو څخه يي ښکاريده چي د لوړ عمر
خاوند دي . له ډيره دوکه نږدي وه چي وچوم خو هيڅ م يله لاسه نه کيدل ، سوچ مي وکړ چي که چيري ورسره لاس او ګ
يوان شوم نو اول خو دا چي زما لاس د هغه ګريوان ته نه رسي ځکه چي يونيم متر راڅخه جګ دي او دوهم دا چي کيدلاي شي
په يوه سوک راته د مخ نقشه بدله کړي نو دلته مي دعقل څخه کار واخيست او خپله غوسه مي وخوړله او په ارام غږ مي
ورته وويل:
کاکا بښنه غواړم ومي نه پيژندلي .
له غوسي څخه په ډکه لهجه يي راته وويل: کاکا دپلار ! ماته
ييس صاحب وايه . هک پک ودريدم . پداسي حال کي چي تر اوسه مي په لوږه باندي څړيکي راتللي بيا مي جرئت وکړ او و
ته ومي ويل : ښه رييس صاحب وبښه ومي نه پيژندلي
په مټ يي وټپولم او ويي ويل: خود به مي نه پيژني ! هغه وختونه د
هير شول چي د خالد بن وليد له غونډ څخه به مي بوري بوري اوړه او وريژي درليږل.
ومي ويل : ښه ! ته قوماندان صاحب
شينکي يي ؟
ويي ويل : هو ! نو څوک يم .
ومي ويل : بښه غواړم باور مي نه راځي ، اګر که زه خو په هغه وخت کي کوچني
وم خو بيا هم لا تر اوسه مي ستا هغه توره ږيره او سپين پټکي په سترګو کي تاويږي .
سوړ اسويلي يي وويست او ويي
ويل : د يهودو او نصارايي وو له لاسه مو دا ورځ د ه . په هر صورت ، پدي خبرو پسي مه ګرځه ووايه چي چيرته روان يي ؟
ماورته وويل :
پوهنتون ته ځم . ويي ويل ښه ده . زما لاره هم همدي لوري ته ده . تر يوه ځايه به کډ لاړ شو .
په
اره روان شولو . په کيسو کيسو کي يي خپل ژوند راته داسي بيان کړ؛
وختونه په سړي هر حالت راولي خو په هر حال
يي شکر بي له کفره ، کله چي کابل فتح شو نو زه هم راغلم او يوه حوزه مي ونيوله ، حالت ورځ په ورځ خرابيده، خو ماهم
له موقع څخه ګټه واخيسته او په لږ وخت کي مي څه ناڅه پيسي تر لاسه کړي او مخکي لدي چي حوزه راڅخه واخلي خپل کار
مي کړي وو. حوزه مي پريښوده ، اسلحه مي راسره واخيسته او په يو ځاي کي مي ښخه کړه او له کورني بهر ته لاړم . کله
چي طالبان راغلل زه هم بيرته راغلم . لويي او وړي څوکي مي هلته دلته تر پښو لاندي کړي او په هغه وخت کي په ملا
ينکي اخوند باندي مشهور شوم . اګر چه په الف او ب مي سر نه خلاصيده خو ډير وخت مي د امر بالمعروف په رياست کي
تير کړ . کله چي د طالبانو ورځ هم واوښته او موقته او وروسته انتقالي دوره رامنځ ته شوه او بالاخر اسلامي دولت
راغي ...
کله چي د قوماندان صاحب کيسه دي ځاي ته راورسيده نو د مخامخ لوري څخه دوي پيغلي راغلي چي داسي جامي
يي اغوستي وي چي ته به وايي له پاريس څخه لندن خوا ته رواني وي او الوتکه يي په کابل کي د تيل اخيستلو لپاره
ښکته شوي او دوي ترينه پاتي دي ، هغوي چي ټکري يي نه درلود او توري عينکي يي په سترګو وي داسي شانته تنګ پت
ونونه يي په ځان کي وو لکه چي د ټوپک پوښ پنځه کلن چنار ته ور واغوندي . د هغو په ليدو سره قوماندان صاحب سترګي
رډي رډي راووتلي او وروسته لدي چي کارته پورته يي وکتل ويي ويل : دي يهودو او نصاراوو خو زمونږ بيخ وويست .
خداي مو د له کوره ته ګوره پردي وکړي . دا بي حيايي څومره ډيره شوي ده . ما دهغه خبروته سر وښوراوه او نور مي څه
ونه ويل . لا مو څو ګامه نه وو اخيستي چي له يوه کور څخه دري نوري پيغلي راووتي چي د مخکينيو څخه يي څو ځله زيات
ځان سينګار کړي وو او د جامو حالت خو يي داسي وو چي په ليدو به دي يي مخکينيو ته دعا کړي وه . کله چي موږ ته راو
يسدلي نو ودريدلي . ملا شينکي اخوند هم پښه ونيوله او زه هم مجبور شوم چي تم شم . يوي پيغلي چي د دوي مشره ښکا
يده قوماندان صاحب ته يي وويل : پلار جانه موږ بازار ته په سودا پسي ځو . د کور کلي دا ده واخله .
قوماندان
صاحب وويل : ځي خ داي مو مل شه . رښتيا د موټر ځغلولو کورس ته هم لاړ شي ، آنجليکا هلته شامله کړي ځکه چي نامزاد
يي دکاناډا څخه احوال راليږلي چي تر څو يي د ويزي کار خلاصيږي د موټر ځغلول دي زده کړي .
پدي وخت کي منځني
جينکي چي ماته همغه آنجليکا ښکاره شوه وويل: Thank you dad زه به همدا نن ځان شاملوم.
د باي باي په ويلو سره دوي
اڅخه رواني شوي او موږ هم حرکت وکړ . ددي صحني په ليدلو سره هک حيران شوم خو په ځان مي رانه وړه . او قوماندان
صاحب ته مي وويل ښه کيسه کوه .
پدي وخت کي د هغي دروازي مخي ته چه هغه جينکي ترينه راوتي وي وريسيدو ، قوم
اندان صاحب ودريد او ويي ويل : هو له ياده مي ووتل ، هغه د خداي (ج) د وعده رښتيا ده چي هر چاته د خپلو نيکيو اجر
ورکوي . موږ ته هم دا دي خداي (ج) د جهاد او هجرت ثمره راکړه . کله چي موقت او بيا انتقالي او وروسته اسلامي دولت
رامنځ ته شو نو ما ښخي کړي سلاوي راوويستلي او DDR پروګرام ته مي تسليم کړي او په پيسو مي يي يوه دغه پنځه پوړي
وداني ، او دري داني کروزن موټران واخيستل . اوس را دوه کاله کيږي چي د بشر حقوقو د مستقل کميسيون غړي يم او
دښځو په وزارت کي د مهارتونو د ودي رياست مشري په غاړه لرم . لورانو ته مي هم د ښووني موقه برابره او له ځان سره
مي وويل چي بس دي نور دا ظلم او بي ځايه جهالت چي ښځي دي په کور کي ساتلي . اخر دوي هم زړه لري او حقوق لري . دري
واړه مي اوس د کمپيوټر او انګريزي په کورس کي شاملي کړي او ددي تر څنګ دا مشره خو يي د موسيقي يو کورس ته هم ځي
، غواړي په راتلونکي کي يوه غښتلي سندر غاړي شي او خپل هيواد او خلکو ته خدمت وکړي .
دوهمه لور مي چي له
تياتر سره يي جوړه ده ، همدا څو ورځي مخکي له سويدن څخه راغله ، هلته د دريو مياشتو لپاره تللي وه تر څو د
تياتر په برخه کي کار وکړي . هغه د يوه جاپاني الاصله کاناډايي سره نامزاده شوي ده چي همغلته په سويډن کي سره
اشنا شوي وو.
دريمه لور مي غواړي لويه سياستمداره شي ، هغه وايي چي کمونيزم لا تر اوسه ماته نده خوړلي ، اص
اً دغه ناکامي د يو څو کسانو د خيانت او جهالت پايله وه ، که چيري تکړه ، با احساسه او فدا کاره کمونستان يو ځل
بيا پدي نظام باندي کار وکړي نو دا ځل به حتماً کاميابيږي .
تر ډيره ځايه يي زه هم تادوم ، روس بيچاره بي تج
بي وو چي زموږ په مقابل کي يي ماته وخوړله ، په هر صورت ، اوس زه پدي هڅۀ کي يم چي هغه مسکو ته واستوم تر څو هم
الته خپل سياسي کار ته ادامه ورکړي .
پدي ځاي کي ملا شينکي اخوند دمه وکړه او غوښتل يي غاړه تازه کړي ، ما په
بيړه تر پوښتنه وکړه : رييس صاحب زما به ذهن څو پوښتني را پيدا شوي . يوه دا چي هغه زوي د خالد چي خالد بن وليد
به د ورته ويل چيرته دي ؟او بل دا چي زما ياديږي ستا په دوهمي لور نوم خو خديجه وو ، اوس څنګه آنجليکا شو ؟
له
موسکا سره يي وويل : هو داراسنګ يادوي ، هغه اوس يوه مشهوره سينما دلته په ښار کي په ټيکه اخيستي ده او ښه عايد
تري نه لري او د نوم بدلون ! هغه وختونه خو اوس تير شوي . خالد چي کله د دوه کلو لپاره هند ته تللي وو ، بيرته چي
راغي ويل يي نور زما نوم دارا سنګ دي . او ددي لپاره چي څوک بيا خالد ورته ونه وايي نو د هند د تابعيت تذکره يي
هم اخيستي وه .
او خديجه مو چي کله سويډن ته ليږله په ډير تکليف سره يي ويزه ورکړه او هلته به هم تل د څارني
اندي وه ، ځکه چي نوم يي دوي ته مذ هبي ښکاريده . خو په هر ترتيب ، کله چي د (چاننګ يا نګ ) سره معرفي شوه ، د نوي
نامزاد يي يا دوم ، هغه ورته ويلي وو چي ستا د نوم تلفظ ډير سخت دي ، تر څو نوم چي بدل نکړي د نامزادي خبره پاتي
ده ،
بالاخره وروسته له ډير جنجال څخه هغي هم خپل نوم آنجليکا کړ چي له يوي خوا د دواړو خوښ وو او له بلي خوا
د عيسايانو په وړاندي هم منل شوي نوم دي. پدي توګه يي ځان د تل لپاره له دي جنجال څخه خلاص کړ .
کله چي قوم
اندان صاحب چوپ شو نو ما ورته وويل: ډير ښه رييس صاحب شينکي . عجيبه کيسه د وکړه اوس نو ماته اجازه راکړه چي
دپوهنتون ناوخته کيږي ، قوماندان صاحب مي لاس ونيو او ويي ويل : چيري ځي ؟ راځه کور ته به لاړ شو او ته هم له خپل
ژوند څخه څه راته ووايه . رښتيا له ياده مي ونه وزي دا د ږيري غم دي هم وخوره ، نن خو هسي په غيرت کي ګير يي چي
سنت دي او واجب ، خو سبا ته به بيا په خپله ورسره په تکليف يي. موږ هم تاسو غوندي وختونه تير کړي دي خو اوس
پوهيږو چي څه بيهوده ژوند مو تير کړي دي.
دوي ورځي ژوند دي ښه يي تير کړه . ورته موسکي شوم او ومي ويل : حقيقت
خو دادي چي دا يهود او نصاريي خو مو هيڅ ژوند ته نه پريږدي . که نه نو مخکي به مي ځان تري خلاص کړي وو . له نصيحت
څخه دي مننه . له رييس صاحب نه مي ډيره په سختي اجازه واخيسته او روان شوم .
کله چي پوهنتون ته ورسيدم نو يو م
لګري مي په مخه راغي او ومي غوښتل د زړه خواله ورسره وکړم او دا د يهودو او نصإريي څخه ډک زړه مي ورته تش کړم .
هغه ته مي دهغو پيغلو کيسه وکړله او د دوي د بي شرمه جامو څخه مي ورته سر وټکاوه .
ملګري مي راته وويل : تا
دغو پيغلو ته وکتل ؟ ومي ويل : هو ! ښه په ځير ځير مي ورته وکتل داسي شانته يي ځانونه جوړ کړي وو چي ته به وايي
دنيا واده يي دي او داسي جامي يي اغوستي وي چي که بربنډي واي ډيري به ښي واي .
ملګري مي په نرمه سره راته
وويل : دا خو رښتيا هم يهودو او نصاراوو غټ کار پيل کړي دي ، حتي دا چي ته يي ديته اړ کړي يي چي دي نامحرمو ښځو
ته په داسي ځير ځير وګوري .
راته ووايه ؟ داهم په يهودو او نصاراوو وراچوي ، ومي ولي د خپل بام واوره نورو با
وي ، هغوي که داسي بي حيايي ته مخه کړي نو سترګي خو ستاوي ، تاته څه اړتياوه چي بايد د هغوي د ويښتانو ، عينکو
او پتلون جاج واخلي . د ملګري خبرومي داسي په خولو کي ډوب کړم چي په هيڅ پوه نه شوم
او دالله (ج) هغه وينا مي
سترګو ته ودريده چي فرمايي:
( ان الله لا يغير ما بقوم حتي يغيرو ما بانفسهم )
وسلام ورحمته الله وبرکاته