"طالبانیزم" د "اخوانیزم" د سکی بل مخ او زموږ وطن ته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16306
کاندیدای اکادمیسین سیستانی
دخبریدو نیټه : 2008-01-26

"طالبانیزم" د "اخوانیزم" د سکی بل مخ او زموږ وطن ته لوی مصیبت

« اخوانیزم» ( د مصر داخوان المسلمین بنیادگرائی ایدیولوژی ) پدیده زموږ په هیوادکي دشلم قرن د نیمائي څخه را وروسته دهغو افغاني محصیلینو په واسطه چی د تح صیل دپاره مصرته  استول سوي وه، راوړل سو.  دمصردجامع الازهر دپوهنتون دفارغانو څخه یوهم برهان الدین باني و چی داخوان المسلمین دغړیتوب ترلاسه کولو وروسته  هیواد ته راغی(۱۹۵۹) اوبیا په افغانستان کي  د (برادران مسلمان)یا(جمعیت اسلامي)  دگوند تهداب ئې کیښود. دی او د ده ملگرو ، خپل فعالیتونه د دموکراسۍ په سیزه کي شروع کړل . د دې گوند د وحشت او دهشت اچوني موضع گیري هغه وخت کابلیانوته په ‌ډاګه سوه چی دوی دښځو اوانجونو پر مخ  داسید(تیزاب) پاشلو څخه کارواخیست ،یا د چړو په واسطه  ئې د ځینو چپي پلوو  محصلینو نسونه څیري کړل .
 د دغي افراطي حرکت نمایندگان زموږ په هیواد کي درباني د جمعیت اسلامي، اودحکمتیار دحزب اسلامي او دقاضي وقاد او یونس خالص اسلامي حزبونه دي چي دخپل قدرت په دوران کي (۱۹۹۲- ۱۹۹۶)  ئې د وطن بیخ او بنیادئې وایست  او د قدرت دساتلو یاترلاسه کولوپه خاطر ئې د کابل تاریخي  ښارئې په کنډواله بدله کړ . دکابل په ښار کي دخلکو پرمال، او ناموس  باندي تیری ،شخصي کورونه اوجایدادونه ، دولتي او ملي ټولي تمنۍ  داسي چوراو تالاسول چي په تاریخ کي ئې ساری نه درلود. نژدې ۶۵زره بیگناه خلک د دوی دخپل منځي جنګونو په نتیجه  کې شهیدان سول، او یوځل بیا د افغانستان بیوزله خلک مهاجرت ته اړ سول . ترڅو یوه بله نوې او بیسارې اف اطي ډله د طالبانو په نامه د دغو وحشي اخوانیانو دمینځه وړلو په خاطر دپاکستان څخه را ایله سوه او دوی وکړای سول چی په ډیر چټکي سره ،دد و کلونو په ترڅ کي درباني او گلبدین ډلي د وطن څخه وتښوي او خپل سیاسي او نظامي قد ت دافغانستان پر ۹۵ فیصده خاوره خپورکړي. خو دطالبان دریځ دښځو په مقابل کي دزغم او تحمل  وړنه و. دوی پخپل ول او عمل تر اخواني ډلو ډیرزیات صادق اوساده خلک وه، په سیاست باندي د دوی سر نه خلاصېده ، خو دپاکستان دنظامي استخباراتو تر اثر لاندي  ئې سیاسي چاري پرمخ بېولې ،خودافغانستان دجامعې دپاره دغه افراطي ډله هم دتحمل وړ نه وه. د طالبانو یوه لویه بد چانسي دا وه  چې د دوی دقدرت په وخت کي اسامه بن لادن(دسعودي عربستان مغضوب) افغانستان ته پناه راوړل . بن لادن چي په سیاسي لحاظ تر طالبانو ډیری تجربې درلودې، وکړای سول چي خپلي اغیزې دطالبانو پررهبري شورا ډیري  کړي، آن تر دې حده  کله چي  امریکا د بن لادن د تسلیمیدو غوښتنه وکړه دوی د هغه دتسلیمیدو څخه ډده وکړه او په نتیجه کي دسپتمبرحادثه په امریکا کي واقع سوه او امریکا ته بهانه پلاس ورغلل چي  د طالبانو دنسکورولو دپاره د۳۷ هیوادونو په ګدون پرطالبانو باندي ورودانګي او دوی د افغانستان څخه  ایسته کړي .
خو  دا دواړه ارتجاعي حرکتونه یعني "اخوانیزم" اوهم "طالبانیزم"  دبنیادگرائی دسکې دوه مخونه دي .او زموږ په وطن کي خارجي پدیدې  دي ،نه داخلي . پخوا یعني دشلم قرن د نیمائي څخه هاخوا  موږ دغه دواړي ناوړه پدیدې پخپل هیوادکي  نه درلودې،خو دظاهرشاهي دموکراسي په لسیزه کي اخوانیزم مخ په غوړیدو شو، او د افغان - شوروي دجگړې په دوران کي د امریکا او سعودي عربستان او نوروهیوادونو په مرسته په منطقه کي  په یو لوی آفت بدل  سو. د دې لوی آفت په نس کي تر ټولو یوه  خطرناکه نطفه په جوړید و سوه ، چی دامریکا او پاکستان دتوجه اومهربانۍ له برکته "القاعده" ځیني وزیږیده. او دغه نا مبارکه مولود په امریکا کی دسپتمبرد۱۱نېټې  دفاجعې سبب سو.
خو دمخه چي دا حادثه په امریکا کي ترسره سي ،یوې بلي منحوسي  پدیدې د طالبانوپه نامه په پاکستان کي سر راپورته کړ  چې تر اخوانیزم ډیره خطرناکه ثابته سوه. دا پدیده یوه وهابي- پاکستانۍ پدیده ده چي دپاکستان د استراتیژیکي سیاست دتحقق په خاطر يعني دافغانستان ډیورند دکرښي دلانجې دختمولو په منظور او دهند څخه دکشمیردغچ اخستلو په هدف مینځ ته راغلې ده. په ب ه عبارت طالبان اوطالبیزم، دپاکستان او دسعودي عربستان د یوځای کیدوپه نتیجه کي  دپاکستان په بطن کي و وزل شول او په تیره لسیزه کي ( ۱۹۹۴) وزیږید چي اوس په یوه لویه بلا بدل  سوئ دی ، چي هم زموږ هیواد  او هم په خپله پاکستان اوبیا ټوله جهان ور څخه په عذاب اود خطرسره مخامخ دی .
د بي بي سي دمنځنی ختیځ دسیاسي مسایلو تحلیلگر ،"راجر هاردي"  د وهابیت د اصلي هدف دڅیړني دپاره سعودي  عربستان ته په ۲۰۰۷ کال کي د دوو میاشتو دپاره سفرکړی و. دی د "لورنس رایت" دخولې څخه چي دالقاعدې په باره کي دیو کتاب په لیکلو سره د"پولیتزر" جایزه تر لاسه کړې ده،وائی:" د وهابیت جوهر، اصالت دی "(جوهر وهابيگري اصالت است.) دده په قول:"دوئ( وهابیان) په  اصل  پسي ځي .او دا هغه شی دی چي د دی سبب سوئ دی چي دوئ ډیرکلک افراطي عمل وکړي . "(آنها (وهابیها) بدنبال اصل هستند؛ و این همان چیزی است که باعث می شود آنها بسیار سختگیرانه عمل کنند.) هاردي علاوه کوي  په ۱۹۸۰ لسیزه کي  په افغانستان کي د شوروي اتحاد پر ضد  جهادیانو ته   دسعودي دولت مالي مرستو ،دامریکا اونورو هیوادونومرستوپه نتيجه کي  اسلامي بنیادگرایي خپل وړترین حد ته ورسیده . چي دافغانستان جگړه  د دې نطفې د پیداکیدو سبب سوه  چي وروسته "ال اعده" ځیني را وزیږیده.
راجر هاردي دحسن الملکي، دسعودي دولت دښوني او روزني متخصص ،دخولې څخه وایي :" ده ماته وویل:" موږ خپلو شاگردانو ته داسي درس ورکوو،هرڅوک چي د وهابیت سره مخالفت وکړي یا کافر دی، یا د سمي لاري څخه منحرف سوی دی ، بناپردې باید یا توبه وکاږیي او کنه و وژل سي  ." ( بي بي سي، ۲۳ سپتمبر ۲۰۰۷)
دپاکستان دتحقیقاتو دموسسې د ارزیابي پراساس، اوس اوس په پاکستان کي تقریباً لس زره دیني مدرسې د ۵‎/۱ ميليون شاگردانو سره په دې هیوادکي موجودي  دي . چي نورهیوادونه لکه كويت او سعودي عربستان هر کال په لسها و میلیونو ډالرد دغو دیني مدرسو په واک کي ورکوي. دطالبان اوسلفي پلوي مشران خپل اصلي قوت د فقیرو او بیوزلو ځوانانو څخه را اخلي . د ملگروملتو دسازمان د رپوت پراساس،  فقراو لوږه په شدت سره د پاکستان په ۱۶۰ مي يونه نفوس کي مخ په زیاتیدو ده .رپوت د دې هیواد د وگړوفقر په سلو کي ۴۰ فیصده ښیئ .(دوشي چي، آریائي سایت)
ډاکتر خوشحال روهي،پخپل یوه تحقیقي مقاله کي  د پاکستان د اهدافو په افشاکولوکي په ډیردقت س ه  مهمی ټکي ته اشاره کوي او داسي لیکي:«که پخوا به انګرېزانو ( فاټا ) سيمو ته يوازې د افغانستان او روسانو په وړاندې د بفر زون ( حايل سيمې ) په سترګه کتل او له تمدن څخه يې محروم ساتل ، نوجنرال ضياء دغو سيمو ته په افغانستان کې د يوه لاسپوڅي حکومت پر لوري د پل په سترګه کتل او غوښتل يې له يوې خوا د تل لپاره د ډيورنډ ه ستونزې څخه ځان بې غمه کړي او له بل لوري افغانستان د هند په وړاندې د ستراتېژيک عمق لپاره وکاروي . په دې مانا چې يو به وروسته پاتې او تحت الحمايه افغانستان او قبايلي سيمې د کشمير په جګړه کې د مجاهدينو بې پايه زيرمې ب ابرې کړي او بل که اړتيا پېښه شوه لکه ستالين ، چې په دويمه نړيواله جګړه کې يې د جرمني له بريد څخه خپل پوځي د انده صنايع د ختيځ خواته انتقال کړل ، دوی به خپل درانده صنايع افغانستان ته انتقال کړي . "
ډاکترروهي ادامه ورکوي:"ضياءالحق په همدې موخه د افغانستان د خپلواکۍ(دشورویانو) په جګړه کې روڼ اندي او م تپاله ډلې بې درېغه وټکولې او د خپلې خوښې تنظيمونو ته يې وده ورکړه او بهرنۍ مرستې يې د همدوی تر منځ ووېشلې . همدا از ده د پاکستان د ننه د پښتون نشنلېستانواو پښتونستان داعيې د ځپلو لپاره هم په پښتنو سيمو کې اسلامي ګوندونو ته وده ورکړه . په ۱۹۹۶ کال کې د فاټا په سيمه کې ټولو بالغو کسانو ته د رأيې حق ورکړل شو ، څرنګه چې ملي ـ سياسي ګوندونو د کانديدکېدو حق نه درلود نو تر ټولو زياتې رأيې ملايانواو په ځانګړې توګه د مولانا فضل الرحمن د جميعت العلما ګوند غړو تر لاسه کړې . همداراز په وروستيو ټاکنو کې اسلامي ګوندونه په صوبه سرحد او صوبه بلوچستان کې بر لاسي شول او په صوبه سرحد کې د اسلامي ګوندونو ايتلافي ( متحده مجلس عمل ) حکومت رامنځته شو. د دې تر څنګ که په مرکزي اسامبلۍ کې پخوا اسلامي ګوندونو ټول ټال ۷ کرسۍ درلودې نو دا ځل يې ۱۰ نورې پرې ورزياتې کړې او ۱۷ ته ورسېدې . جميعت العلمأ ، چې د پروېز مشرف د حکومت يوه اساسي ستن اود طالبانو مهم ملاتړی ګوند دی ، تر ۲۰۰۱کال وروسته يې طالبانو ته د آی اس آی په مرسته پراخ پناه ځايونه ورکړل.» (ډاکتر روهی ، په پاکستان کې وروستی بحران او طالبيزم، اسمائی سایت)
اوس هرڅوک په دې  پوهیږي چي په قبایلي سیمه کي نن افراطیت او اسلامي بنسټ پالنه دومره پیاوړې سوې ده چي نن ورځ آن ۸۰ تر ۹۰ فصیده خلک د شپږواسلامي بنسټپالو گوندونو (جمعيت علماي اسلام (فضل الرحمن)، جمعيت علماي اسلام  (سمیع الحق)،جماعت اسلامي، جمعيت اهل حديث، حزب اسلامي و حزب تنظيم اسلامي) یعنی د(متحده مجلس عمل)  پسي روان دي .  په دغو گندونو کي دوه ډیر  سخت دریځ گوندونه(جمیعت الع مای اسلام ، اوجمات اسلامي ) دي . خو په شمالي او جنوبي وزیرستان کي د مولوي فضل الرحمن نفوذ او  دمهمند او خيبرپه سیموکی دقاضي حسين احمد نفوذ ډیر زښت زیات دی . د دوی ترڅنگ په جنوبي وزیرستان کي د مولوي بیت الله م سود قوت  او په باجوړ اوصوات کي دمولانا فضل الله نفوذاوس د یادولو وړدی.. دا څلور واړه افراطي رهبران پښتانه دي او د دوی په یوه غږدسیمي پښتانه  خپل سرونه ورکوي .  موږ دتلویزیون له لاري لیدلي  او وینو چی د دوی دطالبانیزم کارخانې (مذهبي مدرسې) په قبایلي  سیمو کي په شدت سره فعالي دي او پکي طالبان او ترو یستان روزل کیږي او بیا افغانستان ته  صادریږي تر څود افغانستان دخلکو د آرامي اوسوکالي مخه ونیسي.
دادی شپږ کاله و سوه چي طالبان دقبایلي سیمو دمذهبي رهبرانو په فتواګانو اودقبایلي  خلکو په ملاتړ اومرسته مس ح کیږي او د آی .اس . ای . په لار ښونه زموږخاوري ته ننوځي او خپل تخریبي عملیات ترسره کوي  او بیرته پاکستان ته ورګرځي . د دغو بنسټپالو پښتانو رهبرانوپه لمسون د افغانستان جنوبي اوشرقي سیمو باندي دپښتانو طالبانو اودخارجي ځواکونو دبریدونو او جنګي عملیاتو له کبله پرخلکو ژوند په دوږخ بدل شوی دی. که چیري دغه رهبران خپ وپلویانو ته همدا سبا فتوا ورکړي چي بس دی نور نو دا جنګ دافغانستان  د اسلامی دولت په  مقابل کي یو نا وا جنگ دی،بیله شکه  زموږ په وطن کي به دجنګ د اور لمبې  پورته نشي، خو د اکار دوی نه کوي، ځکه چي دوی دپاکستان دنظامی استخباراتو(آی .اس. آی.) پخواني اجنټان  دي او د دغي جهنمي سازمان څخه بې حسابه گټي ترلاسه کوي او په بدل کي موږ ته دجاهل  افراطي طالبانو په ذریعه ، ځاني،مالي،اقتصادي،اجمتاعي، کلتوري او سیاسي تاوانونه  رسوي، منګر موږ دهغوی پرسر خپل ملي امنیت ،سیاسي ثبات ،اقتصادي توان، فرهنگي او تعلیمي  شتم نی له لاسه ورکړې ده  .
په تاسف سره باید ووایم چي طالبان ټول  هغه افراطي ډلي دي چي دپاکستان په قبایلي سیمو کي د دیوبند په مدرسو کي ډیرسخت دریځه سلفیان روزل کیږي او د اسلامي شریعت دتحقق په پلمه په  خشونت او قهرلاس پوري کوي او دخپل محدود او متحجرفهم څخه هاخوااجازه نه ورکوي چي څوک لاس دپښې څخه خطا کړي .په قبایلي سیموکي .طالبان ټول  پښتانه دي . او دپاکستان د قبایلي سیمو څخه زموږسرحدي پښتنوسیمي  ته را ننوځي . او خپل تخریبي عملیات ترسره کوي او بیرته پاکستان ته ورگرځي .خو داثابته ده چي د دوی سره د پښتنو ۍ  او افغانیت هیڅ احساس نسته ، او که  وای نو ولي زموږ دوطن د پښتنو آرام  ژوند تباه کوي؟ ولي زموږ م کتبونه سوځوي؟ ولي معلمان وژني؟ ولي دتعلیم او تحصیل او دعلم دښمنان دي؟ زموږ اولادونه خو په مکتب کي سواد او علم زده کوي،ترڅو پخپل ښه  او بد پوه سي، او په آینده کي دخپل هیواد په  اقتصادي ، سیاسي ، اجتماعي او ف هنگي فعالیتونو کي ونډه واخلي او هیواد ته خدمت وکړي اوله دې لاري نه  دخپل شخصي ژوند دهوسایني له پاره ام کانات ترلاسه کړي،نوولي دوی زموږ اولادونه د تعلیم او سواد له نعمته محروم او بې برخي  کوي؟ دا  ټول په دې خاطر زموږ پرخلکوباندي  تطبیقیږي چي پاکستان  نه غواړی زموږ اولادونه په خپل  وطن کي دعصري علوم واو ننۍ تکنالوژي امکاناتو څخه برخمن سي، د پاکستان نظامي استخبارات(آی .اس. ای) دناپوه طالبانو په ذریعه زم وږ مکتوبونو ته اور وراچوي، دښونځیو دروازی تړي او معلمان، علما او قومي مشران وژني تر څوزموږ  اولادونه بې سواده پاته سي او دعصري علوموڅخه برخمن نشي. د دوی په نظر عصري مکتبونه دالحاد او کفر ځای دی اود انسان دپا ه  صرف دشریعت زده کړه کفایت کوي. خو دوی په خپل  دغه ډول کړو وړوغواړي  زموز وطن بیرته په شا وغورځوي.
متاسفانه طالبان نه یوازي د علم ،فرهنگ،هنر  او تمدن سره دشمني لري او د وطن تاریخي آثار دتوپ او توپک په وسیله له  مینځه وړي، بلکې د علمي موسساتو او صحي مرکزونو اوحتی دپاخه او ډمبر سړکونو په مقابل کي هم  خپل ضدیت او دښمني ښیی.دبیلگې په توگه دجنوری په ۲۲ ویشتمه  نیټه کي دوی دگرشک په ولسوالۍ کي  هغه موټ انو ته اور  ورته کړچی شگي او جغل يې راوړل او ددوو موټر وانانوسرونه  يې ور پرې کړل.(بي بي سي ۲۲جنوري)
اوس غربي هیوادونه  غواړي دا وران وطن او داغم ځپلي خلک له ورانۍ ، بیسوادۍ او ناپوهۍڅخه راوژغوري. غربي هیوادونه زموږسره کومکونه کوي او په دې پوه سوي دي چي فقر او بیسوادي ترټولو مرضونو لوی مرض اود دهشت اچوني او تروریزم اصلي عامل دی،  نو دوی غواړي دغه مرض زموږ له هیواد څخه ایسته کړي. دوی اوس خپل انساني اسونه را اوږده کړي دي، چي موږ ته شفاخانې اوصحي  کلینیکونه را جوړ کړي اوډاکټران راوروزي  اوزموږ نا وغان او بې درمل خلکوته  دوا او درمل  برابره کړي او زموږ بیوزله خلک له ناروغۍ او بدبختۍ څخه راخلاص کړي، پرسندونو باندي بندونه  اود تجارت او مواصلاتو دپاره سړکونه جوړ کړي او طبیعي زیرمي او منابع په کار واچوي ترڅو دبزگرانو اوبیکار خلکوته کار برابر سي،او داسي نور. خو دطالبانو په نظر زموږ خلک اوزموږ بچیان دښه ژوند لیاقت نلري. او هغه مسلمانان چي دکافرانو مرستي ترلاسه کوي، هغوئ هم کافران  دي خو پاکستان هرڅوم ه مرستی چي  دامریکااو نورهیوادوڅخه ترلاسه کوي، خیر دئ کافرکیږ ي نه.
ښاغلی داکټر سراجي یوه په زړه پوري مقاله په افغان- جرمن آنلاین کي لري چي زما خورا خوښه سوه ، دلته دوه پراگرافه  ئې رانقله وم .
«طالب جانه! ستا په راتگ(کفن کش اوبچه کفن کش) کیسه رښتیا سوه. تا داسي کارونه وکړ ه چي دپښتون نوم، ف هنگ او شوکت دي له خاوروسره برابرکړ،او لوړه شمله دي ورته په ځمکه را وویشته.لمړی تا خپله وژنه، سوځنه، دښونځی بندونه، ورانی دپښتون دکورنه راپیل کړه.بیادي دافغان په کورکي  دورونو میشتوقومونوترمینځ دنفاق اور بل کړ..دانجونو ښونځۍ دي وتړلې،ښځینه کارکونکي دي په کور کښینولې. دافغانستان تاریخي آثار چي د ددې خاوري دتیرونسلونو، دپرتمین تاریخ او ویاړ نښه وه، به توپونو ویشتل. په شلمه پیړۍ کي ديد  وحشت او غضب توره دو ه  را وسته. زموږد ملي عنعنوپرخلاف دي پرښځولاس پورته کړ. دخلکولاڅه چي حتی دماشومانو له خولې دي خندا او خوښي واخیسته. وطن دي په لوی زندان بدل کړ او په دې توگه دي دپوهي، فرهنگ او پښتونولۍ ضد خپله توره څیره وښووله .
داکتر سراجي خپلي لیکني ته داسي ادامه ورکوي:
 طالب جانه!.تاسره نه د وطن(مور) مینه  سته او نه له قام سره زړه سوی . ته نه دخپل وطن له تاریخ  نه خبر ئې او نه دپښتونولئ ماهیت څخه . ته دبل په لاس جوړشوی(مصنوعي نانځکه )ئې. چي هغه هرڅه درته وائي،ته ئې ورسره  کوې. اوس دي هم دتوپک خوله وپښتون ته نیولې او هره ورځ دپښتون بچي د وینو په څښو خپله تنده ماتوې. تا دپښتون قام دفزیکي او معنوي نابودی ته ملا تړلې ده. ښونځۍ سوځې،ښونکي ،علما، او دقوم مشران وژنې، او بیادجهاد نوم ورباندی ږدی.
مشرف وائي چي "قبای "(پښتانه)قاتلان اوترهگر دي.خو تا دا په عمل کي  نړیوالوته ښیي چي څوک یې او دکوم فرهنگ خاوندئې؟ دکړو وړو دي معلومیژږي چه ته پښتون نه ئې، خو څه وکړو چي دپښتون دښمنان ستا نوم دپښتون سره یو بولي او په دې توگه ستا ټول غیر انساني، غیر اسلامي او غیر افغاني کړني په پښتون قوم پوري تپي.» افغان- جرمن۱۸ جنو ي)
خو دلته د داکټر سراجي په تائید دا ټکي دیادولو بولم چي همدا اوس د ډیورنددکرښي  په دواړو خوا سیم وکي فقط طالبان جنگي او تروریستي عملیات ترسره کوي .او هرڅومره خلک  چي  دډیورند کرښي په هاخوا او دیخوا یعني په پاکستان او هم په افغانستان کي وژل کیږ ي،دا ټول پښتانه دي.په دې خاطرنن  په  بین المللی سطح کي پښتون قام  د تروریستانو په نامه پیژندل کیږ ي .دپاکستان داوسني حکومت داستراتیژي یوه مهمه برخه قبای ي پښتانه بدنام کول دي چي  د دوئ دځپلو دپاره باید یوه پلمه ولري .  بین المل ي جامعه هم د تروریستانو په دمینځوړلو کي توافق نظر لري او دپاکستان دحکومت څخه حمایت کوي خو دا دپښتنوتعلیم یافته او په اصطلاح  روشنفکران دي چي د پاکستان او دغرب په دي سیاست چنداني سر نه په خلاصوي او دخپل قام دژغورلو دپاره کوم اساسي چاره پسي نه گرځي اوځان ته  حرکت نه ورکوي. چي دسړي د نا امیدئ سبب کیږ ي.
زموږپه هیواد کي تیرکال شپږ نیم زره (۶۵۰۰) ملکي او دولتي خلک د طالبانو او ایتلافي قوتونو په بمونو،ګو يواو انتحاري عملیاتوپه وجه په قتل رسیدلي دي. چي په دې حساب هره ورخ ۲۰نفرزموږ دخلکو څخه مړه سويدي. ښایي په دغه اندازه ژوبله هم خلکو ته آوښتې وي.  اټکل کیږي چي په تیرو شپږو کلونو کي نژدې شل زره افغانان وژل سوي وي. خو   په دې جگړو کي ۴۰۰ تنه امریکائي سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او له دې کبله د دوی چیغه اسمان ته ختلې ده، ځکه  د دوی په وینو کي..سږ کال خوتر پروسږکال هم زیاتي انتحاري عملې په کندهار، کابل،هلمند، کن ، ،پکتیکا ، خوست، بغلان ، کندُز اونورسیموکي  تر سره سوي دي چي یوتعدادبیگناه خلک خپل ژونددلاسه و کړی  دی . که دا جګړه لس کاله نورهم دوام وکړي ، خدای پوهیږي چي څومره خلک خپل ژوند له لاسه ورکړی؟
ښاغلی هاري دپاکستان پراوضاع باندی ډیري شې لیکني کوي او پخپل یوه لیکنه کي داسي  لیکي :" پاکستان تل کوښښ کړى دى چي په افغانستان کي يو منحطه، وروسته پاتي، او مذهبي ډله حاکمه وي.  داسي لي چي د عصري علومو مخالفي وي، مکتب  وسوځي او معلم شهيد کړي، او لنډه داچي د افغانستان د سياسي  استقلال او برم اډانې وراني او ويجاړي کړي.    د جهاد په دوران کي، دپاکستان سره پدې  تاريخي شرارت کي امريکا هم دخيله وه.  سي .اې .ې او اې.ايس.اې په گډه  او اخوت د افغاني مذهبي ډلو ملاتړ کاوه چي بالاخره  يې  باني،  حکمتيار،  ملاعمر ، بن لادن، مسعود او سياف وږيږول.  ."( بینوا سایت)
یوه عجیبه خبره داده چی د باړه  په قبایلی سیمه کی دلښکر اسلام ترنامه لاندی،یوه افراطی ډله دمنگل باغ په مشری خلکو ته  امر کړی دی چی اسلامی کالی واغوندی  اوهره کورنی خپل هغه قبرونه چی په زینتی ډبروسمبال کړی وی، باید د یوی هفتی په ترڅ کی وران کړی او کنه نو لس زره کلدار به جریمه شی.  همدارنگه ټول خلک مجبور دی چی دلم ونځ  دأداکولو دپاره په پنځه وختونو کی مسجد ته حاضروی او هرڅوک چی حاضر نه وی، غیرحاضر سی ، دغیرحاضرانو څ خه به  پر هروخت جریمه واخیستل سی.
داسی ښکاری چی اوس طالبانی اسلام د قبایلی سیمی څخه موږ ته را صادریږی او زموژ خلک مجبوربه وی چی د دغو بیسواد اومتحجرو ډلوترحکم لاندی ژوند وکړی. زموږ اولادونه باید عصری م کتبونو ته ولاړ نشی، د عصری اومډرن ژوندون څخه باید بی برخی وی،زموږښځي دکورونوڅخه ونه وزی او کار ونکړی،اوزموږ انجونی باید مطلقاً بیسواده پاته سی. اوپه دی ډول دافغانستان نیم  بدن  عاطل او دکار او تعلیم څخه   محروم اوبه  تر ټولو هیوادونو یو وروسته پاتی هیواد وی .تردی حده چی د یوې گولې ډوډی دپا ه  به  پاکستانیانولاس ته محتاج وی، د ژوند ټوله  ضروریات باید دخارج څخه را وارد کړی او یوازنی شیئ چی کولای شی  صادرکړی ، هغه به تروریزم وی. آیا تردغسی شرایطو لاندی  ژوند کول تر دوژخ بد تر  نه دی ؟
د ډاکتر خوشحال روهی په قول، دپاکستان په قبایلی سیموکی اوس "مذهبي او ترهګرو ډلو په ډېرو سيمو کې هڅې پيل کړې ، چې قانون پخپل لاس کې واخلي او موازي حکومت رامنځته کړي . په نتيجه کې په ډېرو سيمو کې د قانون  واکمني له منځه تللې اود بېلابېلو ملېشو ، اورپکو ډلو او ياهم مذهبي پوليسو واکمني منځته راغلې او د صوبه سرحد په ځينو سيمو کې خبره بېخي د انارشۍ تر کچې رسېدلې . همدااوس په ټانک ، د ادم خېلو دره او دېره اسماعيل خان کې طالب ډوله ملېشې واکمنې شوي او د مومند اېجنسۍ او پېښور ترمنځ سيمو پر سر مبارزه روانه ده . په شمالي وزيرستان ، جنوبي وزيرستان او باجوړ کې خو د طالبانو بشپړه  واکمني چلېږي او تقريباً هره ورځ يو څوک بهرنيو ځواکو نواو يا د پاکستان ح کومت ته دجاسوسۍ په تور ځړېدلي او يا يې سر پرې شوی وي .
د مذهبي ډلو ګواښونه ان تر پېښوره هم رسېدلي دي .په بنو کې طالبانو يوه کمېټه جوړه کړې او پر هغو خلکو يې ۵۰۰۰کلدارې جريمه لګولې ، چې څوک پر نڅا ، موزيک اورېدلو ، ت ويزيون کتلو او يا په موبايل کې د موزيک پر کښته کولو ونيول شي . د راپورونو له مخې د بنو د پوليسو آمر هم له دغې کمېټې څخه ملاتړ کړی او ويلي يې دي ، چې پوليس به له دغه کمېټې سره د فساد په ورکولو کې مرسته وکړي . په مردان کې د ښوونځيو نجونو ، تر ګواښل کېدو وروسته د حجاب اغوستل پيل کړي او سلمانيان د ږيرو له خريلو څخه منع شوي . په پېښور ، کوهاټ او دره ادم خېل کې د سي ډي او وېډيو يو شمېر هټۍ الوزول شوي او په لکي مروت کې د يو شمېر سندرغاړو س ونه او برېتونه خريل شوي دي . په صوبه سرحد کې حکومت په ښکاره د همدغو طالبانو دفاع کوي او غواړي په خپله هم طا بي نظام پلی کړي . څه موده وړاندې په صوبه سرحد کې د متحده مجلس عمل حکومت د شريعت د نفاذ يوه لايحه پخپل پارلم ان کې پاس کړه او مرکزي پارلمان ته يې واستوله او دا ګواښ يې هم ورسره وکړ ، چې که لايحه رد هم شي دوی به يې پخپله صوبه کې خامخا پلې کوي . د متحده مجلس عمل حکومت ويلي ، چې پر موزيک او نڅا به بنديز ولګول شي ."(داکتر روهی، اسم ائی سایت)
طالبان په افغانستان کی د  یو داسی  اسلامی حکومت د مینخ  ته راوړلوپه خاطر خپلی انتحا ی  عملیاتو ته شدت ورکړی دی ،چی اوس په قبایلی سیمو کی ددوی امر ونهی چلیژی .خو  زموژ په هیوادکی تر اوسه هغه دوره  دخلکود اذهان څخه  نه ده هیر سوی چی په ټوله هیواد کی فقط یو اخبار د«شریعت اخبار»په نامه خپ یده او یو راډیو د«شریعت راډیو»په نامه صرف د ۶ ساعتو دپاره خپری دلی او افغانستان دیو( بی صوت اوبی صورت) هیواد په نامه په نړی کی شهرت  موندلی و..دادی اوس په افغانستان کی  دعلماو دشورا ، غواړی د پاکستان دطا بانو په تقلید، اسلامی شریعت په افغانستان کی پلی کړی . په شونځیو کی ملایان مقرر کول ، اوپرتلویزیونی نشراتو کی په غیرمنطقی پلموبندیزلگول،  دا پیغام دځانه سره لری چی ډیرژر دخلکوپر ږره او کالی ،هم بندیز لوگول کیژی او خلک کرارکراربه د ټلویزیون ، سینما ،موزیک او انترنت له  مزایا څخه بی برخی شی.
دجنوری دمیاشتی په ۲۳ مه  یو ځوان ژورنالیست (پرویز کامبخش)چی د بلخ دپوهنتون دژورنالیزم دپوهنځی محصل دی، دابتدائی محکمی له خوا (د علماء دشورا په سپارشتنه) په اعدام محکوم سو. د ده گناه څه و؟ ایا دبشرحقوق ئی ترپشولاندی کړی دی؟ نه، ایا په جنگی جنایاتو متهم دی؟ نه. ایا دخلقوپرناموس تیر ی کړی دی؟ نه. ایا کوم ملی خیانت ترسره کړی دی؟ نه.  ایا خپل له دین څخه انکار کړی دی؟ نه. که له دین څخه انکارهم کړی وی، پس له توبی څخه بخشل کیژی، خو دغه  ځوان تر اوسه په پورتنی گناهونو او جرمونو په یوه کی هم نه دی متهم او ورباندی نه ده ثابته سوی.. آیا دیوانسان ژوند په اسانی سره اخیستنه، د موکراسی ده که سوته کراسی؟ معلومیژی چی دغسی چلند سوته کراسی ده چی ائی طالبان هم تراوسه په دغسی صغیره  گناه چاته داعدام حکم صادر کړی نه وی.!دپرویزکورنۍ او ملگري وایې چې د محاکمې بهیر غیر عادلانه وؤ ځکه نوموړي ته دا اجازه نه وه ورکړل سوي چې مدافع وکیل ولري.په ورته وخت کی دخبریا انو نړیوال فدراسیون (ای، اف، جی) ویلې چې دپرویز محاکمه آزاده نده تر سره سوي او په دې سربیره هغه ته دا حق نه وؤ ورکړ سوی چې مدافع وکیل ولري. دپرویزکامبخش په اړه داعدام دحکم خبر تیره ورځ او نن سهار په ټولو غربي م طبوعاتو کې په پراخه کچه خپور سو او نړیوال عکس العملونه یې  را وپارول. دخبريالانو دملاتړ یو شمیر په هیوادکی  دننه او نړیوالو ټولنو کی دبلخ دمحکمې  دغه حکم غندنه وکړه.دمحکمې دې پریکړي ته په لومړي سر کې د بی سرحدوخبریالانو نړیوالي ټولنې او داروپا داتحادیی نماینده او په کابل کی دملگرو ملتونو نماینده (یونیما)   قهرجن غبرگون ښودلی  او دجمهور رئیس څخه دکامبخش دخوشي کیدو غوښتنه یې کړي دی.
د دوطن نامتو روحانی عالم  (ایت الله محسنی ) د آلمان د زغ رادیو سره په مرکه کی  په دی اړه وویل: چی« یوه دینی ضد لیکنه یا کتاب درلودل، د بی دینی دلیل نسی کیدلای. او حتی داسی یوه لیکنه نوروته ورکول هم داعدام دجزا دپاره دلیل کیدای نسی. خود دویمی اتهام په صورت کی محکمه متهم ته  داعدام نه پرته یوجزا ورکولای شی..»(دویچه  ویله)
خوموژ بایدپه دی  پوه شو چی طالبانیزم او اخوانیزم په خپل سرشت کی  یوتربل  په کمه نه ده  او زموږد وطن دپاره دواړه لوی مصیبتونه راوړی دی .په دغه سبب دادی دیرش کاله وسوه چی جګړه ،ورانئ او انسان وژنه زموژ په وطن کی را روان دی . .موږ باید په دی پوه سو چی تر څو دغه دواړه  شوم اومخرب پدیدی زموږ په ملک او په منطقه کی په  سیاست  کی مداخله وکری اوسیاست د دین څخه  جلا نسی،د منطقی خلک دارام ژوند مخ به ونه وینی او افغانستان همیش دترقی او انکشاف له گړندی  کاروان څخه پر شا پاته او دیووروسته پاتی هیواد په حیث دایم  خپل گاونډی هیوادونو ته به محتاج  وی......پای