د نړۍ تر ټولو مشهورې ماج اوې –دا دهغه کتاب نوم دی چې لومړی په ايران کې په فارسۍ او له هغې ژبې څخه د محمدآصف عمر په زيار په پښتو ژباړل شوی دی . په دغه كتاب كې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تر ټولو مشهورې او واقعي پيښې ، چې په ځانګړو وګړو پورې اړه لري ، ځاى په ځاى شويدي . همدا رنګه پکې د داسې خلكو له پيښو ډك ژوند څرګند شوی ، چې په پيل كې معمولي وګړي وو خو د خپلو هڅو او زړورتيا له امله د نړۍ وتلي اتلان شول . هغوئ هيڅ كار ناشونى نه بالۀ او د طبيعت د هر ډول سختيو په وړاندې په سيندونو، سمندرونو او د غرونو په لوړو څوكو كې په پوره ميړانه ودريدل . د نوموړو كلك هوډ هغوئ له نو و خلكو بيل اودداسې كارونو جوګه کړل چې د ډيرو په وس پوره ندي . له دغو وګړو څخه ځينې دومره وتلي او مشهور دي چې تاسې يې په وارو وارو نومونه اوريدلي دي لکه جان اف کېنېډي او چېرچل، او ځينې له دغو پېښو دومره په زړه پورې دي چې په اړه يې جوړشوي فلمونه د ټولو خلكو د خوښې او منلو وړ ګرځېدلي دي . لۀ پېښو څخه يې کېدای شي د شمالي او جنوبي قطب د کشف پېښه او همدا رنګه د هټلر د زندان نه د تېښتې پېښه ياده کړو .
داړونکي انسانان _دا د م حمدآصف عمر د هغه ناول نوم دی چې پۀ دې وروستيو کې ليکل شوی او چاپ ته تيار دی . پۀ دې ناول کې د يوې ښځې او مېړۀ سره د رامېنځ ته شوې پېښې کيسه ده . مېړه ناڅاپه ورکېږي او د مړي او ژوندي پته يې نه وي معلومه . دا چې په ښځې او مېړۀ څه تېرېږي ؟ آيا کولای شي چې يوبل بېرته پيدا کړي ؟ او پۀ دې لاره کې له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي ؟ د ناول اساسي موضوع ده . ناول لۀ زړه راښکونکو او هېښوونکو پيښو ډک دی . هڅه شوې چې د افغانانو واقعي ژوند انځور شي